Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 21.03.2023

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې سږ کال د نارنج ګل دوديزه مشاعره له خپل وخت مخکې ترسره شوه

د کب مياشتې په ۲۹مه د جلال‌اباد ښار سراج العمارت تاريخي بڼ کې د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره ترسره شوه. هر کال د پسرلي په راتلو سره چې ننګرهار کې د نارنج ګلونه په سپړېدو شي، د جلال اباد ښار کې د نارنج ګل په نوم دوديزه کلنۍ مېله او مشاعره ترسره کېږي. سږ کال د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رياست دا مشاعره ځکه له خپل وخت څو ورځې وختي جوړه کړه چې، د دوی په خبره د روژې مبارکې مياشت له پسرلي سره يو ځای راغله او بيا مشاعره ځنډېدله. د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل او شاوخوا ولايتونو کې زوروره زلزله وشوه

په کابل، شا و خوا ولایتونو او د پاکستان په شمال کې نن شپه د زورورې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د زلزلې ټکانونه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې هم احساس شوي دي. لا په دې زلزله کې د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو دقیقه اندازه نه‌ده ښوول شوې.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پوځ د لېوا يو مشر مصطفی برکي په يو بريد وژل شوی

نن په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د یوې لېوا مشر مصطفی برکي وژل شوی دی. په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، برکي افغانستان ته تللی وو او له هغه هېواد څخه تر ستنېدو وروسته له انګور اډې سیمې څخه واڼا ته روان وو چې په لاره کې ووژل شو. په پېښه کې د مصطفی برکي موټروان هم وژل شوی دی او دوه تنه نور ټپیان دي. تر اوسه د پېښې مسولیت کوم چا یا ډلې نه‌دی منلی. لېوا مشر مصطفی برکي تېر کال له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې په خبرو کې مهم رول درلوده. په وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: طالبان دې د نجونو او ښځو پر وړاندې محدوديتونه ليرې کړي

ملګروملتونو یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په وړاندې ټول محدودیتونه لیرې کړي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، روانه اوونۍ د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو ملیون زیات نجونې به اجازه ونه‌لري چې ټولګیو ته لاړې شي. یوناما پر افغانستان واکمنو طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د ټولو تبعیضي پالیسو په شا شي. یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت نوی ښوونيز کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له پيل پرته اعلان کړ

د طالبانو د پوهنې وزارت له‌خوا له ښځينه زده‌کوونکو پرته د نوي ښوونيز کال د پيل اعلان. يو شمېر هغه نجونې چې ټاکل شوې وه، سږ کال اووم ټولګي ته ولاړې شي وايي، دوی ښوونځيو ته د تګ لپاره چمتووالی نیولی و، خو اوس چې دوی نه‌شي کولای ښوونځي ته ولاړې شي ناهیلې دي. یوه له دغو نجونو، مروه اکبري، چې د بدخشان ولایت اوسېدونکې، ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌لرم او د بیا خلاصېدو هیڅ هیله یې هم نه‌شته، ډېره خسته یم. ورځ تر بلې نا هیلې کېږم. تېر کلونه به مې مور او پلار ته ویل، چې ماته نوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سترې محکمې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر د پیل اعلان وکړ

د طالبانو حکومت د سترې محکمې چارواکي وايي، له نن څخه به د جعل‌کارۍ د مخنيوي په موخه، بارکوډ داره قبالې به په برښنايي او کاغذي دواړو بڼو ووېشل شي. په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې د یو دفتر مسول وايي: "کاروبار امنیت او شرایطو پورې تړلی دی، شرعي قبالو پورې اړه نه‌لري، د هېواد په وضعیت پورې اړه لري." د معاملاتو د لارښوونې د يو دفتر دا مسؤل چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي، د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د املاکو د پېر او پلور کاروبار  پیکه شوی. د ده په وينا، امنيتي ننګونې او اقتصادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نوي ښوونيز کال پيل؛ ايا د نجونو ښوونځي به پرانيستل شي؟

د طالبانو د پوهنې وزارت ويلي، د ښځینه ښوونځیو چې اوس‌مهال تر ۶ ټولګي پيل شوي، د یوه خوندي چاپېریال او اړینو اسانتیاو برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدریسي او خدماتي پرسونل ښځینه وي. دې وزارت نن په یوه خپرې کړې اعلامیه کې د باکیفته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې د برابرولو په هدف د کړن‌لارو د جوړولو خبره کړې او ویلي یې چې، د تطبیق لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستل شوي. خو د طالبانو د پوهنې وزارت چې له تېر کال راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړي او ښوونځیو ته د هغوی د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ميدان وردګ اوسېدونکي: له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي

میدان وردګ ولایت کې نن سه‌شنبه د نوي ۱۴۰۲ تعلیمي کال د پیل زنګ ووهل شو، خو خلک له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کوي. په دغه ولایت کې د طالب چارواکو له‌خوا داسې مهال نوی ښوونيز کال راپيل شوی چې، د نجونو د ښوونځیو د پرانيستلو په اړه يې هيڅ خبرې نه‌دي کړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځيو ټول ښوونکي او خدماتي پرسونل بايد ښځينه وي

د طالبانو د پوهنې وزارت ويلي، د ښځینه ښوونځیو چې اوس‌مهال تر ۶ ټولګي پيل شوي، د یوه خوندي چاپېریال او اړینو اسانتیاو برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدریسي او خدماتي پرسونل ښځینه وي. دې وزارت نن په یوه خپرې کړې اعلامیه کې د باکیفته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې د برابرولو په هدف د کړن‌لارو د جوړولو خبره کړې او ویلي یې چې، د تطبیق لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستل شوي. خو د طالبانو د پوهنې وزارت چې له تېر کال راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړي او ښوونځیو ته د هغوی د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي د عمران خان د پلويانو پر وړاندې پر سرغړونو تورن شول

د بشري حقونو د څار سازمان، هیومان‌رایټس‌واچ وایي، پاکستاني چارواکو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو پر وړاندې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې سرغړونې ترسره کړي دي. د عمران خان په ګډون د هغه د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي په تروریستي کړنو، ډارولو او بلوا تورن شوي دي. د جنوبي اسیا لپاره د هیومان‌رایټس‌واچ د څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن نن په یوه بیان کې وویل چې، په پاکستان کې د اپوزیسیون د معترضینو په وړاندې له حده زیات د تروریزم ضد مبهمو مقراراتو څخه استفاده ډېره د اندېښنې وړ ده. هغې زیاته کړې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نوي کال لومړۍ ورځ؛ سباوون: د نوروز د نمانځلو څه نه تر سترګو کېږي

نن سې شنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال د نوي کال لومړۍ ورځ ده. د پلازمېنې کابل او شمالي ولایت بلخ یو شمېر اوسېدونکي وايي، سږ کال د نوي کال او د نوروز پر مهال په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته او هر څوک په خپل ورځني کارونو بوخت دي. سباوون چې د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی دی، وايي چې سږ کال په دې ښار کې د نوروز د نمانځلو هېڅ څرک نه شته. هغه وویل: "سږ کال په مزار شریف ښار کې د نوروز نمانځل د تېرو کلونو په څېر نه دي، هېڅ ګڼه ګوڼه نه شته، د عادې ورځو په څېر خلک خپل کاروبار کوي او د نوروز د نمانځلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې سیاليو ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د غوراوي کمېټې له لوري د پاکستان پر وړاندې ۳ شل اوریزو سیالیو ته ۱۷کسیزه لوبډله اعلان شوه. دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب پيلېږي، د روانې میاشتې په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي. د سې شنبې په ورځ د مارچ ۲۱مه کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په اعلان شوې لوبډله کې یوازې د صدیق اتل په نوم نوي ځوان لوبغاړي ته په لومړي ځل چانس ورکړل شوی دی او پخوانی لوبډلمشر محمدنبي بېرته لوبډلې ته راګرځېدلی. د یادې ادارې د خبر له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وېسټ د نوي کال مبارکۍ تر څنګ د نجونو او ښځو پر کار او زده کړو ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې او د خوښۍ او سوله ییز نوي کال هیله یې کړې ده. وېسټ نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې افغانان تېر کال له ډېرو ستونزو سره مخ وو. هغه زیاته کړې: "موږ له دوی سره ولاړ یو او د یوې ښې راتلونکې لپاره هڅو کې به د ټولو افغانانو ملاتړ وکړو." وېسټ ویلي: "په داسې حال کې چې نوروز د نوي کال د نوي کولو، خوشبینۍ او د پسرلي د پیل وخت دی، زموږ تر ټولو لویه هیله د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره دا ده چې هغوی ښوونځي ته ستنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي موادو مرستې کمې کړي

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په مارچ میاشت کې د مالي سرچینو د نشتوالي له کبله دې ته اړ شوي چې په افغانستان کې د خوراکې موادو مرستې کمې کړي او لږترلږه ۴ میلیون وګړو ته مرستې ورسوي. د ې پروګرام نن په یوه ټویټ کې ویلي چې که نوې مالي مرستې ترلاسه نه کړي، ښایي بله میاشت به نهه میلیون وګړي له مرستو برخمن نه شي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د هڅو د دوام لپاره ۹۳ میلیون ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې سږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د هلکانو او نجونو زده کوونکو له ګډون پرته ښوونځي پرانیستل شوي

د راپورونو له مخې نن په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره ښوونځي پرانیستل شوي، خو په ټولګیو کې تدریسي بهیر نه دی پيل شوی، ځکه زده کوونکي خبرنه وو چې نن زده کړې پیلېږي. دا په داسې حال ده چې په سلګونو زره نجونې زده کونکې ښوونځیو ته له تلو منع شوي دي. د فرانس پرېس آژانس د راپور له مخې یو شمېر ښوونکو او چارواکو ویلي چې نن د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي پرانیستل شوي، خو ډېری ښوونکي او زده کوونکي خبر نه دي چې ښوونځي پرانیستل شوي، ځکه د طالبانو د پوهنې وزارت د نوي ښوونیز کال د پیلېدو لپاره رسمي اعلان نه دی کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پوتین او شي جین پینګ لیدنه؛ دواړو مشرانو یو بل ته د 'ګران ملګري' خطاب کړی

د روسیې او چین ولسمشران ولادمیر پوتین او شي جین پینګ به نن په مسکو کې د دویمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي. د چین ولسمشر له څلورو کلونو وروسته داسې مهال له روسیې څخه کتنه ترسره کوي چې مسکو پر اکراین د یرغل له امله په نړیوال ډګر کې منزوي شوی دی. شي جین پینګ پرون دوشنبه په یوه درې ورځني سفر مسکو ته له رسېدو وروسته له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره شاوخوا څلور ساعته کتنه ترسره کړه. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې دواړو مشرانو یو بل ته د 'ګران ملګري' خطاب کړی دی او د خپلمنځیو اړیکو د پیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جاپان صدراعظم د اوکراین ولسمشر سره ګوري

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې هېواد صدراعظم فومیو کیشیدا به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د خبرو لپاره نن له کییف څخه کتنه ترسره کړي. د جاپان این ایچ کې تلوېزیون تصاویر ښي چې کیشیدا د پولنډ له سرحدي ښار پشیمشل څخه ریلګاډي ته پورته کېږي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د نړۍ د اوو پرمختللو هېوادونو د یوه غړي په توګه به کیشیدا له اوکراین سره خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړي.

Pa.azadiradio.com 

غني: د افغانستان ښوونیز نظام د پاکستاني مدرسو د نظام تابع شوی

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبانو د افغانستان ښوونیز نظام د پاکستان د مدرسو د سخت نظام تابع کړی او د هغوی پر یوه څانګه بدل شوی دی.   په داسې حال کې چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال نن پیل شو، یو شمېر پخواني لوړ پوړي افغان چارواکي پر نجونو د زده کړو او کار بندیز ناورین بللی او غوښتنه یې کړې چې افغان نجونو ته دې د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي. د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت په یو غږیز پیغام کې چې د نوموړي پر فېسبوکپاڼه خپور شوی پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انټوني بلېنکن د نوروز مبارکې ورکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ټولو هغو کسانو ته د نوروز مبارکي ویلې چې دغه ورځ نمانځي. بلېنکن هیله ښودلې چې نوی ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې له خوښیو، روغتیا او نیمکرغیو څخه ډک وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د بلېنکن په حواله راغلي، نوروز یو فرصت دی چې کورنۍ په کې د دودیزو خوړو په دسترخوان سره راټول او د کال تر پایه خپلې هیلې سره شریکې کړي. نن سه شنبه د مارچ ۲۱مه د افغانستان او ایران په ګډون د منځنۍ اسیا او د سیمې یوشمېر هېوادونو کې د نوروز دودیزې مېلې نمانځل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ایبټ اباد کې د یوه ځایي چارواکي په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي

د پاکستان د ایبټ اباد په حویلیان سیمه کې د یوه ځایي چارواکي عاطف منصف جدون په ګډون ۱۱ تنه په یوه وسله وال برید کې ووژل شول. د حویلیان د پولیسو یوه چارواکي طارق مظهر د ازادې اروپا/ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي، برید پرون دوشنبه شوی، خو لا معلومه نه ده چې چا ترسره کړی دی. د پولیسو یوه بل چارواکي ویلي، ممکن دغه امنیتي پېښه د جدون له کورنۍ سره د شخصي مخالفت له کبله رامنځته شوي وي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د جدون څلورساتونکي په وژل شویو کې شامل دي. سملاسي د برید مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیايي سرتېری د یوه افغان د وژنې په تور نیول شوی

ګارډین: د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د اسټرالیا د یوه پخواني پوځي د نیولو په تړاو مقاله خپره کړې ده. پر دغه سرتېري تور دی چې افغانستان کې یې د ماموریت پر مهال یو ملکی کس وژلی دی. دغه ۴۱ کلن پوځي اولیور شولز نومېږي او اوس د اسټرالیا فدرالي پولیسو د جنګي جنایت په تور نیولی دی. ټاکل شوې چې شولز د روان میلادي کال په ترڅ کې محکمې ته حاضر شي. ګارډین د اې بي سي شبکې د انځورونو پر بنسټ ویلي، شولز د ارزګان ولایت د غنمو په یوه کرونده کې شاوخوا لس کاله وړاندې یو افغان په داسې حال کې په ډزو وواژه چې هغه خپل لاسونه هم پورته نیولي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځينې فرهنګيان: د نوروز نمانځنه د افغانستان د تاریخ او هویت لرغونتیا ثابتوي

ځینې افغان فرهنګیان نوروز د افغانستان تاریخي ارزښت او ملي جشن بولي او وايي، د دې جشن نمانځل د افغانستان د تاریخ او هویت لرغونتیا ثابتوي. نوروز یا د کال د لومړۍ ورځ له پېړیو راهیسې د افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د پسرلي له راتګ او د طبیعت له زرغونېدو سره نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د ناملموسه فرهنګي میراث په توګه هم ثبت کړې ده. نوروز چې مخکې په افغانستان کې په شان و شوکت نمانځل کېده، اوس یې د طالبانو په واکمنۍ کې نمانځل پیکه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانانو تېر یو کال له ننګونو او ستونزو ډک تېر کړ؛ نوی کال به څرنګه وي؟

افغانستان په تېر لمریز کال کې په سیاسي، بشري، امنیتي او اقتصادي برخو کې بېلابېلې ستونزې درلودې. ۱۴۰۱ لمریز کال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او افغانانو لپاره له لوړو ژورو ډک کال وو. که څه هم طالبان یې په تېر کال یعنې د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري یا اسد میاشت کې واک ته ورسېدل او فکر کېده چې ښايي هر څه ډېر ژر نورمال شي، خو نه یوازې دا چې عادي نه شول بلکې د ځینو په باور په ځینو برخو کې ستونزې لا پسې زیاتې شوې. نسبي امنیت ،خو د ناامنۍ خونړۍ پېښې؛ د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان اوسمهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو تعلیم ته د اجازې ورکولو په موخه پر طالبانو فشار راوړل نتیجه ورکولای شي؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو د طالبانو له لوري د نجونو د تعلیم مخنیوی په کلکه وغانده او له طالبانو څخه یې د نوي ښوونیز کال په درشل کې وغوښتل چې د هغوی پر مخ سمدستي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي. په دې موضوع عصمت څاروان د افغانستان د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي؛ د ملګرو ملتونو متخصصانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي، ایا فشار نتیجه لرلای شي که یې لرلای شي څه ډول فشار؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو متخصصانو د افغان نجونو د زده کړو مخنیوی وغانده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو د طالبانو له لوري د نجونو د تعلیم مخنیوی په کلکه وغانده او له طالبانو څخه یې د نوي ښوونیز کال په درشل کې وغوښتل چې د هغوی پر مخ سمدستي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو د دوشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د تعلیم غیرقانوني مخنیوی په نړۍ کې ساری نه لري او دا پر یوه جنس او د افغانستان پر راتلونکې اغېز شیندي. دوی په په جینیوا کې د خپلې غونډې په پای کې په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۲۰۲۳ د مارچ... Читать дальше...


В московском Люблино мотоциклист врезался в такси

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

Министры обороны стран НАТО согласовали новые ограничения против России

СК требует продлить срок ареста экс-замминистра обороны Тимуру Иванову



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Заслуженный экономист Гольдфайн советует не тянуть с покупкой собственного жилья

Министры обороны стран НАТО согласовали новые ограничения против России

В Дубне прошел день наукоградов Подмосковья

В московском Люблино мотоциклист врезался в такси

Музыкальные новости

Нижегородская телебашня включит праздничную иллюминацию в День России

В Fortnite прибудет группа Metallica и новый режим

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Новости России

Метеорный поток смогут увидеть забайкальцы

Заслуженный экономист Гольдфайн советует не тянуть с покупкой собственного жилья

СК потребовал продлить арест замглавы Минобороны Иванову

В Дубне прошел день наукоградов Подмосковья

Экология в России и мире

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Спорт в России и мире

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *