Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2021

Новости за 26.04.2021

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې نسبي زیاتوالی راغلي. دغه وزارت په داسې حال کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو وايي چې د سیمې په هېوادونو په ځانګړي ډول هند کې د کرونا ویروس درېیمه څپه د څونامي په څېر په چټکۍ خپرېږي. د دې وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د کرونا درېیمه څپه افغانستان ته نه‌ده راغلې، خو عامې روغتیا وزارت له وړاندې ورته جدي تدابیر نیولي دي. دی وايي، که څه هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره په ځینو محدودیتونو غور کوي

د  افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ځینو محدودیتونو غور کوي. د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن یوې غونډې ته ویلي چې له ایران او پاکستان سره په ګډه پوله پر تګ راتګ محدودیتونه، د هند د پروازونو ځنډول، د شپې ګرځ‌بندیز، پر غونډو باندې بندیز او د عاجلو مرستو د کمېټو فعالول په دې پلانونو کې شامل دي.  ده زیاته کړې ژر دا وړاندیزونه د دولت له مشرتابه او امنیت شورا سره شریکوي څو هغوی یې په اړه پرېکړه وکړي.  په افغانستان کې دا څو وروستۍ ورځې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛ هند ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړئ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې هند ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.  د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي هندوستان د کرونا ویروس له یوې نوې څپې سره مخ دی او د دغه هېواد چارواکو په بېلابېلو ښارونو کې ګرځ‌بندیز او قرنطینونه اعلان کړي دي.  هندوستان کې دا څو وروستۍ ورځې هره ورځ له درې نیمو لکو ډېر کسان په کرونا اخته کېږي.   یوازې پرون ۲،۸۰۰ کسان مړه شوي.   د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې افغانستان ته له هند یا نورو بهرنیو هېوادونو راستنېدونکي کسان باید د کرونا منفي ټسټ له ځانه سره ولري.

Pa.azadiradio.com 

روسیې د ایټالیا د دفاعي او سمندري ځواکونو اتشه له مسکو ایستلی

روسیې یو ایټالیايي ډیپلوماټ له خپل هېواده ایستلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي په مسکو کې یې د ایټالیا سفیر ورغوښتی او د دفاعي او سمندري ځواکونو د اتشې د وتلو امر یې ورسپارلی دی. روسیې دا کار د ایټالیا له‌خوا په مارچ میاشت کې د دوو روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په غبرګون کړی دی. د ایټالیا دغه ډیپلوماټ ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی چې له مسکو ووځي. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې دا کار غیر عادلانه او بې‌بنسټه بللی دی. اخوا رومانیا ویلي یو روسی ډیپلوماټ له خپل هېواده باسي. د رومانیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چک صدراعظم وايي له افغانستان سره همکاري به‌یې دوام وکړي

د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابېش وايي، له "افغانستان څخه د چکي عسکرو او په ټوله کې د نړۍوال ائتلاف د ځواکونو له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي." چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اندري بابېش دا خبره پراګ کې له افغان سفیر شهزاد اریوبي سره په لیدنه کې کړې. د خپرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې د چک جمهوریت او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یو نوي باب په پرانیستو خبرې شوې دي. په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي وايي، هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پوهنې وزارت د ښوونځیو ځیني مضمونونه له یو بل سره مدغموي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په هغې طرحې کار کوي چې له مخې به‌یې د ښوونځیو ځیني مضمونونه له یو بل سره مدغم شي. وروسته له هغې چې یو شمېر زده‌کوونکو په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت په اړه انتقادونه وکړل، اوس دغه وزارت وايي، په طرحې سره به‌یې په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي. د دې وزارت چارواکي وايي، د یادې طرحې له مخې هغه مضمونونه چې د محتوا له اړخه یو شان دي یوځای کېږي. د دې وزارت ویاندې نجیبه ارین د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه طرحه په لومړي پړاو کې ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې ځیني غړي: ناټو او مریکا حق نه‌لري له افغانستانه خپل پوځي تجهیزات یوسي

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له‌خوا د خپلو تجهیزاتو پر وړلو، د دغه هېواد د ولسي جرګې انتقاد. د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته، د تاوتریخوالي ډېرېدو ته اشاره کوي وايي، افغان ځواکونه دغو تجهیزاتو ته اړتیا لري او امریکا او ناټو "حق نه‌لري" خپل تجهیزات یوسي او یا يې ناکاره کړي. دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، دغه ځواکونه باید خپل تجهیزات د افغانستان وسله‌وال ځواک ته ورکړي چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره ترې استفاده وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د کرملېن د سرسخته منتقد د دفتر فعالیتونه ودرول شول

د کرملېن د سرسخته منتقد الکسي ناوالنۍ د دفتر فعالیتونه د روسیې د یوې محکمې له‌خوا ودرول شول.  د ناوالنۍ همکارانو نن تأیید کړه چې د محکمې پرېکړه دوی ته رسېدلې او د الکسي ناوالنۍ د اداري فساد ضد بنسټ اف‌بي‌کې ټول فعالیتونه ځنډول شوي.  د «FBK» مشر ایوان ژدانوف چې د ناوالنۍ په غیابت کې د دې بنسټ مسؤلیت په غاړه لري نن رسنیو ته په اړه معلومات ورکړي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د مسکو د څارنوال دفتر غواړي د «FBK» بنسټ او دوه نور سازمانونه چې د الکسي ناوالنۍ سره تړاو لري د "افراطیانو" په توګه راجستر کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حسين بخش صفري د پولند د ازادو مبارزو سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي حسين بخش صفري د پولند د ازادو مبارزو له سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ. حسين بخش صفري د لومړني افغان په توګه د پولند د ازادو مبارزو په سازمان کې غړيتوب ترلاسه کوي. صفري د دوو کلونو لپاره تړون لاسليک کړى دى او له دې وروسته به د دغه سازمان له لارې لوبېږي. د پولند د ازادو مبارزو سازمان په اروپا کې د ازادو مبارزو له مشهورو سازمانونو څخه ګڼل کېږي. حسين بخش صفري د هېواد له تکړه ورزشکارانو څخه دى او د جوجيتسو د څانګو په غوره رده بندۍ کې د دوو پرله‌پسې کلونو لپاره د جدول په سر کې يې ځاى نيولى دى.

Pa.azadiradio.com 

د کرونا له وېرې دوو استرالیايي لوبغاړو ای‌پي‌اېل سیالۍ پرېښودې

د کرونا له وېرې د کرکټ دوه استرالیايي لوبغاړو ای‌پي‌اېل سیالۍ پرېښودې. کن ريچارډسن او ادم زمپا د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې په هندوستان کې د کرونا ویروس د ډېرېدو له کبله استراليا ته ولاړل. په هندوستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر بل هر وخت د ریکارډ کچې ته رسېدلي او د دې ناروغۍ له امله د مړو په شمېر کې هم بې‌سارې زیاتوالی راغلی دی. په همدې وخت کې بیا د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالۍ هم روانې دي. ټاکل شوې چې نن د پنجاب او کلکتې لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حامد شینواری د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وټاکل شو

حامد شینواری د افغان کرکټ بورډ نوی اجرائیه رئیس وټاکل شو. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی شینواری د ازادې سیالۍ له لارې دغه څوکۍ ته بریالی شو. نوموړي وویل چې نن په کرکټ بورډ کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې پخواني اجرائیه رئیس رحمت‌الله قریشي له لوري حامد شینواری د نوي اجرائیه رئیس په توګه اداري کارکوونکو ته وپېژندل شو. حامد شینواری د روغتیایي پالېسۍ د مدیریت برخه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده‌کړې لري او له دې وړاندې یې د افغانستان کرکټ بورډ په ګډون په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۱۴۰۰م کال د کانکور ازموینه چهارشنبه پیلېږي

‎د افغانستان د ازموینو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال د ثور په ۸مه به د ۱۴۰۰ لمريز کال لپاره پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د کانکور ازموینې پیل او په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسېږي. ‎د دغې ادارې چارواکي وایي په یاده نېټه به ۲۵ ولایتونو کې د ۱۲م ټولګيو د فارغانو کانکور ازموینې واخلي. ‎د دغې ادارې د چارواکو په خبره، په لومړي ځل‌یې د کانکور ازموینې ترسره کول په درېیو پړاوونو کې پلان کړي دي. ‎د دغې ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د حسن قرائت په غونډه برید

د کونړ سیمه‌ییز چارواکي وايي نن د سهار نهه بجې او شل دقیقې پرې وسله‌والو طالبانو د میزایل ګولۍ راویشتلي او په‌کې يی ۱۶ تنه ټپیان کړي دي. نور حال په راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

افغان او پاکستاني ځواکونو په سپین بولدک کې د اغزن تار د غځولو پر سر نښته کړې

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د اغزن تار د غځولو پر سر یو ساعته جګړه شوې. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو  ویاند خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته وویل چې جګړه نن تر غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک په لقمان کلي کې د اغزن تار د غځولو هڅه کوله او دوی یې مخنیوی وکړ. د علوي په وینا جګړې یو ساعت دوام کړی چې پر مهال‌یې یو ملکي سړی زخمي شوی او دغه‌راز د سپین بولدک-چمن لار د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. ښاغلی علوي زیاتوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال‌اباد ښار کې پر یو رنجر موټر چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل

په جلال‌اباد کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړي دي. چاودنه نن سهار شااوخوا اته بجې د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عبدالوکیل لېسې مخې ته د پولیسو په رنجر موټر باندې شوې ده.  د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر ازادي راډیو ته وویل چې د یادې پېښې له ځایه روغتون ته پنځه تنه ټپیان وروړل شوي. هغه وایي ټپیان دوه پولیس او درې ملکي وګړي دي. تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی. د ننګرهار امنیتي چارواکو هم د یادې چاودنې په اړه جزئیات شریک نه‌کړل.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نفتي موادو او ګازو تصدۍ مخکېنی لوی رئیس په بند محکوم شو

د افغانستان سترې محکمې اعلان کړه چې د نفتي موادو او ګازو د تصدۍ مخکېنی لوی رئیس عبدالولید تمیم په درې کاله بند محکوم شوی.  دا خبره نن د سترې محکمې په فېس‌بوک راغلې ده. په بیان کې زیاته شوې چې د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې ابتدائيه محکمې پرون د عبدالولید تمیم محاکمه د مؤظف څارنوال او د هغه د حقوقي مساعد یا مدافع وکیل په حضور کې ترسره کړه.   د بیان له مخې عبدالولید تمیم له واک د ناوړې استفادې په خاطر په درې کاله تنفیذي حبس محکوم او د دولت خزانې ته د پنځه لکه او ۷۴ زره او ۲۲۱ ډالرو په ستنولو مکلف وګرځول شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د عباس ستانکزي له خولې د خپلو بندیانو د خوشې کېدو راپورونه رد کړل

طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې په‌کې د دوی د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویل شوي اووه زره بندیان‌یې ژر پرېښودل کېږي او د مشرانو نومونه‌یې د ملګرو ملتونو له تور لېست نه ایستل کېږي.   د هغوی یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د قطر دفتر د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ټویټ له مخې دغه خپور شوی خبر نا سم دی. هغه وویل چې ښاغلی ستانکزی ټويټر نه‌کاروي. د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون په اساس چې ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوی و، افغان حکومت پنځه نیم زره طالبان خوشې کړل. په دغه تړون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سفر؛ طالبان بايد د خبرو مېز ته راوګرځي

د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ډین ټامپسون کابل ته د خپل سفر پر مهال د سولې خبرو په ګړندي کېدو او د خبرو مېز ته د طالبانو پر بېرته راګرځېدو ټینګار کړی دی. ښاغلي ټامپسون پرون د ملي مصالحي عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله او د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي. ډین ټامپسون له ښاغلي عبدالله سره لیدنه کې، د جمهوریت له ادرسه د سولې لپاره د اجماع په پیاوړي کېدو هم ټینګار کړی دی. دا د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم ترسره شول

د هالیووډ سینما د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم بېګا ترسره شول.  انتوني هاپکنز د غوره فلمي لوبغاړي اوارډ وګاټه. دغه ۸۳ کلن فلمي لوبغاړي په پلار (The Father) فلم کې د لوبېدو په خاطر دا جایزه واخیسته. د فلم داستان په دې څرخي چې څنګه یو سړی د عمر په تېرېدو د خپلې لور له هر ډول مرستې ډډه کوي. په ښځینه لوبغاړو کې بیا فرانسس مکدورماند د غوره لوبغاړې اوارډ وګاټه. هغې په نومادلند فلم کې اصلي رول لوبولی دی.  د دې فلم کیسه د هغې ښځې په ژوند څرخي چې د خاوند تر مړینې وروسته بې‌کوره او سرګردانه کېږي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۳،۵ لکه کسان په کرونا اخته شول

هند کې بیا په تېر یوه شپه او ورځ څه باندې درې نیم لکه کسان په کرونا اخته شوي. دا څو پرله‌پسې ورځې په هند کې په همدومره شمېر د کرونا نوې پېښې ثبتېږي.  په دې ګڼ مېشتي هېواد کې د اکسیجن، تجهیزاتو او د ناروغانو د درملنې لپاره د ځای د سخت کمښت راپورونه ورکړل شوي.  د نړۍ ګڼو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، بریتانیا او جرمني له هند سره د کرونا د کابو کولو لپاره د مرستې اعلان کړی دی.  افغان چارواکو په تېره بیا ولسمشر اشرف غني او د هغه مرستیال له هند سره د خواخوږۍ پيغامونه ورکړي دي.  د جانز هاپکنز پوهنتون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ د ولایت پر مقام د میزایل لګېدو ۱۶ کسان ټپيان کړي

د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي د ولایت په مقام باندې د میزایل په لګېدو سره ۱۶ کسان ټپيان شوي.  ښاغلي سعید نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل وسله‌والو طالبانو داسې وخت د میزایل مرمۍ توغولې چې د ولایت په مقام کې د دیني مدرسو شاوخوا ۱۵۰ زده‌کوونکي د قران د تلاوت د سیالۍ لپاره ورغلي وو.  هغه وايي په ټپیانو کې دوه امنیتي ساتونکي او پاتې نور ټول د قران حافظان او دیني عالمان دي.  د ولایتي روغتون مسؤلین وایي ټپیان‌یې روغتون ته وړي، خو د درېیو تنو وضعه ښه نه‌ده او ښايي د لا زیاتې درملنې لپاره ننګرهار ته انتقال شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرونا وبا پر مهال هم د نړۍ نظامي مصارف زیات شوي

د 'کووېډ-۱۹' وبا پر مهال هم د نړۍ نظامي مصارف زیات شوي دي. د ۲۰۱۹م کال په پرتله دا مصارف په ۲۰۲۰م کال کې ۲.۶ فیصده زیات شول.  په دې اړه نن په ستاکهولم کې د سولې نړیوال ځېړنیز انسټټیوټ یا (SIPRI) یو راپور خپور کړی دی. د (SIPRI) د راپور له مخې په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادونو لکه چیلي او جنوبي کوریا د خپلې نظامي بودجې یوه برخه پر کرونا وبا ولګوله او نورو لکه برازیل او روسیې تر پلان کړې بودجې کمه برخه مصرف کړه، د نړۍ نظامي مصرف ۱.۹ تریلیونه ډالرو ته لوړ شو. د راپور له لیکوالانو یوه، ډيېګو لوپیس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره ویني

ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې جون میاشت کې له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره وویني.  دا خبره د کرملېن یوه لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف پرون د اپرېل په ۲۵مه داسې مهال کړې چې د امریکا او روسیې ترمنځ لانجې زیاتې شوې دي.  د پوتین د بهرني سیاست دغه سلاکار ویلي، د دغه ملاقات په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو په خبره‌یې ممکن جون میاشت کې ترسره شي.  د همدې میاشتې په پيل کې جو بایډن خپل روسي سیال ته د مخامخ ملاقات وړاندیز وکړ.  سپینې ماڼۍ ویلي، د بایډن او پوتین ملاقات به د اروپا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسیر: د کرونا نوې څپه د افغانستان څنډو ته رارسېدلې ده

مسیر مسیر ورځپاڼې د کرونا نوې څپه او افغانستان ته ورپېښ ګواښ په تړاو سرلیکنه کې لیکلي چې افغانستان د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو په ګډون، ځیني هېوادونه د کرونا یوې نوې څپې لاندې کړي او یوازې په هند کې په درېیو ورځو کې تر یو ملیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او زرګونه کسان‌یې وژلي دي. وړاندې راغلي، د کرونا نوې څپه د افغانستان څنډو ته رارسېدلې ده، خو په افغانستان کې تدابیر په نشت حساب دي.  ورځپاڼې سپارښتنه کړې، مخکې له دې چې کرونا خوره شي، باید حکومت ټول تدابیر ونیسي چې نوې څپه افغانستان ته رانه‌شي. Читать дальше...


Экономист Петрова: все налоговые изменения вступят в силу в 2025 году

В Подмосковье после реконструкции открыли спортивную площадку

В Турции допустили вывод войск из Сирии в случае полной безопасности границ

«Мама, а ты моя?» Как супруги из Белгородского района стали опекунами для троих детей



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

День защиты детей отпраздновали в Реутове

«Мама, а ты моя?» Как супруги из Белгородского района стали опекунами для троих детей

В Турции допустили вывод войск из Сирии в случае полной безопасности границ

Главные дела и категорические запреты 2 июня, праздника святых Фалалея, Александра и Астерия и дня Тимофея Грядочника

Музыкальные новости

В Подмосковье стартует Кубок чемпионов Swimcup по плаванию на открытой воде

Ctrl2GO Solutions и РусГидро подписали соглашение о сотрудничестве

В Республике Марий Эл с успехом прошел кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина

Почта России помогла маленькому жителю Перми встретиться с футболистами ЦСКА

Новости России

Поклонники рассказали, как выглядела покойная Заворотнюк на похоронах: стала неузнаваемой и худой

Экономист Петрова: все налоговые изменения вступят в силу в 2025 году

В столице сохраняется высокая пожароопасность IV класса

"Лето в Москве. Все на улицу!": в столице начался уникальный городской фестиваль

Экология в России и мире

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Всеармянский союз «Гардман-Ширван-Нахиджеван» осуждает лживое заявление президента Азербайджана Алиева

Спецназ ворвался в прибрежный люксовый отель, а вертолет завис над бассейном: перепуганные туристы на вечеринке стали свидетелями реального боевика

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

Спорт в России и мире

Кецманович отказался от борьбы в игре с Медведевым на "Ролан Гаррос"

Теннисистка Петрова: Хачанов совершил недопустимую ошибку на "Ролан Гаррос"

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

Экс-редактор Comnews присоединился к команде iTrend

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Одна ночь на Вуоксе

Лёд и пламень







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *