Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2021

Новости за 09.04.2021

Pa.azadiradio.com 

منظور پشتين: د علي وزیر په شمول د غورځنګ ټول غړي دې ژر تر ژره خوشې شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د علي وزیر په شمول د غورځنګ د ټولو نیول شويو غړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې. نوموړي نن د جنوبي وزیرستان په واڼا کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې دا خبره وکړه. یاد کسان څو ورځې مخکې حکومت نیولي دي.   منظور پشتين په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د تجارت په هدف د پولې خلاصولو، د سیمې څخه د ماينونو پاکولو او پښتون ولس ته د حقونو ورکولو غوښتنې بیا تکرار کړې. د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي ويلي چې د دې غونډې د امنيت لپاره‌يې څه باندې ۲۰۰ پوليس ځای پر ځای کړي ول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ مړ شو

د انګلستان د ملکې الیزابت مېړه شهزاده فیلیپ نن د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو.  د بکنګهام ماڼۍ نن په یوې اعلامیه کې راغلي چې ملکې الیزابت د خپل مېړه د مړینې اعلان وکړ.   نوموړي د روان کال په سر کې د زړه عملیات لپاره د یوه انفېکشن/مکروب د  درملنې لپاره څلور اوونۍ په روغتون کې تېرې کړې وې، خو د مارچ په لومړیو کې بېرته ویندسور ماڼۍ ته ستون شو.      شهزاده فیلیپ نږدې اووه لسیزې د بریتانیا په سلطنتي کورنۍ کې د ملکې الیزابت ترڅنګ یو مخکښ رول لوبولی دی.

Pa.azadiradio.com 

د اروپا فوټبال لیګ؛ تېره شپه څلور بېلابېلې لوبې وشوې

د اروپا په فوټبال لیګ کې تېره شپه څلور لوبې وشوې.   د هالنډ ایاکس لوبډلې په خپل کور کې له ایټالیایي حریف روما څخه دوه د یو پر وړاندې ماته وخوړه.   د انګلستان ارسنال هم په خپل کور کې د چک جمهوریت د سلاویا پراګ پر وړاندې یو په یو مساوي شو.   د اروپا په لیګ کې د کرواسیا استازي داینمو زاغریب د خپل اسپانوي سیال ویا ریال څخه په یوه ګول ماته وخوړه.   او د انګستان مانچستر د حریف په کور، اسپانیایي لوبډلې ګرانادا ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.   د دې لوبو د بل دور وروسته راتلونکې اوونۍ څرګندیږي چې له دې ډلو کومې یې نیمه پای‌لوبو ته وځي.

Pa.azadiradio.com 

د دوه روس او یو امریکایي ستورمزلو سفینه د فضایي سټېشن پر لور ولاړه

یوه روسي سفینه چې دوه روسان او یو امریکایي ستورمزلي په‌کې ول نن له قزاقستان څخه د فضایي سټېشن پر لور ولاړه. د روسیې فضایي ادارې راسکاسموس تمه وښوده چې دا سفینه به په درېیو ساعتونو کې نړیوال فضایي سټېشن ته ورسېږي. اولیګ نویڅکي او پیوتر دوبروف د ناسا له یوه ستور مزلي مارک ټي واندهې سره په دې سفر کې ملګري دي.   ټاکل شوې د روانې اوونۍ په وروستیو کې د امریکا د یوې خصوصي کمپنۍ سپېس اېکس یوه سفینه هم له فلوریدا څخه نړیوال فضایي سټېشن ته ولاړه شي.   دا مهال څلور امریکایان، دوه روسان او یو جاپانی ستورمزلی په نړیوال فضایي سټېشن کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتل قول اردو: کندهار کې تر ۴۰ ډېرو وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

افغان چارواکي په کندهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال تر ۴۰ ډېرو وسله‌والو طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې ادعا کړې.   د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې دا عملیات ارغنداب، ژړۍ او د شاه ولیکوټ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې شوي دي.   ښاغلی علوي زیاتوي: "د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۶ طالبان ووژل شول، ۶ نور ټپیان دي او ۳ کسان هم ونیول شول. همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له‌منځه وړل شوي دي." ښاغلی علوي وایي په دغو سیمو کې ۵۰ بېلابېل ډولونه ماینونه له سیمې څخه کشف او خنثی شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل مخکې اعلانوي

سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل دمخه چې د مې ۱ نېټه ده، اعلان کړي.   د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره د اپرېل پر اتمه په واشنګټن کې خبریالانو ته وکړه.  مېرمن ساکي وویل: "د ولسمشر د پرېکړې تر اعلان دمخه زه څه نه‌وایم. تمه لرم چې د مې تر لومړۍ دمخه‌یې په خپله له ولسمشر څخه واورئ. هغه په ښکاره او دوامدار ډول ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل عملاً ګران کار دی. دا ضرب‌الاجل پخوانۍ ادارې ټاکلی." د سپینې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دجګړې ددوران دجنسي تیرې یوې قرباني شوې ښځې دکوسووا د پارلمان غړې شوه

دپارلمان نوې غړې، واسفېه کراس نیکي ګودمن ، تابو مات کړ. او د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو دجنګونوپه مهال یې دخپلې ترخې تجربې داستان خلکو ته بیان کړی. سره لدې چې دغه ډول جنګي جنایتونه په پراخه توګه ترسره شوي خو تراوسه کوم تورن کس کوسوو کې رسما نه دی محاکمه سوی. میرمن ګودمن وايي دپارلمان دغړې په توګه اوس غواړې دجنسي تیریو د قربانیانو غږ اوچت کړي او دعدالت لپاره هلې ځلې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې د 'افغان سولې مذاکراتو د اصولو او اجنډا سند' چمتو کړی

د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي یوه سرچینه وايي چې ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې چې د استانبول ناستې ګډ کوربه‌توب په غاړه لري د مذاکراتو د اصولو او اجنډا سند چمتو کړی، افغان حکومت او طالبانو ته‌یې سپارلی دی. که څه هم افغان حکومت او ملګري ملتونه په دې اړه څه نه‌وايي، خو طالبان وايي چې په دې اړه دوی ته څه نه‌دي سپارل شوي. سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې دغه سند د تېرې اوونۍ په لومړیو کې دوی ته سپارل شوی او دواړو لورو ته دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې بېرته ځواب ورکړي، په وینا یې افغان حکومت ورته غبرګون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې بهیر کې د ښځو پر بشپړې ونډې د ځینو بهرنیو ډيپلوماتانو ټینګار

په کابل کې ځینو بهرنیو ډیپلوماټانو ویلي د ښځو له بشپړې او مؤثرې ونډې پرته به تل‌پاتې سیاسي جوړجاړی او د افغانستان بیارغونه ناشونې وي. کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د دغو ډیپلوماټانو ګډه اعلامیه په خپل ټوېټر خپره کړې ده. په کابل کې د امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، بریتانیا، اسټرالیا، ډنمارک، هالنډ او ترکیې له سفیرانو او استازو جوړه دا ډله له افغان ښځو د کابل مېشتو سفیرانو د ملاتړ ګروپ نومېږي. د دې ګروپ په اعلامیه کې راغلي د سولې مذاکرات په حساس پړاو کې دي، نو ټولې خواوې باید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د جنوبي کوریا ولجه کړې کښتۍ خوشې کړه

ایران د جنوبي کوریا هغه کښتۍ خوشې کړې چې درې میاشتې مخکې یې د امریکا د بندیزونو له وجې د څو میلیارد ډالره شویو پیسو په لانجه کې ولجه کړې وه.  د ایران سپاه پاسداران ځواک دا کښتۍ په دې پلمه نیولې وه چې ګنې د چاپېریال ساتنې له مقرراتو یې سرغړونه کړې ده.  د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن د اپرېل په نهمه خپور شو ویلي، د هان کوک چیمي په نوم د دې هېواد کښتۍ چې درې میاشتې مخکې د ایران له‌خوا ولجه شوې وه او د هغې ماڼو، خوشې شوي او بندر عباس ته له یوه نږدې بندر څخه خوځېدلي دي.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د عامو خلکو ژوند؛ اسانتیاوې او ستونزې

په افغانستان کې دوامدارو جګړو ان یو شمېر ولایتونو او سیمو کې خلک د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې کړي دي. ‎دغه خلک چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي وایي چې کله خو ان د ژوند د یو کوچنۍ اړتیا لپاره هم اړ دي چې مزلونه وکړي، څو اړتیاوې یې پوره شي. ۲۵کلنه زرمینه د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چېرې چې اکثرو سیمو کې یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ وخت ناوخت جګړه کېږي. ‎زرمینه د دغه ولایت مرکز اسعداباد یوه روغتون ته راغلې او غواړي دلته یې درملنه وشي. ‎زرمینه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: باید د ټولو پوهنتونونو درسي نصاب د مارکېټ له اړتیا سره سم شي

ولسمشر اشرف غني وايي د هېواد د استخراجي صنایعو د پروژو د تطبیق لپاره باید د ټولو پوهنتونونو درسي نصاب د مارکېټ له اړتیا سره سم شي.  ښاغلي غني د جیولوجیستانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وېډیويي پیغام کې چې پرون د ارګ پر رسمي وېب‌پاڼه خپور شو ویلي چې په دې برخه کې به د لوړو زده‌کړو وزیر ته لارښوونه وکړي. ښاغلي غني وویل: "د لوړو زده‌کړو محترم وزیر ته لارښوونه کوم چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې تحصیلي نصاب د عملي تجربو د اسانتیاوو پر بنسټ د مارکېټ له اړتیاوو سره عیار کړي."  ښاغلي غني د هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا سازمان: افغانستان کې د کرونا مخنیوي لارښوونو نه‌رعایتول ګواښ پېښوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' د مخنیوي لپاره د روغتیايي لارښوونو نه‌رعایتول د ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کوي.   د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سمون اداره یا اوچا په یوه خبرپانه کې چې پرون د وري په ۱۹مه نېټه خپره شوه وايي، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له دې کبله اندېښنه لري چې په افغانستان کې عموماً خلک د ماسک د اغوستو او د ټولنیز واټن د ساتنې مقررات نه‌مراعاتوي.  د بیان له مخې «WHO» همداراز د کرونا ویروس د نویو بڼو له کبله چې موارد یې په افغانستان کې موندل شوي دي هم اندېښنه ښودلې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ؛ نن د کندهار او هلمند لوبډلې سیالي کوي

په هرات کې د افغانستان د فوټبال اتلانو د لیګ د سیالیو په دوام نن هم دوه لوبډلې د لوبې ډګر ته ننوځي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "دا سیالۍ به نن جمعه هم دوام وکړي. نن د لیګ په ۱۵مه ورځ او د هرات په کوربه‌توب په درېیمه لوبه کې به د کندهار د عینو مېنې او د هلمند د لغماني عصمت لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي."  پرون د هلمند د عصمت لغماني او د هرات د سرخ‌پوشانو د لوبډلو ترمنځ لوبه صفر د صفر پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.  په کابل کې بیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو څار ډله: ښځې باید په بشپړه توګه د افغانستان سولې خبرو کې برخه واخلي

د بشر حقونو څار ډله د بشر حقونو څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپله خپرونه کې لیکي چې ښځې باید په بشپړه توګه د افغانستان د سولې په خبرو کې برخه واخلي. په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعینو اندېښنه ښکاره کړې ده چې په ترکیه کې به د سولې له خبرو ښځې او د جګړو د قربانیانو استازي څنډې ته شي.  له دې ډلې شینکۍ کړوخېل ازادي راډیو ته د ازادۍ په څپو کې پروګرام کې د سولې په اړه د پنجشنبې په ورځ په بحث کې وویل چې دې دا معلومات ترلاسه کړي چې مېرمنو ته ویل شوي چې د ترکیې په غونډه کې به برخه نه‌اخلي.  تمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو شمېر له دوو ملیونو واوښت 

ایراني چارواکي وايي چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو شمېر له دوو ملیونو اوښتی دی.  دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال له پیل وروسته دا شمېره د ورځې تر ټولو لوړې درجې یعنې ۲۲ زرو ته لوړه شوې ده.  د ایران د روغتیا وزارت ویاندې سیما سادات لاري پرون د وري په ۱۹مه دولتي ټلوېزیون ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې ۱۱۸ کسان د 'کووېډ-۱۹' له کبله مړه شوي او د مړو ټوله شمېره اوس ۶۳،۸۸۴ ته رسېدلې.  د ایران د حکومت ځیني منتقدان وايي چې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو اصلي شمېرې تر هغو چې حکومت‌یې خپروي خورا زیاتې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ځينو تفريحي ځايونو کې په ښکاره خلکو ته د سګرېټو څکولو وړانديز کېږي

سګرېټو ته د بازار موندلو لپاره له بېلابېلو تبليغاتي لارو کار اخیستل کېږي. رستورانونه او پارکونه له هغو ځایونو څخه ګڼل کېږي چې هلته د نشه‌يي موادو او سګرېټو د رواجولو او استعمال لپاره اعلانات او تبليغات کېږي. له دې لارو چارو څخه يوه‌يې هم د لويو لارو پر غاړه رستورانونو کې موټر چلوونکو ته وړيا سګرېټ ورکول دي، خو په کابل کې د ودونو په ځينو هوټلونو کې هم د مېلمنو لپاره د ډوډۍ خوړلو پر مېزونو سګرېټ ايښودل کېږي. د کابل ښار يو اوسېدونکی محمد هارون وايي چې دی د سګرېټ څکولو عادت نه‌لري، يوه ورځ په کابل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هالوکاست د ژوندیو د مارش ځانګړي مراسم په انلاین ډول ترسره شول

هغو کسانو چې له هالوکاست یا د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د یهودانو له ګڼې وژنې څخه ژوندي پاتې شوي د ژوندیو د مارش په نوم ځانګړي مراسم پرون په انلاین ډول ترسره کړل.  دا مناسبت چې هر کال د اپرېل په اتمه نېټه لمانځل کېږي له هغې ورځې سره برابر دی چې په پولنډ کې د نازي جرمني له مرګوني کمپ اشویځ څخه پاتې ژوندي خلک وژغورل شول.  پرون په بیت‌المقدس کې په دې مناسبت د ځانګړي الارم له غږولو سره په یوه وخت کې موټرونه پر سړکونو ودرېدل، خلک ترې راښکته شول او د درناوي لپاره د دوو دقیقو لپاره چپ پاتې شول. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې د طرحې د توحید او چمتو کولو کمېټې چارې پای ته ورسېدې

په استانبول کې د افغانستان د سولې کنفرانس په درشل کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د سولې د استول شویو ټولو طرحو کتنه پرون د مؤظفې کمېټې له‌خوا پای ته ورسېده. د دې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دوی په پنځو غونډو کې د لسګونه طرحو کتنه او ارزونه پای ته ورسوله او د خپلو څېړنو نتیجه به راتلونکې اوونۍ د شورا مشرتابه ته وسپاري. ښاغلی سلیم زیاتوي: "د هغې طرحې په ګډون چې د ولسمشر له‌خوا راغلې وه دا عملیه نهايي شوه. اوس یوازې یوه مرحله پاتې ده چې دقت ته ضرورت لري او د شنبې ورځې ته پاتې شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن په امریکا کې د وسلو د کنټرول لپاره یو لړ نوي اقدامات اعلان کړل

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول لپاره د یو لړ نویو اقداماتو طرح وړاندې کړې ده.  ښاغلی بایډن چې د ډیموکرات ګوند د غړي په توګه پر وسلو د محدودیت د لګولو په چاره کې پخوانۍ سابقه لري، پرون د اپرېل په اتمه نېټه دا اقدامات اعلان کړل.  د دې اعلان پر مهال د ولسمشر مرستیاله کماله هرېس او لوی څارنوال میریک ګارلاند هم حاضر وو.   ښاغلي بایډن وویل دا ګام نه‌یوازې د وسلو د کنټرول په مقصد، بلکې د هغه کړکېچ پر ضد هم اخیستل کېږي چې ده یوه ساري مرض ته ورته وباله. ښاغلي بایډن وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نشه‌يي موادو ۴۰ خرڅوونکي عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول

د یوه قاچاق کوونکي په ګډون د نشه‌يي موادو ۴۰ خرڅوونکي تر نيول کېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د نشه‌يي موادو ۳۹ خرڅوونکي نيول شوي دي. له دوی سره ۳۰ کيلوګرامه نشه‌يي مواد هم نيول شوي دي. په دې نشه‌يي موادو کې هيروئين، ښیښه، نشه‌يي ګولۍ، چرس او شراب شامل دي.    په يوه بل اقدام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې نږدې ۴۰۰ لیتره شراب او نور نشه‌یي مواد ونیول شول

په هرات ولايت کې نږدې ۴۰۰ لیتره شراب او نور نشه‌يي مواد ونيول شول. د هرات ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په هرات ښار کې د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د شرابو جوړولو لپاره چمتو شوي ۳۷۰ کيلوګرامه وراسته شوي کشمش او ۱۰ لیتره شراب ونيول شول. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډيو ته وويل، په دوهم ګام کې پولیسو یو بل نفر په هرات ښار کې له ۱۱ کيلوګرامو چرسو سره ونيو. دې سړي غوښتل چې دا چرس د پرچون په بڼه پر معتادينو باندې وپلوري.

Pa.azadiradio.com 

​​​​​​​ننګرهار کې له ۱۰۰ جریبو ډېرې ځمکې کوکنار واړول شول

په ننګرهار ولایت کې تر ۱۰۰ جريبو ډېرې ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوې. د افغانستان په ګرمو ولايتونو کې د کوکنارو اړولو په لړ کې د ننګرهار پولیسو په خوګياڼو ولسوالۍ کې ۹۱ جريبه، په سپين غر ولسوالۍ کې ۱۹ جريبه او روداتو ولسوالۍ کې شپږ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړې.   د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل، دوی هڅه کوی چې د خلکو په همکارۍ دا کمپاين پسې وغځوي او د دې ولايت په نورو سیمو کې هم د کوکنارو بوټي واړوي.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ځايي چارواکي: وچکالي او د کوکنارو کښت ډېر شوی

سږ کال د لږو واورو او باران ورېدو له امله خلکو ته د وچکالۍ اندېښنې پيدا شوې دي. دغه ډول دا اندېښنې هم ورته پيدا شوي چې سږ کال به له وچکالۍ سره سره د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې کوکنار وکرل شي. د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په روان شمسي کال کې به وچکالي وي او د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو کې به د کوکنارو کښت هم ډېر وي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته وايي، هغه سيمې چې د دولت په واک کې دي هلته بزګرو ژمنه کړې چې کوکنار به نه‌کري او د دولت د ځينو امتیازاتو په بدل کې به حلال او قانوني کښت ته مخه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې له يوه کوره تر ۹۰ کيلوګرامو ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول

د پکتیا ولایت د استوګنې په يوه کور کې تر ۹۰ کيلوګرامو ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول. د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند لعل محمد ازادي راډيو ته وویل، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حمل مياشتې پر ۱۷مه نېټه د استوګنې پر يوه کور عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې ۹۳ کيلوګرامه چرس ونيول شول. د دې نشه‌يي موادو د ساتلو په تور تر اوسه پورې څوک نه‌دي نيول شوي.


Суд в Москве арестовал замглавы Тюменской области по делу о получении взятки

Россияне заметили сбои в работе Telegram

Суд арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина на два месяца

Гражданку Кыргызстана арестовали по обвинению в угрозах судье и прокурору, отправившим за решетку Навального



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Зотов: туризм для Нижегородской области — это драйвер и двигатель стратегии регионального развития

Певица Саша Савельева сняла видео с мужем после слухов о разводе

Самолет смог вылететь из Бишкека в Москву из-за птиц

Опубликован топ-10 банковских вкладов в июне с высокой ставкой

Музыкальные новости

«Солнечная Азбука» в особом семейном центре «Семь-Я»

Более 2 тысяч жителей Московской области получат работу благодаря «Магниту»

СОТРУДНИКИ СОБР «СТОЛИЦА» СТАЛИ ИНСТРУКТОРАМИ НА СБОРАХ ПО БЕСПАРАШЮТНОМУ ДЕСАНТИРОВАНИЮ СПЕЦНАЗОВЦЕВ РОСГВАРДИИ В ВОРОНЕЖСКОЙ ОБЛАСТИ

Путин назвал приезд президента Зимбабве знаком интереса Африки к России

Новости России

Легкомоторный самолет сел на шоссе в Подмосковье и попал на видео

Суд арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина до 6 августа за взятку

Российский женьшень: теперь настойка чистотела обязательно будет в вашей аптечке

Лихач за рулём: смертельное ДТП произошло в Челябинской области

Экология в России и мире

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

В Москве прошла Премия-практикум «Харизма Года»

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Спорт в России и мире

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Moscow.media

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Гора Бабырган

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

SURREAL NAMIBIA







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *