هنرمندې ګوتې - د مینه ممک رسامي
مینه ممک په هالنډ کې زېږېدلې او لویه شوې ده. دا د غاښونو د طب شاګرده ده او د خپلو زده کړو تر څنګ رسامي هم کوي. دا وايي، هڅه یې دا ده چې د خپلو رسامیو او تابلوګانو له لارې د افغانانو د کلتور ښايست ښکاره کړي.
مینه ممک په هالنډ کې زېږېدلې او لویه شوې ده. دا د غاښونو د طب شاګرده ده او د خپلو زده کړو تر څنګ رسامي هم کوي. دا وايي، هڅه یې دا ده چې د خپلو رسامیو او تابلوګانو له لارې د افغانانو د کلتور ښايست ښکاره کړي.
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو په مرسته غواړي په دغه هېواد کې یو ملیون او څلورسوه زره افغان کډوالو ته د مهاجرت نوي ځیرک کارډونه ورکړي. شا و خوا ۶۰۰ کارکوونکي به په ۳۵ ساحو او ګرځنده وسایطو کې د خلکو نوم لیکنه کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې
وروسته له دې چې افغانستان کې د درملو د خدمتونو د انحصارولو طرحې د لغوې پرېکړه لیک صادر شو، د درملو د اتحادیې په ټول هېواد کې کاري اعتصاب پیل کړ. دوی د روان وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، وروسته له هغې اعتراض وکړ چې د درملو د تنظیم ملي ادارې، د درملو د خدمتونو د انحصار طرحه جمهور رئیس ته وړاندې کړې چې پر بنسټ به یې د درملو د واردلو د ۵۰۰ شرکتونو فعالیت دریږي. د درملو د اتحادیې مشر اسدالله کاکړ وایي، حکومت غواړي د درملو واردات او خرڅلاو پنځه شرکتونو ته ورکړي او هر شرکت ته په ځنځیري ډول ۵۰۰ درملتونونه پرانیزي. Читать дальше...
اته قاچاق کوونکي په داسې حال کې ونيول شول چې نشه يي مواد يې د هوايي ډګرونو له لارې له هېواده بهر قاچاق کول. شپږ تنه چې غوښتل يې نژدې اته کيلوګرامه هيروئين په خپلو خېټو کې کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي، له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د تحقيقاتو کار کوونکو له نشه يي موادو سره یو ځای ونيول. له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په دوهم اقدام کې دوه تنه چې يو نیم کيلوګرام هيروئين يې په خپلو خېټو کې پټ کړي وو او غوښتل يې له هېواده... Читать дальше...
په داسې حال کې چې طالبان له امریکا سره د دوحې هوکړې تطبیق په افغانستان کې د جګړې پای ګڼي، د افغانستان د جمهور رئیس ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، افغانستان کې د جګړې د پای لپاره باید د طالبانو له یوې ډلې سره نه، بلکې له درېیو نورو ډلو سره هم هوکړه وشي. ښاغلي محب نن جمعه (د وري ۲۷مه) د هند د رایزانا کنفرانس چې په ژوندۍ بڼه خپرېده او د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم په کې ګډون درلود وویل: "د طالبانو ترمنځ ډلې شته چې هر یوه غواړي قدرت ته ورسېږي. که سوله... Читать дальше...
د هرات ولایت د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې په نشه يي توکو روږدو کسانو د بوختیا لپاره یوه یوه نانوايي جوړه شوې.
په پکتیا کې د کرکټ لوبغاړي او مینه وال وایي، دې ولایت کې لا هم د کرکټ د لوبغاړو لپاره منظم معیاري لوبغالی او تمرین ځای نه دی جوړ شوی. دوی د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي له دې ولایت سره په توپیري چلند تورن کړل او زیاتوي له پکتیا والو سره ژمنه شوې وه چې دې ولایت کې به د زون په کچه په نړیوال معیار برابر لوبغالی جوړیږي، خو په ټکو یې تراوسه ورته په یوه هوار میدان له کرل شوي چمن پرته نور هېڅ هم نه دي جوړ شوي. ۱۹ کلن عبدالعزیز وفا له تېرې یوې لسیزې راهیسې پکتیا کې د کرکټ لوبه کوي وایي، غواړي په لوړه... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې طالبان باید د ډموکراسۍ پر اساس خپل ځان بدل کړي. محمدجواد ظریف نن جمعه (د وري ۲۷مه) د ریزینا ډیالوګ په نوم په انلاین غونډه کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس جې' شنکر هم په کې حاضر وو همدا راز وویل، که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، نو دا امکان نه لري. ښاغلي ظریف زیاته کړه: "که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، که یې ایډیالوژي او چلند بدلېږي که نه؟ خو هغو کلونو ته ورتګ بیا امکان نه لري. نن موږ... Читать дальше...
امریکايي چارواکي وايي چې د اندیانا ایالت کې یوه وسله وال کس اته کسان په ډزو وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي. پولیسو نن جمعه (د وري ۲۷مه) سهار وختي وویل، دا پېښه تېره شپه ناوخته د اندیانا پولیس نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د فېډېکس د پوستې خدماتو په ودانۍ کې شوې ده. دوی زیاتوي چې بریدکوونکي هم خپله ځان وژلی دی. چارواکي وايي، لږترلږه څلور کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي چې د یوه حالت نازک دی. د بريدکوونکي د هویت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي او د پېښې علت هم نه دی معلوم.
د جنوبي کوریا یوه کمپنۍ به د هغه کنسرسیوم په رأس کې وي چې میاشت کې د کرونا ویروس پر ضد د روسيې د سپوټنیک وي واکسین سل میلیونه ډوزه تولیدوي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه له بېلابېلو هېوادونو څخه د دې واکسین د فرمایشونو په پوره کولو کې پاتې راغلی. د جنوبي کوریا هونس ګلوبل Huons Global کمپنۍ نن جمعه (د وري ۲۷مه) په یوه بیان کې وویل چې دا کنسرسیوم به د دې واکسین د سمپلونو تولید په اګسټ کې پیل کړي. بیان زیاتوي، دا کنسرسیوم چې د جنوبي کوریا درې نورې کمپنۍ هم په کې دي، غواړي د سپوټنیک وي واکسین د تولید لپاره نوي تأسیسات هم جوړ کړي.
د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس له متحدو ایالاتونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې (د وري ۲۵مه) په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال د مې په لومړۍ نېټه به له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو ایستل پیل او د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې به یې بشپړ کړي. د بشري حقونو د څار ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دي نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د امریکا حکومت باید له افغانستان سره د تعلیم او روغتیا برخو کې په تېره د نجونو... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې طالبان باید د ډموکراسۍ پر اساس خپل ځان بدل کړي. محمدجواد ظریف نن جمعه (د وري ۲۷مه) د ریزینا ډیالوګ په نوم په انلاین غونډه کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس جې' شنکر هم په کې حاضر وو همدا راز وویل، که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، نو دا امکان نه لري. ښاغلي ظریف زیاته کړه: "که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، که یې ایډیالوژي او چلند بدلېږي که نه؟ خو هغو کلونو ته ورتګ بیا امکان نه لري. نن موږ په... Читать дальше...
وروسته له دې چې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ ، ملګري ملتونه وایي، دوی به د یادو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې هم خپل سیاسي او بشري ماموریت ته دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجارېک د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا ښکاره خبره ده چې موږ د دې هېوادونو په ټولو برخو اغېز درلود. موږ د وضعیت مطالعې ته دوام ورکوو او کاربه مو افغانستان کې دوام لري، ملګري ملتونه کلونه را په دېخوا، په بیارغونې او بشري حقونو برخو کې... Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل به د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زلینسکي سره نن د کییف د ملاتړ په موخه خبرې وکړي. دوی دا خبرې په داسې مهال کوي چې د اوکراین په پولو او په اشغال شوې کریمیا کې د روسیې د پوځیانو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر وايي، مکرون پاریس کې له زلینسکي سره په غرمنۍ مېلمستیا کې ویني او بیا به دواړه مشران د ویډیو کنفرانس له لارې د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره خبرې وکړي. د مکرون دفتر وویل، د اوکراین حاکمیت... Читать дальше...
پولیسو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې تر څلوېښتو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول. د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل، پولیسو په شکردرې ولسوالۍ کې د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۴۰ کيلوګرامه چرس او نژدې دوه کيلوګرامه تارياک ونيول شول. د دې نشه يي موادو د ساتلو په تور یو تن له يوې تفنګچې سره هم نيول شوی دی.
د هند "ریزینا ډیالوګ" نن جمعه (د وري ۲۷مه) د افغانستان د سولې په اړه د بحث کوربه دی. په ننني بحث کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ګډون لري. د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه ټویټري بیان کې ویلي چې د ریزینا ډیالوګ په ننني کنفرانس کې به: "د افغان سولې پر مذاکراتو او په دې پروسه کې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو د رول او له هېواده د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مستقلانه دفاع په تړاو بحث وشي." دا بحث (د کابل تقاطع... Читать дальше...
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسب د فوټبال شپنۍ لوبې پیل شوې. د سپورټ د برخې ځايي مسؤلین وايي، یادې لوبې به ۳۰ شپې دوام وکړي. دوی وايي له يادو لوبو څخه يې هدف د ځوانان يووالی او د روژې مبارکې مياشت کې د شپې له خوا ددوی بوخت ساتل دي. بشپړ راپور د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
په زابل ولایت کې شل کيلوګرامه هيروئين ونيول شول. د زابل امنیه قوماندان ويس صميمي رسنیو ته وويل، د زابل پولیسو د وري د مياشتې په ۲۴ مه نېټه په کلات ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په یوه موټر کې ۲۰ کيلوګرامه هيروئين ونيول. په پام کې وه چې دا هيروئين د افغانستان له لويدیځو ولايتونو څخه کابل ته قاچاق کړل شي. د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور د موټر چلوونکي په ګډون پنځه تنه هم نيول شوي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په دې هېواد کې تېر کال ۲۹۹ مټریکه ټُنه ځمکني توت تولید شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال څه باندې ۳۲۰ جریبه ځمکه کې دغه توت کرل شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "په هرات، کندز، بلخ، فاریاب، میدان وردک، دایکنډي، کابل، پروان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې دا میوه تر ټولو ډېره کرل شوې ده. د دغه توت کرکیلې ته علاقمندي د دې میوې موجود بازار ته په کتو د پراخېدو په حال کې ده." د کرنې وزارت وایي، د افغانستان اقلیم... Читать дальше...
په لغمان ولایت کې د ټرافیکې پېښې له امله دوه تنه ووژل شول. د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ ماسپښین ۳ بجې د کابل _جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند خیروخېلو سیمه کې د ټېلر او مارسیډیز موټر ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې ۲ تنه وژل شوي او ۷ نورټپیان دي. د لغمان د والي د رسنیو دفتر ازادي راډیو په استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې ټپیان نږدې روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د معلوماتو له مخې، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د درملو شرکتونو او درملتونونو له دې کبله کار بنديز کړی چې ګواکې حکومت په پام کې لري د درمليزو خدمتونو سکټور يوازې څو محدودو شرکتونو ته په واک کې ورکړي. د دغه ښار د درملیزو خدمتونو او درملتونونو مالکانو پرون پنجشنبه (د وري ۲۶مه) په همدې اړه په جلال اباد ښار کې اعتراضیه غونډه جوړه کړه او ګواښ یې وکړ چې دا اقدام کولی شي په دې برخه کې شوې پانګونه زیانمنه او زرګونه کسان بې روزګاره کړي. په ختيځ زون کې د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر نجيب الله صاحبزاده په دې غونډه کې وویل: "د انحصاري شرکتونو خبره ده. Читать дальше...
د غزني ولایت چارواکي وايي، دغه ولایت کې به سږ کال تر سلو په زیاتو پراختیايي پروژو کار پیل کړي. د غزني والي برید جنرال سید عمر نورستاني ازادي راډیو ته وویل، هغه پروژې به هم بېرته پیل شي چې تېر کال نېمګړې پاتې وې. ښاغلي نورستاني زیاته کړه: "غزني ولایت کې سږ کال موږ ۱۱۶ پراختیايي پروژې لرو چې د هغوی له ډلې ۱۸ پروژې د ولایتي پلان څخه دي چې نږدې ورځو کې به یې عملي کار پیل شي او ۹۸ نورې پراختیايي پروژې له پراختیايي پلان څخه بهر دي، د هغوی بودجه چې منظوره شوه او راشي هغه به هم پیل شي." غزني د افغانستان... Читать дальше...
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې لپاره امنیتي پلان لاسلیک کړ. دا خبره د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې کړې ده. له ترکمنستانه د ټاپي د پروژې مدیر محمد متیرات امانوف پرون پنجشنبه(د وري ۲۶مه) کابل ته تللی و او هلته یې د امنیت شورا له مرستیال عبادالله عباد سره دا امنیتي پلان لاسلیک کړی. د امنیت شورا د اعلامیې له مخې د ټاپي امنیتي پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمنستانه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمهیز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي. ... Читать дальше...
له میاشتو راهیسې د اسلامي نړۍ هېوادونه د فرانسې هغو څرګندونو په قهر کړي چې وایي، د اسلام پیغمبر ته منسوب کارېکاتورونو د خپراوي برخه کې د یوې فرانسوۍ مجلې د حق ملاتړ کوي. د دغو اعتراضونو په دوام د روانې اوونۍ په پیل کې زرګونه پاکستاني اسلامپالي د دوی د یوه مشر د نیول کېدو له کبله د پاکستاني پولیسو سره ونښتل، دغه نیول شوي کس له پاکستانه د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه کوله. په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت پرون د اپریل په ۱۵ مه پاکستان کې فرانسوي وګړوته په یوه برېښنا لیک کې وویل: "پاکستان کې د فرانسې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالات وایي، دغه هېواد به له پوځي حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالي احیا کېدل په نظر کې ولري. امریکایي چارواکي زیاتوي، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري. هغې زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې ګواښ که له افغانستانه سرچینه واخلي،... Читать дальше...