Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 07.03.2023

Pa.azadiradio.com 

په رسامۍ کې پر افغان نجونو د محدوديت کيسې

وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، پر افغان نجونو او مېرمنو يې په بېلابېلو برخو کې په تدريجي ډول سخت بنديزونه ولګول. يو شمېر افغانې نجونې انځورګرې چې په بېلابېلو هېوادونو کې اوسيږي د خپلو رساميو له لارې د هغو بې‌وسو افغانو نجونو ارمانونه انځور کړي دي چې افغانستان کې اوسي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره د شل اوریزو سیالیو نېټې په ډاګه کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ د سه‌شنبې په ورځ د مارچ په ۷مه نېټه پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې، د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه به د روانې میاشتې په۲۵مه نېټه وي. کرېکټ بورډ زیاتوي، دوه نورې لوبې به هم د مارچ په ۲۷مه او ۲۹مه نېټه ترسره شي. دغه سیالۍ چې د افغان کرېکټ بورډ په کوربه‌توب پیلیږي د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې به ترسره شي. په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف له قوله لیکل شوي: "له تېرې څه مودې راهیسې مو په پر له‌پسې توګه له پاکستان کرېکټ بورډ سره خبرې اترې او بحثونه وکړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې ولې ښځې د سفر پر مهال د ټکسي په ډکيو کې کېنول کېږي؟

کندهار کې مېرمنې د ښاري ټکسي موټرونو په ډکیو کې له یو ځای څخه بل ځای ته سفر کوي، په داسې حال کې چې ډکۍ په موټرونو کې د اضافه توکو او بکسونو د اېښودلو لپاره وي. يو شمېر مېرمنې وايي، په ډکیو کې تګ ورته ګران دی او دوی ته سخت تکلیف ورکوي. بل‌خوا د کندهار اوسېدونکي وايي، که چېرې په ښار کې ملي بسونه فعال کړی شي، نو ښځې به د ټکسي د ډکیو پر ځای د ښاري بسونو په سیټونو کې سفر وکړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د سوالګرو ښځو شمېر زیات شوی

ځینې ښځې د اقتصادي ستونزو او د خپلو کورنیو د سرپرست د نشتوالي له امله په کندز ښار کې خیرات ټولوي. دوی وايي، که د طالبانو حکومت دوی ته د کار زمینه برابره کړي، سوالګري به پرېږدي. له دغو مېرمنو یوه هم څلوېښت کلنه شاه جان ده چې وايي، زده کړې يې نه‌دي کړي او د کورنۍ د سرپرست د نشتوالي له کبله سوالګري ته اړه شوې ده. نوموړې وايي: "زه کونډه یم او ۷ تنه یتیمان را له غاړې دي. د کورنۍ سرپرست نه‌لرم. مېړه مې مړ شوی دی. د بې‌وزلۍ له امله د کندز ښار په واټونو کې له سهاره تر ماښام پورې سوالګري کوم. د ورځې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د ملګروملتونو سرمنشي سبا د اوکراين له ولسمشر سره وګوري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش به سبا چهارشنبې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د دغه هېواد له ولسمشر ولودومیر زلنسکي سره وګوري. ويل شوي، په دې کتنه کې به له مسکو سره د شوې هغې هوکړې د غځېدو په اړه خبرې وشي چې د اوکراین د تورسمندرګي له بندرونو د دې هېواد د غلو صادراتو ته اجازه ورکوي. د ملګروملتونو ویاند سټیفان دوچاریک وویل، ګوتېرش اوکراین ته پر لاره نن پولنډ ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړه، ګوتېرش به د دغې هوکړې د غځېدو پر ټولو اړخونو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې وکړي. د څلورو میاشتو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځو نړیواله ورځ؛ د ښځو د حقونو فعالې وږمې توخي سره خبرې

د مارچ اتمه د ښځو لپاره د بریاوو ورځ ده، دا ورځ په نړۍ کې ځکه د ښځې د ورځې په نوم لمانځل کېږي چې په دې ورځ ښځو خپل یو شمېر حقونه ترلاسه کړي دي.  نن موږ د دې ورځې د لمانځلو په پلمه د هغې زابلۍ پېغلې سره خبرې کوو چې خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې يې ډیر زحمتونه ګاللي دي.

Pa.azadiradio.com 

هنګري ناټو کې د سويډن له غوښتن‌ليک ملاتړ کړی

د هنګري د پارلمان یوې کمېټې نن د سویډن د پارلمان له رئیس سره له کتنې وروسته چې، د هنګري د واکمن ګوند د سیاسي اختلافاتو د هواري لپاره ترسره شوې، وویل په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د غوښتن‌لیک ملاتړ کوي. د هنګري د پارلمان یو شمېر وکیلانو په دې اړه شکونه ښودلي چې، ایا په ناټو کې د سویډن او فنلنډ چې د دوی په خبره دواړو د هنګري د ډیموکراسۍ په اړه بربنډ درواغ ویلي، د غړیتوب د غوښتن‌لیکونو ملاتړ وکړي. دواړو هېوادونو وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، په دې تړون کې د غړیتوب لپاره غوښتن‌لیکونه وړاندې کړل.

Pa.azadiradio.com 

د کار نړيوال سازمان: افغانستان کې د ښځو کاري فرصتونه ۲۵سلنه کم شوي

د کار نړیوال سازمان یا ILO وایي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تېر۲۰۲۲ کال په وروستیو درې میاشتو کې د ښځو کاري فرصتونه د ۲۰۲۱ کال د همدې مودې په پرتله ۲۵سلنه کم شوي دي. د ښځو د کاري فرصتونو د کمېدا مهم لاملونه د طالبانو له‌خوا پر ښځو د کار او زده‌کړې په برخو کې زیات شوي محدودیتونه یاد شوي دي. د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان جګپوړي همغږي کونکي رامین بهزاد د افغانستان د ۲۰۲۲ کال له ارزونې سره یو ځای په یوه بیان کې ویلي چې، په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه د دوی د زده‌کړې او د کار د بازار پر امکاناتو سختې اغېزې کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو او مېرمنو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې به اغېز ولري؟

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي. خو د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي دغه خبرې په اوس وخت کې څه معنا لري؟ زموږ همکار محمد خاطر پردېس دغه پوښتنه د مرکې په سر کې له ښځینه فعالې ښایسته صافۍ نه مطرح کړې ده. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د سيمې يو شمېر هېوادونو ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه کړې

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند نن سه‌شنبه د افغانستان په اړه د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو کوربه و. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په دې ناسته کې د افغانستان په سیاسي وضیعت، تل پاتې سولې، د سیمې د هېوادونو په اندېښنو او افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي بحث شوی. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ګډون کوونکو له افغانستان سره د ښو اړیکو په درلودو ټینګار کړی. سره له دې چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي خو ويل شوي چې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو بنديزونو ته غبرګون؛ کابل او پکتيکا کې ښځو او نجونو لاريونونه کړي

په کابل او پکتیکا کې نن یو شمېر نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا پر دوی د لګول شویو سختو بندیزونو په غبرګون کې اعتراضونه کړی. يو شمېر افغان معترضو نجونو او ښځو په خپلو غږونو د کابل په واټونو کې خپور شوی سکوت مات کړ. دوی د عدالت او برابرۍ غوښتنه کوي او پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د سخت دریځې کړن‌لارې پر بنسټ، لګول شوي بندیزونه غندي. دوی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ مخ‌ته را ټولې شوې وې وايي، محرومیت د دوی حق نه‌دی. له معترضو یوې یې چې ویې نه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر کورنۍ: اولادونو مو د نوي تعليمي کال پيل ته هيڅ تياری نه‌دی نيولی

د ښوونځي يوه زده‌کوونکې چې د طالبانو حکومت د نورو زرګونه نجونو په څېر په دې هم له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې تړلي، خو وړه خور یې چې له شپږم په ښکته ټولګي کې زده‌کړې کوي ښوونځي ته د تګ چانس لري. نوموړې وايي، د کوچني خور لپاره یې د ښوونځي د پیل هیڅ تیاری نه‌دی نیولی. دا چې نه‌غواړي په راپور کې يې نوم خپور شي وايي، د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو د حکومت د محدودیت له امله یې له زده‌کړو سره د کوچنۍ خور مینه هم کمه شوې ده. نوموړې وايي: "زه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د زده‌کړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عمران خان او حکومت کړکېچ؛ نوموړی نن محکمې ته حاضر نه‌شو

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان باید نن پر ده د فساد د تورونو په قضیه کې د ځواب ویلو لپاره د اسلام‌اباد محکمې ته ورغلی وای خو نوموړی نن محکمې ته نه‌دی حاضر شوی. ظاهرا د ده هدف یو حقوقي مانور و، څو توقیف نه‌شي. قاضي ظفر اقبال غوښتنه کړې وه چې، عمران باید شخصا د صدراعظم په توګه د کار په دوره کې نورو هېوادونو ته د سفر پر مهال د ترلاسه شویو تحفو د پلورلو د تورونو په اړه ځواب ویلو ته حاضر شي. همدې قاضي تېره اوونۍ د عمران خان د نیولو حکم ورکړی و، په داسې حال کې چې پولیسو ته د هغه د نیولو امر یوازې اوسنی صدراعظم کولای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: د بنديانو د تبادلې په دوام ايران ۱۸۹ افغان بنديان خوشې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د زندانیانو د تبادلې په دوام نن سه‌شنبه ۱۸۹ افغانان چې په ایران کې زنداني وو، د اسلام قلعه په بندر کې دوی ته سپارل شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، دا کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو مذاکراتو او توافق په پایله کې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي. هغه وویل: "دا توافق څو ورځې وړاندې د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د علومو اکاډمۍ د انتو ګرافي موزیم مشر څېړوندوی فرید الله نوري نورستانی ومړ

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کوشاني څېړنو د مرکز د انتوګرافۍ موزیم مشر څېړوندوی فرید الله نوري نورستانی د څلوېښتو کلونو په عمر وفات شو. نوموړي تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په یو روغتون کې ساه ورکړه او نن د کابل د ګوسفندرۍ په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه په جنازه کې چې نن یوه بجه وشوه ګڼو فرهنګي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو او د علومو اکاډمۍ غړو برخه اخیستې وه. که څه هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هغه د مړینې په اړه د خواخوږۍ کوم رسمي پیغام نه‌دی خپور کړی خو د علومو اکاډمۍ پخواني رئیس ظاهر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عاليه عزيزي او مرتضی بهبودي تري‌تم کېدل؛ کورنۍ يې د خوشې کېدو غوښتنه کوي

د ځینو هغو کسانو کورنۍ چې د طالبانو له‌خوا نیول شوي، د طالبانو له حکومته غواړي چې برخلیک یې معلوم کړي او هغوی چې تري‌تم دي، که چېرې د دوی په بند کې وي خوشې دې يې کړي. د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې له څو ورځني زندان وروسته یوه ورځ مخکې د طالبانو له بنده ازاد شو وایي، اوس‌مهال له رواني پلوه په داسې وضعیت کې نه‌دی چې له رسنیو سره مفصلې خبرې وکړي. اسماعیل مشعل د سلواغې په دیارلسمه نېټه نیول شوی و. د نوموړي د دفتر مدیر په دغه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو "نن شاوخوا دولس بجې طالبانو استاد مشعل هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېریش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي. ګوټېریش چې پرون یې 'د ښځو د وضعیت کمېسیون' ته وینا کوله وویل، وروستیو کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد او د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس له واضحه پیغامونو سره افغانستان ته سفر کړی و. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد له یوه پلاوي سره په جنوري میاشت کې افغانستان ته تللې وه او له طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې د ښځو حقونه د ورکېدو په حال کې دي. انټونیو ګوټېریش بېګا د ښځو د وضعیت د څېړنې په هدف د ملګرو ملتونو په نوښت د سي ایس ډبلیو په نوم غونډې ته په وینا کې وویل په دې هېوادونو کې ښځې او نجونې عملاً له ټولنیز ژوند څخه حذف شوي. هغه زیاته کړه، داسې مهال چې په نړۍ کې جنسیتي مساوات په پراخېدو دی، په دې هېوادونو کې له ښځو سره واټن نور هم زیات شوی. د سرمنشي مرستیالې او د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي په دونېڅک کې د دفاعي لیکو د پیاوړې کېدو ژمنه کړې

په داسې حال کې چې روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د اوکراین پر بخموت ښار د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ژمنه کړې چې د ختیځې دونېڅک سیمې د دې کلابند شوي ښار دفاعي لیکې به نورې هم پیاوړې کوي. زیلینسکي په خپله بېګانۍ وینا کې وویل چې ده او پوځي قوماندانانو یې پتېیلې چې له بخموت څخه به نه وځي ځکه د ده په وینا له دې ښاره وتل د دوی پلان نه دی. په عین حال کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، سرتېرو یې له پرون راهیسې د روسیې ۱۴۰ حملې شنډې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ۱۲ هېوادونو کې په خوارځواکۍ د اخته امیندوارو او شیدو ورکونکو مېرمنو شمېر زیات شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې په خوارځواکۍ د اخته امیندوارو او شیدې ورکونکو مېرمنو شمېر ۲۵ فیصده زیات شوی دی. یونېسف په دې اړه خپل راپور کې چې نن سې شنبه خپور شو ویلي، دغه مېرمنې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې اوسېږي. نور هېوادونه بورکینافاسو، چاد، ایتیوپیا، کینیا، مالي، نایجر، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان او یمن یاد شوي دي. په راپور کې راغلي چې په خوارځواکۍ د اخته مېرمنو شمېر له پنځه نیم میلیونو څخه شپږ میلیونه او نهو لکو ته رسېدلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژوندي پاتې کېدو په تمه غبرګونکو کاناډایي ماشومانو خپله لومړنۍ کلیزه ونمانځله

هغو غبرګونکو کاناډایي ماشومانو خپله لومړنۍ کلیزه ونمانځله چې له ټاکلې مودې څلور میاشتې یا ۱۲۶ ورځې مخکې زېږېدلي وو او د ژوندي پاتې کېدو تمه یې نه وه. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ادیال او اریال په نوم دغه هلک او نجلۍ د هغو امریکایي غبرګولو ماشومانو ریکارډ مات کړ چې له ټاکلې مودې ۱۲۵ ورځې مخکې زېږېدلي وو. اوس د کاناډایي ماشومانو نومونه د نړۍ د ریکارډونو په کتاب ګینس کې ثبت شول. د ګینس په ویبپاڼه کې راغلي چې د دغو ماشومانو یوه هغه د زېږون پر مهال ۳۳۰ ګرامه او بل هغه یې ۴۲۰ ګرامه وزن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د نيمروز سرحدي سيمه کې له ايراني ځواکونو سره نښته تاييد کړه

په نیمروز کې د طالبانو ځایي چارواکي تاییدوي چې د دوی او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه کې د کنګ ولسوالۍ د مهاجر اباد سیمې یوه کور ته مالي زیان اوښتی دی. نیمروز کې د طالبانو د والي ویاند مولوي ګل محمد قدرت ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته وړمه ورځ هغه مهال شوې چې په خبره یې ایراني ځواکونو د دوی د سیوري یوې څپرۍ ته اور واچوه. قدرت وایي، جګړې شل دقیقې دوام کړی چې چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی، خو زیاتوي چې پل ابریشم په سیمه کې یو کور تخریب شوی دی. د ایران فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داعش د پاکستان په کوټه کې د وروستي ځانمرګي بريد مسووليت ومانه

د اسلامي‌دولت ډلې یا داعش د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د هغه ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چې پرون دوشنبه ۹ پولیس په کې ووژل شول. د رویټرز خبري اژانس په وینا دغه برید د کوټې ختیځ ته په ۱۶۰ کیلو متري سیبي سیمه کې پرون هغه مهال وشو چې په موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر د پولیسو موټر په نښه کړ. د 'سایټ' استخباراتي ډلې مشرې ریتا کتز چې د سخت دریځو ډلو انلاین فعالیتونه څاري، پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې داعش د برید پړه منلې ده. رویټرز د روغتیایي چارواکو په حواله ویلي چې برید کې ۷ پولیس ټپيان شوي هم دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايا د افغان ښځو په وضعیت کې به بدلون راشي؟

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشريت پر ضد له جنایتونو سره انډول ګڼل کېدای شي. د دې موضوع په اړه احمدتکل د ښځو د حقونو له فعالې خدیجې امین سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې آیا په نږدې یا لیرې راتلونکي کې دا تمه کېدای شي چې د افغان ښځو په وضعیت کې به بدلون راشي او طالبان به د نجونو تعلیم او کار ته اجازه ورکړي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:


Где есть окрошку: с крабами, груздями и рисовым вином

Олег Газманов исполнит свои хиты на Дне России в Санкт-Петербурге

Расписание поездов Савеловского и Белорусского направлений МЖД изменится с 3 июня

Володин: в государствах ОДКБ созданы все условия для проведения демократических выборов



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Масштабные учения РСЧС провели в Подмосковье

Неделя русского языка началась в Париже

Россия требует от США правду о ядерных ракетах в Азии. В Польше сообщили о "мобилизации"

Почти 40 жителей аварийных домов Подмосковья переселили за неделю

Музыкальные новости

До плюс 50 градусов: Каким городам России грозит аномальная жара летом 2024 года. Опубликован список

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ

Грубая фальсификация Баку: Уничтожающий собственный народ Азербайджан обвиняет армян

Новости России

Тренер "Зенита" Семак объяснил антипатию к клубу постоянными победами

Собянин: в Москве создадут два новых трамвайных маршрута

В Самаре завершился второй хоккейный турнир «Парни из стали»

В Москве стартовал третий сезон конкурса детского творчества «Про мой район»

Экология в России и мире

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Россияне решили этим летом меньше отдыхать на курортах

Праздник в детском отделении от Клуба пациентов

Спорт в России и мире

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Медведев вышел в 1/8 финала «Ролан Гаррос» — 2024

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

Российские топ-компании получили предложение привезти на ПМЭФ Канье Уэста...за $1 млн

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Пожар в пятиэтажке унес жизнь неосторожного курильщика







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *