Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 22.03.2023

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو لخوا د ناقانونه وژنو د ادعاوو څېړنه پیل شوې

په بریتانیا کې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه د هغو لسګونو ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه څېړنه پيل شوه چې په افغانستان کې د شپې پر مهال عملیاتو کې پر برتانوي ځانګړو ځواکونو شوې ده. نیاز بي بي د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي ده. هغه ادعا کوي چې زوی یې د برتانوي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې وژل شوی دی. دا وایي، خپله هم کونډه ده او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، ځکه د کور یوازېنی ډوډۍ ګټونکی زوی یې د برتانوي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. هغې وویل: "نهه کاله کېږي چې کونډه یم او دا یتیمان مې په خوارۍ او غریبۍ لوی کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیا له هند د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د هندوستان په چینای ښار کې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ورستۍ لوبه د ۲۱ منډو به توپیر د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده. دغه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه نېټه ترسره شوه، اسټرالیا لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ۲۷۰ منډو هدف یې وټاکه. د دوی لپاره په توپوهنه کې میچل مارش ۴۷، او الیکس کیري ۳۸ منډې وکړې. د هند په توپ اچونکو کې بیا هارډیک پانډیا او کولديپ یادو ۳ـ۳ او محمد سراج او اکشرپټیل ۲ـ۲ لوبغاړي وسوځول. هندوستان د هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۱ اور کې ۲۴۸ منډې وکړې او دا لوبلړۍ یې ۱ـ۲ وبایلله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلنسکي په باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته سفر کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن په باخموت کې د جګړې د لومړۍ کرښې لیدنې ته ورغلی و. دا ښار چې په وروستیو څو میاشتو کې د سختو جګړو شاهد وو دواړو خواو ته په کې درانه تلفات اوښتي دي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن د اوکراین بېلابېلې سیمې د روسیې د هوايي بریدونو د یوې بلې څپې شاهدې وې چې د راپورونو پر بنسټ په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. زیلنسکي مسکو تورن کړی چې د ولسي خلکو پر وړاندې وحشیانه ظلم ترسره کوي. پر اوکراین د روسیې تېری د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۲مه پیل شوی او تر اوسه دوام لري.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سریلانکا ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه

د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ۲۹۸ منډې ترسره کړې. دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې پیل شوې ده، افغان لوبډلې پچه وګټه او لومړی یې توپوهنه وکړه. افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۹.۲ اورونه ولوبول او ۲۹۸ منډې یې وکړې. د افغانستان په توپوهونکو کې محمدهارون خان ۸۸، خالد تڼیوال ۴۵، کامران هوتک ۴۳ او سهیل خان ۳۴ منډې جوړې کړې. د سریلانکا په توپ اچونکو کې پیلیز توپ اچونکي راناټونګا۴ او کولوپانا ۳ لوبغاړي وسوځول. د سریلانکا توپوهونکو خپله پاڼۍ تازه پیل کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: د ځپونکو فرمانونو په دوام سره به نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر هغې چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو له ځپلو او تبعیض څخه لاس وانخلي، د نړۍ هېوادونه به له دوی سره تعامل ونه کړي. د افغانستان په شمال کې یوه محصله نجلۍ وایي، اوس په کور ده، خو د زده کړو د بشپړولو هیله لري. دا چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، په خبره یې د اقتصاد د دریېم کال محصله ده. نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي چې د پوهنتونونو او د ښوونځيو دروازې ژر تر ژره د نجونو پر مخ خلاصې کړي. هغه زیاتوي: "موږ د دې اجازه نه لرو چې سبق او زده کړو ته ولاړې شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې زلزلې مالي او زیانونه اړولي

په افغانستان کې د تېرې شپې د زلزلې له کبله په یو شمېر ولایتونو کې مالي او زیانونه اوښتي دي. ځینو افغانانو د وېرې له کبله ان شپه له کورونو بهر تېره کړې. نور په ویډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

د اوبو نړیواله ورځ؛ ځینې افغانان پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له کبله شکایت کوي

نن د مارچ ۲۲مه د اوبو نړیواله ورځ ده. په داسې حال کې چې نن د مارچ ٢٢مه د اوبو نړیواله ورځ ده، یو شمېر افغانان د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او د اوبو له کمښت شکایت کوي. د کابل ښار یوه اوسېدونکي احمد شاکر ازادي راډيو ته وویل چې دوی او د سیمې نور اوسېدونکي د څښاک اوبه په ډېرو ستونزو ترلاسه کوي. هغه وویل: "زموږ په سیمه کې اوسمهال خلک له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. زموږ خویندې، نجونې او هلکان ټول له بوشکو او کراچۍ سره د څښاک په اوبو پسې سرګردانه دي." د مزارشريف اوسېدونکې نازنين هم وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې له کبله ۴ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ژوبل دي

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د تېرې شپې زلزلې ۴ کسان وژلي او شاوخوا ٧٥ نور يې ژوبل کړي دي. ۳۵ کلن عبدالبصیر د لغمان ولایت د علیشینګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی وايي چې دا او کورنۍ یې ویده وو چې زلزله وشوه او د شپې د تیارې او دوړو له امله یې ونه شو کړای چې خپله درې میاشتنې لور وژغوري. هغه ازادي راډیو ته وویل: "د شپې نه پوهېږم چې څو بجې وې، ناڅاپه حالت راغی زلزله شروع شوه. بس ماشومانو چیغې شروع کړې، په وتو کې دېوال راباندې وغورځېده. خپله هم زخمي شوم، یو زوی او دوه لورګانې مې زخمي دي. یوې لور مې په کې مړه شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین له خپل چینايي سیال سره خبرې 'بریالۍ او رغونکې' بللي

د چین ولسمشر شي جین پینګ مسکو ته خپل درې ورځني سفر نن چهارشنبه پای ته ورساوه. د چین ولسمشر داسې مهال مسکو ته درې ورځني سفر پای ته ورساوه چې روسیه پر اوکراین د یرغل له کبله له ژورېدونکې نړیوالې انزوا سره مخامخ ده. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په کریلیمن کې د خبرو پر مهال له شي جین پینګ سره خبرې 'بریالۍ او رغونکې' یادې کړې. د چین ولسمشر بیا ویلي، روسیې سره په لاسلیک شویو هوکړو کې یوه هغه یې د پیکینګ او مسکو ترمنځ د همکارۍ 'د نوي څپرکي' ده. شي جین پینګ له پوتین سره تر خبرو وروسته پرون د مارچ په ۲۱مه وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام؛ نړیوال بنسټونه د طالبانو دا پرېکړه خواشینوونکې بولي

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو اداره وايي، له زده کړو د افغان نجونو د راګرځولو پرېکړې دوی له تاوتریخوالي، لوږې او ناوړه ګټنې سره مخ کړي دي. په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې د طالبانو حکومت د نوي ښوونیز کال پیل اعلان کړ او نجونو ته یې بیا هم له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو اجازه ورنه کړه، یو شمېر نړیوالو بنسټونو د طالبانو دا پرېکړه خواشینوونکې بللې ده. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ادارې په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره کړې ویلي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر کورنۍ: د نوي کال په لومړۍ ورځ مو طالبانو د تګ راتګ مخه ونيوله

د نوي کال او د نوروز په را رسېدلو سره، یو شمېر هغه کورنۍ چې د تفریح، میلې او د خپلوانو لیدلو ته تللي وو وایي، د نوروز په لومړی ورځ یې طالبانو د تګ او راتګ مخه ونیوله. ذبیح‌الله چې د خپلو ملګرو سره د تفریح لپاره د کابل د قصبې غونډۍ ته تللی وو، وایي طالبانو هوایي ډزې وکړي، دوی او هغه کورنۍ چې غونډۍ ته تللې وو، د طالبانو له‌خوا و ایستل شول. نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ چې کله ولاړو، لس دقیقې به نه وې تېرې شوې، موږ کېناستو چې د طالبانو ځواکونه راغلل او هوایي ډزې یې وکړې، ټولې کورنۍ یې بېرته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ورکړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د روژې میاشتې د رارسېدو له کبله د ټولې نړۍ مسلمانانو ته مبارکې ورکړې ده. هغه نن چهارشنبه په یوه ویډیویي پيغام کې هیله څرګنده کړې چې له دې موقع نه په استفادې دې په ټوله نړۍ کې د سولې او عدالت لپاره کار وشي. نوموړي ويلي: "زه له ټولو هغو کسانو سره یو ځای چې روژه نیسي د سولې، متقابل درناوي او پیوستون غږ کوم. موږ باید له دې مبارکې میاشتې الهام واخلو او په ټوله نړۍ کې د عدالت او انصاف لپاره کار وکړو." د سعودي عربستان چارواکو ویلي، نن چهارشنبه د شعبان دېرشمه او سبا پنجشنبه د روژې اوله ورځ ده.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او پاکستان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ ته پورته شو

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه پنځه درجې دغې زلزله کې لږ تر لږه ۹ تنه په پاکستان او څلور نور په افغانستان کې مړه شوي دي. د عبدالبصیر په نوم د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکی او څلور ماشومان یې دغې زلزله کې ټپیان او یوه درې مياشتنۍ ماشومه یې مړه شوې ده. هغه ازادي راډیو ته وویل: "په وتو کې چې وو، یو دېوال را باندې وغورځېده. خپله هم زخمي یم، دوه مې لورانې زخمي دي او یو زوی مې زخمي دی، فامیل کې ټول زخمیان دي، یوه ماشوم خو مې ژوند له لاسه ورکړ." د امریکا د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت کابل کې د داعش وسله‌والو پر يوه يوه پټن‌ځای د عملياتو ترسره کېدو خبر ورکړ

د طالبانو د حکومت وياند وايي، تېره شپه د کابل ښار دولمسې حوزې اړوند بتخاک څلور لارې کې د ده پر ټکو د خوارجو پر يوه پټن‌ځای عمليات ترسره شوي دي. ذبيح‌الله مجاهد پر خپل ټوېټر ليکلي دي، د يادو عملياتو په پايله کې درې داعش وسله‌وال وژل شوي. دغه راز نوموړی وايي، د عملياتو پر مهال وسلې، لاسي بمونه، چاودېدونکي مواد او د ماين جوړونې ډېر شمېر وسايل هم ترلاسه شوي دي. مجاهد وايي، داعش وسله‌والو پلان درلود چې د روژې مبارکې مياشت کې پر مسجدونو او ملکي وګړو باندې بريدونه وکړي، چې د طالبانو له‌خوا مخکې له مخکې شنډ کړل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ملا هدايت الله بدري د افغانستان بانک لپاره د سرپرست په توګه ګمارلی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې ملا هدایت الله بدري یې د افغانستان بانک سرپرست ګومارلی دی. ملا هدایت الله بدري د طالبانو حکومت د کابینې له اعلان وروسته تر دې دمه د مالیې سرپرست وزیر و. څو ورځې وړاندې ځینې داسې اوازې هم خپرې شوې چې ملا هدایت الله بدري د طالبانو له مشر ملا هیبت الله اخندزاده سره د عوایدو په سر د اختلاف له امله استعفا کړې ده، خو د طالبانو حکومت ویاند بیا دا اوازه رد کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

نن د هغو برېتانيايي ځواکونو په اړه څېړنه پيليږي چې افغانستان کې د ملکيانو پر وژنه تورن دي

نن چهارشنبې په لندن کې په افغانستان کې د برېتانيايي ځانګړو ځواکونو له لوري د شپې له‌خوا په ترسره شویو عملیاتو کې په ناقانونه توګه د لسګونو کسانو د وژلو د ادعاو په اړه یوه عامه څېړنه پیلیږي. د برېتانیا د دفاع وزارت د دغې څېړنې امر وروسته له هغې ورکړ چې تېر کال د بي‌بي‌سي ټلوېزیون په یوه مستند فلم کې وویل، د برېتانیا د هوایي ځانګړو ځواکونو (SAS) سرتېرو په مشکوکو شرایطو کې ۵۴ کسان وژلي دي. همدارنګه دې څېړنې ته وروسته له هغې اجازه ورکړل شوه، چې دوو کورنیو چې دغه ځانګړي ځواکونه یې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا د ايران پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه ولګول

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سه‌شنبې د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي. د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي. په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی. امریکايي دفاعي چارواکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مک‌کال: که بلېنکن نن له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو اسناد را ونه‌سپاري احضار به شي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مک‌کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي. ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي. د مک‌کال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو پر زده‌کړو د بنديز د دوام په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

یو شمېر خبري رسنیو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې په افغانستان کې د تعلیمي کال پیل ته پام اړولی، چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښوونځي ته نه ځي. ډجیټل ژورنال: ډجیټل ژورنال د کال په لومړۍ ورځ او د تعلیمي کال په پیل کې دوې ستونزې یادوي. لومړی دا چې پخوا به د کال په لومړۍ نېټه د نوروز په خاطر ښوونځي تړلي وو او د وري په دوهمه ورځ به ښوونځي پرانیستل کېدل. دوهم دا چې د طالبانو د پوهنې وزارت د وري یا حمل په لومړۍ نېټه د ښوونځیو د پرانيستل کېدو په اړه پر وخت معلومات ور نه‌کړل او دا چې په دې ورځ ښوونځي پرانیستي وو خو بیا هم درس په‌کې نه و.

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان سبا پنجشنبه د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې

د سعودي عربستان حکومت وايي، پرون سه‌شنبه میاشت ونه لیدل شوه او پنجشنبه به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي. حرمین شریفین په یوه اعلامیه کې ویلي، سر له سبا به د عربستان په دوو سپېڅلو جوماتونو مسجد نبوي او مسجد حرام کې د تراويح لمونځونه کېږي. د طالبانو حکومت تر اوسه د روژې د اعلان په اړه څه نه‌دي ويلي، خو د افغانستان حکومت د سعودي عربستان د محکمې له اعلان وروسته هم روژه نيسي او هم اختر کوي.

Pa.azadiradio.com 

د هند پوليسو کشمير کې يو خبريال د تروريستي فعاليتونو په تور نيولی

د هند د ټروریزم ضد افسرانو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو خبریال او د بشري حقونو د یوې ډلې کارکوونکی نیولي دي. هندي چارواکو پرون سه‌شنبه وویل، پر دغه خبریال تور لګول شوی، چې د تروریستي فعالیتونو په تمویلول کې دخیل و. د عرفان مهراج په نوم مقطع يي خبریال او د مجلې اډیټر د دوشنبې په ورځ په سرینګر کې د پولیسو ماموریت ته احضار کړای شوی و او د د تحقیقاتي ملي ادارې پرون نوموړی توقیف کړ. تر دې مخکې هم دغه خبریال څو- څو وارې د تحقیقاتو ملي ادارې له‌خوا له پوښتنو ګروېږنو سره مخ شوی دی، خو بېرته خوشې شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: پنټاګون اوکراين ته د ټانکونو د ورکولو بهير تېزوي

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په پام کې لري، چې اوکراین ته د ابرامزـ۲ په نوم د ټانکونو د ورکولو بهیر چټک کړي. پنټاګون دا مهال پر دې غور کوي، چې د دغو ټانکونو زړې بڼې تر جوړولو وروسته اوکراین ته ورکړي، چې دا کار تر نویو ټانکونو لږ وخت نیسي. امریکايي چارواکو اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته پرون ویلي، هدف دا دې چې له اتو تر لسو میاشتو پورې د اوکراین جنګي ساحې ته دغه جنګي ټانکونه ورسول شي. اصلي پلان دا و چې اوکراین ته ۳۱ عرادې ابرامزـM1A2 ډوله ټانکونه ورکړل شي، چې جوړول او اوکراین ته رسول یې تر یوه یا دوو کلونو وخت نیسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د لوېدیځ په ګڼو کردمېشتو سیمو کې د حکومت پر خلاف تازه اعتراضونه شوي

د ایران امنیتي ځواکونو د دغو اعتراضونو په وړاندې په داسې حال کې له فشارونو کار واخیست چې په ایران کې پرون د نوروز جشنونه روان وو. پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو راپورونو کې ښکاري، چې د اذربایجان غربي په مهاباد، اشنویه، بوکان، پیرانشهر او د کردستان په سقز، سنندرج او دهګلان کې پر لارو سړکونو اعتراضونه شوي دي. د بشري حقونو د یوې ډلې ههنګاو د ویبسایټ په ګډون ځینو سرچینو ویلي، په سقز ښار کې راټولو شویو کسانو د ۲۲ کلنې مهسا امیني پر مړینه ویر وکړ. دغه مېرمن چې په سپټمبر میاشت کې په بشپړ ډول د حجاب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ؛ د افغانستان کم‌عمره ځوانان نن له سريلانکا سره شل اوريزه لوبه کوي

د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډله نن د درې اړخیزو مسابقو په لړ کې د سریلانکا په وړاندې شل اووره مسابقه کوي. کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې دا به په ابوظبۍ کې د افغانستان او سریلانکا دویمه مسابقه ده، چې نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپین درې نیمې بجې پیلېږي. د کورني کرېکټ مسوول، نظیم جار عبدالرحیمزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "چمتووالي ښه نتیجه ورکړه. زه باور لرم د درېیو هېوادونو افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا دغه لوبلړۍ چې ده، په‌کې به زموږ ۱۹ کلن هلکان ښه وځلېږي." د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او پاکستان کې د تېرې شپې د زلزلې له امله يوولس کسان مړه شوي

د تېرې شپې په زلزله کې چې د افغانستان او پاکستان ډېرې سیمې یې ولړزولې، افغان او پاکستاني چارواکو د لږ تر لږه یوولسو کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د امریکا د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې و، قدرت د ریښترپه کچه ۶،۵ ثبت کړی دی. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ټویټ کې ویلي، په ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي مرکزونو ته د دوو تنو مړي او نږدې شل تنه ټپیان ور وړل شوي، خو د هغه په خبره دا د مرګ‌ژوبلې وروستي ارقام نه‌دي. ... Читать дальше...


Конференция «Частные инвестиции во внутренний туризм Краснодарского края: проблемы, вызовы, перспективы»

Добровинский: суд в Москве вернул исковое заявление Успенской к Киркорову

Доброхотова сообщила, что реализация КРТ может вывести Крым на новый уровень

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Певица Нюша снялась в откровенном наряде на пляже

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

В День памяти и скорби вход в Музей Победы будет свободным

Сенатор Карасин: Москва запомнит отказ Румынии в выдачи визы делегации РФ в ПАСЕ

Музыкальные новости

В «Институте регионального развития» при Уральской ТПП прошел семинар «Возможности оптимизации налогов для производства и налоговые риски»

Казаков, казачек и казачат Кубанского казачьего центра «Баско» наградили за активное участие в Кадетском движении России

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

"Зенит" проведет в межсезонье три контрольные игры

Новости России

Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

В День памяти и скорби вход в Музей Победы будет свободным

Сенатор Карасин: Москва запомнит отказ Румынии в выдачи визы делегации РФ в ПАСЕ

Певица Лолита выступила в столичном ресторане в мини-платье

Экология в России и мире

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Спорт в России и мире

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Северные ночи...

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *