Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 04.03.2023

Pa.azadiradio.com 

جرمني په افغانستان او ایران کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی

د جرمني صدراعظم په افغانستان او ایران کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی دی. اولاف شولڅ د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ویډیويي پیغام کې وویل په دواړو هېوادونو کې د هغو ښځو پر وړاندې چې د خپلو حقونو په خاطر لپاره مبارزه کوي، سخته مقابله کېږي. شولڅ زیاته کړه، هغه مېرمنې چې د ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه کوي، حتی خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي. د مارچ اتمه په داسې حال کې رانږدې شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړي او په دفترونو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی.

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه؛ د پاکستان پر وړاندې راتلونکو کرکټ سیالیو ته افغان لوبډله کله اعلانېږي؟

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان ملي لوبډله کله اعلانېږي؟ د افغانستان د کرکټ په کورنیو سیالیو کې لومړۍ درجه ولایتي لوبې پیل شوي دي. د اسټرالیا ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته ورسېده. د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې د افغانستان لوبغاړي ښه ځلېږي. او د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا له لوري غوره لوبغاړو او روزونکو ته معتبرې جایزې ورکړل شوي دي. په خپرونه کې د نور مطالبو ترڅنګ ځانګړې مرکه هم شته چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جګپوړی امریکايي چارواکی: له طالبانو سره باید حساب وشي

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، له طالبانو سره باید حساب وشي. امریکا وايي، طالبان باید د خپلو هغو ژمنو په اړه حساب ورکړي چې عملي کړې یې نه دي. د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته، د یوه لیک په استولو سره ویلي چې دغه هېواد طالبانو ته د ویزو د صادرولو په محدودیت کې پاتې راغلی. جان کربي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايټاليا کې د افغانستان سفارت: د کښتۍ له ډوبېدو وروسته د ٣٢ افغانانو مړي موندل شوي

په ايټاليا کې د افغانانو د ټولنې سلاکاره او په ايټاليا کې د افغانستان سفارت د څارنې کمېسيون غړې کبرا رحمتي وايي، د ايټاليا په اوبو کې د ډوبو شويو افغانانو د جسدونو لټون لا هم روان دی. نوموړې، چې پرون د ایټالیا کروتون ښار ته چېرې چې د افغانانو او نورو کډوالو کښتۍ ډوبه شوې وه، ورغلې وه، وايي چې د دغې پېښې یو شمېر ژوندي پاتې شوي کسان د خپلو عزیزانو د جسدونو موندلو لپاره ان د سمندر شګې په لاسونو لټوي. د اغلې رحمتي په وينا ډېری زيانمن شوي خلک افغانان دي. رحمتي زياتوي: "ډېره دردونکې وه، د بېلګې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کابل ښاریان د حضوري چمن د بیارغونې غوښتنه کوي

۲۲ کلن زهیر، حضوري چمن ته نږدې ژوند کوي. هغه وایي چې هره ورځ سپورټ لپاره ورځي، خو د حضوري چمن له بد وضعیت شکایت کوي. د هغه په خبره، حضوري چمن اوس د سپورټ او تفرېح لپاره یو مناسب ځای نه دی. زهیر ازادي راډیو ته وویل: "موږ هره ورځ حضوري چمن ته د فوټبال د تمرین لپاره راځو، خو له بده مرغه چې د حضوري چمن وضعیت هېڅ ښه نه دی، خاورې ډېرې وي، اصلاً شین چمن نه لري او طالبانو هم ورته هېڅ پام نه دی کړی." عبدالاحد امیري چې معلول لوبغاړی دی، حضوري چمن د معلولو ورزشکارانو د سپورټ لپاره هم یو مناسب ځای ګڼي او د طالبانو له حکومته غواړي چې بیا یې ورغوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر باخموت ښار سخته جګړه روانه ده

د اوکراین په ختیځ کې د باخموت پر ښار سخته جګړه روانه ده. اوکراین وایي چې د روسي ځواکونو بریدونه یې شا ته تمبولي، خو روسیي ځواکونه بیا په دې باور دي چې هره شېبه ممکن دوی دا ښار ونیسي. لوېدیځ متخصصان په دې نظر دي چې باخموت ستراتیژيک ښار نه دی، خو د دې لپاره چې له میاشتو راهیسې روسیي پوځیان حملې پرې کوي، د دې ښار نیول له سمبولیک پلوه مسکو ته اهمیت لري. اوکراین نن خبر ورکړ چې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په ترڅ کې یې پر باخموت ښار د روسیې ګڼ بریدونه شا ته تمبولې دي. د روسیې ملېشه ځواکونو ادعا کړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کربي: امریکا به له طالبانو سره د هغو د کړو ژمنو په خاطر حساب کتاب وکړي

د سپینې ماڼۍ یو جګپوړی چارواکی وايي چې متحدایالات به له طالبانو سره د هغو د کړو ژمنو په خاطر حساب کتاب وکړي. د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مسوول جان کربي له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککاول د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین ته په یوه لیک کې وویل، د ولسمشر جوبایډن د ادارې له خوا پر طالب مشرانو بندیزونو او پر هغوی د ویزې محدودیتونو نتیجه نه ده ورکړې. کربي وویل، واشنګټن د طالبانو حکومت د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي: امریکا دې زموږ برخلیک معلوم کړي

وروسته له هغې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د وضعېت په اړه له پاکستان سره خبرې کوي، په پاکستان کې مېشت افغان پناغوښتونکي د امریکا متحده ایالاتو له حکومته غواړي چې د ورته څرګندونو پر ځای دې د دوی ستونزه په اساسي ډول حل او برخلیک دې یې معلوم کړي.    نرګس عزیزي شهاب چې د ایس آی وي یا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د پناه غوښتنې قضیه لري او له څه باندې یو کال راهیسې په پاکستان کې ده، وايي، په دې هېواد کې په پاتې کېدلو سره یې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږې. نوموړې د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په هرات کې د داعش د شپږو غړو د وژلو ادعا کړې

په هرات کې د طالبانو سمه ییز چارواکي ادعا کوي چې د داعش شپږ غړي یې وژلي دي. په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قومانداني په وینا، تېره شپه د دوی ځواکونو د رباط کابلي ها په سیمه کې پر یوه کور علمیات وکړل چې په ترڅ کې یې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه ووژل شول او د طالبانو یو تن ټپي شو. د طالبانو په وینا، دوی د دې عملیاتو پرمهال درې کلاشینکوفونه، پنځه تومانچې، یو دوربین او پنځلس موبایلونه ترلاسه کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې پر چین د بندیزولو لګولو خبرداری ورکړ

د اروپایي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل، دا ورته ته سره کرښه ده که چېرته چین روسیې ته وسلې ورکړي او خبرداری یې ورکړ چې په ځواب کې به اروپایي ټولنه پر چین بندیزونه ولګوي. تر دې یوه ورځ مخکې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پېکنګ ته خبرداری ورکړی و چې ماسکو ته د اوکراین د جګړې لپاره وسلې ورنه کړي. شولڅ د جرمني پارلمان ته د خبرو پرمهال پر چین غږ کړی و چې تېري کوونکې روسیې ته دې وسلې نه ورکوي. چین ویلي دي چې روسیې ته د وسلو د ورکولو نیت نه لري.

Pa.azadiradio.com 

د شپږ اعشاریه نهه ریښتر په کچه زلزلې د نیوزیلنډ کرمادیک ټاپوګان لړزولي

د شپږ اعشاریه نهه ریښتر په کچه زلزلې نن د نیوزیلنډ کرمادیک ټاپوګان ولړزول. د دې زلزلې مرکز یوسل او دوه پنځوس کیلومتره ژور و. د امریکا د متحد ایالتونو د څونامي د خبرتیا سیستم ویلي چې تر دې زلزلې وروسته د څونامي خطر نه دی رامنځته شوی.

Pa.azadiradio.com 

رافایل ګروسي د دویمې ورځې لپاره هم له ایراني چارواکو سره خبرې کوي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي نن د دویمې ورځې په مخه په ایران کې چارواکي وهڅول چې د موندل شویو یورانیمو په برخه کې همکاري وکړي. د ایران ایرنا اژانس خبر ورکړ چې ګروسي د ایران د اټومي انرژي د سازمان له مشر محمد اسلامي سره نن بیا خبرې وکړې. ګروسي په داسې وخت کې ایران ته سفر کړی دی چې رویټرز اژانس د ایران فوردو اټومي مرکز ته نږدې د درې اتیا اعشاریه اوه فیصده غني شویو یورانیمو د موندلو خبر ورکړی دی، دا هغه اندازه یوارنیم دي چې د اټومي وسلې جوړېدو ته ډېر نږدې دي.

Pa.azadiradio.com 

ښوونیز کال پيل ته نږدې والی؛ له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به پرانيستل شي؟

په داسې حال کې چې په افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د سړو سیمو د ولایتونو د ښوونيز کال پیل ته له شلو کمې ورځې پاتې دي، د یو شمېر ښوونځیو مسوولان وايي، لا تر اوسه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له خوا دوی ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه څه نه دي ویل شوي. حسنا په کابل کې د اریانا ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده. هغه چې خپلې راتلونکې ته اندېښمنه ده، وایي، ان د شپې خوب نه لري او په همدې فکر کې وي چې ښوونځی به څنګه شي؟ دې ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "ما چې لوستلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پلخمري کې د نجونو زده کوونکو لپاره د کار زمینه برابره شوې

په پلخمري کې د ښځو یوازېني رسټورانټ د هغو نجونو زده کوونکو لپاره د کار زمینه برابره کړې چې ښوونځي ته له تګه منع شوي دي. د رسټورانټ مسووله وايي، له ښوونځیو او پوهنتونو څخه د نجونو په منع کولو اوس ډېری دغو زده کوونکو درنو کارونه ته مخ کړې ده. نور په ویډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

ارواپوهان: له معتادینو سره د چلند په اړه بايد خلکو ته پوهاوی ورکړل شي

ارواپوهان وايي، د دې لپاره چې معتادین تر درملنې وروسته په ټولنه کې د پخوا په شان ځای پيدا کړی، باید په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي. خليل څلور ځله د معتادینو د درملنې په مرکز کې د نشې پرېښودلو له پاره بستري شوی دی. ده تر دې مخکې هم درې ځله نشه پرې ايښې وه، خو د ده په وينا، د کورنۍ د غړو له‌خوا باور نه ورباندې کېده او په ټولنه کې د خلکو ناسم چلند د دې لامل شو چې معتادو انډيوالانو ته پناه وروړي او بېرته معتاد شي. خليل وايي: "که په مجلس کې ښه خبره هم وکړې، که خلک مخامخ درته ونه وايي، په غياب کې وايي چې چندان سړی نه‌دی پوډري دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له افغان کډوالو په روان چلند له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې له افغان کډوالو په روان چلند له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نامناسبې رویې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، متحده‌ایالات په دې اړه له پاکستاني لوري سره په منظم ډول د خبرو په حال کې دي. پرایس له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له افغانانو سره د کډوالۍ د نړیوالو اصولو پر بنسټ مناسب چلند وکړي او دوی که هر ځای وي، د ځورولو او شکنجې یې لاس واخلي. دا په داسې حال کې ده چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو 'اسماعیل مشعل' او 'اسماعیل رحماني' له بنده خوشې کړي

طالبانو د پوهنتون دوه استادان اسماعیل مشعل او اسماعیل رحماني په ضمانت له بنده خوشې کړي دي. اسماعیل مشعل په کابل کې په یوه لاس ګاډي کې کتابونه ګرځول او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ کول. ده په دې ډول د نجونو د زده کړو د مخنیوي پر ضد خپل اعتراض څرګنداوه. دی یوه میاشت مخکې د طالبانو امنیتي ساتونکو نیولی و. اسماعیل رحماني بیا طالبانو نږدې دوې اونۍ مخکې نیولی و. په ده دا تور پورې شوی و چې د طالبانو پرضد په خواله رسنیو کې لیکنې کوي.

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان د سرو زرو یوه کان کې دوه کسان مړه شوي

د بدخشان په یاوان ولسوالي کې د سرو زرو په کان کې د کار پرمهال دوه تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی. د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وایي، د قطار بید په کلي کې د جمعې په سهار د طلا د کان د یوې برخې د نړېدو له امله دوه کارګر ووژل شول او یو ټپي شو. د وژل شویو کارګرانو مړي وروسته له څلور ساعتونو د خاورو له لاندې راوایستل شول.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک نن شپاړس میلیونه ډالر لیلاموي. د بانک د چارواکو په وینا دا هڅه د دې لپاره کوي چې د افغانۍ ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې په نسبي ډول ثابت پاتې شي. دې بانک له صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتې دي چې د دې ډالرو د لیلام په داوطلبي کې برخه واخلي. د افغانستان بانک نږدې هره اونۍ تر لس میلیونه ډېر ډالر لیلاموي، خو وروستی ځل یې درې ورځې مخکې اوولس میلیونه ډالر لیلام کړل. د کابل په شهزاده سرای کې تېر ماښام یو امریکایي ډالر په څه باندې نهه اتیا افغانیو تبادله شو.

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا تر ټولو لوی جومات بېرته پرانیستل کېږي

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا تر ټولو لوی جومات چې اته کاله مخکې سوځېدلی و، نن بیا پرانیستل شي. د بیت الفتوح په نوم دا جومات د لندن په جنوب کې دی چې په یوه وخت دیارلس زره کسان لمونځ په کې کولای شي. په دې پنځه پوړه جومات کې په ۲۰۱۵ کال کې اور ولګېد چې یو شمېر کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ. د دې اور لګېدو په تور یو شپاړس کلن ماشوم تورن شوی و، خو د بریتانیا محکمې په ۲۰۱۷ کال کې هغه ته برائت ورکړ. د بیت الفتوح جومات پر بیا رغونه نږدې شل میلیونه پونډه لګښت راغلی دی چې په بریتانیا کې د احمدي مسلمانانو ټولنې ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

امریکا له اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلان کړې

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د څلور سوه میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلان کړې. د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون وویل چې دا پیسې به د ولسمشر په صلاحیت چمتو شي چې د کانګرس تصویب ته اړتیا نه لري. د هغه په وینا، په دې مرستو کې مهمات او پوځي او زرهي وسایط شامل دي. د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د اوکراین د جګړې له پيله چې تېرکال د فبروري په وروستیو کې شروع شوه، تر اوسه واشنګتن له اوکراین سره تر څلورویشت میلیارده ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

ډېلي مېل: د امریکا جمهوريپالو د طالبانو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه کړې

ډېلي مېل ورځپاڼه: د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې د امریکا په کانګرس کې د جمهوریپال ګوند مشر د ولسمشر جوبایډن پر اداره نیوکه کړې او ویلي یې دي چې یوازې د طالبانو پر شپږو مشرانو د بندیزونو په اعلان سره یې غوښتي دي چې د افغان نجونو له حقونو دفاع وکړي. د امریکا د کانګرس د نړیوالو اړیکو د کمېټې رییس مایک مککال د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته په یوه لیک کې لیکلي، د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې د طالبانو یوازې شپږ تنه مشران په تور لېست کې شامل شوي په داسې حال کې چې په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اقتصادي بحران؛ پاکستان له چین څخه د ۱.۳ میلیارد ډالرو نوی پور ترلاسه کوي

پاکستان له چین څخه د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو نوی قرض ترلاسه کوي. د پاکستان مالي وزیر وویل چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې باید پاکستان پنځه میلیارده ډالر پور واخلي چې د سږکال اقتصادي بحران مخه ونیسي. د پاکستان مالې وزیر اسحاق ډار پرون وویل، د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ پاکستان به په راتلونکو ورځو کې د چین له صنعتي او سوداګریز بانک څخه یو اعشاره درې میلیارده ډالر پور ترلاسه کړي چې دا به د بهرنیو اسعارو په زېرمه کولو کې مرسته وکړي. ډار زیاته کړه چې دا پیسې به په درېیو مرحلو کې پاکستان ته ورسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټام وېسټ: امریکا د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټایم وېسټ وایي، له دوو افغان ښځینه فعالانو پلوشې حسن او ماري اکرمي سره یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو خبرې کړي دي. وېسټ تېره شپه د مارچ ۳مه په ټویټر کې ولیکل چې په دې غونډه کې د افغانستان له ښځو او نجونو سره د طالبانو پر توپيري چلند بحث وشو. د ټام وېسټ په وینا، د پلوشې حسن او ماري اکرمي په څېر د افغان مېرمنو هڅې الهام بخښونکې دي، ځکه چې دوی له افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې کار کوي. ماري اکرمي د دې غونډې په اړه ازادي راډیو ته... Читать дальше...


У россиян могут начать массово отбирать квартиры: о чем предупреждает эксперт

Водка, коньяк и бренди подорожают в России

Телефонные мошенники в Москве получили условные сроки

Новые книги получили псковские районные библиотеки



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Россия никуда не уйдет, точно так же, как останется Армения

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

Индия начнет поставки в Россию картофеля и гранатов

Музыкальные новости

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

Военные следователи Тихоокеанского флота продолжают работу по постановке бывших мигрантов на воинский учет

Нижегородская телебашня включит праздничную иллюминацию в День России

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

Новости России

«Российская газета»: Глава комитета Госдумы Сергей Гаврилов назвал последствия ситуации на Мосбирже

Телеведущая Елена Николаева показала детей от бывшего супруга Волочковой

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Как якутяне в составе Группы советских войск в Германии обеспечивали безопасность СССР

Экология в России и мире

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *