Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2021

Новости за 28.04.2021

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: افغانستان کې له جهاد وروسته خلکو سختې ورځې تېرې کړې

د غويي اتمه کابل ته د مجاهدینو د داخلېدو ورځ، تېر کلونه به دغه ورځ په کابل او ولایتونو کې په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېده، خو روان کال خبره یوازې د اعلامیو تر بريده وه. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د غويي د اتمې نېټې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان له تېر تاریخ نه په الهام د هېواد د راتلونکي په اړه فکر وکړي او د جنګ او تاوتریخوالي پر ځای سیاسي موخې د مشارکت، ملي، ډیموکراتیک بهیر او د خلکو ارادو ته د مراجعې له لارې تعقیب کړي. دغه اعلامیه چې د چهارشنبې په ورځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسیا پراختیايي بانک: ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ښه شوې

د اسیا پراختیايي بانک وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ښه شوې او وړاندوینه‌يې کړې چې راتلونکی کال کې به لا ښه شي. دغه بانک د یوه نوي راپور په خپرولو سره لیکي، په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده د بېلابېلو ستونزو له کبله منفي ۵ وه، خو وړاندوینه کوي چې روان کال به ۳ او په ۲۰۲۲ کال کې به ۴ سلنه ته لوړه شي. دا راپور د "اسیا پراختیايي بانک او په ۲۰۲۱ کال کې د اسیا لیدلوری" تر عنوان لاندې نن خپور شو. دې راپور کې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د منفي اغېز لاملونه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

« د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره باید تر خپله وسه هڅه وکړو.»

امریکایې سناتورې جین شاهین پرون د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل چې هرڅه یې په وسه وي باید افغان میرمنو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره یې ترسره کړي . هغې همدا راز وویل هغه څه چې امریکا به یې په راتلونکو میاشتو کې ترسره کړي ، په راتلونکو نسلونو کې به د افغان میرمنو لپاره اغیزمنې وي. پدې استماعیه غونډه کې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سناتورانو پوښتني ځوابولې.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې امنیتي ګواښونه؛ امریکا سفارت د خپلو کارکوونکو شمېر کموي

په کابل کې د امریکا سفارت د امنیتي ګواښونو له کبله د خپلو کارکوونکو شمېر کموي.   د دغه سفارت شارژدافیر راس وېلسن نن پر ټویټر ولیکل چې په کابل کې د تاوتریخوالي او ګواښونو راپورونو د ډېرېدو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې په کابل کې د امریکا د سفارت یو شمېر کارکوونکي له دې هېواده ووځي.   راس وېلسن زیاتوي هغه کسان چې کولای شي همدا دندې له بل ځایه ترسره کړي، له دې ځایه ایستل کېږي، خو هغه پرسونل چې د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر سره تړلو موضوعاتو او هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره مهم کارونه ترسره کوي، په دې سفارت کې پاتېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه د سلواک او د درېیو نورو بالتیک هېوادونو ۷ ډیپلوماتان باسي

روسیې اعلان وکړ چې د سلواک او د درېیو نورو بالتیک هېوادونو ۷ ډیپلوماتان باسي.   دا ډیپلوماتیکه جګړه وروسته له هغه راپورته شوه چې چک جمهوریت ادعا وکړه چې  په ۲۰۱۴ کال کې د دې هېواد په یوه ډیپو کې په مرګونې چاودنه کې روسیه ښکېله وه. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل چې په مسکو کې د سلواک، لیتوانیا، لاتویا او استونیا سفارتونو ته خبر ورکړل شوی چې د مې تر ۵مې نېټې دمخه دې د دغو هېوادونو ۷ ډیپلوماتان له روسیې ووځي. د روانې میاشتې په سر کې چک جمهوریت یو شمېر روسي ډیپلوماتان له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوستۍ ښځه ولی د نارینه و جامې اغوندي؟

د افغانستان ختیځ ولایت خوست اوسېدونکې حکمینه ښايي يوازينۍ ښځه وي چې د جنسیتي تبعيض په اړه بې پروا او د نارينه جامو اغوستلو سره په ښار کې ګرځي.حکمینه وايي، هغې له ماشومتوب راهیسې د سړیو له جامو اغوستو سره علاقه درلوده د هغې ډېری ناسته ولاړه له نارینه وو سره ده او تل له ځان سره یو ټوپک هم ګرځوي. پدې راپور کې موږ د هغې ژوند ته لنډه کتنه کوو.

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال جام؛ نن د پاریس سنت جرمن او مانچستر سیتي لوبه کوي

د اروپا د فوټبال جام د اتلولۍ په نیمه پایلوبو کې نن ماښام د پاریس سنت جرمن او مانچستر سیتي لوبډلې سیالي سره کوي.   دا لوبې د افغانستان په وخت د شپې ۱۱:۳۰ دقیقې په پاریس کې ترسره کېږي.   تېره شپه د همدې دور په یوې بلې لوبه کې ریال مادرید په خپل کور کې د چلسي ټیم سره په سیالۍ کې یو د یو په مقابل کې مساوي شو.   ریال مادرید پایلوبې ته د رسېدو لپاره باید د راتلونکې اوونۍ په لوبو کې چلسي ته لږترلږه د یوه ګول په توپیر ماته ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې له ځینو خلکو د ماسک کارولو محدودیت لیرې کېږي

د امریکا متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز یو بل لارښود په ډاګه کړی چې له مخې به‌یې ځیني خلک مجبور نه‌وي له کوره بهر ماسکونه واغوندي.   دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي د کرونا ویروس د واکسین تطبیق عادي حالت ته د امریکا د بېرته راتلو سره ډېره مرسته کوي.   یاد مرکز پرون اعلان وکړ چې هغه کسان چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي، په یوه لوی جمعیت کې له حضور پرته، په نورو ځایونو کې مجبور نه‌دي چې ماسکونه واغوندي.   د دې ادارې په وینا هغه کسان چې لا تر اوسه‌یې د کرونا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: لوګر کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل شو

د لوګر چارواکي د طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د ملي اردو د درېیو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.   د لوګر د امنیه قوماندانۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالحمید چې په حماسي مشهور وو له خپلو ۴ نورو ملګرو سره تېره شپه ووژل شو. د اعلامیې له مخې دغو وسله‌والو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونو وکړل او د متقابلو نښتو سره مخامخ شول.   د لوګر د امنیه قوماندانۍ په خبره په دې نښتو کې د ملي اردو ۷ سرتېري هم ټپیان شوي دي.   طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې هېڅ لوری د کورنۍ جګړې د بیاپیل پلوی نه‌دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغانانو (عام افغانان)، افغان حکومت او ان طالبانو په ګډون هېڅ یو لوری نه‌غواړي چې په دې هېواد کې یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شي. ښاغلي بېلنکن له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکايي عسکرو له وتو وروسته به، یوه تشه رامنځته شي چې له مخې یې طالبان له نظامي لارې واک ته ورسېږي او یا به هم په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي؟ دا یوه احتمالي سناریو وبلله. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیل د هېڅ لوري په ګټه نه‌بولي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپا او اروپا-اسیا کې د ډیموکراسۍ د شاتګ په اړه د بشري حقونو ډلې خبرداری

په واشنګټن کې مېشت د بشري حقونو ډله، فریډم هاوس په خپل کلني راپور کې په اروپا او اروپا-اسیا هېوادونو کې ډیموکراسۍ ته اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې کله هم ډیموکراتیکې هڅې په دغو هېوادونو کې دومره کمزورې نه‌وې. فريډم هاوس په اروپا او اروپا-اسیا یا ایرواېشیا سیمه کې له ډیموکراسۍ د په شاتګ لپاره خبرداری ورکړ.  د بشري حقونو دا مؤسسه وایي، منتخب مشران په ګڼو هېوادو کې ډیموکراتیک بنسټونه کمزوري کوي څو په واک کې پاتې شي او په دې ډول استبدادي واکمنۍ ته لار پرانیزي.  په '۲۰۲۱م... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

محمد بن سلمان: له ایران سره د سعودي د اړیکو د ښه کېدو هیله لرو

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي، له ایران سره د سعودي د اړیکو د ښه کېدو هیله لري، خو د ایران منفي چلند ستونزې پېښوي.  سلمان نن (چهارشنبه) په یوه مرکه کې د ریاض او تهران د اړیکو د ټینګېدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ایران د سعودي یو ګاونډی هېواد دی او دوی ټول هیله لري چې له ایران سره ښې اړیکې ولري.  د ایران او سعودي اړیکې د یمن او ګڼو نورو مسئلو پر سر ترینګلې دي.  ایران د حوثیانو ملاتړ کوي، خو سعودي عربستان د یمن د هغه دولت ننګه کوي چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلی دی.

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان د سور سمندرګي په ینبع بندر سیمه کې د یوې د حملې مخه ونیوله

سعودي عربستان وايي، د سور سمندرګي په غاړه په ینبع بندر سیمه کې یې د یوې بېړۍ چې له چاودېدونکو موادو ډکه وه او له لیرې کنټرولېده، د حملې مخه نیولې ده.  د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان دفاع وزارت په یوه بیان کې د دې بېړۍ د مخنیوي او له‌منځه وړلو یادونه کړې، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي څرګند کړي.  تر دې وړاندې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان د تېلو په یوه ترمینل کې د دغه هېواد یوه بېړۍ د چاودنې په نتیجه کې زیانمن شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او اسرائیل د ملي امنیت سلاکارانو پر ایران خبرې وکړې

د امریکا او اسرائیل د ملي امنیت سلاکارانو د ایران او دوه اړخیزو مسئلو په اړه پرون په واشنګټن کې خبرې وکړې.  سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار مییر بن شبات په وروستیو کلونو کې د ایران د اټمي پروګرام د پرمختګ په اړه پر خپلو جدي اندېښنو خبرې وکړې.  په خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ویانا د خبرو په اړه اسرائیلي ساري ته معلومات ورکړل او د ایران د اټمي پروګرام په اړه‌یې له اسراییل سره په راتلونکي کې مشورې ته لېوالتیا وښوده.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ ته د ولسمشر زلېنسکي امر: تیارسی اوسئ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د خپل هېواد پوځ ته وویل چې په پولو کې د روسي ځواکونو له کمېدو سره سره تیارسی اوسي ځکه چې دا پوځیان هره شېبه بېرته راګرځېدای شي.  زلېنسکي پرون (سې شنبه) کریمیا ته نږدې د اوکرایني پوځیانو د لیدو پر مهال وویل، د روسي ځواکونو د لیرې کېدو معنی دا نه‌ده چې د اوکراین پوځ چمتو ونه‌اوسي. روسي پوځیان هره شېبه بېرته پولو ته راګرځېدای شي. د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو پرون وویل چې د اوکراین له پولو د ځواکونو شا ته کول‌یې د لوېدیځ له فشار سره تړاو نه‌لري، بلکې مسکو د ځان ساتنې لپاره هر هغه څه کوي چې لازم وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مصر د نیل سین په دلتا کې ۱۱۰ لرغوني قبرونه کشف شول

د مصر د ګرځندوی او لرغوني میراث وزارت وايي، د دغه هېواد لرغونپېژاندو د نیل سین په دلتا کې ۱۱۰ لرغوني قبرونه کشف کړي دي.  دا قبرونه چې په ځینو کې یې د انسان جسدونه هم شته، له قاهرې ۱۵۰ کیلومتره لیرې په داکاهلیا سیمه کې موندل شوي.  د مصر د لرغونو میراثونو او ګرځندوی وزارت پرون همداراز وویل چې ۶۷ قبرونه بیضوي بڼه لري او له ۳ زره تر ۶ زره میلاد مخکې دورې پورې تړاو لري.

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: که طالبان د امریکا ګټې له خطر سره مخ کړي، بیا به وځپل شي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شو او د افغانستان په اړه‌یې د سناتورانو اندېښنو ته ځواب ووایه.  سناتوران له دې درکه اندېښمن وو چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ښځو حقونه به څنګه شي او ایا افغانستان به بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي!؟ ښاغلي خلیلزاد وویل، که طالبان وغواړي چې د امریکا ګټې له خطر سره مخامخ کړي، نو بیا به وځپل شي. ده زیاته کړه، که احیاناً طالبان واک ته ورسېدل او د ښځو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځینو امریکایانو ته له افغانستانه د وتلو امر وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې یو شمېر امریکایانو ته امر کړی چې له دغه هېواده دې راووځي. د بهرنیو چارو وزارت پرون په افغانستان کې د امریکا د حکومت کارکوونکو ته خبر ورکړی چې که‌یې کارونه له نورو ځایونو کېږي له پلازمېنې کابل دې راووځي. په خبرتیا کې راغلي چې د افغانستان ټولو سیمو ته سفر خوندي نه‌دی ځکه د سړي تښتونو، بمي بریدونو، وسله‌والو حملو او ډول ډول خطرونو کچه په‌کې خورا لوړه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روېټرز اژانس ته په اېمېل کې لیکلي چې دا امر په کابل کې د امریکا سفارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د کرونا له امله د مړینو شمېر له دوو لکو کسانو واوښت

د بریتانیا د طبي مرستو لومړنۍ جوپه پرون د نوې ډهلي هوايي ډګر ته د یوې الوتکې په مټ ورسېده. د تنفس ۱۰۰ دستګاوې او د اکسیجن ۹۵ لویې محمولې په دغو مرستو کې شامل دي. ځینو نورو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، جرمني، ایرلنډ، استرالیا هم له هند سره د بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا همغږي کوونکي ویلي، ولسمشر جو بایډن د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره په وروستۍ ټیلیفوني مکالمه کې هغه ته ډاډ ورکړی امریکا به هر هغه څه ته چې هند اړتیا لري رسیدګي وکړي. فرانسې هم اعلان کړی چې د اکسیجن د تولید اته دستګاوې هند ته ورلېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ستراتېژېست خپرونه: افغانستان هغه ځای چې مغرورې امپراطورۍ په‌کې سر خوري

فارین پالېسي فارین پالېسي خپرونه لیکي، افغانستان پنځه لسیزې مخکې د نړۍ د لویو قدرتونو له مداخلې پرته د نن ورځې په پرتله خورا ښې لارې ته لوېدلی و، خو د ډیموکراسۍ لسیزې یې ډېر عمر ونه‌کړ.  فارین پالېسي لیکي، اوس چې امریکایي او د ناټو ځواکونه له دې هېواده وتلو ته تیاری نیسي، ډېری د پاخه عمر لرونکي افغانان هغه وخت په یاد راوړي چې دوی یې یوه ځلانده دوره بولي، هغه وخت چې په افغانستان کې یوه نسبتاً عصري ډیموکراسي د متحده ایالاتو یا کوم بل ستر ځواک له مداخلې پرته په خپله جوړه شوې وه.  لیکوال د ظاهرشاه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې چاودنې د ملي اردو ۵ سرتېري ووژل

د هرات والي وايي د ملي اردو پنځه سرتېري په شینډنډ ولسوالۍ کې وژل شوي دي. عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، سې شنبه غرمه د دغو سرتېرو پر هاموې موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده. قتالي وايي درې سرتېري په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي. د هرات والي زیاته کړه طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي. هغه وویل چې په ځوابي بریدونو کې افغان پوځیانو نهه تنه وسله‌وال طالبان هم وژلي دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان ۲۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخیستل کېږي

نن د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ۱۲م ټولګیو له فارغانو د کانکور ازموینه اخیستل کېږي. د افغانستان د ازموینو ملي اداره وایي دا لومړی وار دی په دومره شمېر ولایتونو کې ازموینې په یوه دوره کې مدیریت کېږي. د دې ادارې د تخنیکي او عملیاتي چارو مشر یما امان رسنیو ته ویلي: "موږ به سږ کال په ټوله کې شاوخوا دوه لکه داوطلبان ولرو، له دې شمېره ۱۴۳ زره به د ظرفیت لپاره سیالي کوي چې ۷۲ زره‌یې د لوړو زده‌کړو وزارت د لېسانس برنامو کې دي." تمه ده په اتو پاتې ولایتونو کې د ثور په ۲۶مه کانکور ترسره شي. د پلازمېنې کابل د کانکور نېټه لا نه‌ده مشخصه شوې.

Pa.azadiradio.com 

د ثور اتمه د افغان مجاهدینو د بریا ۲۹مه کالیزه او د طالبانو غبرګون

نن د ثور اتمه د افغان مجاهدینو د بریا ۲۹مه کالیزه ده. د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه مجاهدین د وخت د ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله واکمني ړنګه او قدرت‌یې په لاس کې واخیست. مجاهدین په دې باور دي چې دوی په دې ورځ افغانستان ازاده او کمونېستي نظام‌یې نسکور کړ. ترڅنګ‌یې یو شمېر دا هم مني چې د مجاهدینو په ډلو کې مخالفتونه د یوه پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه ونیوله او له امله‌یې کورنۍ جګړې پیل شوې. د افغانستان حکومت هر کال د دې ورځې په مناسبت رسمي مراسم نیسي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت له معمول سره سم دا ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د دولسیزې د رامنځته کولو په اړه د کرکټ پخواني مشهور لوبغاړي پیټرسن وړاندیز

د انګلستان د کرکټ د ملي ټيم پخواني مشهور لوبغاړي کیوین پیټرسن د دولسیزې د رامنځته کولو وړاندیز کړی. پیټرسن پرون په خپل ټویټر دا خبره لیکلې چې د ګڼو کسانو له غبرګونونو سره مخ شوی دی. هغه لیکلي ۲۰ اوریز کرکټ یا د انګلستان سل توپیز لوبو ته وړاندیز کوي که چا له ۱۰۰ مترو لوړه شپږیزه (چکه) ووهله ۱۲ منډې ورته حساب شي. ګڼو خلکو د کیوین پیټرسن په دې وړاندیز ملنډې وهلي، خو ځینو بیا هرکلی ترې کړی او ویلي یې دي چې د شل اوریزو لوبو شور او خوند به لا پسې زیات شي. کیوین پیټرسن د انګلستان د کرکټ له سرلارو لوبغاړو یو دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین د جَنوبي اسیا له هېوادونو سره د 'کووېډ-۱۹' واکسین مرسته کوي

د چین د  بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه چې غواړي د جَنوبي اسیا له هېوادونو سره د 'کووېډ-۱۹' واکسین مرسته وکړي. د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سې شنبه وویل هېواد یې چمتو دی چې د جَنوبي اسیا هېوادونو ته د سیمه‌ییزې راکړې ورکړې د غښتلتیا د ساتلو په هدف د 'کووېډ-۱۹' واکسین ورکړي. په همدې هدف سې شنبه د چین، افغانستان، بنګله‌دېش، نیپال، پاکستان او سریلانکا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه انلاین غونډه کې سره خبرې هم کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي د بېړنیو مرستو د یوې زېرمې د جوړولو وړاندیز یې هم کړی دی. Читать дальше...


Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Baza: в Люберцах прозвучал взрыв

Мурашко сообщил, что первые результаты доклинических исследований вакцины против рака могут представить в конце года

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

Музыкальные новости

«Солнечная Азбука» в особом семейном центре «Семь-Я»

Вирусолог Вострухов предупредил о миграции клещей-мутантов из ЕС в Россию

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

Новости России

Baza: в Люберцах прозвучал взрыв

Премьер-министр Дании Фредериксен заявила, что потрясена нападением на нее

«Виват, Амур!» завершится в Благовещенске грандиозным концертом

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям

Экология в России и мире

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Красноярский музыкальный театр представил проект театральной экосистемы будущего

Спорт в России и мире

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Moscow.media

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

Гора Бабырган

«Автодор» – к концу 2025 года скоростными дорогами госкомпании будет охвачена половина населения России

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *