پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یو قاضي او د هغه د کورنۍ درې غړي په ډزو ووژل شول
پاکستاني چارواکي وایي چې په سوات دره کې د ترهګرۍ ضد یو قاضي او د هغه د کورنۍ درې غړي په ډزو وژل شوي. پوليس وايي قاضي افتاب افریدي د یکشنبې په ماښام له خپلې مېرمنې، نږور او لمسي سره له پېښوره سوات ته روان وو چې د صوابۍ په لاره کې ورباندې وسلهوالو کسانو ډزې کړې دي. په برید کې قاضي افریدي او د هغه د کورنۍ درې غړي وژل شوي، د موټر چلوونکی او یو ساتونکی یې ټپیان دي چې د درملنې لپاره د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته وړل شوي دي. د صوابۍ پوليسو مشر محمد شعيب خان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دې پېښې په تړاو یې څلور کسان نيولي دي. Читать дальше...