Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 25.03.2023

Pa.azadiradio.com 

سوریه کې د امریکا د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو

په سوریه کې د ایران پر پلوي ملېشو د امریکا د پوځ په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو. په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې د امریکا په ځوابي برید کې۳ سوریايي سرتېري، یوولس ایران پلوه ملېشې او پنځه بهرني وسله وال چې د سوریې د حکومت پلویان وو، وژل شوي. د امریکا پوځ وايي په دې برید کې هغه مرکزونه په نښه شوي چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره تړلو ملېشو کار ترې اخیست. دا برید وروسته له هغه کېږي چې یو امریکایي قراردادي د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دویمه سیالي کوي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سبا د ۲۰ اوریزو لوبلړۍ دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې ترسره کړي. افغانستان د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې پرون پاکستان ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه. دا د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې لومړۍ بریا وه. د دواړو لوبډلو تر منځ د دې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ سیالي د دوشنبې په ورځ په پام کې ده.

Pa.azadiradio.com 

ځینې کابل ښاریان: د روژې د ځانګړو خوراکي توکو د پېر او پلور بازار سوړ دی

په کابل کې روژې لپاره د یو شمېر ځانګړو خوراکي توکي پلورونکي او اخیستونکي وايي، سږ کال پېر او پلور د تېرو روژو په څېر نه دی. په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه شته، خو پلورونکي له سوړ بازار او اخیستونکي له خپل کمزور اقتصادي وضعیت څخه شکایت لري. د روژې د ځانګړو خوړو لکه اچار، مربا او لبنیاتو یو شمېر پلورونکي وايي، سږ کال د جمهوریت د کلونو په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری دی او د دوی په پلور کې هم کموالی راغلی. فیصل احمد هر کال په روژه کې د اچار او لبنیاتو د پلور کار کوي. هغه په تېرو څو ورځو کې د خپل بازار په اړه وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د ښځو ځانګړی پلورنځی؛ د نارینه وو ورتګ منع دی

په هرات کې د ښځو یو ځانګړی پلورنځی شته چې پلورونکي یې هم ښځې دي. نارینه وو ته اجازه نه شته چې دې پلورنځي ته لاړ شي. اوس چې د ښځو پر کار محدودیت لګول شوی، خو دې پلورنځي یو شمېر ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: ښايي د افغانستان لپاره د خوراکي توکو مرستې کمې شي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان یا ډبلیو ایف پي مسوول وايي، که دا سازمان خپله غوښتل شوې ۹۰ میلیونه ډالره بودیجه ژر تر لاسه نه کړي نو په راتلونکو میاشتو کې به ۹ میلیونه افغانان له مرستې محروم شي. یوه ښځه وایي، د هغې ناروغۍ له امله چې پرې اخته شوې د کار کولو او خپل څلورو وړو ماشومانو ته د ډوډۍ راوړلو توان نه لري. هغه چې په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي وایي، څلور کاله مخکې یې مېړه مړ شوی دی. دا چې نه غواړی نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته په خبرو کې یې وویل، تر اوسه یو ځل د مرستندویه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې سېلابونو ۳ کسان مړه، ۷ ژوبل او ۷۵۰ کورونه زیانمن کړي

له زلزلې وروسته د وروستیو دوو ورځو سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک زیانمن کړي دي. دا تلفات تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې رامنځته شوي دي. د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي ګل اغا ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله سلګونو کسانو ته زیانونه اوښتي دي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د سېلابونو راتګ او د ږلۍ ورېدلو تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې دي. سلګونه څاروي سېلابونه وړي او د زارع ولسوالۍ د ډېرو خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه له منځه تللي او لارې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان کرکټ لوبډلې د بریا نمانځنه؛ ځینې افغانان پر خپلې ملي لوبډلې ویاړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغانان وايي، د دې لوبې ګټلو دوی ډېر خوشحاله کړي او ویاړي چې داسې پیاوړې لوبډله لري. د کابل ښار اوسېدونکي سبحان الله دغه لوبه په پوره شوق لیدلې ده. هغه ازادي رادیو ته وویل: "تر اوسه موږ د پاکستان پر وړاندې بری نه وه ثبت کړی. نو دا زموږ لومړی ځل و چې پاکستانۍ لوبډلې ته مو ماتې ورکړه. بېخي د خوشحالې وروستی حد و، ډېر زیات خوشحاله وو. هیله من یو چې راتلونکې دوه سیالې هم په ښه ډول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین جګړه؛ روسیې پر باخموت لسګونه بریدونه کړي

د اوکراین په خیتځ باخموت ښار کې لا هم جګړه دوام لري. د اوکراین په ختیځ باخموت ښار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسیې په لسګونه بریدونه کړي دي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادارې ویلي، د باخموت په جبهه کې په لیمان، بخموت، اودیفکا، ماریینکا او شاختارسک کې ۵۹ وسله وال بریدونه شوي دي. په تېرو څو اونیو کې دغه سیمه د سختو جګړو شاهده وه. له دې یوه ورځ وړاندې د اوکراین پوځ ویلي وو چې د ځینو کارپوهانو د هغو ادعاوو پر خلاف چې وايي، پر باخموت د روسیې په څو میاشتي یرغل کې روسیې ځواکونه کمزوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته. باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن راپور ورکړ، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغانستان له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نه شته او نه هم تازه کوم امریکايي وګړی نیول شوی دی. تر دې وړاندې امریکایي رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له قوله راپور ورکړی و چې لا هم څو امریکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر د کاناډا صدراعظم سره یوه موافقه لاسلیک کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کاناډا له صدراعظم جسټن ترودو سره پرون جمعه یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې دوه هېوادونه غیرقانوني کډوال یو بل ته سپاري. ولسمشر بایډن له موافقې وروسته وویل، دواړه هېوادونه د کډوالۍ له داسې څپې سره مخامخ دي چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د امریکا او کاناډا د موافقې له مخې، دواړه هېوادونه هغه پناه غوښتونکي شړلی شي چې په غیرقانوني لارو له امریکا څخه کاناډا او یا له کاناډا څخه امریکا ته واوړي. په ۲۰۲۲ کال کې له متحدو ایالتونو څخه کاناډا ته نږدې ۴۰ زره پنا غوښتونکي اوښتي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی

په سوریه کې د سپاه پاسداران په اړوندو ځواکونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له حملې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه وویل، امریکا له ایران سره د شخړې په لټه کې نه ده، خو د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر اقدام ته په کلکه ځواب وايي. د امریکا ولسمشر کاناډا ته د رسمي سفر په لړ کې ټینګار وکړ چې یوه ورځ مخکې یې په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی دی. تر دې مخکې وړمه شپه د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وویل چې د یوې انتحاري بې پیلوټې الوتکې په برید کې د یوه قراردادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو ځل بیا له طالبانو د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنې شوي

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې نجونو ته دې اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي، ځکه د دې سازمان په وینا دا د نجونو بشري حق دی. په غزني کې د یوه دولتي ښوونځي زده کوونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل ښوونځی په سترګو نه دی لیدلی او په کور او کلي کې یې هم داسې بل مرکز او څوک نه شته چې دا درس ترې ووایي. دا زده کوونکې وايي، هیله یې درلوده چې زده کړې وکړي او یوه ورځ خبریاله شي، خو په وینا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۳ کسان مړه او ۷ ټپیان کړي

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو دوو ورځو د ورښتونو او سېلابونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې ۳ تنه مړه شوي او ۷ ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویندوی شفیع الله رحیمي نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغو سېلابونو په ننګرهار، لغمان، کونړ، بلخ، فراه، زابل، فاریاب، ارزګان او نورستان ولایتونو کې ۷۵۶ کورونه نړولي دي. تر دې مخکې د تېرې اوونۍ په زلزله کې لږترلږه ۱۰ تنه مړه او ۶۰ تنه ټپیان شوي وو. له پېښو سره د مبارزې د وزارت ویندوی وايي چې د زلزلې له کبله ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: کرزي له برتانوي چارواکو او افغان سیاستوالو سره لیدلي

بي‌بي‌سي خبر ورکړی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي بریتانیا ته سفر کړی او هلته یې د برتانوي چارواکو په ګډون د افغانستان د مخکیني حکومت له ځینو چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره کتلي دي. د دې خبر پر بنسټ، کرزي په لندن کې د بریتانیا پاچا درېیم چارلز د بهرنیو چارو لپاره د مملکت سکرتر، د صدراعظم له ځانګړي استازي او یو شمېر افغانانو سره کتلي دي. خبر کې له چارواکو سره د کرزي د خبرو محتوا، د طالبانو او د دوی د مخالفو ډلو تر منځ بین‌الافغاني مذاکراتو ته زمینه چمتو کول ښودل شوي دي. دا معلومه نه‌ده چې د حامد کرزي دا سفر رسمي و او که غیر رسمي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام سره طالبانو ثابته کړه چې د یو ملت په توګه د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري. دې ادارې دا خبره په افغانستان د ښوونیز کال د پیل په دُرشل کې پرون ناوخته یوه اعلامیه کې کړې ده. د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، هېڅ هېواد د تعلیم یافته نجونو او مېرمنو پرته د سوکاله راتلونکي تصور نه‌شي کولای، په داسې حال چې افغانستان بیا د نړۍ په سطحه د بې‌سوداۍ تر ټولو لوړ شمېر لري، هغه څه چې د دې سازمان له قوله، افغانستان یې له تیاره راتلونکي سره مخ کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځينې معتادین ويره لري چې د درملنې په پلمه به په څلورو دېوالو کې اوسېږي

اختر بي بي له اتلسو کالو راهيسې نشه کوي، څو میاشتې کېږي چې دا له خپل کور او اولادونو څخه لرې له خپل معتاد خاوند سره په غزني ښار کې له ستونزو ډکې شپې سبا کوي. اختر بي بي چې د غزني ښار تر يوه پله لاندې نشه کوي وويل، د اعتیاد او کورنۍ له پاشل کېدو له امله يې ژوند تريخ شوی دی. نوموړې وايي: "اتلس کاله کېږي چې معتاده یمه، تاسې يې وينئ چې زه په څنګه ځای کې ژوند کوم. زما د کورنۍ پنځه غړي معتادان دي. نور به څه درته ووایم، تر دې ډېرې خبرې نه‌شم کولای." د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو اختر بي بي ته ويلي چې د درملنې لپاره يې کابل ته استوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د داعش د بريدونو د احتمال په اړه د واشګټن ايګزامينر ورځپاڼې تبصره

واشنګټن ايګزامينر ورځپاڼه: د امریکايي ځواکونو متقاعد جنرال فرانګ مکینزي له واشګټن ایګزامینر سره په یوه مرکه د امریکا د سنا د مرکزي قومندانۍ د یوه جنرال د خبرو په استناد وايي، له افغانستان څخه د داعش د بریدونه احتمال شته. په دې مرکه کې فرانګ میکینزي د هغه پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګرۍ ګواښ شته کنه؟ وویل: "زه په دې برخه کې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ د اوسني قومندان جنرال ایرک کوریلا له څرګندونو زیات څه نه وايم." جنرال کوریلا د امریکا د سنا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران 'فاطمه سپهري' په ۱۸ کاله بند محکومه کړه

د ایران قضاییه قویې د دې هېواد د بشري حقونو یوه فعاله فاطمه سپهري په ۱۸ کاله بند محکومه کړه. سپهري ویلي و چې د ایران مشر ایت الله علي خامنه يي دې نور له واکه لاس په سر شي. د دې ورور اصغر سپهري وایي چې خور یې لس کاله د ایران د نظام پرضد د تبلغ په تور، پنځه کاله د ایران له مخالفو هېوادونو سره د همکارۍ په تور او دوه کاله هم خمیني او خامنه يي ته د سپکاوي په تور په بند محکومه شوه. فاطمه سپهري د ایران د بشري حقونو له هغو فعالانو څخه ده چې هغه لیک یې لاسلیک کړی دی چې د خامنه يي د استعفی غوښتنه په کې شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان کابل ته ستانه شوي

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان پرون کابل ته ستانه شول. د دې ماشومانو درملنه د یوه کال په ترڅ کې په جرمني کې وشوه. د دوی په ډله کې ځینې سوځېدلي وو او ځینو یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې. دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو. د جرمني د سولې کلي مرستندویه ټولنه له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.

Pa.azadiradio.com 

په چک جمهوریت کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

د چک جمهوریت په کارلووي واري ښار کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو. د دې افغان نوم نه دی اخیستل شوی، خو رسنیو ویلي چې دی ۲۴کلن ځوان دی، په جرمني کې یې په ۲۰۲۱م کال کې پناه اخیستې وه، له هغه ځایه نږدې پنځلس میاشتې مخکې د نوي کال په ورځ چک ته تللی و او هلته یې یوه ۳۷کلنه ښځه په چړې وهلې وه چې بیا دا مېرمن ژوندۍ پاتې شوه او دې ځوان په همدې ورځ یوه ۱۹کلنه نجلۍ هم په چړې ګواښلې وه چې بیا یې پرې جنسي تېری کړی و. دی بیا تښتېدلی و، خو وروسته ونیول شو او پرون د چک یوې محکمې د قتل د دوو هڅو او جنسي تېري په تور په ۲۲ کاله بند محکوم کړ.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی

د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې پروسږ کال د کډوالو درخواستونه د وړم کال په پرتله ۶۴ فیصده زیات و. د اروپایي ټولنې د احصایې ادارې په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې اته لکه یو اتیا زره او دوه سوه کسانو د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې د پناه اخیستو درخواستونه سپارلي وو. په ۲۰۲۱م کال کې د نویو پناه غوښتونکو شمېره څه باندې پنځه لکه اووه دېرش زرو ته رسېده او تر هغه کال مخکې څه باندې څلور لکه اوولس زره وه. تېر میلادي کال تر څلور میلیونه ډېرو اوکراینیانو د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې پناه واخیسته. تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل په شل اوریزه سیالۍ کې د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړی محمدنبي عیسي خېل په هر اړخیزه توګه ښه وځلېد او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله. دغه سیالي چې د جمعې په ماښام د کابل پر وخت ۸:۳۰ بجې پیل شوه، پاکستان د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه. د پاکستان لوبډلې پوره شل اورونه ولوبول، خو هېڅ توپوهونکي یې هم منډې تر شلو وانړولې. د توپوهنې د پاڼۍ تر پای ته رسېدو پاکستان ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۹۲ منډې یې کړې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ځینو سیمو کې د ورښتونو له کبله ځاني او مالي زیانونه اوښتي

په افغانستان کې د تېرو دوو ورځو ورښتونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې د سر او مال زیانونه اوښتې دي. د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع اله رحیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "لکه څرنګه چې هېوادوال په جریان کې دي له دوو ورځو راهیسې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د بارانونو او واورو شاهدان یوو. متاسفانه په ځینو ولایتونو کې سېلابونه بهیدلي دي چې د سېلابونو په نتیجه کې په لغمان، زابل، فاریاب، دایکندي، رزګان، فراه، بلخ، جوزجان او خوست کې بعضې تلفات لرو."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو پر زده کړو بندیز؛ د امریکا مرستیال ولسمشره یې اغېزمنه کړې

د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر مرستیاله وایي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ور پورته د نجونو د زده کړو پر بندیز کال واوښت او دې چارې ډېره اغېزمنه کړې ده. کاملا هاریس پرون د مارچ ۲۴مه په ټویټر کې ولیکل چې دا تاثر یې نور هم له دې امله ژور دی چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته دا اجازه هم نه شته چې پوهنتون ته ولاړې شي. مېرمن هاریس زیاتوي چې متحد ایالتونه به هیڅکله په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو له دفاع څخه لاس وانخلي. د متحد ایالتونو د مرستیال ولسمشرې تر دې خبرو یوه ورځ مخکې د افغانستان... Читать дальше...


Улицу Чижевского на следующей неделе перекроют дважды

В Росгвардии в преддверии 100-летия дивизии имени Ф.Э. Дзержинского состоялось торжественное гашение почтовых марок

Александр Котов улучшил позиции в медиарейтинге глав законодательных органов субъектов России

Лето в столице, кино как искусство и самый зеленый ресторан — куда пойти после работы



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Не могли не прийти: лучшие светские события с 7 по 14 июня

Заслуженный экономист Гольдфайн советует не тянуть с покупкой собственного жилья

Минниханов заявил о необходимости провести Игры БРИКС на высоком уровне

Тендер на благоустройство объявили для набережной Суворовских прудов в Лосино-Петровском

Музыкальные новости

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже электроинструментов

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

В «Институте регионального развития» при Уральской ТПП прошел семинар «Возможности оптимизации налогов для производства и налоговые риски»

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Новости России

Заслуженный экономист Гольдфайн советует не тянуть с покупкой собственного жилья

В аппаратной кинотеатра «Октябрь» на проспекте Калинина (сейчас улица Новый Арбат), 1976 год, Москва

Бьюти-новинки недели: Zivert стала амбассадором российского бренда, а мы попробовали косметику со спирулиной

Тендер на благоустройство объявили для набережной Суворовских прудов в Лосино-Петровском

Экология в России и мире

В Подмосковье обустроили 176 пешеходных маршрутов: Реутов в лидерах

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Спорт в России и мире

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Moscow.media

Закат на Катуни

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *