Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 06.03.2023

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې له زده کړو محروم کړای شویو نجونو حرفوي زده کړي پیل کړي

په کندهار ښار کې له لوړو زده کړو محروم کړای شویو لسګونو نجونو حرفوي زده کړي پیل کړي دي. د دې ولایت يوې بهر مېشتې مېرمنې په مرسته په یوه جوړ شوي مرکز کې دا مهال لسګونه هغه نجونې د خياطۍ د بېلابېلو ډولونو په زده کړو بوختې دي چې ښوونځي او پوهنتون ته له تګه منع کړای شوي دي. د طالبانو حکومت په تېر یونیم کال کې یو پر بل پسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او دغه راز په نادولتي موسسو کې یې د مېرمنو پر کار بندیزونه ولګول. طالبانو دارنګه په کندهار کې د مېرمنو یوازېنی مارکېټ هم وتاړه چې له کبله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د نجونو زده کوونکو ډله ییزه مسمومېدا

د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي په ښوونځیو کې د سلګونو نجونو مسمومېدا نه بخښل کېدونکی جنایت وباله. هغه د دې بریدونو عاملانو ته د سختې سزا امر کړی. په ایران کې سلګونه نجونې دا څو وروستۍ ورځې په زهرجنو ګازو مسمومې شوي. عصمت څاروان او نور جزییات

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ بنګله دېش په درېیمه سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې انګلستان د یو ورځنیو لوبو په پیل شوې لوبلړۍ کې وروستۍ لوبه بنګله دېش ته په ۵۰ منډو وبایلله، خو لوبلړۍ یې ۲ د ۱ پر وړاندې وګټله. انګلستان په لومړنیو دوه لوبو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وې. په درېیمه لوبه کې بنګله دېش لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۴۷ منډو هدف یې وټاکه. د بنګله دېش د توپ وهونکو له ډلې شکیب الحسن ۷۵ او مشفق الرحیم ۷۰ منډې وکړې. په دې لوبه کې انګلستان ته جوفرا ارچر ۳، عادل رشید او سام کرن بیا دوه ـ دوه ویکټې واخیستې. مېلمه لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۴۴م اور کې له لاسه ورکړل او ۱۹۶ منډې یې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستاني او امریکايي چارواکو ناسته پیل شوې

نن په اسلام اباد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستاني او امریکايي چارواکو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته پیل شوې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په پنځمه په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یوه پلاوي سره د ترهګرۍ د عمومي ګواښ په اړه چې دواړو هېوادونو ته متوجه دی، د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي. په اعلامیه کې راغلي چې دواړه هېوادونه به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل نظرونه او تجربې سره شریکې کړي. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د امریکا او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله د 'تورپېکۍ امرخېل' مړینه لویه ضایع وبلل شوه

د ایټالیا په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبېدو یوه اونۍ وروسته اوس خبر ورکړل شوی چې په دې پیښه کې د افغان خبریالې تورپېکۍ امرخېل په ګډون د هغې د کورنۍ څلور غړي هم مړه شوي دي. د راپورونو پر اساس په دې پېښه کې د تورپېکۍ امرخېل سربېره د هغې ورېره، د ورېرې مېړه، د ورېرې زوی مړه شوي او دغه راز د ورېرې یوه لور یې لا هم نادرکه ده. د افغانستان د خبريالانو شورا د مېرمن امرخېل مړينه د افغانستان د رسنيو لپاره يوه ستره ضايعه بللې او له خبريالانو يې غوښتي چې بهر ته د تګ لپاره له قانوني لارو کار واخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران مشر په ښوونځیو کې د سلګونو نجونو مسمومېدا جنایت وباله

د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي په خپل هېواد کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په ښوونځیو کې د سلګونو نجونو مسمومېدا نه بخښل کېدونکی جنایت وباله او ژمنه یې وکړه چې عاملانو ته به یې سخته سزا ورکړل شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران دولتي رسنیو د خامنه يي له قوله نن دوشنبه وویل: "چارواکي باید د نجونو زده کوونکو د مسمومېدو مسئله په جدي ډول تعقیب کړي." که څه هم له شاوخوا دوو میاشتو د ایران د نجونو په ښوونځیو دا بریدونه دوام لري، خو حکومت وايي چې، لا یې د اصلي عاملینو په نیولو نه‌دي بریالي شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو له ګډون پرته د سړو سیمو د پوهنتونونو پسرلنی سمستر پیل شو

د کابل په ګډون د سړو ولایتونو پسرلنی سمستر نن د نجونو له ګډون پرته پیل شو. ځینې محصلانې وايي، د زده کړو په بندیز دوام راتلونکې ته اندېښمنې کړې دي. د بلخ پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي محصله مدینه قاطع مصدق وايي، سږکال ځکه ورته دردونکی دی چې نجونې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري. مصدق وايي: "په خپلو سترګو وینو چې هلکان درس ته ځي او چپټرونه ورسره وي، خو نجونې د یو پوچ ذهنیت له امله نه شي کولای، درس ووایي. هغو کوترو ته ورته یو، چې وزرونه یې راتړلي دي." د نیمروز ولایت یوه محصله چې نه غواړي نوم یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړل پر دوی څه ډول اغېزې کولی شي؟

د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي تحصیلي کال له پیل سره سم، د طالبانو حکومت یوازې هلکانو ته پوهنتون ته د تلو اجازه ورکړې او نجونې بیا له پوهنتونه راګرځول شوې دي. زموږ همکار مرسلین ارسلا، پر همدې موضوع د پوهنتون له پخواني استاد، پوهانو محمد بشیر دودیال سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي، چې له پوهنتونه د نجونو راګرځول د دوی پر شخصي ژوند او د افغانستان پر راتلونکي څه اغېز کولی شي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو برخه کې بې رحمانه سرغړونې دوام لري

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټګۍ سره په خرابېدو دی. دې سازمان پرون ناوخته یوه اعلامیه کې د دې ادارې د عمومي منشي اګنس کالمارډ له قوله لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په برخه کې بې رحمانه سرغړونې دوام لري. نوموړي د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو او مدني فعالانو، استادانو، خبریالانو او نورو نیول کېدو ته په اشارې سره ویلي، دوی په خپلسري او غیر قانوني ډول او د طالبانو په تګلارو د نیوکو له امله نیول شوي، په داسې حال کې چې کورنیو یې ورته هېڅ ډول لاسرسی هم نه‌درلود. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خبريالانو د ملاتړ سازمان د افغان خبريالې تورپيکۍ امرخېل پر مړينه خفګان کړی

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ایټالیا سواحلو ته نږدې د پناه غوښتونکو په یوه بېړۍ کې د یوې افغان خبریالې تورپیکۍ امرخېل پر مړینه خواشیني څرګنده کړه. په دې پېښه کې، چې د روان حوت په اوومه وشوه، لږ تر لږه ۳۲ تنه افغانان مړه شول. تورپیکۍ امرخېل د ملي راډیو ټلوېزیون ویانده وه. د خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې، تورپیکۍ امرخېل په افغانستان کې له محرومیت او ستونزمن ژوند څخه د ځان ژغورلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوه خو ارمانونه یې نیمه خوا شول. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ملي راډیو ټلوېزیون په ګډون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش چارواکو د دغه هېواد په يو کمپ کې د اورلګېدنې په اړه د څېړنو خبر ورکړی

د بنګله‌دېش چارواکي په خپل هېواد کې د روهینګیا مسلمانانو په ستر کمپ کې د اورلګېدو د علت په اړه څېړنې کوي. د دې پېښې له کبله، چې پرون یکشنبه وشوه، ۱۲ زره کډوال بې سرپناه شول. د ځايي چارواکو په وینا، په دې پراخه اورلګېدنه کې چا ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې. په بنګله‌دېش کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) په څو ټویټونو کې ویلي، د روهینګیا کډوالو د کمپ رضاکارانو د اور وژنې هڅه وکړه او دې کمېشنرۍ او نورو همکارانو یې ملاتړ کاوه. په تېرو څو لسیزو کې له میانمار یا پخوانۍ برما... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې ۹ پاکستاني پوليس وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه بمي برید کې لږ تر لږه ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي. پاکستاني رسنیو نن د پولیسو د چارواکو په قول وویل، امنیتي ځواکونه له سبۍ څخه بېرته کوټې ته روان وو چې د موټر په لاره کې یې د کمبیري په پله کې چاودنه وشوه. د پولیسو یوه چارواکي محمود نوتیزايي بیا ډان ورځپاڼې ته ویلي چې، ګومان کېږي چې یوه انتحاري بریدګر خپل موټرسایکل د امنیتي ځواکونو د سپرلۍ له موټر سره ټکر کړی دی، خو ده په عین حال کې وویل چې د پېښې د څرنګوالي په اړه لا ګروېږنې روانې دي. له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرونوملتونو د سمندري ژويو پر خونديتوب موافقه وکړه

د ملګروملتو غړیو هېوادونو په نیویارک کې له دوو اوونیو کوټلیو خبرو وروسته د سمندرونو د ژوو پر خوندیتابه موافقه وکړه. اسوشیتید پریس خبري اژانس پرون (یکشنبه) په دې اړه په خپل راپور کې وویل چې، د ملګروملتو د غړیو هېوادونو دا موافقه د سمندرونو د ژوو د ساتنې په برخه کې یو لوی ګام ګڼل کېږي. د راپور له‌مخې، کله چې په ۱۹۹۴ م کال د سمندرونو د قانون کنوانسیون تصویب او نافذ شو، د سمندرونو د ژوو حقوقي مفهوم چندان تثبیت شوی نه و او په تېرو دوو لسیزو کې په دې اړه ډېرې خبرې وشوې خو نتیجې ته نه رسېدې.

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې پوليسو د افغان پناه غوښتونکو يوه بېړۍ خپل ساحل ته وړې ده

د ترکیې پولیسو د افغان پناه غوښتونکو هغه بېړۍ د خپلې خاورې ساحل ته یووړه چې دوې ورځې د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې ایساره وه. د ترکیې رسنیو نن راپور ورکړ چې، د دغه هېواد پولیسو ۶۰ افغان پناه غوښتونکي، چې ۲۰ تنه یې ماشومان دي، له لالهاند حالته ژغورلي او خپلې خاورې ته راوستي دي. د دغو پناه غوښتونکو ویډیوګانې خپرې شوې وې چې، د مرستې چیغې یې وهلې او ویل یې، د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې بند پاتې دي. د روان حوت په ۷ مه د ایټالیا د کرتون ښار سواحلو ته نږدې یوه بېړۍ ډوبه شوه چې لږ تر لږه ۳۲ تنه افغان پناه غوښتونکي په‌کې مړه شول.

Pa.azadiradio.com 

يوه خيريه بنسټ ننګرهار کې ۱۵۰ نجونو او مېرمنو ته د خياطۍ زده‌کړې ورکړي

د ننګرهار اوسېدونکی مریم چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په بېلابېلو برخو کې دوه لېسانسه کړي وايي، د طالبانو له لوري د ښځو پر کار محدودیت اړه کړه چې خیاطۍ ته مخه کړي. دې چې د ګلبهار په نوم د یو خیریه بنسټ له لوري د خیاطۍ په څلور میاشتني روزنیز پروګرام کې برخه اخیستې وه ازادي راډيو ته وویل، د دغه روزنیز پروګرام په پای کې ورته د خیاطۍ ماشین او یوه اندازه رخت ورکړل شو. نوموړې وايي: "د ملت همدا یوازینۍ غوښتنه چې د نجونو په وړاندې د زده‌کړو او د ښځو په وړاندې باید حکومت د کار دروازې پرانیزي، ما... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

معترضې مېرمنې: نړيوالې ټولنې افغانستان کې د ښځو له خوځښتونو عملي ملاتړ نه‌دی کړی

سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو اعتراضونو او لاریونونو د ښځو په وړاندې د طالبانو په لید لوري او دریځ کوم اغیز نه‌دی کړی، خو دغه اعتراضونه او مظاهرې له تېر یو کال راهیسې په بېلابېلو بڼو دوام لري. د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې ادعا کوي، چې د نړیوالې ټولنې غیر عملي او پڅ غبرګون د دې لامل شوی، چې د طالبانو د ښځو ضد کړنو په وړاندې د دوی اعتراضونه او عدالت غوښتنه نتیجه ورنه‌کړي. دوی وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو ملاتړ یوازې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بنګله‌دېش؛ د روهينګيا مسلمانانو په يوه کمپ کې اور لګېدلی

د بنګله‌دېش په جنوب کې د روهینګیا مسلمانانو په ګڼ مېشت کمپ کې پراخ اور ولګېد، چې پرون یکشنبه یې په زرګونو کډوال بې سرپناه کړل. د اوروژنې یوه چارواکي امدادالحق ویلي، په دې اورلګېدنه کې لا د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی. په بنګله‌دېش کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) په ځینو ټویټونو کې ویلي، د روهینګیا کډوالو د کمپ رضاکارانو د اوروژنې هڅه وکړه، چې دغې کمېشنرۍ او نورو همکارانو یې ملاتړ کاوه. په تېرو څو لسیزو کې له میانمار یا پخوانۍ برما تر یو ملیون ډېر روهینګیا مسلمانان بنګله‌دېش ته کډه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اردن پاچا له امريکا د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د اردن پاچا عبدالله د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین سره د کتنې پر مهال ویلي، چې اردن د سوریې پر پوله د مخدره موادو د قاچاق وړونکو په وړاندې د مبارزې لپاره مرستې ته اړ دی. د اردن پاچا پرون یکشنبه په عمان کې له اسټین سره په کتنه کې د سوریې په جنوب کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشه‌و د حضور په اړه د خپل هېواد پر اندېښنو خبرې وکړې. د امریکا دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ عمان ته ورسېد او تمه کېږي اسرائیل ته د سفر پر مهال د هغه هېواد پر مشرانو فشار راولي، چې په لوېدیځه غاړه کې کړکېچ کم کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان افغانستان کې د بشري وضعيت د لاخرابېدو په وړاندې د اقدام غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان د ملګروملتونو له غړو هېوادونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه. د جرمني خبري اژانس د ننني راپور له‌مخې، دغې ادارې ویلي، دغه هېوادونه باید ډاډمن کړي، له هغو کسانو سره به انصاف کېږي، چې د طالبانو د ناوړه چلند قرباني شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو د ښځو د حقونو مدافعانې، اکاډمیک شخصیتونه او نور فعالان په عامه د انتقادونو له کبله نیولي دي. د دې سازمان سرمنشۍ اګنیس کالامارد (Agnès Callamard) ویلي، ګڼ کسان چې په خپل‌سري ډول نیول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلنسکي: دونباس سيمه کې جګړه سخته شوې ده

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ومنله چې، د دغه هېواد په ختیځ دونباس سیمه کې روانه جګړه دردوونکې او چلنجوونکې ده. روسي ځواکونه هڅه کوي، بخموت ښار چې په تېرو څو میاشتو کې د روسیې د توپونو په ډزو زیات ویجاړ شوی، کلابند کړي. زلنسکي پرون ناوخته په خپله ورځنۍ ویډیو کې وویل: زه غواړم په دونباس سیمه کې د جنګېدونکو سرتېرو د زړورتیا، پیاوړتیا او مبارزې ځانګړی قدردانی وکړم. هغه په دې سیمه کې روانه جګړه تر ټولو سخته، دردوونکې او پېچلې وبلله. دغه جګړه د بخموت ښار پر شا و خوا متمرکزه ده، هغه ښار چې شا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ لېورپول د مانچسټر یونایټیډ پر پیاوړې لوبډلې ۷ ګولونه ووهل

د انګلستان فوټبال پریمیر لیګ په یوې سیالۍ کې د لېورپول فوټبال کلب مانچسټر یونایټیډ ته ۷-۰ ماتې ورکړه. دغه سیالي د مارچ په ۵مه نېټه د شپې ناوخته د لېورپول ښار په انفیلډ لوبغالي کې ترسره شوه. لېورپول لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې یوازې یو ګول و، خو د لوبې په پاتې ۴۵ دقیقو کې یې ۶ ګول ووهل. په دې سیالۍ کې د لېورپول لپاره محمدصلاح، کودي ګاکپو او ډاروین نونیاز دوه - دوه او روبېرټو فیرمیانو یو ګول وواهه. د مانچسټر یونایټیډ لوبډله د لوبې ترپایه په ګول وهلو بریالۍ نه‌شوه. لېورپول لوبډلې د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پي‌ایس‌ایل؛ فضل‌حق فاروقي د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د پاکستان غوره لیګ یا پي‌ایس‌ایل په ۲۱مه لوبه کې چې د یکشنبې په ماښام د مارچ په ۵مه نېټه ترسره شوه، افغان چټک توپ اچونکي فضل‌حق فاروقي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله. فاروقي چې د اسلام‌اباد یونایټیډ په لوبډله کې لوبیږي، په ۴ اورونو کې یې ۲۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. نوموړي د انګلستاني ویل سمید، یاسرخان او محمد نواز وېکټې د لوبې په پیل او مهمو شېبو کې وسوځولې. دغه راز په دې سیالۍ کې بل افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ نیمه سلیزه ووهله. ښاغلی ځدراڼ چې د کویټې ګلیډیټرز په لوبډله کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د سوک‌وهنې سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو

په کندز کې د سوک‌وهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالیو د یوولسم پړاو اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه. دا سيالۍ چې د سوک‌وهنې ملي لوبډلي ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف د ۲۵ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه. په شمال ختېځ زون کې د سوک‌وهنې د فدراسیون مسوول نصیراحمد ازادي راډیو ته وویل: "په دې سیالیو کې د ۲۵ ولایتونو د کیک بوکسینګ ورزشکارانو ګډون کړی و او په دې شپږ ورځینو سیالیو کې کابل لومړی مقام، کندز دویم مقام او بلخ درېیم مقام ترلاسه کړ. دا سیالۍ چې د کندز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پرنټ: ټي‌ټي‌پي د افغانستان پولې سره نږدې قبايلو سيمو او نورو ځايونو کې د نفوذ په حال کې ده

پرنټ هندي ورځپاڼه: پرنټ هندي ورځپاڼې، د پاکستاني طالبانو د خطر په اړه یو راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي دي، تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)د افغان طالبانو متحده جنګي ډله نه يوازې د افغانستان پولې سره نږدې، په قبایلي سیمو بلکې په نورو ځايونو کې هم د نفوذ په حال کې ده. په راپور کې راغلي چې TTP پرته له هیڅ ډول محدودیت څخه په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري. په دې راپور کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې، تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې د پولیسو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوليس پرون د عمران خان په نيولو ونه توانېدل

د پاکستان پولیس پرون ونه توانېدل چې، پخوانی صدراعظم عمران خان چې د توقیف حکم یې صادر شوی، ونیسي. د پاکستان پولیسو وویل، پرون له اسلام اباده  لاهور ته د عمران خان کور ته چې د هغه ملاتړو شاوخوا محاصره کړی و، ورسېدل خو د هغه په نیولو بریالي نه‌شول. د عمران خان د نیولو حکم وروسته له هغې صادر شو چې نوموړی د فبرورۍ په ۲۸مه د فساد په یوه قضیه کې محکمې ته حاضر نه‌شو. عمران خان تورن شوی دی چې، د واکمنۍ پر مهال یې دولتي سوغاتونه په پټه پلورلي دي.


РАБОТКА ТАКАЯ ОФИС ДОМА

В Москве задержан участник банды по делу о нападении на Будённовск в 1995 году

Мэрия Калининграда назвала адреса, где сегодня нет воды

На портале госуслуг Подмосковья можно узнать о назначении выплаты для школьников



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

РАБОТКА ТАКАЯ ОФИС ДОМА

Синоптик Леус: грозовые дожди собьют жару в Москве

В Москве задержан участник банды по делу о нападении на Будённовск в 1995 году

Асад объявил кое-что важное. До победы там Сирии и России остались месяцы?

Музыкальные новости

Скандал с пенальти, отмена гола Вендела и решающий мяч Алипа на 95-й! «Зенит» победил «Балтику» в финале Кубка России

Собянин: Около обновленных поликлиник создано более 600 зон отдыха

Аккумулятор неанонсированного Samsung Galaxy Z Fold6 Ultra сертифицировали

Энергетики «Смоленскэнерго» готовятся к работе в условиях непогоды

Новости России

Рецидивист пырнул ножом своего знакомого в ходе ссоры в Подмосковье

Росздравнадзор вмешался в ситуацию с гибелью клиентки «СМ-Клиники» в Москве

Куценко признался, что стал актером из-за влюбленности в Веру Сотникову

Россия требует от США правду о ядерных ракетах в Азии. В Польше сообщили о "мобилизации"

Экология в России и мире

В Москве в ТРЦ Columbus открылся магазин O`Stin в формате 4.0

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Волжский нарцисс - Плес

Спорт в России и мире

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Moscow.media

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Рассказ про зятя. Хоть и не про котиков, но тож смешной

Дайджест новостей «Грузовичкоф» за май







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *