حمیدحسن د افغان کرکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکېنی چټک توپ اچونکی حمیدحسن د همدې لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه په دنده ګومارل شوی دی. کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ښاغلي حسن له نړیوال کرکټ لاس په سر شو. کرکټ بورډ وايي چې حمید حسن به له پاکستان سره د ۳ شل اوریزو لوبو په لړۍ کې یوځای شي او تر لومړۍ لوبې وړاندې به ورته د مخه ښې مراسم هم ترسره شي. یادې ادارې هیله ښودلې ده چې د حسن په راتګ سره به د افغانستان د چټکې توپ اچونې برخه لا غښتلې او پیاوړې شي. Читать дальше...