Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2021

Новости за 22.04.2021

Pa.azadiradio.com 

په لسګونو لرغوني اثار له امریکا کابل ته لیږدي

امریکایي چارواکو د افغانستان یوشمیر لرغوني اثار چې په نیویارک کې نیول شوي وو، په واشنګتن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل. دا اثار د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې په افغان سفارت کې د لنډې مودې په مخه نندارې ته کیښودل شول. نور په دې راپور کې لیدلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لوی درستیز: په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده.  د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیب‌الله علیخېل سره په کتنه کې وکړه.  د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار وکړ چې یوازنی هدف‌یې دا دی چې په افغانستان کې سوله وشي او دا هېواد خپلواک، ولسواک، باثبات او سوکاله وي.

Pa.azadiradio.com 

جمهور رئیس محمد اشرف غني طالبان مخامخ خبرو ته راوبلل

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني غني په کندهار کې د ولسي خلکو یوې غونډې ته په وینا کې د لويي جرګې له لارې وسله‌وال طالبان مخامخ خبرو ته راوبلل. ولسمشر د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۲» کندهار ته د یو ورځني سفر پر مهال د ولسي خلکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې لپاره دلایل ختم شوي او طالبان دې د افغان هویت او ارادې په اساس د هېواد په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي. جمهور رئیس وویل، وسله‌وال طالبان دې د لويې جرګې له لارې مخامخ خبرې ورسره وکړي. ښاغلي غني زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د نسکورې اوکراینۍ الوتکې قربانیانو ته د افغانستان او کاناډا عدالت غوښتنه

افغانستان او کاناډا یو ځل بیا د ایران له لوري د اوکراین «PS752» نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو کورنیو ته پر عدالت غوښتنې ټینګار کړی دی. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو وايي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره‌یې ټیلیفوني خبرې کړي. ښاغلي ګارنو په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "دې خبرو کې یې د نسکورې شوې «PS752» اوکرایني الوتکې قربانیانو ته د عدالت او له ایران څخه د پلټنې د دوام په اړه هم بحث کړی". دا الوتکه د ۱۳۹۸ کال په مرغومي میاشت کې تهران ته نږدې د سپاه پاسداران ځواک له‌خوا په توغندي وویشتل شوه چې په‌کې ۱۰ افغانان هم ووژل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ووژل شو

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره په نښته کې ووژل شو. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته نن وویل: "د ده‌یک سرپرست امنیه قوماندان ساتنمن جاوېد تېره شپه له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو."  جمعه‌زاده همداراز وویل چې په دې نښته کې د غزني د مرکز د لومړۍ امنیتي حوزې امر جاوېد خلجی ټپي شوی دی.  د ده په وینا طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه څه نه‌شي ویلی.   له څو ورځو راهیسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې بیا د کرکټ بورډ پرضد لاریونونه شوي

نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې ګڼو مدني فعالانو، ځوانانو او د کرکټ لوبې لوبغاړو د کرکټ بورډ پر ضد یو ځل بیا لاريون وکړ.  دوی وایي، کرکټ بورډ لا هم د دوی پوښتنو او غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او که یې غږ وا نه ورېدل شي، د کرکټ بورډ مرکزي دفتر به هم وتړي.  لاریونوال وایي، د شااوخوا ۶ کلونو په تېرېدو لا هم ګردېز کې د کرکټ لوبې معیاري لوبغالی نه دی جوړ شوی او د دې ولایت لوبغاړي له معیاري اکاډمۍ بې برخې دي.  د کرکټ لوبې تبصره کوونکي حقمل مسعودزي او د ځوانانو پارلمان غړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له زېږون دوه ساعته وروسته د ټپي شوې ماشومې۳م جراحي عملیات

له زېږون دوه ساعته وروسته ټپي شوې ماشومه، اوس يې درېیم جراحي عملیات کېږي. امنه هغه ماشومه ده چې د کابل په دشتې برچې سل بستریز روغتون کې له زېږون نږدې دوه ساعته وروسته د وسله والو په یوه ډله ییزه حمله کې ټپي او مور يې ووژل شوه. د ۱۱ میاشتو په تیرېدو د هغې دوه جراحي عملیاتونه شوې او ټاکل شوې په راتلونکو څو میاشتو کې يې درېیم عملیات هم وشي. نور جزئیات په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

وزیرستاني کډوال: که افغان حکومت مو وروڼه ګڼي، کارتونه دې راجوړ کړي

د خوست په ګلان کمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي چې دوی ته دې د پخوا په شان د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کمپ ته ولېږدول شي او په دې ځای کې دې ورته ویشل کېږي. دوی زیاتوي، تر اوسه ورته اسناد نه دي جوړ شوي چې له کبله يې له خوست ښار لېرې یوې او بلې سیمې ته ډاډمن تګ راتګ نه شي کولای. د شمالي وزیرستان لټکو مچه اوسیدونکي ازاد خان ازادي راډیو ته وویل، دی د خوراکي توکو د مرستې په وېش کې له اړوندې انجیو سره دنده لري، خو د مرستو د ویش له پیل تر پایه یوازې د ده درې یا درې نیم زره افغانۍ په خوراک او کرایه لګښت کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل؛ د دوی د ژباړونکو او کارکوونکو اندېښنې

یو شمېر هغو افغانانو چې له امریکا سره یې کار کړی د خپل ژوند د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي دوی خپلې اندېښنې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره شریکې کړې. له ډلې ‎ ۲۳کلن نوید ستانکزي چې امریکايي ځواکونو سره ژباړن و او اوس کابل ښار کې اوسیږي ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې افغانستان کې لا هم جګړه روانه ده او امریکا خپل ځواکونه له دې هېواده باسي خو په خبره یې دغه هېواد د خپلو افغان کار کوونکو راتلونکي ته کوم ځانګړی مېکانیزم لا نه دی جوړ کړی. ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "دا  چې امریکا له افغانستانه وځي، زموږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اټمي انرژۍ نړیواله اداره: ایران سنټریفیوژنونه نصب کړې

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې ایران د نطنز په تأسیساتو کې تر ځمکې لاندې پرمختللي سنټریفیوژنونه نصب کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې ادارې په راپور کې چې پرون (چهارشنبه د اپریل په ۲۱مه) خپور شو، ویل شوي چې ایران په داسې حال کې پرمختللي سنټریفیوژنونه نصب کړي چې له شپږو نړیوالو قدرتونو سره د دغه هېواد د اټمي موافقې پر بنسټ ایران د یورانیمو د غني کولو لپاره د داسې سنټریفیوژنونو د نصبولو حق نه لري.

Pa.azadiradio.com 

دیبرا لاینز: د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت چمتو شوی 

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز چې قطر کې له ښکېلو خواوو سره له څو ورځې خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلې وايي چې د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی. دې نن (پنجشنبه د غویي په دوهمه نېټه)پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره به په هلوځلو کې ځنډ رانه ولي. اغلې لاینز همدا راز ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو له استازو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د پر له پسې خبرو له لارې په دې هېواد کې تلپاتې سوله وشي.

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا یو ستر اوبتل بې درکه شوی

د اندونیزیا سمندري ځواک پرون چهارشنبه (د غويي ۱) وویل چې یو ستر اوبتل یې چې ۵۳ تنه عمله په کې سپره ده، بې درکه شوی دی.  د اندونیزیا د وسله والو ځواک د لوی درستیز په وینا دا اوبتل د بالي ټاپو په شمالي اوبو کې ورک شوی او د موندلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.  ده همدا راز وویل چې دې اوبتل په یوه مانوره کې ګډون کړی و چې له مرکز سره یې تماس پرې شو.

Pa.azadiradio.com 

یمن لپاره د امریکا استازی: حوثیانو سره د ایران ملاتړ ډېر زیات دی

د یمن لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د یمن له حوثیانو سره د ایران ملاتړ ډېر زیات دی.  ټیم لنډرکینګ پرون چهارشنبه(د غويي ۱) د کانګرس غړیو ته وویل، داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې ایران دې له سوله ییزې لارې د دې شخړې د حلولو نیت ولري.  ده همدا راز وویل، که ایران رغنده رول ولوبوي هرکلی به یې وکړي، خو دې برخه کې هېڅ نښه نه ویني.  د یمن لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم وویل چې د ایران د هغو بیړیو مخنیوی ګران دی چې حوثیانو ته وسلې وړي، خو ټینګار یې وکړ چې دې برخه کې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

Pa.azadiradio.com 

انځوریز راپور: خوست کې د وزیرستاني کډوالو ژوند

په خوست کې وزیرستاني کډوال چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب د عملیاتو له پیلیدا وروسته ورکډه شوي، اوس مهال د مرستو د کمښت له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. د ګلان کمپ په پنځو سیمو کې چې مخکې د'NRC' موسسې له خوا تر پنځم ټولګي پورې ښوونځي پرانېستي وو، له ۶ کلن فعالیت وروسته تړل شوي چې په دې سره سلګونه زده کوونکې نجونې او هلکان يې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. د ازادي راډیو خبریال د ګلان کمپ ته ورغلی او دا انځوریز راپور یې پرې برابر کړی دی:

Pa.azadiradio.com 

هند د کرونا وبا په نړیوال مرکز بدل شوی

په هند کې د کرونا ویروس مثبې پېښې په بې ساري توګه زیاتې شوي دي.د یو اعشاریه درې میلیارډه وګړیو دا هېواد د اکسیجن له کمبود سره مخامخ دی، په روغتونونو کې اکسیجن او امکانات په خلاصېدو دي او د ډېرو ناروغانو پالنه په سمه توګه نه کېږي. سیمه ییزې رسنۍ د روغتیایي وسایلو د غلا خبر ورکوي چې ځینې کورنۍ د مړو شوېو ناروغانو د اکسیجن سلنډر غلا کوي او خپلو ناروغانو ته یې ږدي. رسمي شمېرې ښیي چې تر درې لکه ډېر کسان په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا اخته شوي او تر دوه زره ډېر یې مړه شوي دي. د سیمه يیزو رسنیو، رویټرز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو ۶ زره فارمونه جوړوي

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال د هګیو د چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې په مرسته به په یو شمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړ کړي. نوموړی زیاتوي چې د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي. په دغو فارمونو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرونا؛ د اسیا پراختیایي بانک، افغانستان سره ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د اسیا پراختیايي بانک په دې هېواد کې د کرونا واکسین تطبیق د ملاتړ لپاره ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغانستان به دغو مرستو ۶ میلیونه ډوزه خوندي او باکیفیته واکسین وپېري. د اسیا پراختیايي بانک غړیو هېوادونو لپاره له کرونا سره د مبارزې په هدف ۹ میلیارده امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستو اعلان کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس له امله هند کې د مړو شوېو کسانو نوی ریکارډ جوړ شو

هند چې د کرونا ویروس دوهمې څپې سخت ځپلی، په یوه شپه او ورځ کې پر دغه ویروس د اخته شوېو او ترې د مړو شوېو کسانو یو نوی ریکارډ ټینګ کړ.  د رسمي شمېرو له مخې پرون چهارشنبه (د غويي ۱) له درې لکو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او دوه زره هم ترې مړه شوي دي.   په دغه ۱،۳ میلیارډ نفوس لرونکي هېواد کې روغتونونه د وسایلو او اکسیجن له کمي سره مخامخ دي او ډېر ناروغان د درملنې لپاره نه منل کېږي.  سیمه ییزې رسنۍ د روغتیايي وسایلو د غلاو خبر ورکوي او وایي، کورنۍ هڅې کوي چې د خپلو ناروغو عزیزانو د درملنې لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او د امریکايي قوماندانو غوښتنې

امریکایي قوماندانان په خوندي توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره له پنټاګونه په سیمه کې د یوې الوتکې وړونکې کښتۍ د ځای پرځای کولو غوښتنه کوي.  دا خبره یوه امریکایي چارواکي پرون رویټرز خبري اژانس ته کړې.  دغه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن تراوسه دغه غوښتنه نه ده منظور کړې، خو تمه ده چې په نژدې ورځو کې به په دې اړه پرېکړه وکړي.  د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې متحده ایالات به خپل ټول ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د مرستو له امله د استونیا له ولسمشرې مننه وکړه

افغان ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استونیا د مرستو په خاطر د دې هېواد له ولسمشرې کرستي کالیولاید څخه مننه وکړه.  مېرمن کرستي چې کابل ته په رسمي سفر تللې، پرون یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل.  د جمهوري ریاست د ټویټرپاڼې له مخې دواړو ولسمشرانو د افغانستان او استونیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پرېکړې او دغه راز له نړیوالې ټولنې او ناټو سره د افغانستان د اړیکو د یوه نوي باب د پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.  ولسمشر غني له افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني کندهار ته په سفر کې د مهمند روغتون پرانېست

افغان ولسمشر اشرف غني کندهار ته په سفر کې نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) د مهمند روغتون پرانېست. ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی. د جمهوري ریاست د وېب پاڼې له مخې ولسمشر به دغه سفر کې د مهمند روغتون په پرانیستلو سربېره د ارغنداب ولسوالۍ له جګړه ځپلو، د کندهار له قومي مشرانو، مخورو او د دې ولایت له ملکي او پوځي چارواکو سره جلا جلا کتنې ترسره کړي. ولسمشر غني وروستی ځل د تېر کال په لیندۍ میاشت کې کندهار ته تللی و.

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو کسانو جوزجان کې یو پلار او زوی وژلي

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو پلار او زوی د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول.   د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد مسعود ندیم د چهارشنبې (د غویي په ۱ نېټې) ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون ماسپښن شوې، خو وایي برید کوونکي د پېښې له سیمې تښتیدلي دي.   تر اوسه د دې پېښې علت معلوم نه دی او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي دي.   د سرچینې په وینا وژل شوی کس نصیر احمد نومیده او تردې وړاندې دوه ځله نور له بریدونو روغ وتلی وو.

Pa.azadiradio.com 

جرمني ښایي۵۲۰ افغان ژباړونکو ته پناه ورکړي

جرمني رسنیو د چهار شنبې (د اپریل ۲۱مه) په ورځ راپور ورکړی چې دا هېواد به ښایي هغو ۵۲۰ افغان ژباړونکو او کورنیو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له جرمن ځواکونو سره کار کړی وي.   دا څرګندوني داسې مهال کېږي چې دا هېواد د جولای تر ۴مې پورې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر ایستلو غور کوي.   تر اوسه د دغو افغانانو د برخلیک په اړه کره پرېکړه او نېټه نه ده اعلان شوې، خو د جرمني دفاع وزیرې انیګریت کرامپ کارین باور د جرمني خبري اژانس ‘ډي.پي.اې’ ته ویلي چې غواړي ډاډ ترلاسه شي چې له افغانستانه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: میدان وردګو کې ماین چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي تېره ورځ ناوخته د ماین په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.  د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفیاني ازادي راډيو ته وویل دغه پېښه د میدان ښار څلور لاري، د چارکه سیمه کې رامنځ شوې. هوفیاني زیاته کړه: "ماشومانو غوښتل خځلې راټول کړي، خو ځای پرځای شوی ماین پرې وچاودېد چې پر مهال یې دواړه ماشومان ووژل شو او ددې ترڅنګ ۲۸ کلن کس ټپي هم شو."  نوموړي د ماشومانو عمرونه ۱۳ کلن او ۸  کلن یاد کړل او دا یې د وسله والو طالبانو کار وباله.  وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د ځمکې نړيواله ورځ؛ افغان جګړې د نورو برخو ترڅنګ چاپیریال څومره ځپلی؟

نن د اپريل ۲۲ مه د ځمکې نړيواله ورځ ده. په افغانستان کې جګړې د نورو برخو ترڅنګ چاپیریال هم ځپلی. څلوېښت کلنې جګړې سره له دې چې ځنګلونه او طبیعي بوټو ته تاوانونه اړولي، خو د مخنیوي او ساتنې لپاره څومره کارونه شوي؟ ګل ناور همدم په خوست ولایت کې د (دوه منده) ولسوالۍ د ځنګلونو د ساتنې مسؤل دی. هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، اوس ښه دی، په دغه ولسوالۍ کې له پخوا کلونو پرتله اوس خلک د ځنګلونو په ساتنه کې له اړوندو ادارو سره همکاري کوي: " زموږ ځنګلونه چې دلته دي، ډېر ښه ساتل کېږي او رنګارنګ... Читать дальше...


Ташуев положительно оценил работу Карпина в сборной России

Фестиваль культуры народов Карелии прошёл на выставке «Россия» в Москве

В Тюмени задержали замгубернатора Вячеслава Вахрина: в чем его обвиняют

СМИ: Жителей подмосковных Люберец напугала запущенная с земли пиротехника



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

Цены на квартиры выросли на 73% за пять лет

Адские цены на Сочи и Анапу заставили российских туристов найти новые пути экономии

Сбивший двоих детей в Подмосковье водитель Maserati ехал со скоростью 280 км/ч

Музыкальные новости

Собянин: Москва подписала ряд крупных соглашений на Петербургском форуме

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

Низкой ставки не будет, задумка ЦБ понятна без лишних слов. Экономист указал на большую опасность

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Новости России

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

Мурашко сообщил, что первые результаты доклинических исследований вакцины против рака могут представить в конце года

Режиссер Астрахан: вторая жена погибла из-за пожара, только сына смог спасти

В Москве на Новорязанском шоссе столкнулись микроавтобус и грузовик

Экология в России и мире

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Proenza Schouler, коллекция pre-fall 2024

Спорт в России и мире

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Moscow.media

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

Российский астроном рассказал о редком солнечном событии

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Несмотря на санкции, Amazon поставляла технологии распознавания лиц в Россию







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *