Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 16.03.2023

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک د ارزګان چوره ولسوالۍ کې سل زره کسانو ته د کار زمينه برابر کړې

د ارزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د نړيوال بانک په مالي لګښت ۱۰۰ زره کسانو ته د شاوخوا ۹۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کار زمينه برابره شوې ده. د یادې پروژې ولایتي مسولین وايي، چې دوی به ۲۱۹ بېلابېلې پروژې پلي کړي. دا لومړی ځل دی چې دارزګان په چورې ولسوالۍ کې د نړيوال بانک له‌خوا په دومره لويه کچه ګڼې پروژې تطبیقيږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

له خپلې کورنۍ تري تم شوې يوه امريکايۍ مېرمن دېرش کاله وروسته موندل شوې

نولس سوه دوه نویم کال د امریکایي پاتریشیا کوبټا او د دې د کورنۍ لپاره عادي نه و، په دې کال پاتریشیا چې دوه پنځوس کاله عمر یې درلود ورکه شوه. له ننه دېرش کاله مخکې چې کله پاتریشیا کوبټا د پنسلوانیا له پیټسبورګ ښاره تري تم شوه هیچا ته یې څه نه و ویلي، نه خپل مېړه ته او نه هم خپلو خویندو ته. هغه وخت پولیس ډېر وګرځېدل خو دا ښځه یې ونه مونده او کله چې یې مېړه له کلونو هڅو وروسته بریالی نه‌شو چې خپله مېرمن پيدا کړي، اعلان یې وکړ چې پاتریشیا مړه شوې ده. اوس سي این این ټلوېزیون راپور ورکړی دی چې، پاتریشیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتلو مساله؛ مک‌کال: د بايډن اداره له وضاحت تېښته کوي

له افغانستان نه د امریکا ځواکونو له وتلو وروسته دغه مسله اوس دننه امریکا کې د دغه هېواد د چارواکو ترمنځ په ناندرۍ اوښتې. د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس (مایکل مک‌کال) چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا وتل له افغانستان څېړي په یو تازه بیان کې یې ویلي، د بایډن اداره غواړي له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکایانو اذهان ګډ وډ کړي. د امریکا د استازو جرګې د نوموړي له قوله په یو بیان کې د پنجشنبې ورځې ناوخته ویلي، د امریکا خلک د دغو ویجاړوونکو وتلو لپاره د ځواب ترلاسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر: د افغانستان له فوټبال بشپړ ملاتړ کوو

د فوټبال نړیوال فدراسیون په درې اویایم کانګرس کې یو وار بیا «جاني انفانتینو» د دې فدراسیون د راتلونکو څلورو کلونو مشر وټاکل شو. د نوموړي دنده د یاد فدراسیون د اساسنامې پر اساس وغځول شوه او په دې پروسه کې یې هيڅ سیال نه درلود. د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه ناسته د رونډا هېواد په پلازمېنې ګیګالي کې ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې ښاغلی انفانتینو به تر ۲۰۲۷ ز کاله پورې د دې فدراسیون مشر وي. دغه راز په دې کانګرس کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر هم برخه درلوده او د فوټبال نړیوال فدراسیون له مشر سره یې لیدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولنډ نهه کسان روسيې ته د جاسوسۍ په تور نيولي دي

د پولنډ حکومت ۹ تنه روسیې ته د جاسوسۍ په تور توقیف کړي دي. د پولنډ چارواکو نن نیول شوي کسان د روسیې د یوې استخباراتي کړۍ غړي یاد کړي چې، د دوی په ټکو دغه هېواد کې یې د ورانکاره فعالیتونو هوډ درلود. اسوشیتید پریس د پولنډي چارواکو په حواله ویلي، نیول شویو کسانو د اوسپنې د هغې پټلۍ څارنه کوله چې د لوېدیځ له خوا اوکراین ته پرې وسلې لېږدول کېږي. په خبر کې راغلي چې، دغو کسانو غوښتل اوکراین ته د وسلو لېږدولو چاره له خنډ سره مخامخ کړي. روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

قطر کې د نړيوالې امنيتي غونډې ګډونوال: طالبان د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي

په قطر کې "د پنځمې نړیوالې امنیتي غونډې" وروستۍ ورځ د افغانستان امنیت، حکومتولي او بشري حقونو ته ځانګړې شوې وه. يو پخوانی نظامي چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي، ادعا کوي چې طالبانو وهلی دی. نوموړي ازادی راډیو وویل، طالبانو له درې میاشتو ډېر زنداني کړی او په دې جریان کې سخت وهلی دی. دا پخوانی پوځي وايي: "د طالبانو له‌خوا ونیول شو، موږ یې ډېر شکنجه کړلو، برښنایي شارټونه یې راکړل، په کېبلونو یې ووهلو، موږ یې بر بنډ کولو، په یخو اوبو کې یې موږ پرېښودلو، ډېر یې شکنجه کولو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر څېړونکي: خلکو سره د طالبانو چلند له 'اسلام' ناوړه ګټه اخيستنه ده

د اسلامې مسایلو ځینې څېړونکي او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له افغانانو سره د طالبانو د حکومت چلند، له اسلامه ناوړه ګټه اخیستنه او له اسلامه د خلکو ویرول بولي. په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله خدیجه محمدي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د اوسني نظام استازي، اسلام داسې خلکو ته معرفي کوي، چې د اسلام د نوم په اخیستلو سره خلک د ډار او د ویرې احساس وکړي. دې ازادي راډيو ته وویل: "موږ اسلام څخه ویره، په خپلو سترګو وینو او احساس یې کوو، دوی چې ځانونه د اسلام استازي بولي، د دوی کړنو خلک ستړي کړي دي او له اسلام خلک لرې کوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ساحلي فوټبال خپله لومړۍ لوبه بحرین ته وبایلله

په تایلينډ هېواد کې د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لومړۍ لوبه کې بحرین ۴ د ۲ پر وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن پنجشبنه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د تایلینډ په پتایا ښار کې پیل شوې وه، د بحرین په بري سره پای ته ورسېده. د دې لوبې په ترڅ کې بحرین په پرله‌پسې بریدونو سره ۴ ګولونه ترسره کړل او د افغانستان لوبغاړي یوازې د ۲ ګولونو په وهلو بریالي شول. د افغانستان لپاره تمیم حیدري دواړه ګولونه ووهل. د ویلو ده چې، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د روانې میاشتې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

درې افغان خبريالانو ته د کال د غوره ژورنالېستانو جايزې ورکړل شوې

د افغانستان د خبریالانو د مرکز له‌خوا د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د ۲۰۲۳ کال د غوره ژورنالېست د جایزې یوه ګټونکې افغانه خبریاله مرجان وفا ده. هغه چې له پنځه کلونو راهیسې خبریالي کوي وايي، د تېر جمهوري حکومت له سقوط وروسته اته میاشتې بې دندې او په دې موده کې له ګڼو اقتصادي او روحي ستونزو سره مخ شوه، خو اوس یې چې دا جایزه واخیسته پر خپل ژورنالېستیک کار ویاړي. نوموړې وايي: "ډېره خوشحاله یم چې د کال د غوره خبریالې جايزه مې واخیستله، دا جایزه نه یوازې ما ته بلکې ټولو ښځینه خبریالانو ته یوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم: اوکرايني ځواکونو ته بايد ژر تر ژره نوي مهمات چمتو کړی شي

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن دا خبره د خپل هېواد ولسې جرګې ته وکړه او ویې ویل، راتلونکې اوونۍ به په دې اړه په بروکسل کې د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې د لا ښه، دوامداره اکمالاتو ډاډ ترلاسه کولو لپاره پرېکړې وشي. د اوکراین لوېدیځ ملاتړیو خبرداری ورکړی دی چې، کییف د هاوټزر په نوم د لویو توپونو د مرمیو له کمبود سره مخامخ دی، ځکه چې هره ورځ د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره دا ډول په زرګونو مرمۍ فیر کوي. کییف اروپایي ټولنې ته ویلي دي چې، دوی ته د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره د تهاجمي برید په خاطر د هاوټزر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو پر زده‌کړه د بنديز دوام؛ د ماشومانو د ساتنې اداره: بې‌وزلي به زياته شي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل کېدو په اړه د طالبانو حکومت لا څه نه‌دي ویلي، د ښوونځیو یو شمېر نجونې زده‌کوونکې هیله لري چې، واکمن نظام به د نوي تعلیمي کال په پیل کې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. د کندهار اوسېدونکې عالیه چې په اتم ټولګي کې ترې ښوونځی پاتې شوی وايي پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ډېره ناهیلې کړې ده. دا د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې، سږ کال له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. نوموړې وايي: "کله چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان: ايران کې مظاهره کوونکي ماشومان شکنجه شوي دي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په ایران کې د حکومت ضد مظاهره کوونکو د ځپلو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا مظاهره کوونکي ماشومان د"وحشتناکو شکنجو" سره مخامخ شوي دي. دغه سازمان نن په یوه بیان کې ویلي، د ایران استخباراتي او امنیتي ځواکونو د کم‌عمره مظاهره کوونکو پر وړاندې د شکنجې وحشتناکه ډولونه کارولي دي. بیان زیاتوي، په دغو شکجنو کې د ماشومانو وهل، برښنايي شاکونه، جنسي تېری او نورې جنسي ځورونې شاملي دي. د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې، باید سمدستي ټول توقیف شوي ماشومان خوشې شي. په ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوتېرش: تبعيض هر څوک کمزوری کوي او بايد ودرول شي

ملګري ملتونه وايي، د دغه سازمان هدف د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې، تبعیض او تاوتریخوالي د زیاتوالي پر وړاندې د جدي اقداماتو ترسره کول وو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش پرون د مارچ په ۱۵مه د اسلاموفوبیا پر وړاندې د مبارزې د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، تبعیض هر څوک کمزوری کوي او باید ودرول شي. د ګوتېرش په وینا نن او هره بله ورځ، موږ باید د خپل ګډ انسانیت په بیا ټینګار سره د وېشلو ځواکونو سره مبارزه وکړو. ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د مارچ ۱۵مه د اسلاموفوبیا پر ضد د نړیوالې ورځې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو د بخموت شاوخوا سيمو کې پر پوستو بريدونه کړي

په داسې حال کې چې له څو میاشتو راهیسې د دونیتسک په ختیځ کې د باخموت ښار لپاره سخته جګړه روانه ده، د اوکراین پوځ نن (د مارچ ۱۶مه) اعلان وکړ چې، روسي ځواکونو په باخموت او شاوخوا سیمو کې د اوکراین پر پوستو ګڼ بریدونه کړي دي. د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپل یوه ورځني بولټن کې ویلي، اوکرایني ځواکونو په شمال او لوېدیځ کې د یوریکوف واسیلیوکا او بوهدانیوکا په سیمو کې د "بې شمېره بریدونو" مخه نیولې ده، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د ښار د نیولو او د اړیکو پرې کولو هڅې کوي. د اعلامیې له مخې، روسیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ساحلي فوټبال؛ نن افغانستان د بحرین پر وړاندې سیالي کوي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولیو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د بحرین هېواد پر وړاندې ترسره کوي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس، دغه سیالي به نن پنجشنبه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې په تایلینډ هېواد کې پیل شي. افغان لوبډله دوه ورځې وړاندې د تایلینډ هېواد پتایا ښار ته رسېدلې او هلته یې تمرینات هم ترسره کړي دي. تېره ورځ د مارچ په ۱۵مه نېټه د افغانستان ساحلي فوټبال مشر روزونکي احسان شېرزاد په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل: "خوښ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مک‌کال: د بايډن اداره له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه امريکايان تېرباسي

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ریس مایکل مک‌کال وایي، د جو بایډن اداره له افغانستانه د امریکا د ناکامه وتلو په اړه د امریکایانو تېر ایستلو ته دوام ورکوي. جمهوري‌پال مک‌کال چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د امریکا د وتلو په اړه چې له ګډ وډۍ سره مله وو، څېړنه کوي، پرون ناوخته په یوه بیان کې چې دې کمېټې په خپله وېبپاڼه خپور کړی ویلي، د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د وتلو په اړه د دې کمېټې د څېړنې تېر ایستلو ته دوام ورکوي او دا د دوی لپاره د منلو وړ نه‌دي. مک‌کال ویلي، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سيف ده چلډرن: که د نجونو پر زده‌کړو بنديز ليرې نه‌شي د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زياته شي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نه‌کړي، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زیاته شي. سیف ده چلډرن په خپله وېبپاڼه کې نن پنجشنبې په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کونکو ته چې اتلس میاشتې له زده‌کړو منع شوي، باید اجازه ورکړل شي چې بېرته ټولګيو ته لاړې شي. د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی، که... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان طالبانو او پاکستان پر اړيکو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

یورو ایشیا ریویو ورځپاڼه: یورو ایشیا ریویو د افغانستان او پاکستان د چارو د کارپوه نورین اختر مقاله خپره کړې ده. په دې لیکنه کې د اسلام اباد او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اړیکو ته کتنه شوې ده. د مقالې لیکوال لیکي چې، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته دا اندېښنه وه چې ښایي په افغانستان کې د شخړو له زیاتېدو سره پاکستان ته نا امنۍ وغځیږي خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دوی ټولو هېوادو ته ډاد ورکړ چې له افغانستانه به د دوی امنیت ته خطر متوجه نه‌شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: روسي جيټ الوتکو د تور سمندرګي د پاسه د امريکا يو ډرون له خپل مسيره راګرځولی

امریکایي پوځي چارواکو پرون وویل چې، د روسیې جنګي جټ الوتکو د تور سمندرګي د پاسه د امریکا د جاسوسۍ یو ډرون له خپل مسیره راګرځولی دی. چارواکو دا په نړیواله فضا کې د روسي پیلوټانو د یرغلیزو او نامصونه کړنو یوه بېلګه او قصدي عمل بللی دی. د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په دې اړه له خپل روسي سیال سرګې شویګو سره پر ټليفون خبرې کړي دي. دواړو لورو د دغو خبرو چې په پنځو میاشتو کې د دوی ترمنځ لومړی ځل خبرې دي، پخلی کړی خو نور جزیات یې نه‌دي په ډاګه کړي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه خبرې د متحدو ایالتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د اته وسله‌‌والو او دوه ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان پوځ وایي، په جنوبي وزیرستان کې د وسله‌والو پریوه پټن‌ځای د برید او نښتو په نتیجه کې اته وسله‌وال او دوه ماشومان وژل شوي او دوه سرتېري ټپیان دي. په هغه بیان کې چې پوځ پرون چهارشنبې خپور کړی، دا نه‌ده واضح شوې چې ایا دغه دوه ماشومان د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي که څنګه. په بیان کې داهم نه‌دي ویل شوي چې، دغه وسله‌وال په کومې ډلې پورې تړلي و. خو جنوبي وزیرستان د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي یو اصلي مرکز دی. يادې ډلې په دې وروستیو کې یې د پاکستان پر پوځ او نورو حکومتي اهدافو حملې زیاتې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

ايراني چارواکو د اجباري حجاب عملي کېدو لپاره د نويو اقداماتو وړانديز کړی

ایراني‌چارواکو په دغه هېواد کې د اجباري حجاب د عملي کېدو لپاره د نویو اقداماتو وړاندیز کړی دی. په دغو اقداماتو کې د هغو نجونو او ښځو د پېژندلو او مجازاتو لپاره د څارونکو کمرو د استفادې یادونه شوې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د مظاهرو پر مهال دغه قانون نه عملي کوي. په ایران کې د اجباري حجاب قانون او د نظام یو شمېر نورې تګ‌لارې له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې، چې یوې پيغلې مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې سا ورکړه، له پراخو مخالفتونو او اعتراضونو سره مخامخ شوي دي. د ازادي راډيو د ایران څانګې رادیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان يوې محکمې د عمران خان د نيولو حکم ځنډولی

د پاکستان د لاهور عالي محکمې د پخواني صدر اعظم عمران خان د نیولو حکم ځنډولی دی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې پرون چهارشنبه له دغه حکم وروسته هغه پولیس بېرته ستانه شوي چې، د لاهور ښار ختیځ کې د عمران خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ته استول شوي وو. د عمران خان د نیولو د هڅو په ترڅ کې د پولیسو او د خان د پلویانو ترمنځ د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي. د عمران خان د نیولو لپاره وروسته تر دې اقدام وشو چې د اسلام اباد یوې محکمې هغه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال ترمنځ موده کې چې صدر اعظم و، د هغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: دوو ورځو کې نږدې پنځه زره افغانان له ايرانه بېرته راستانه شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اوونۍ د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کې نږدې پنځه زره افغان پناغوښتونکي له ایرانه بېرته هېواد ته ګرځېدلي دي. دغه وزارت پرون چهارشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، دغه ۴۹۸۶ افغانان د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته ستانه شوي. بل لورته دغه وزارت په یوه جلا خبر کې ویلي چې، د پاکستان له زندانونو ۲۶ افغانان خلاص شوي او د سپین بولدک دروازې ته رسول شوي دي. د وزارت په خبره، خلاصو شویو زندانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دا په داسې حال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې د افغان نجونو او مېرمنو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده. اسټرالیایي ورځپاڼې مندریان د مېرمن وانګ په حواله لیکلي، که پر ښځو د طالبانو بندیزونه پای ته ونه رسیږي، افغانان به له ناوړه پایلو او راتلونکې سره مخامخ شي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې، دوی به افغان مېرمنې له یاده ونه باسي. طالبانو چې حکومت یې پرون ۱۹ میاشتنی شو، د واکمنۍ له همغو لومړیو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل. د دوی حکومت تېره دسمبر میاشت کې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر دویم اعلان پورې وځنډولې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تخار کې د يو موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي دي

د افغانستان څو محلي رسنیو د طالبانو د چارواکو په حواله ویلي چې تخار کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۷ تنه مړه شوي دي. په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر عبدالمبین ساپي رسنیو ته ویلي، ټول دغه قربانیان د سرو زرو د یوه کان کارکوونکي وو. پېښه د چهارشنبې په سهار د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې شوې ده. دغه راز پېښه کې ۷ تنه نور ټپیان شوي چې د چارواکو په خبره د ۵ وضعیت یې نازک دی.


Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

NetEase: США недовольны реакцией Путина на новые санкции из-за решения по юаню

В Пскове открылся Всероссийский фестиваль имени Михаила Гривского

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Спасатель Гофштейн рассказал о способах обеспечить безопасность детей дома

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Упавших в ливневую канализацию утят спасли в Сергиевом Посаде

В Пскове открылся Всероссийский фестиваль имени Михаила Гривского

Музыкальные новости

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Пожар у станции «Динамо» в Москве потушен

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Новости России

Российский седан «Москвич 6» подешевел на полмиллиона рублей менее чем за год

Спасатель Гофштейн рассказал о способах обеспечить безопасность детей дома

Упавших в ливневую канализацию утят спасли в Сергиевом Посаде

Свыше 150 выездных акций провел Московский областной центр крови с января

Экология в России и мире

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Спорт в России и мире

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Moscow.media

«Байкал Сервис» снижает тарифы из городов Дальнего Востока

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Закат на Катуни

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *