Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2023

Новости за 05.03.2023

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې نن سهار زلزله شوې

یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۱ درجه و، نن سهار وختي د افغانستان بدخشان ولایت ولړزاوه. د زلزله پېژندنې نړیوالې ادرې اټکل کوي چې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په ۲۵ کیلومترۍ کې تر مځکې ۱۸۱ کیلومتره لاندې و. د تاجکستان د بېړنیو شرایطو کمېټې ویلي چې، دې زلزلې د دغه هېواد د بدخشان ولایت هم لړزولی دی.

Pa.azadiradio.com 

ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د قربانيانو تازه شمېر ۵۱ زره تنه ښودل شوی

د ترکیې او سوریې د مرګونې زلزلې تازه شمېرې ښيي چې په دواړو هېوادونو کې په دې زلزله کې، چې یوه میاشت پخوا وشوه، تر ۵۱ زره ډېر کسان مړه شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سلوات پرون (شنبه) وویل، تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ زره ۹۶۹ تنو ته رسېدلی دی. د ښاغلي سلوات په وینا په دې کسانو کې هغه ټپیان هم شامل دي چې وروسته یې په روغتونونو کې سا پرې کړې ده. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، په مړو شویو کسانو کې ۴ زره ۲۶۷ تنه سوري کډوال هم شامل دي. دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته مو صادرات زيات شوي

د پاکستان مرکزي بانک وايي، په وروستیو اوو میاشتو کې له د غه هېواد څخه افغانستان ته صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې څه باندې لس زیات شوي دي. د پاکستان سټېټ بنک یا مرکزي بانک نن په یاده موده کې افغانستان ته د صادراتو د اندازې په اړه په خپل راپور کې ویلي چې، په پاکستان د ۲۰۲۲ له جولای څخه د ۲۰۲۳ تر جنورۍ پورې د څه باندې ۲۸۵ میلیون ډالرو صادرات کړي دي. د پاکستان د مرکزي بانک په راپور کې له افغانستانه پاکستان ته د صادراتو یادونه نه‌ده شوې. په وروستیو ورځو کې د تورخم بندر د بندېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې يو شمېر مېرمنو د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ له خپل وخت مخکې ونمانځله

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوهم ځل لپاره، د مارچ له اتمې نمانځنه. افغان معترضې مېرمنې ادعا لري، چې د طالبانو حکومت دوی له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي، خو د دوی په خبره د نابرابرۍ او بې عدالتۍ په وړاندې به له خپلې مبارزې لاس په سر نه‌شي. یوه له دغو مېرمنو، چې د یکشنبې د ورځې په سهار یې په کابل کې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د نمانځنې په یوې غونډه کې کې برخه اخیستي وه او نه‌غواړي نوم یې راپور کې خپور شي وایي: "د مارچ د اتمې نېټې له نمانځلو زمونږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

توماس نېکلاسن: د اوسني بحران د حل لپاره دې افغانان خپل‌منځي خبرې پيل کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن د افغانانو ترمنځ د معنا لرونکو خبرو د پیل غوښتنه کوي. هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغانان باید په افغانستان کې دننه مخامخ سره کېني او د وخت په تېرېدو له یوه او بله سره تعامل وکړي. نوموړي وويل: "زما تجربه دا ده چې د معنا لرونکو خبرو لپاره تاسې دې ته اړتیا لرئ چې یو او بل ته مخامخ سره خبرې وکړئ او د وخت په تېرېدو یوه او بل سره تعامل وکړئ. دا ډېر، ډېر ساده کار دی چې یو مشخص ځای کې وشي. زه فکر کوم دا واضحه ده چې څوک باید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران؛ ۱۵ ښارونو کې د نجونو پر ښوونځيو د زهرجنو ګازو بريدونه شوي

د دې بریدونو له امله سلګونه نجونې مسمومې او اکثر یې روغتونو ته وړل شوې دي. د راپورونو له‌مخې بندر عباس، اهواز، مشهد، نیشاپور، شیراز، تهران، اصفهان، تبریز، زنجان، ابهر، فولادشهر، ګیلانغرب، خلخال، کرج، هفتګل، شهریار او ګونباد کاووس هغه ښارونه دي چې، د نجونو ګڼ ښوونځي په‌کې د یکشنبې په ورځ د زهرجنو ګازو د بریدونو هدف ګرځېدلي. ویره یې شته چې د دغو زهرجنو ګازو د بریدونو په دوام سره به نجونې له ښوونځیو محرومې شي. د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې د راپور له‌مخې د تهران په جنوب کې د یوه ښوونځي له شپږو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلک: د تېلو بيې ټيټې شوي، خو د ټرانسپورټ کرايه لوړه ده

یو شمېر کابل مېشتي وايي، که څه هم د نفتي توکو او تېلو بیې راټېټې شوي، خو د خلکو په ژوند یې هیڅ مثبت اغېز نه‌‌‌دی کړی. دوی نیوکه کوي چې د تېلو او نفتي توکو د بیو په راټېټېدو سره بیا هم د موټرو په کرایو کې کمی نه‌دی راغلی. د کابل یو اوسېدونکی ظفر ازادي راډیو ته وايي: "که څه هم د تېلو بیې را کمي شوي، خو د موټرونو په کرایو کې تغییر نه‌دی راغلی، یعنې د خلکو په ژوند یې مثبت بدلون نه‌دی راوستی. په افغانستان کې له بده مرغه چې کومه ستونزه ده، هغه دا ده چې یو ځل د یوه توکي بیه پورته شي، هغه که تېل وي یا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاري بنديز ښځينه کارکوونکې څومره اغېزمنې کړي؟، د يو شمېر مېرمنو ځوروونکې کيسې

"د خدای روی ته وګورئ، د قران روی ته وګورئ ،کور کې ماشومان لرو،مریضان لرو، له موږ څخه زموږ کار او ډوډۍ مه اخلئ." د لوګر ولایت اوسېدونکې دا مېرمن چې د پنځو ماشومانو مور ده او د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، دولس کاله په نا دولتي ادارو کې د کار کولو تجربه او لوړې زده کړې لري. نوموړې وايي، د خپلې کورنۍ سرپرسته ده خو اوس پر کور ده. دا مېرمن وايي: "زه نه پوهېږم دوی په کوم عدالت حکومت چلوي، غوښتنه مو دا ده چې په خلکو ورحمېږئ، په ولس ورحمېږئ او د کار او تحصیل زمینه ورته برابره کړئ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تېزه موټرچلونه؛ بابرشاه: طالبانو موټر راسره ټکر کړ او ويې وهلم

د کابل ښار ځينې اوسېدونکي او موټر چلونکي، په عمومي سړکونو د طالبانو  له ناسم چلند څخه شکایت کوي. موټر چلوونکی بابرشاه وايي، د طالبانو له موټرونو سره د مخامخېدو پر مهال له وېرې په ډېر احتياط موټر چلوي، ځکه په خبره یې، د یوې بدې ورځې خاطره یې په ذهن کې ده. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل: "د دوی موټر بې لاسه راغی او زما له موټر سره یې ټکر وکړ، دوی له ماسره ناسم چلند وکړ او ویې وهلم، بیا ما دوی ته عذر وکړ، چې پرې‌مې ږدي." د کابل ښار يو بل اوسېدونکى چې نه‌غواړي د موضوع د حساسيت له امله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان به نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي؟

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي طالب چارواکو ته ویلي، دوی له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن دي. نوموړي ټینګار کړی چې، ټول افغانان د تعلیم او تحصیل برابر حق لري، حق غواړي او موږ هم د دواړو له زده‌کړو ملاتړ کوو. توماس نېکلاسن د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د هلکانو او نجونو دواړو په مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. زموږ همکار مرسلین ارسلا، پر همدی موضوع د ښځو د حقونو له فعالې، ښایستې صافۍ سره مرکه کړی او په پیل کې یې ترې پوښتلي، اوس چې د نوي تعلیمي او تحصیلي کال پیل ته څو محدودې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلک او چلوونکي د لويو لارو له خرابوالي شکايت کوي

یو شمېر خلک چې د افغانستان شمالي، سویل او لوېدیځو ولایتونو ته په ځمکنیو لارو تګ راتګ کوي وايي، د ولایتونو ترمنځ لویې لارې په ډېر بد حالت کې دي او د سړکونو خرابوالی د دې لامل کېږي چې د دوی مزل اوږد شي. د مزارشريف اوسېدونکی معراج الدين، چې په دې وروستيو کې له بلخ څخه کابل او برعکس سفر کړی، وايي: "۱۷ ساعته مو مزل وکړ، لومړی د لارې ستونزې او دوهم د لاری بندېدل وو. غټ موټرونه به یو ځای کې بند پاتې کېدل او لاره به یې بندوله. او بیا یوازې دوه موټرو کولای شو چې له هغې لارې تېر شي. د ماښام په اووه بجو مې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراين کې د روسيې بريدونو له امله د وژل شويو کسان شمېر ۱۱ ته رسېدلی

د اوکراین په زاپوروژیا کې د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر یوولسو ته لوړ شوی دی. د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې نن ویلي چې، په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی. برید د پنجشنبې په ورځ په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ شوی و. ودانۍ نړېدلې او ژغورونکو لږ تر لږه ۹۰ کسان ژوندي را ایستلي دي. زاپوروژيا د روسيې ځواکونو له‌خوا محاصره ده او وخت ناوخته په ملکي اهدافو توغندیز بریدونه ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

ترکیه: هڅه کوو له اوکراين د غلو د صادرات تړون تمديد کړو

د اوکراین له څو بندرونو د غلو د صادراتو تړون تېر کال د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځ‌ګړیتوب د روسیې او اوکراین تر منځ وشو. دا تړون د مارچ تر اتلسمې د اعتبار وړ دی خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو نن په انقره کې ویلي چې، هڅه کوي د تړون موده وغځوي. روسیې تېر کال اجازه ورکړه چې، د اوکراین له دریو بندرونو غلې بهر صادرې شي. اوس یې د تورې بحیرې د غلو د صادراتو د تړون لپاره دا شرط اېښی چې د روسیې غله جات هم په پام کې ونیول شي.

Pa.azadiradio.com 

ایران کې نن هم د نجونو پر لسګونه ښوونځیو د ګازو د کارونې بریدونه شوي

په تېرو ورځو کې سلګونه نجونې د دغو ګازي حملو له امله په بد وضعیت کې روغتونو ته وړل شوي او لږ تر لږه یوې نجلۍ پرون ساه ورکړې ده. د یکشنبې په ورځ د تهران، مشهد، زنجان، اصفهان، فولادشهر، ابهر، تبریز، ګیلانغرب، خلخال او اهواز د ښارونو په ښځینه ښوونځیو بریدونه شوي. پرون په تهران کې د مسمومو شویو نجونو زده‌کوونکو ګڼو میندو او پلرونو د حکومت ضد مظاهره وکړه او په خپلو شعارونو کې یې د ایران د حکومت او په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د نجونو په وړاندې محدودیتونه وغندل. ایراني چارواکو ویلي د نجونو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن په کابل کې د ایران یو لوی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

د راپورونو له‌مخې د ایران دا سوداګریز مرکز د کابل د پروان دو په سیمه کې په یوې یوولس پوړیزې ودانۍ کې تاسیس شوی. د ایران د سوداګرۍ د پراختیا د ادارې مسوول محمد صادق قنازاده رسنیو ته ویلي چې، وار دمخه تر څلوېښتو ایراني شرکتونو په دې مرکز کې د فعالیت لېوالتیا ښودلې. تمه ده په دې مرکز کې د ایراني توکو لسګونه مغازې او شرکتونه کار پیل کړي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت له ایران او روسیې سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی. ایران څو ورځې مخکې په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان د کورونو سرپرستې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

ارزګان کې يو شمېر هغه مېرمنې چې نالوستي دي او اوس د کورنيو مسؤليتونه ورتر غاړې دي، له بېلابېلو ستونزو شکايت کوي. سره له دې چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځينه کارکوونکو محدوديتونه لګولي، خو د ارزګان يو شمېر نالوستې مېرمنې وايي، که دوی زده‌کړې کړي وای، اوس به يې کورنی اقتصاد جوړ او دندې به يې درلودی. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

افغان رزمي لوبغاړي فريد بشارت خپل امريکايي سيال ته ماتې ورکړه

د افغانستان یوه رزمي لوبغاړي فریدبشارت په یو اف سي سازمان کې خپل امریکایي سیال مات کړ. دا په یو اف سي معتبره سازمان کې د فرید بشارت لومړۍ لوبه وه. د بشارت او دامون بلکشیر لوبه د یو اف سي ۲۸۵ دورې په لړ کې بېګا د امریکا په لاس ویګاس ښار کې وشوه. بشارت په دریو رونډونو کې د نمرو په توپیر امریکایی لوبغاړی دامون بلکشیر ته ماتې ورکړه. بشارت تر دې دمه لس لوبې کړي چې ټولې یې ګټلي. په فریدبشارت سربېره د هغه ورور جاوید بشارت هم څو واره په یو اف سي کې لوبېدلی او تر دې دمه یې په ۱۴ لوبو کې هېڅ ماته نه ده خوړلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

توماس نېکلاسن طالب مشرانو ته: د نجونو ښوونځي پرانيزئ او ټول‌شموله حکومت جوړ کړئ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن د طالبانو له‌خوا د واک په انحصار نیوکه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان تېر حکومت همدې انحصار ونړاوه. هغه دا خبره د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې کړې. د مولوي عبدالکبیر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دې لیدنه کې چې د اروپايي ټولنې شارزدافیرې رافایلا یودیچي هم په کې ګډون کړی و، توماس نېکلاسن ویلي، طالبان دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلا مشورې هم واوري. توماس نېکلاسن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ايټاليا حکومت د لسګونه افغانانو د مړینې په اړه څېړنې کوي

نږدې ۷۰تنه پناه غوښتونکي چې ډېری یې افغانان وو، تېره اوونۍ د ايټاليا په سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شول. د ايټاليا حکومت ویلي دي، د يادې پېښې رامنځته کېدل او دا چې حکومت د پناه غوښتونکو د ژغورنې لپاره څه کړي، څارنوالي تحقیق کوي.

Pa.azadiradio.com 

پي‌ایس‌ایل؛ راشدخان د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې

د پاکستان غوره لیګ په سیالیو کې د شنبې په ماښام د فبرورۍ ۴مه د لاهور قلندرز او ملتان سلطان ترمنځ لوبه ترسره شوه چې، قلندرز په ۲۱ منډو وګټله. په دې لوبه کې قلندرز لوبډلې لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه او د ۱۸۱ منډو هدف یې وټاکه. دوی ته په توپ وهنه کې د انګلستان لوبغاړي سام بیلینګز ۵۴ او عبدالله شفیق ۴۸ منډې جوړې کړې. د ملتان لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقیب په ۲۰ اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۹ منډې یې وکړې. د دوی مخکښ توپ وهونکی کیرن پولارډ و چې ۳۹ منډې یې وکړې. د افغانستان د شل اوریزو سیالیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان سوک‌وهونکي محمد ذکريا زماني له خپل تايلنډي سيال څخه ماتې وخوړه

افغان سوک‌وهونکي محمد ذکریا زماني له خپل تایلنډي سیال تیرا کرام څخه ماتې وخوړه. د دوی لوبه پرون په بنکاک کې د اسیا د WBA اتلولي په کمربند باندې ترسره شوه. زماني په لسو رونډونو کې د نمرو په توپیر لوبه وبایلله او سیال یې تیرا کرام چې شاوخوا ۴۵ لوبې یې ګټلي له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه. افغان بوکسر پنځه لوبې ګټلي او د تېرې شپې په ماتې یې د ماتو شمېر دوو ته لوړ شو.

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: د اوکراین د ختیځ ښار باخموت اوسېدونکي له دې ښاره تښتېدلي

دا وروسته له هغه پېښ شول چې روسي ځواکونو د اوکراین له ختیځه د تېښتې په ټولو لارو باندې بریدونه پیل کړل. کیف وویل، که څه هم د اوکراین مدافعینو د څو بریدونو دفاع کړې خو، نور وضعیت د دوی لپاره ستونزمن و. اوکرایني ځواکونو پرون شنبه د مارچ په ۴مه اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې، د روسیې د بریدونو په پایله کې یوه ښځه وژل شوې او دوه نارینه سخت ټپیان شوي دي. د ځواکونو په وينا، يادو درېيو تنو هڅه کوله، چې د بخموت له يوه پله څخه تېر شي، چې په نښه شول. د واګنر روسي جګړه مارانو ویلي چې دا ښار تقریباً تر محاصرې لاندې دی.

Pa.azadiradio.com 

د ايټاليا صدراعظمې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د ساحلي ګارډ له اقداماتو دفاع کړې

د ايټاليا صدراعظمې جورجيا ميلوني، د دغه هېواد په جنوبي سواحلو کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ایټالیا د ساحلي ګارډ او پولیسو له اقداماتو دفاع کړې ده. د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي چې اکثر یې افغانان دي. په ایټالیايي چارواکو نیوکې شوي چې د کښتۍ د ډوبېدو د مخنیوي یا د ژغورنې په برخه کې یې چټک عمل نه‌دی کړی. خو د ایټالیا صدراعظمې اغلې میلوني پرون وویل، د اروپا د سرحداتو ادارې یا فرونټیکس د بېړني حالت له امله ایټالیايي چارواکو سره اړیکه نه وه نیولې. د DPA خبري اژانس د راپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايراني ځواکونو دوه افغانان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نيولي

د ایران سرحدي ځواکونو دوه افغانان د شاوخوا پنځلس کیلوګرامه مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي. ایرنا دولتي اژانس شنبه راپور ورکړی چې، دا افغانان د دوغارون په ګمرک کې ایران ته د ننوتلو پر مهال نیول شوي. د دوغارون د ګمرک مدیر سیدحسن رحیمي زاده ویلي، تورنو کسانو غوښتل لس کیلوګرامه تاریاک او شاوخوا څلور کیلوګرامه چرس ایران ته انتقال کړي. په ایران کې د مخدره موادو قاچاقیانو ته سختې سزاوې ورکول کېږي او لسګونه قاچاقیان په تېرو کلونو کې ان اعدام شوي هم دي. ایراني چارواکو د پنجشنبې په ورځ هم په مازندران... Читать дальше...


Первые банкоматы «Тинькофф», которые перевели на собственную ОС, заработали в Москве

В ЛЭТИ пройдет презентация второго профориентационного конкурса «Первое рабочее место» от БФ «Система»

Аналитик указал на причины «восстановления сил» у доллара и евро

Фестиваль «Лето в Москве» 1 и 2 июня посетили 220,5 тыс. человек



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Фасады квартала в Южном порту украсят минеральным кирпичом

Эксперт Гетта: на «Госзаказе» обсудили поддержку предприятий ОПК

Посетители ночной «наливайки» устроили поножовщину из-за распития алкоголя во дворе дома

Нового начальника мобилизационного управления администрации назначили в Подмосковье

Музыкальные новости

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Новости России

Нового начальника мобилизационного управления администрации назначили в Подмосковье

Тренер "Зенита" Семак объяснил антипатию к клубу постоянными победами

Двое новосибирцев вернулись в Россию из плена

Shot: 1,5% имущества блогерши Блиновской продадут на аукционе в случае банкротства

Экология в России и мире

Российский лоукостер запустил рейсы в Анталию из Махачкалы

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Спорт в России и мире

Медведев высказался об игре Свёнтек

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

Рассказ про зятя. Хоть и не про котиков, но тож смешной







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *