Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2021

Новости за 07.04.2021

Pa.azadiradio.com 

امریکا له خپلو متحدانو سره په چین کې د المپیک لوبو کې پر نه‌ګډون خبرې کوي

د امریکا متحده ایالات غواړي له خپلو متحدانو سره پر دې خبرې وکړي چې په چین کې د ۲۰۲۲م کال په المپیک لوبو کې ګډون ونه‌کړي. واشنګټن له ننه نږدې څلور لسیزې مخکې په ۱۹۸۰م کال کې په پخواني شوروي اتحاد کې د المپیک لوبې د دې لپاره بایکاټ کړې چې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل کړی و. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه چې کله د سې شنبې په ورځ پوښتنه وشوه چې له خپلو متحدانو سره به یوځای د چین المپیک لوبې بایکاټ کړي؟ نید پرایس په ځواب کې وویل چې د دې مسئلې د بحث هیله لرو. نید پرایس زیاته کړه چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له قرنطین نه تېښته؛ د ناروې یو تبعه خپل منزل ته ونه‌رسېد

د ناروې یو تبعه د اوونۍ په پيل کې له سویډنه د دنګو واورینو غرونو له لارې خپل هېواد ته په سکي مزل پيل کړ. دی نه قاچاقي روان و، نه‌یې څه تښتولي و، خو ده دا خطرناکله لار د دې لپاره انتخاب کړې وه چې د هوټل له قرنطینه ځان وساتي.  تروند هیلګه رونینګ د نورشکي فولکیلب ژغورنې مؤسسې غړي فرانس پرس اژانس ته وویل چې دې سړي غوښتل ناروې ته راشي، خپل اسناد واخلي بېرته سویډن ته ستون شي، ځکه چې دی هلته په یوه ساختماني پروژه کې کار کوي، خو د دې لپاره چې د کرونا له قرنطینه ځان وساتي غوښتل یې د غرونو له لارې واوړي چې څوک خبر نه‌شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له فساد سره د مبارزې کمېسیون د ۱۲۷ دولتي چارواکو تنخواګانې وځنډولې

د افغانستان له فساد سره د مبارزې کمېسیون د ۱۲۷ لوړ رتبه دولتي چارواکو د تنخواګانو د ځنډولو خبر ورکوي. دغه کمېسیون وايي، دا تصمیم له هغې وروسته ونیول شو چې دغه چارواکي حاضر نه‌‍شول د خپلو شخصي شتمنیو د ثبت په اړه څرګندونې وکړي او په‌کې ابهام موجود و. د دغه کمېسیون رئیس عبدالقیوم نظامي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۸» د خپلې ادارې د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال خبري ناستې ته وویل، دغه لوړ رتبه چارواکو د شتمنیو د ثبت په فورم کې ناڅرګند معلومات ثبت کړي او حاضر هم نه‌شول چې د دغو ابهاماتو د سپیناوي لپاره څرګندونې وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې چاودنې ۳ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل دي

د پاکستان تر ټولو په لوی ښار کراچۍ کې نن سهار په یوه چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.  پولیس وايي، وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.  د جناح روغتون سرطبیبې سیمي جمالي ازادي راډیو ته ویلي چې په ټپیانو کې د دوو تنو حال نازک دی.  تر دې وړاندې د مارچ په ۱۵مه هم د کراچۍ په اورنګي ټاون سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د بمي برید په نتیجه کې ۱۲ سرتېري ټپیان شوي وو.  د پاکستان امنیتي چارواکو د دغو پېښو د عاملانو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ژمنه‌یې کړې چې حمله کوونکي به ونیسي.

Pa.azadiradio.com 

د حسین بخش صفري بریا د خلکو او دولتي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوه

د ازادې مبارزې افغان لوبغاړی حسین بخش صفري د خپل روسي سیال په وړاندې تر بریا وروسته د خلکو او دولتي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوی. نوموړي تېره شپه ناوخته په مسکو کې خپل روسي سیال اکتابرین یکولیوف ته ماتې ورکړه. د حسین بخش صفري همېشنی شعار دی: "صفري بې‌ځایه نړۍ ته نه‌دی راغلی". د ازادو سیالیو دغه افغان لوبغاړی وایي، دنده‌یې دا ده چې په سیالیو کې ښه وځلېږي او د خپلو سیالانو په ماتولو سره افغانانو ته خوښي وروبخښي. دی زیاتوي: "صفري د خپلو خلکو او کورنۍ په وړاندې ایماني او وجداني دنده لري چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني د کرونا وبا له کبله د بودجې تر ټولو له ستر کسر سره مخ شوی

د جرمني د احصائیو مرکز وايي، دا هېواد د کرونا وبا له کبله په تېرو ۳۰ کلونو کې د بودجې تر ټولو له ستر کسر سره مخامخ شوی دی. د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۱ م کال کې د جرمني د عمومي بودجې کسر نږدې ۲۲۵ ملیارده ډالرو ته رسېدلی دی. دا د ختیځ او لوېدیځ جرمنیانو له یوځای کېدو راوروسته د جرمني په تاریخ کې د بودجې تر ټولو زیات کسر دی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: طالبانو پکتیا کې د یوه واده پر مراسمو حمله کړې

د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو په دغه ولایت کې د یوه واده پر مراسمو حمله کړې او د زوم پلار یې وژلی دی. د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل: "وسله‌والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د یوه قومي مشر په کور هغه مهال برید وکړ چې د واده مراسم په‌کې روان و." ځایي چاروکي وایي، د برید پر مهال د زوم پلار چې قومي مشر و، وژل شوی او درې تنه نور مېلمانه‌یې ټپیان شوي دي. امیري وایي، سیمې ته د افغان ځواکونو په رسېدو سره په ځوابي ډزو کې یو وسله‌وال وژل شوی او بل ټپي دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال‌اباد ښار کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۸ نور ژوبل دي

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ماین چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روښان د دې پېښې په اړه وویل: "۲ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي. په ټپیانو کې د ۴ تنو حالت نازک دی." روښان تور ولګاوه چې پوره شواهد لري چې دا برید طالبانو کړی دی. طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو په وروستیو کې دا ډله د بریدونو مسؤلیت په غاړه نه‌اخلي او د یو شمېر هدفي بریدونو تور یې رد کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د حسین بخش صفري زیار ته کتنه

د افغانستان د جوجیستو او د آزاد ورزش اتل حسین بخش صفري په وروستۍ لوبه کې په مسکو کې خپل روسي سیال ته ماته ورکړه او یوه بله اتلولي یې په خپل نوم کړه. د حسین بخش او اکټیابرین یاکوفلیف ترمینځ لوبه د سه شنبې په شپه د EFC سازمان کې وشوه. دا رپاپور چې د 2020 کال په جولای میاشت کې چمتو شوی دی، تاسو د صفری روزنې ځای ته وړو. دا باید په یاد ولرئ چې پدې راپور کې معلومات د هغه چمتو کولو وخت پورې اړه لري.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار ته د ۴ زره نوېو ښوونکو د ګمارنې لړۍ کله او څه ډول پیلېږي؟

که څه هم ننګرهار ټولټال ۷رزه ښوونکو ته اړ دی، خو د ننګرهار د پوهنې ریاست وایي، د ۴زره نوېو ښوونکو په ګمارنې سره به په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه راکمه شي.  خو اوس پوښتنه دا ده چې د دغو ښوونکو د ګمارنې چاره به د کوم طرزالعمل له مخې ترسره کېږي او کوم لومړیتونه دي چې په پام کې به نیول کېږي؟  د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وایي، دغه بستونه به د امتحاناتو ملي کمېټې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له مسؤلانو سره په ګډه هغه ښوونکو ته سپاري چې وړ یې وي.  ښاغلی شینواری ډاډ ورکوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د سوېلي افریقا په وړاندې وروستۍ لوبه کوي

د پاکستان او سوېلي افریقا ترمنځ وروستۍ لوبه نن ماښام ترسره کېږي. د افریقا او پاکستان کرکټ لوبډلو دوه یو ورځنۍ لوبې کړي چې یوه‌یې پاکستان او بله‌یې سوېلي افریقا ګټلې ده. دواړه لوبډلې نن په افريقا کې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي او دا لوبه چې هره لوبډله وګټي، سیریز یې په بریا تمامېږي. د تېرې جمعې په ورځ لوبه کې د افریقا لپاره کوېنټن ډیکاک، ټېمبا بووما، رسي ونډر ډوسین او ډېوېډ مېلر ښه توپ وهنه کړې وه او ټارګېټ‌یې تر ۳۴۲ پورته کړی و، خو د پاکستان لپاره یوازې فخر زمان ۱۹۳ منډې وکړې او لوبه سوېلي افریقا د ۱۷ منډو په توپير ګټلې وه.

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې مېرازګله؛ زده کړې یې نه دي کړي خو د ناروغانو درملنه کوي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوندو د یو شمېر هغو سیمو اوسېدونکي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، لا هم د تېرو پېړیو د خلکو په څېر د ناروغیو د درملنې لپاره له کورنیو درملو ګټه اخلي او له روغتیايي خدماتو بې برخې دي. ۶۰ کلنه مېرازګله د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړونده شااوخوا ۱۵ کیلو متره لېرې په سرخوم سیمه کې اوسېږي.   د سرخوم دا سیمه غرنۍ ده، د کندهار د نېښ ولسوالۍ تر څنګ پرته ده چې شااوخوا زرګونه کورنۍ په کې مېشتې دي او له تېرو ۶ کلنو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.    خو د دې سیمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برما کې پوځ د کودتا ضد معترضانو پر کمپ برید کړی

په برما یا میانمار کې پوځ د دغه هېواد د کودتا ضد معترضانو پر کمپ برید کړی دی.  شاهدان وايي، دا پېښه نن چهارشنبه د سایګنګ د نارامې سیمې په کاله ښارګي کې شوې او له کبله یې مرګ ژوبله اوښتې دي.  اعتراض کوونکي د انګ سان سوچي په مشرۍ د ملکي حکومت د بېرته واکمنېدو غوښتنه کوي.  راپورونه وايي چې په میانمار کې له کودتا وروسته نژدې ۶۰۰ تنه وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیواله بسپنه: روان کال کې به په نړۍ کې اقتصادي وده ۶ سلنه وي 

د پیسو نړیواله بسپنه اټکل کوي چې د کرونا پرضد واکسیناسیون او د دولتونو له لوري په لویه پیمانه مالي ملاتړ به په بې ساري ډول د نړۍ اقتصادي وده چټکه کړي.  د پیسو نړیوالې بسپنې په خپل تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، اټکل کړی چې په روان میلادي کال کې به په نړۍ کې اقتصادي وده ۶ سلنه وي.  دې صندوق په مخکیني اټکل کې چې په جنورۍ کې یې کړی و، اقتصادي وده ۵ اعشاریه ۵ ښوولې وه.  دا له ۱۹۸۰ میلادي کال را په دې خوا د نړۍ تر ټولو لوړه اقتصادي وده ګڼل کېږي.  د پیسو نړیواله بسپنه د راتلونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ډموکراسۍ سل کلن مزل!

پنځلسمه هجري لمریزه پېړۍ په درشل کې ده او تېره پېړۍ چې په افغانستان کې د امیر امان الله خان په واکمنۍ پیل شوه له خپلو ټولو هسکو- ټیټو سره په وتلو ده. اماني دوره که څه هم سلطنتي واکمني وه، خو په افغانستان کې یې د هغه مهال له غوښتنو سره سم د ډموکراسۍ داسې یو بنسټ کېښود چې وروسته په هېواد او سیمه کې د پېړۍ په اوږدو کې د نور پرمختګ او ازادیو د الهام سرچینه شوه. د ۱۳۰۱ کال د کب په لسمه نېټه د امیر امان الله خان د واکمنۍ په لومړیو کې د دولت د نظام نامې په نوم د افغانستان لومړنی اساسي قانون نافذ شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د هدفي وژنو دوام؛ نن یې د مرکزي احصایې د خدماتو رئیس وواژه

‎په افغانستان کې د هدف وژنې دوام. د پلازمېنې کابل د چهارشنبې سهار هم له یوې هدفي وژنې سره پیل شو. ‎د مرکزي احصایې د خدماتو رئیس محمد اسماعیل سهاک نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د پغمان په قلعه وزير سیمه کې کله چې له کوره د دندې په لور روان و، د نا پېژندو وسله والو له لوري وژل شوی دی. د کابل د امنيه قومدانۍ وياند فردوس فرامرز وايي: "نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې بجې د پغمان والسوالۍ د تیلو ټانګ شا ته د قلعه وزیر سیمه کې. د اسماعیل په نوم یو کس د نامعلومو وسله والو له لوري وژل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت نن "د سولې د لار نقشه" خپروي

افغان حکومت نن "د سولې د لار نقشه" چې د دې پروسې د بریا او د امریکا له‌خوا د وړاندیز شوې طرحې بدیل یې بولي، خپروي. د دې تګ‌لارې یوه بنسټیزه موضوع تل‌پاتې اوربند او د تاوتریخوالی پای دی.  که څه هم په دې اړه د جمهور رئیس غني بشپړه وینا نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) ماښام خپرېږي، خو ارګ په خپله رسمي فېسبوک‌‌پاڼه د دې بحث یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې په کې ښاغلی غني، د سولې خبرو بریا په تل‌پاتې اوربند کې نغښتې بولي. دی وايي: "په بنسټیز ډول  د ۴۲ کلن تاوتریخوالي پای زموږ اساسي موخه ده، نه داسې سوله چې د یوې بلې جګړې پیل وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تېرکال له هراته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي بهر صادر شوي

په هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مسوولان وايي، تېرکال له دې ولایته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي بهر ته صادر شوي دي.  د دوی په وینا په دغو بوټو کې ډېره برخه یې زیره او کرابیه وه.  افغانستان ډول ډول طبي بوټي لري او هند د افغانستان د طبي بوټو یو مهم واردوونکی هېواد دی.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې د مېر زمان خان کورنۍ له خوا ښوونځی جوړیږي

د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې د مېرزمان خان کورنۍ له خوا په شخصي ځمکه او شخصي لګښت د نجونو د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړیږي. د مېرزمان خان کورنۍ استازي خالد خان زماني ازادي راډیو ته وویل، دا ودانۍ د خپلې کورنۍ د غړو په مالي ملاتړ چې شپيته زره امریکایي ډالر کېږي جوړوي،۱۲ خونې به ولري او په وینا یې څلور جریبه ځمکه هم دوی ته ورکړې ده. د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي، په کونړ کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده کوونکي يې شین اسمان لاندې په سپېرو خاورو زده کړې کوي. والي له بډایه کسانو وغوښتل چې د زمانې کورنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: امریکا کې د کرونا ضد ۱۵۰میلیونه ډوزه واکسین ورکړل شوی 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، د ده د حکومت د کار له پیله تر اوسه پورې په امریکا کې د کرونا ضد یو سلو پنځوس میلیونه ډوزه واکسین ورکړل شوی دی.  ښاغلي بایډن پرون سې شنبه (د وري ۱۷مه) ماسپښین په سپینه ماڼۍ کې همدا راز وویل چې تر ټاکل شوې نېټې دوه اوونۍ مخکې یعنې د روان اپریل میاشتې په ۱۹مه نېټه به د کرونا ضد عمومي واکسیناسیون پیل شي.   ده په دې اړه تر وینا وړاندې د ویرجنیا ایالت په الکساندریې ښار کې د واکسیناسیون یو مرکز له نژدې ولید.   د وروستیو شمېرو له مخې، تر اوسه پورې په امریکا کې تر ۱۶۷ میلیونه ډېر خلک د کرونا پر ضد واکسین شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: ایران سره د اټمي پروګرام په اړه غیر مستقیمې خبرې رغنده وې

امریکا د ایران د اټمي پروګرام په اړه له دغه هېواد سره غیر مستقیمې خبرې رغنده او یو مخ پر وړاندې ګام وبللې.  د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس پرون سې شنبه(د وري ۱۷مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، له ایران سره په ویانا کې د دغه هېواد پر اټمي پروګرام د خبرو لومړی پړاو رغنده و چې هرکلی یې کوي.  ده دا هم وویل چې دغو خبرو کې به د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي موافقه کې پر خپلو ژمنو د عمل کولو لپاره د ایران چمتووالی څرګند شي او دا به هم معلومه شي چې امریکا دې موافقې ته د بېرته راستنېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې د افغان زعفرانو د ودې او پراختیا په هدف ناسته جوړه شوې

د هند په ممبي کې د افغانستان د جنرال قونسل او امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې ‎‎(USAID) په ابتکار د افغانستان د زعفرانو د ودې او پراختیا په هدف نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) یوه ورځنۍ ناسته جوړه شوه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند ازادي راډیو ته وویل، دغه ناسته کې چې په انلاین ډول ترسره شوه، په کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر شفیق الله عطایي د زعفرانو په ارزښت خبرې وکړې. د یادې ناستې ترڅنګ د افغانستان د زعفرانو یو درې ورځنی نندارتون هم جوړ شوی چې د هند او افغانستان څه باندې۸۰  شرکتونو ګډون کړی وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي ډاډ ورکوي چې روژې میاشت کې به د خوراکي توکو بیې ثابتې وي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې د روژې په میاشت کې به د خوراکي توکو نرخونه ثابت پاتې شي. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یو ګډ کمېسیون جوړ شوی چې د کابل په بازارونو کې د توکو بیې کنټرولوي. نوموړي وویل چې کابل کې د خوراکي توکو له بازارونو څخه د کمېسیون د لیدنې پر مهال د خوراکي توکو شرکتونو او واردوونکو ډاډ ورکړی چې مارکیټونو کې په کافي اندازه خوراکي توکي شته او نرخونه به ثابت پاتې وي. یادو شرکتونو دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو کابل کې د احصایې د ملي ادارې د خدماتو رئيس وواژه

نامعلومو وسله والو په کابل کې د افغانستان د احصایې د ملي ادارې د خدماتو رئيس محمد اسماعیل سهاک وواژه.    سهاک نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) سهار د پغمان ولسوالۍ په قلعه وزیر سیمه کې له کوره کار ته روان و چې برید پرې وشو.  د احصاییې ملي ادارې په دې پېښه کې د اسماعیل سهاک وژل کېدا تایید کړل.   په وروستیو کې په کابل او نورو ښارونو کې هدفي بریدونه زیات شوي او چارواکي وايي چې دا کار طالبان کوي، خو طالبان یې مسوولیت نه مني.

Pa.azadiradio.com 

د غزني اوسېدونکي: که سوله او اوربند ونه شي، دلته به جګړې زور واخلي

د غزني اوسېدونکي وېره لري چې که د سولې او اوربند خبرې بریالۍ نه شي، دغه ولایت کې به جګړې زور واخلي او د دولت تر واک لاندې ځینې نورې سیمې به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.  دوی له مرکزي دولته د غزني امنیت ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.  ۴۰ کلن ښایسته خان غزنیوال چې غزني کې د سولې د ټینګښت په موخه غونډې جوړوي، لاریونونه او نورې هلې ځلې کوي وايي، وېره لري چې دې ولایت کې به د هوا له ګرمېدو سره پسرلنۍ او موسمي جګړې تودې شي. ښایسته خان زیاتوي: "که دا کنفرانسونه کومه نتیجه ورنه کړي، نو د جنګ ډګر به خامخا... Читать дальше...


Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

Авиалайнер из Москвы 9 июня прилетает во Владивосток с задержкой на 3,5 часа

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

Сбивший двоих детей в Подмосковье водитель Maserati ехал со скоростью 280 км/ч



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

Режиссер Астрахан: вторая жена погибла из-за пожара, только сына смог спасти

Авиалайнер из Москвы 9 июня прилетает во Владивосток с задержкой на 3,5 часа

Музыкальные новости

Собянин: Московский городской транспорт на 100 процентов отечественный

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Медийный баскетбол, киберспорт и турнир ММА: Константин Пухов рассказал о мероприятиях Международного центра бокса (Наташа)

Новости России

Сбивший двоих детей в Подмосковье водитель Maserati ехал со скоростью 280 км/ч

Шесть военных духовых оркестров выступят вместе в Благовещенске

«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции

Цены на квартиры выросли на 73% за пять лет

Экология в России и мире

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

В Москве прошла Премия-практикум «Харизма Года»

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Moscow.media

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме

Работать там, где удобно: беспроводная гарнитура Fstyler BH230 от A4Tech

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *