Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 08.03.2023

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ بورډ پاکستان سره د لوبې پر ښه مديريت غونډه کړې

افغانستان کرېکټ بورډ د بورډ غړیو په کلنۍ غونډه کې د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو لوبو په ښه ترسراوي خبرې وشوې. د افغانستان کرېکټ بورډ د بورډ د غړیو ترمنځ کلنۍ ناسته شوې چې په‌کې په نورو مسایلو د بحث ترڅنګ له پاکستان سره د راتلونکو ۳ شل اوریزو لوبو په ښه ترسره کولو خبرې اترې شوې دي. کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، دغه ناسته د بورډ د عمومي رئیس میرویس اشرف تر مشرۍ لاندې رابلل شوې وه، چې د بورډ ټولو غړیو په‌کې برخه درلوده. دغه راز کرېکټ بورډ لیکلي دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ په هنر او ادب کې ښځه څومره ونډه لري؟

هنر او ادب کې د ښځو پر ونډه له اکبر کرګر سره مرکه، د شعر پر نقد د ځوانې شاعرې شفيقې خپلواک خبرې، عابده سپوږمۍ او لېمه دوران کيسې راته لولي. دغه راز په دې خپرونه کې دا هم اورئ چې، جرمني کې د هڅوب په نوم پښتو مجله چاپ شوه. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

حمید حسن د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی حمید حسن د همدې لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه پر دنده ګومارل شوی دی. کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ښاغلي حسن له نړیوال کرېکټ لاس پر سر شو. کرېکټ بورډ وايي، حمید حسن به له پاکستان سره د ۳ شل اوریزو لوبو په لړۍ کې یو ځای شي او تر لومړۍ لوبې وړاندې به ورته د مخه ښې مراسم هم ترسره شي. یادې ادارې هیله ښودلې ده چې، د حسن په راتګ سره به د افغانستان د چټکې توپ اچونې برخه لا غښتلې او پیاوړې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې د غونډې پرېکړه؛ د افغانستان خاوره بايد د ترهګرو پر پټن‌ځای بدله نه‌شي

د افغانستان په اړه د هند او اسیا د کاري ډلې تر عنوان لاندې غونډه کې د سیمې هېوادونو د افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو لکه له ترهګرۍ سره مبارزه، افراطیت او د نشه‌يي توکو پر قاچاق خبرې وکړې او ورسره د مبارزې لپاره یې د هڅو په همغږۍ ټینګار وکړ. د دې غونډې په خبرپاڼه کې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې راغلي، ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې باید هیڅ ترهګریز سازمان ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړل شي. خبرپاڼه زیاتوي چې، د افغانستان خاوره باید د ترهګرو پر پټن‌ځای، روزنې او د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو مالي سرچینه نه‌شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوې افغانې محصلې د هند په 'وير نارماد پوهنتون' کې د سرو زرو مډال ګټلی

راضیه مرادي په هندوستان کې افغانه محصله ده، چې په دې ورستیو کې یې د هند د ګجرات ایالات له ویر نارماد پوهنتون څخه د سرو زره مډال وګاټه. راضیه په ۲۰۲۰کال کې د رقابتي بورسيې له لارې هندوستان هېواد ته د عامه ادارې په څانګه کې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره راغله، پوهنتون څخه د ماسټرۍ له دورې په فارغېدو سره د لوړو نمرو او ښه فعالیتونه له امله د پوهنتون له‌خوا وستایل شوه. نوموړې وايي: "په ۲۰۲۲ کال کې د جنوبي ګجرات له ویر نارماد پوهنتون څخه د ټولو محصلانو منځ کې په لوړو نمرو فارغه شوم، د پوهنتون او د هند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مارچ اتمه؛ افغانستان کې په اعتراضيه غونډو او لاريونونو ونمانځل شوه

سږ کال یو شمیر افغان مېرمنو د مارچ اتمه د خپلو نقض شویو حقونو د غوښتلو لپاره په غونډو، اعتراضونو او لاریونونو سره ونمانځله. دوی وايي، چې د طالبانو حکومت له دوی څخه د زده‌کړو او کار په ګډون ټول مهم حقونه اخیستي او نړیوالې ټولنې هم دوی هېر کړي دي، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې یې تل پر ملاتړ ټینګار کړی. ژولیا پارسي یوه له دغو اعتراض کوونکو مېرمنو څخه ده، چې نن یې د مارچ د اتمې په مناسبت په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی و. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د نن ورځې لاريون په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: تېر کال د ګازو پر نارډ سټريم نل‌ليکي بريد کې اوکراين لاس نه‌لري

اوکراین د امریکا د استخباراتي چارواکو د هغو راپورونو په غبرګون کې چې وایي، تېر کال د ګازو پر نارډ سټریم نل‌لیکې حملې یوې اوکرایني پلوې ډلې ترسره کړی وویل، د وران‌کارۍ په دې پېښه کې کییف لاس نه‌لري. نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون سه‌شنبې وویل چې د بالتیک سمندرګي په تل کې په نارډ سټریم نل‌لیکه کې د سپټمبر د میاشتې بریدونه یوې اوکراینۍ پلوې ډلې چې نوم یې نه‌دی په ډاګه شوی، ترسره کړي وو. د دغو بریدونو په نتیجه کې د ګازو په دغه نل‌لیکه کې سوري رامنځته شوي چې ورڅخه ګاز سمندرګي ته خپاره شوي وو. سویډن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار يو شمېر محصلانې: خپل راتلونکي ته اندېښمنې يو

نن د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې، د پوهنتونونو او لوړ زده‌کړو مؤسسو د بندېدو سره د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم سلګونو ښځینه محصلانو خپلې زده‌کړې له لاسه ورکړې. دغه محصلانې وايي، خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او باید د طالبانو حکومت ژر تر ژره د ښونځیو او پوهنتونو دروازې د دوی پر مخ خلاصې کړې. بل‌خوا د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې په دې پرېکړې سره ښځې په بشپړ ډول له خپلو بشري حقونو څخه محرومېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مارچ اتمه؛ افغانستان کې سږ کال د دې ورځ نمانځل د تېرو کلونو سره څه توپير درلود؟

دا ورځ به په تېرو کلونو، یعنې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې د رسمي نمانځنو تر څنګ په شخصي ډول د کورنیو تر منځ هم نمانځل کېده. د کابل يو اوسېدونکی واحد قاطع وايي: "دا ورځې د اړیکې پر کیفیت ډېر اغېز لري، کولای شي د خوښۍ د نمانځنې فضا را منځته کړي، هغه پېښې چې خلک خپه کوي ډيرې دي اودا ورځې چې کورنۍ خوشاله وساتي کمې دي، نو ځکه ارزښت لري." د کابل دا اوسېدونکی دغه راز وايي، د ژوند په دومره ناخوالو کې د دغې ورځې نمانځل نعمت دی. واحد چې خپلې کوژدنې ته ګلان او مور ته عطر اخیستي، وایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان مېرمنو ملاتړ؛ ګوتېرش: د ښځو د حقونو لپاره له مبارزې لاس نه اخلو

د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه نړیوال غبرګونونه. د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره له روانې مبارزې به لاس پر سر نه‌شي. انتونیو ګوتېرش په یو لیکلي پیغام کې چې د نوموړي په ټویټر خپور شوی ویلي، ملګري ملتونه به په بحراني وضعیت کې له ښځو سره عملي ملاتړ ته دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي لیکلي: "زموږ په ټولو بشري او پرمختیايي کارونو کې جنسیتي مساوات مرکزیت لري." اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوتېرش: طالبانو په خپلو محدوديتونو سره پر خلکو ولکه ټينګه کړې

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش وایي، پر افغانستان واکمنو طالبانو د اضافي محدودیتونو له لارې پر خلکو زیات کنټرول ټینګ کړی دی. ګوتېرش دغه څرګندونې د افغانستان د روان وضعیت په اړه په هغه درې میاشتني راپور کې کړي چې، د ملګروملتونو امنیت شورا ته یې وړاندې کړی دی. په راپور کې ویل شوي چې، د تېر۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې له پوهنتوني زده‌کړو او په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو د راګرځولو پرېکړو د ښځو او نجونو اساسي حقوق لا محدود کړي دي. د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې پر طالبانو او بهرنیانو د څو لویو حملو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خلکو اقتصادي ستونزې؛ يو شمېر هټيوال: ارزګان کې د توکو پېر او پلور کم شوی

د ارزګان ولایت یو شمېر هټيوال وايي، وروسته له هغه چې طالبان واکمن شوي، د دوی کاروبار کمزوری شوی دی. دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله خلکو پېر او پلور کم کړی چې له امله يې سوداګر او د هټيوالو کاروبارونه زيانمن شوي او ان ځينې هټۍ د تړلو له ګواښ سره مخ دي. د ارزګان خلک وايي، د کمزوري اقتصاد له امله نه‌شي کولی چې د پخوا په څېر توکي واخلي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

اوچا افغان ښځو ته د مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د ښځو د نړیوالې ورځې په څېر هره ورځ په افغانستان کې مرستندویه مؤسسې د ښځو او نجونو په خوا کې ولاړې دي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې دوی کولای شي د خپلې خوښې ژوند وکړي. اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي، هیڅ ټولنه د ښځو له حضور پرته زیات دوام نه‌شي پيدا کولی. په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان ښځې او نجونې له ټولنې حذف شوې دي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان سره تر سیالیو وړاندې تمریناتي کمپ ته افغان ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو تمریناتي کمپ ته ۲۳ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه. د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل، دغه ۲۳کسیزه لوبډله به لومړی په عربي متحده اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړي او له هغې وروسته به ملي لوبډله وټاکل شي. په اعلان شویو لوبغاړو کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، فضل حق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، شاهد کمال، محمد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرېکټ بورډ 'د نولس کلنو ملي لوبډله' اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله‌دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو نوې ملي لوبډله اعلان کړه. د چهارشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه د کرېکټ بورډ غواروي کمېټې په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل، اعلان شوې ملي لوبډله به د بنګله‌دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته له هېواده بهر واستول شي. تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره ځوانانو په اعلان شوې لوبډله کې نعمان شاه لوبډلمشر، کامران هوتک مرستیال لوبډلمشر، سهیل خان، سلیمان عربزی، حزب الله درانی، محمد هارون، خالد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سيما باهوس: له افغان ښځو سره د طالبانو 'ناوړه چلند' بايد پای ته ورسېږي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس یو ځل بیا په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند د بندېدو غوښتنه وکړه. مېرمن باهوس بېګا د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې هغه څه چې په افغانستان کې له ښځو سره روان دي جنسیتي اپارتاید یا توپیر وباله او ویې ویل چې، افغانستان له ښځو سره د ظلم تر ټولو شدید مثال دی خو زیاته یې کړه چې یوازینی هېواد نه‌دی. په همدې غونډه کې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، دا غواړي په ټوله نړۍ کې د ښځو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران کې د نجونو د مسمومېدو په تړاو يو شمېر کسان نيول شوي

د ایران عدلي او قضايي ادارو په لومړي ځل د هغې قضیې په تړاو یو شمېر کسان نیولي دي چې ځینو چارواکو د مسمومیتونو لړۍ بللې ده او د ټول هېواد په کچه یې له پنځه زرو زیات زده کوونکي چې اکثر نجونې وې، ناروغه کړې دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون- د مارچ په اوومه وویل، استخباراتي ادارو په اوو ولایتونو کې یو شمېر کسان د خطرناکو مواد د جوړولو په شک نیولي دي. د دې وزارت مرستیال وویل، ښايي همدا مواد د مسمومیتونو په هغو پېښو کې کارول شوي وي چې نږدې څلور میاشتې مخکې پیل شول او لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د نه بښنې وړ جنایت بللی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيې سره د بنديانو تبادلې په لړ کې ۱۳۰ اوکرايني پوځيان خوشې شوي دي

کییف وايي، له روسیې سره د جنګي اسیرانو د تبادلې په لړ کې ۱۳۰ تنه اوکرایني پوځیان چې څلور ښځې هم په‌کې دي، خوشې شوي. د اوکراین په جمهوري ریاست کې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز اندرې ییرماک پرون پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل، دی د خپلو ټولو هغو همکارانو د ډلې ستاینه کوي چې د ډېرې مودې لپاره یې د دې تبادلې پر عملي کولو کار وکړ. د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو له‌خوا نیول شوي ۹۰ تنه سرتېري یې د پرونۍ تبادلې په نتیجه کې خوشې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغان مېرمنو په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

میراژ نیوز: اسټرالیایۍ ان‌لاین خپرونې میراژ نیوز په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې د کاري فرصتونو د له لاسه تللو اصلي بار ښځو ته ورله غاړې دی. میراژ د کار د نړیوال سازمان وروستي راپور ته اشارې کوي او لیکي چې، په افغانستان کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو کچه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ناڅاپه راولوېده. د کار نړیوال سازمان ILO په خپل راپور کې یادونه کړې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په ۴مه ربع کې د ښځو د کاري فرصتونو کچه د روان بحران له پیل مخکې د ۲۰۲۱... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي اوکراين ته رسېدلی

ملګروملتونو خبر ورکړی چې د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش پرون د مارچ په اوومه په یو ناڅاپي سفر جګړه ځپلي اوکراین ته سفر وکړ. نوموړی به دې هېواد ته د درېیم سفر په ترڅ کې له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره وګوري. وروسته له دې چې د ملګروملتونو چارواکو اعلان وکړ چې ګوتېرش اوکراین ته د سفر پر لاره پولنډ ته هم تللی، د دې سازمان مرستیال ویاند فرحان حق خبریالانو ته وویل چې ښاغلی ګوتېرش اوس مهال په اوکراین کې دی. د سرمنشي دفتر ویلي چې ګوتېرش به نن د مارچ په اتمه سهار مهال له زلنسکي سره وګوري او ټاکل شوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر لوېديځو هېوادونو افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د څو لوېدیځو هېوادونو او د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې. دې ډلې چې د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو، کاناډا، اسټرالیا، برېتانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، ناروې، سویس او ایټالیا ځانګړي استازي په‌کې دي، پرون د مارچ په اومه په یوه ګډ بیان کې وویل، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د خرابېدونکي بشري او اقتصادي وضعیت لپاره ژوره اندېښنه لري. د دې ډلې مخکینۍ غونډه سږکال د فبروري په شلمه په پاریس کې وه. دا اندېښنې داسې مهال ښودل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبيلو‌اف‌پي: افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره مو ازبکستان کې لوژستيکي ظرفيت ډېر کړی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې ټولو اړو کسانو د خوراکي توکو د مرستو رسولو لپاره یې په ازبکستان کې د خپل نوي جوړ شوي لوژستیکي مرکز ظرفیتونه زیات کړي دي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، نن سبا د ازبکستان د حکومت په همکارۍ له دې لوژستیکي مرکز څخه شا و خوا ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته لېږدول کېږي. نوموړی وايي: "دا مهال د ازبکستان د حکومت په همکارۍ د ورځې زر مټریک ټنه خوراکي مواد له پولې تر اوښتو وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بنګله‌دېش کې د يوې چاودنې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې ۱۱ کسان هغه وخت مړه او په لسګونو نور ټپیان شول، چې د یوې تجارتي ساحې د یوه دفتر په ودانۍ کې چاودنه وشوه. پولیس وايي، د پرونۍ دې چاودنې علت معلوم نه‌دی، خو په باب یې څېړنې روانې دي. په بنګله‌دېش کې په ودانیو کې مرګونې اورلګېدنې او چاودنې عادي پېښې دي، ځکه په بنګله‌دېش کې زیات وخت د خوندیتوب معیارونه په پام کې نه نیول کېږي. چاودنه پرون پر ځايي وخت مازیګر مهال د یوې اووه منزله ودانۍ په څلورم منزل کې وشوه او د پولیسو یوه چارواکي باچو میا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو کې يو مدني فعال پر اته‌نيم کاله بند حکوم شوی

په مسکو کې یوې محکمې په ټولنیزو شبکو کې د مطالبو خپرولو په تړاو، یو فعال پر اته نیم کاله بند محکوم کړ. دغه محصل په اوکراین کې د روسیې پر روانه جګړه انتقاد کړی و او په بند د هغه محکومېدل د مخالفانو د ځپلو لپاره د کرملین بل اقدام ګڼل کېږي. د دمتري ایوانوف په نوم دغه ۲۳ کلن محصل چې فعال هم دی، د روسیې د پوځ په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرونو محکوم شوی و. دا ډول یو عمل ته د روسیې د هغه قانون له‌مخې چې په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته وکیلانو په لوی اکثریت تصویب کړ، شدید مجازات په پام کې نیول شوي دي. Читать дальше...


Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

Музыка на все времена

Вятичи: почему их считают первыми москвичами

В Ясенево врачей поликлиники поздравили с Днем медработника



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В подмосковных лесах выполнены работы по осветлению молодняка

Воробьев: еще 40 автобусов с USB-розетками выйдут на маршруты в Подмосковье

Клиентки агентства Maryway рассказали, как их вынудили взять кредиты

В Ясенево врачей поликлиники поздравили с Днем медработника

Музыкальные новости

Военнослужащие Красноярского соединения стали призерами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Парадоксы двойного стандарта

Кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина пройдет в Тульской области

ЦБ РФ: сделки с долларом и евро продолжат совершаться на внебиржевом уровне

Новости России

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Воробьев: еще 40 автобусов с USB-розетками выйдут на маршруты в Подмосковье

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

В подмосковных лесах выполнены работы по осветлению молодняка

Экология в России и мире

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Петербургский Пушкинский бал

Спорт в России и мире

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Северные ночи...

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *