Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 30.03.2023

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ؛ د بنګله‌دېش کم‌عمره لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو جام وګاټه

د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې د بنګله‌دېش تر نولس کلونو کم‌عمره لوبډلې د ۶ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د پنجشنبې په ورځ د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړه او د ۳۷ اورونو تر لوبولو وروسته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوازینی مخکښ توپوهونکی محمدهارون خان و چې ۶۵ منډې یې جوړې کړې. همدارنګه وفي الله تره خېل ۲۷ او خالد تڼیوال بیا ۱۵ منډې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا دفاع وزير: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په ايستلو پښېمانه نه‌يو

د امریکا د دفاع وزیر وایي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پرېکړه او وتلو هیڅ پښېمانه نه‌دی. لوید استین دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې، د چهار شنبې په ورځ د کانګرس استماعیه غونډې ته د امریکا د لوی درستیز مارک میلي سره یو ځای د راتلونکي کال د دفاعي بودیجې د توضیح لپاره غوښتل شوی و. د امریکا دفاع وزیر د جمهوري غوښتونکي استازي جیم بنکس د پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستانه د پوځیانو د وتلو په پرېکړه پښېمانه دی کنه؟ وويل نه ـ پيښمانه نه‌دی. په دې ناسته کې جیم بنکس، له افغانستانه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان سیالان په ډاګه شول

د اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د ملتونو جام سیالیو پچه اچونه بشپړه شوه چې، افغانستان به په ب ګروپ کې له قطر، ایران او سویلي کوریا سره سیالۍ کوي. دغه پچه اچونه نن پنجشنبه ترسره شوه او په پلان کې ده چې، د اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د ملتونو جام سیالۍ د روان کال د جون میاشتې له ۱۵ نېټې د جولای تر ۲یمې نیټې په تایلينډ هېواد کې ترسره شي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس چې افغان لوبډله به خپلې ټولې ګروپي سیالۍ د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره کړي. یاد فدراسیون له لوري خپرو شويو مالوماتو کې راغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کم‌عمره لوبډلې بنګله‌دېش ته په پایلوبه کې د ۱۴۴ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې دمګړۍ د درې اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې لوبه کوي، چې افغانستان خپله توپ وهنه بشپړه کړه او ۱۴۳ منډې یې وکړې. دغه سیالي چې نن پنجشنبه د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړه او د ۳۷ اورونو تر لوبولو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوازینی مخکښ توپوهونکی محمدهارون خان و چې ۶۵ منډې یې جوړې کړې. همدارنګه وفي الله تره خېل ۲۷ او خالد تڼیوال بیا ۱۵ منډې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په انلاین ډول د انګیسي ژبې تدریس د ښځینه استادانو لپاره تهدید جوړ کړی دی.

د افغانو نجونو یو ډله په کابل کې په انلاین ډول د انګلیسي ژبې زده کړه کوي، د "رومي اکاډمي" په نوم یو بنسټ دغه زمینه نجونو ته برابره کړی دی. د دې بنسټ استادان او مدیران وايي، له تهدید سره مخامخ دی او ممکنه ده چې طالبان د دوی د فعالیتونو مخه ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د روغتيا سازمان: افغانستان کې د شديدې تنفسي ناروغۍ څه باندې ۴،۳ميليونه پېښې ثبت شوي دي

د پلازمېنې اوسېدونکی مصور وایي، د تېر کال په جدي میاشت کې یې د خور یو کلن زوی د شدیدي تنفسي ناروغۍ له امله د کابل په اندراګاندي روغتون کې ومړ. ده د ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، خوریي یې مبشر نومېده او دوه شپې په یاد روغتون کې بستر و. نوموړی وايي: "زه خپله ورسره دوه شپې روغتون کې وم، تنفسي سیستم یې بیخي کار پرېښی و، سم تنفس یې نه‌شو اخیستلای، هلته ډاکټرانو سیروم ورته تېر کړ، هوا ډېره سړه وه، او بلاخره وروسته له دوه شپو مړ شو." دی زیاتوي، خور یې شپږ لورګاني لري او دا یې د کور یوازینی زوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله ۱۳تنه مړه شوي او ۷۲ ټپيان شوي دي

د سختو بارانونو او سېلابونو زیاتوالي په ۲۲ ولایتونو کې لسګونه کسان زیانمن کړي دي. ۷۰ کلن صوفي فقیر د پروان ولایت یو له هغو بزګرانو څخه دی، چې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله یې کروندې زیانمنې شوې دي. هغه ازادي راډيو ته وویل، سېلابونو تر ټولو زیات زیانونه کروندګرو ته اړولي دي. نوموړی وايي: "سېلاب یو افت دی، د مولیو او پیازو پاڼې یې سورۍ کړې، سهار یې رنګ ډېر روښانه و، خو اوس ژیړې شوي دي، کروندګرو ته یې ډېر زیان اړولی دی." په پروان کې سېلابونو د کورونو او کروندو د ويجاړولو ترڅنګ د دغه ولايت هټيوال او کسب‌ګر هم زيانمن کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست پوهنتون کادري روغتون کې يو شمېر نوي طبي ماشینونه فعال شول

د خوست شیخ زاید پوهنتون په تدریسي روغتون کې د نوې طبي ټکنالوژۍ د یو شمېر نورو وسایلو د فعالېدو په تعقیب دا ځل د (ایم‌ار‌ای) او (سي‌ټي سکن) طبي ماشینونه هم فعال شول. روغتیايي کارکوونکي وايي، پخوا د خوست هغه ناروغان چې د ناروغیو تشخیص يې دې ټکنالوژۍ ته اړتیا درلوده، اړ وو چې کابل یا له هغې وړاندې پاکستان ته ولاړ شي. یاد طبي ماشینونه د هغې مرستې یوه برخه ده، چې پنځه کاله مخکې د متحده عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ د خوست تدریسي روغتون ته ورکړې وه، خو د اړتیا سره، سره تر اوسه نه وو فعال شوي. د جراحي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: د نوي کال له پيله تر دې دمه د طبيعي پېښو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، د نوي لمریز کال له پيله د زلزلو او سېلابونو له کبله ۱۳ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان دي. د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن پنجشنبه رسنیو ته په لېږل شوي ویډیوي پيغام کې د دغو زیانونو په اړه ویلي: "د بارانونو، سېلابونو او زلزلې له کبله د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې تر اوسه په ۲۲ ولایتونو کې له بده مرغه ۱۳ کسان شهیدان، دوه اویا کسان ټپیان، ۱۸۹۳ کورونه نیمه یا بشپړ ویجاړ شوي او ۲۴۷۰۰ جریمه کرنیزه ځمکه تخریب شوې." رحیمي وویل، دوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د کندهار د سمنټو کان د استخراج چارې يو خصوصي شرکت ته وسپارلې

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت د کندهار د سمنټو کان د استخراج چارې یو خصوصي شرکت ته وسپارلې. د سمنټو د دغه کان د استخراج لپاره سل ميليونه ډالر پانګونه شوې، چې هره ورځ به ورڅخه ۳۸۰۰ ټنه سیمنټ استخراجیږي. د طالبانو حکومت د کانونو وزارت دا مهال د کندهار په شاوليکوټ، نېش، ارغستان، دامان، خاکريز او پنجوايي ولسوالیو کې د کروماټو، سمنټو، ګچو، مرمرو ډبرو او سرپو کانونه په قراداد ورکړی، چې د ځينو د استخراج لړۍ اوس عملاً روانه ده. دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو انتقادونه شوي چې، د افغانستان کانونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعينو کمېټه: د فعالانو ګواښل، شکنجه او نيول ورځ تر بلې ډېريږي

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټه له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو غواړي چې، پر طالبانو فشارونه زیات کړي تر څو د بشري حقونو د مدافعینو له نیولو او شکنجې لاس واخلي. دغې کمېټې په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې، طالبان تورن کړي چې، د بشري حقونو په مدافعینو د فشارونو په اچولو سره د افغانستان د باشعوره ټولنې په بدن خپل وروستي ګوزارونه کوي. په اعلامیه کې د بشري حقونو او د زده‌کړو د فعالانو رسول عبدي او مطیع‌الله ویسا نیولو او دغه شان د عالیې عزیزي، نرګس سادات او الهې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيې د والسټريټ ژورنال يو خبريال د جاسوسۍ په تور نيولی

د روسیې د فدرالي امنیت مسوولينو نن ویلي چې، د یکاترینبورګ ښار په اورال سیمه کې یې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې یو خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی. د والسټریټ ژورنال دغه خبریال ایوان ګرشکویچ (Evan Gershkovich) له څو اونیو را په دې خوا، له یاد ښاره د اوکراین د جګړې او د واګنر اجیرې ډلې په تړاو د روسانو د نظرونو په اړه راپورونه ورکول. د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو څانګې (ایف.ایس.بي) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې، ایوان ګرشکویچ د امریکا په لارښوونه دغلته د روسیې د یوه پټ پوځي صنعتي شرکت په تړاو معلومات راټولول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ۱۰۵۰ ميله وسلو د ترميم خبر ورکړی

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، شاوخوا ۱۰۵۰ میله بېلابېلې وسلې یې ترمیم کړي. د دې قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، دغه وسلې د دوی د تخنیک مدیریت ورکشاپ د خفیفه اسلحو د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم او کارونې ته چمتو شوې دي. په بیان کې راغلي چې په دغو وسلو کې (روسي او امریکایي دهشکې، راکټان، بېلابېل ډوله ثقیلان، کلاشینکوفونه ام ۴، ام ۱۶) او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي. تر دې مخکې يادې قول اردو د ۳۰۰ ویجاړ شوو نظامي وسایطو د جوړېدو خبر ورکړی و. دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې ان‌لاين پلورونکي: د توکو د پلور بازار مو کم‌رنګه شوی دی

په کابل کې يو ان‌لاين پلورونکی شمس وايي، په دې ورځو کې يې د پلور بازار په ټپه ولاړ دى. هغه ازادي راډيو ته وویل، په ۲۰۱۶ کال کې یې د ۱۰۰۰ ډالرو په بودیجه ان‌لاین پلور پیل کړی و او په تېرو کلونو کې په دې توانېدلی و چې، خپله پانګه ۱۰زره ډالرو ته لوړه کړي. شمس وايي، خو په دې ورځو کې دا چې د افغانستان خلک اقتصادي ستونزو اغېزمن کړي د دوی کار هم پیکه شوی دی. نوموړی وايي: "په هغو کلونو کې پلور خورا ښه و، دا چې پلور و، نو پیسې هم لاس ته راتلې، په اوس وخت کې که زه د فیصدي په حساب درته ووایم، ان‌لاین سوداګري ۵۰ فیصده ته راښکته شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د اوږدو لارو په هر سل کيلومترۍ کې جوماتونه جوړوي

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې، د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ کړی شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، د طالبانو د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې، هر جوړېدونکی جومات باید د نارینه او ښځینه‌و لپاره بېل ځایونه او ټولې لازمې اسانتیاوې ولري او ساتنه یې وکړي. د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ دې غونډه کې همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په کابل ښار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د څلورو پوليسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

د پاکستان پولیس په خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو وسله‌والو په برید او ماین چاودنه کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د پولیسو سیمه‌ییز مشر اشفاق خان ویلي چې، څلور پولیس نن سهار وختي لکي مروت ښارګوټي ته پر لاره هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې په لاره کې یو ښخ شوی ماین وچاودېد. دغه پولیس سیمې ته د دې لپاره تلل چې هلته د پولیسو پر یوه ماموریت د وسله‌والو د برید په وړاندې د خپلو همکارانو ملاتړ وکړي. د پولیسو پر ماموریت په دغه برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي. پاکستاني طالبانو د دواړو بریدونو مسولیت اخیستی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې کابل ته سل ټنه طبي توکي او درمل استولي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت کابل ته د سل ټنه طبي توکو او درملو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي. دې ماموریت پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، د بشرپالنې دغه نوې مرسته چې په افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده، د هوا له لارې کابل ته رسېدلې. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت همدارنګه ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې دا له اړمنو افغانانو سره د دې ټولنې د مرستو ۲۸مه کڅوړه ده چې د بشردوستانه هوایي دهلیز له لارې افغانستانه رسېدلې. دې ماموریت دغه راز ژمنه کړې چې له اړمنو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړيوالې ورځپاڼې څه وايي؟

د سوفان سنټر څېړنیز مرکز: د سوفان سنټر څېړنیز مرکز په خپله وروستۍ خپرونه کې ویلي چې، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه تر اوسه یو ګواښ ګڼل کېږي. دغه مرکز چې د نړیوال امنیت په اړه ستراتېژیک بحثونه او تحلیلونه خپروي، د امریکا د مرکزي قومندانۍ، سنتکام د قومندان جنرال مایکل کوریلا څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلې يې دي، په هغه ډول چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې پرمختګ کوي، تر نورو شپږو میاشتو پورې به دا ډله له افغانستانه بهر د عملیاتو وړتیا پیدا کړي. په افغانستان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګروسي: اوکراين کې د زاپوريژيا اټومي تاسيسات بايد له حملو خوندي وساتل شي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادرې مشر رافایل ګروسي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې، له حملو د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي تاسیساتو د خوندي کولو لپاره باید له هر احتیاطي اقدام څخه کار واخیستل شي. ګروسي چې اوکراین ته د یوه اتلس کسیز پلاوي په مشرۍ سفر کې له دغو تاسیساتو کتنه ترسره کړې، پرون چهارشنبې خبریالانو ته وویل عمومي وضعیت نه‌دی ښه شوی او دا واضح ده چې پوځي فعالیتونه په ټوله سیمه کې زیات شوي دي. هغه یوځل بیا د دغو تاسیساتو اړوند د یوه خوندي زون د رامنځ‌ته کېدو غوښتنه وکړه. ګروسي د دغو تاسیساتو له کتنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اواکراين پوځ: پر بخموت د روسي پوځيانو د بريدونو لړۍ مو په شا تمبولې

د اوکراین پوځ وایي، پر بخموت ښار د روسي پوځیانو د درنو بریدونو یوه لړۍ یې په شا تمبولې ده. د اوکراین د لوی درستیز دفتر د چهارشنبې په ورځ په خپل ورځني راپور کې وویل، بخموت ښار د دوی تر کنټرول لاندې دی. په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، هېواد یې په هیڅ صورت د بخموت په جګړه کې ناکامه کېدای نه‌شي. د اوکراین پر ختیځ سربېره د دغه هېواد په جنوبي ښار خیرسون کې هم توده جګړه روانه ده. په دغه ښار کې د اوکراین د پوځ یوه مسول ویلي، په څلورویشتو ساعتونو کې د روسي پوځیانو تحرکات بې وقفې روان وو.

Pa.azadiradio.com 

ايران کې د تري‌تم شوي سني امام عبدالغفار نقشبندي د احتمالي وژنې خبرداری ورکړل شوی

د ایران د سیستان بلوچستان ولایت د راسک سیمه د سنیانو امام چې دا مهال لادرکه دی، په یوه ويډیو کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ده د وژلو یا نیولو د احتمال خبرداری ورکوي. د ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا پرون راپور ورکړ چې، په دې تړاو د عبدالغفار نقشبندي ویډیویي پيغام په تیلګرام چینل کې خپور شوی، خو کره نیټه یې معلومه نه‌ده. د نقشبندي د کورنۍ غړي وایي، هغه څلور میاشتې وړاندې په مشهد کې د روحانیت ځانګړې محکمې ته ولاړ او له همغه وروسته یې څرک نه لګیږي. دغه سني مذهبه مولوي په خپله ویډیو کې ویلي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کړکېچ نړيواله ډله: د ټي‌ټي‌پي اصلي هسته په افغانستان کې ده

د کړکېچ نړیواله ډله وایي، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي‌ټي‌پي اصلي هسته په افغانستان کې ده. دغې ډلې پرون چهارشنبه (د مارچ نهه ویشتمه) په خپل یوه راپور کې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو فکري ملګري بللي او ویلي یې دي، له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پاکستاني کې بریدونه ډېر شوي دي. راپور کې راغلي، پاکستان کې پر پولیسو له دوو خونړیو بریدونو وروسته چې یو یې د جنورۍ په دېرشمه په پېښور او بل یې فبروري میاشت کې په کراچۍ کې وشو، د امنیتي ځواکونو د څارنې اقدامات جدي شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتيا سازمان: افغانستان کې د شديدې تنفسي ناروغۍ تر څلور ميليون ډېرې پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو‌ایچ‌او) وایي، د ژمي پر مهال په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو څه باندې څلور اعشاریه درې میلیونه پېښې ثبت شوي دي. د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبه په یوه راپور کې ویلي، د دغو ناروغانو شاوخوا ۴۵ فیصده یې تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي. په راپور کې سړه هوا د دغو ناروغیو اصلي لامل بلل شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان که څه هم د تنفسي ناروغیو له کبله د مړینې ارقام نه‌دي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې په ټول افغانستان کې د دوی د طبي پرسونل چارې روانې دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: وروستيو سېلابونو څه باندې نهه سوه کورونه ويجاړ کړي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې نهه سوه کورونه ویجاړ کړي دي. د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا سېلابونه د سر زیان هم لري او په خبره یې د زیانونو ارقام لومړني دي. نوموړي وويل: "د حمل له اولې څخه تر اوسه پورې سېلابونو نهه سوه کورونه تخریب کړي دي، درې تنه شهیدان لرو او په ټوله کې ۲۲ زره جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې ده." دغه زیانونه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتي چې، د هېواد مرکزي سیمې او ټول زونونه په‌کې شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړيوال پروګرام: که بېړنۍ مرسته را‌نه‌کړل شي، افغانستان کې د مرستو بهير دروو

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه‌شي، په راتلونکو څو ورځو کې د مرستې رسونې او نهه میلیونه بې‌وزله کسانو ته د خوراکي توکو مرسته دروي. دغې ادارې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، سم‌لاسي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې، په اپریل میاشته کې چې دوه ورځې ورته پاتې دي، ۱۳ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راولي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي، راتلونکو اتو میاشتو کې ټول‌ټال ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې افغانستان کې د اړو کسانو مرسته وکړي. تر دې وړاندې د ډبلیو‌ایف‌پي... Читать дальше...


В Ясенево врачей поликлиники поздравили с Днем медработника

MAXIMUM Гриль Фест пройдет в Москве с 21 по 23 июня

В Киргизии влияние санкций Минфина США против российской банковской системы ощущалось всего один день

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Театр «Модерн» проведет премьерные спектакли под занавес сезона, 25 и 27 июня

MAXIMUM Гриль Фест пройдет в Москве с 21 по 23 июня

Воробьев: еще 40 автобусов с USB-розетками выйдут на маршруты в Подмосковье

Музыкальные новости

Почему у канализационной системы должен быть выход на крышу?

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Площадь пожара в здании у метро «Динамо» в Москве составляет 400 квадратов

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

Новости России

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

MAXIMUM Гриль Фест пройдет в Москве с 21 по 23 июня

В Киргизии влияние санкций Минфина США против российской банковской системы ощущалось всего один день

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Экология в России и мире

Петербургский Пушкинский бал

Dior Resort 2025

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Спорт в России и мире

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *