Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 01.07.2023

Pa.azadiradio.com 

ځینې کابل ښاریان: اختر کې غیر منظم ټرانسپورټي سیستم ستونزو سره مخ کړي وو

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایات کوي، چې دولتي ښاري ټرانسپورټ منظم نه دی او په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې دوی له ستونزو سره مخ وو. فواد د کابل یو له هغو اوسېدونکو څخه دی چې وايي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې ونه شول کړای، چې خپله کورنۍ په اختر کې د خپلوانو کورونو ته بوځي. دی وايي، ښاري بسونه کم وو او د ټکسي د کرایې توان يې نه درلود. هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ونه شو کولای چې په اختر کې ټکسي دربست کړو. په ښاري لینونو کې ملي بس موټرونه ډېر کم وو. ما هم د اقتصادي ستونزو له امله خپله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۶ هېوادونو اعلامیه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې له سخت دریځو کړنلارو لاس واخلي

د منګولیا پلازمېنه اولان باتور کې د شپږو هېوادونو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی، چې د افغانو مېرمنو پر وړاندې له خپلو سخت دریځو کړنلارو لاس واخلي او ورته خپلې بنسټیزې ازادیانې ورکړي. ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر افغان مېرمنو د لګول شویو محدویتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه. د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې د فرانسې، جرمني، اندونېزیا، سویلې افریقا او لیختن شټاین بهرنیو چارو وزیرانو په یوې دوه ورځنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بايډن: د القاعده پر وړاندې مبارزه کې به له طالبانو مرسته وغواړو

ولسمشر بایډن له افغانستانه د وتلو په پرېکړه کې د تېروتنې د موجودیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د راپور په ردولو سره وویل، چې دی به له طالبانو څخه د القاعدې په وړاندې په مبارزه کې مرسته وغواړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له خپرېدو او له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د جوبایډن او ډونالډ ټرمپ د ادارې پر کړنو د دغه وزارت تر نیوکو وروسته ولسمشر بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د وتلو په پرېکړه کې تېروتنه رد کړه. بایډن د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: په شمالي وزیرستان او ټانک سيمو کې ۶ وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان او ټانک سیمو کې د نښتو په پایله کې شپږ وسله واله جنګیالي وژل شوي دي. د پوځ په اعلامیه کې راغلي، دا نښتې د جمعې او پنجشنبې په ورځ شوي دي. تر اوسه دا معلومه نه ده، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو کومه وسله واله ډله په نښه کړې وه. د اسوشېتېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا نښتې هغه مهال رامنځته شوې، چې امنیتي ځواکونو پر هغو وسله والو برید وکړ، چې د افغانستان پولې ته څېرمه يې پناه اخیستې وه.

Pa.azadiradio.com 

فرانسه کې د ګډوډۍ دوام؛ پولیس د معترضانو د تیت و پرک کولو په هڅه کې دي

په فرانسه کې د ګڼو پولیسو له ګمارلو سره سره د څلورمې پرله پسې شپې لپاره هم اعتراضونه، لوټ تالان او ناکراري روانه وه. د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې تېره شپه اورونه بل وو او پولیسو د اعتراض کوونکو د تیت و پرک کولو هڅه کوله. د فرانسې حکومت وايي، د مخکېنیو شپو په پرتله ناکراري کمه وه، خو د کورنیو چارو وزارت بیا هم تېره شپه د ۹۹۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی او ویلي، ۷۹ کسان چې په هغوی کې پولیس او اعتراض کوونکي شامل دي، ټپیان شوي دي. د فرانسې چارواکو وړمه شپه د ۹۱۷ کسانو د نیولو خبر ورکړی و. فرانسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته خپل سفر پیل کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو سیالیو په پار بنګله‌دېش ته ولاړه. د کرکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو او نورو کارکوونکو په ټولنیزو رسنیو د خپلو انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې له عربي متحده اماراتو د بنګله‌دېش پر لور روان شوي دي. افغان لوبډلې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې تمریناتي کمپ پیل کړی و. په یاد کمپ کې د یو ورځنیو سیالیو د لوبغاړو ترڅنګ د شل اوریزو سیالیو تمریناتي کمپ هم پیل شوی و، خو لا د بنګله‌دېش پر وړاندې دوه شل اوریزو سیالیو ته لوبډله نه ده اعلان شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ په کربین لیګ کې ۴ افغان لوبغاړي واخیستل شول

د وېسټ اینډیز په سوداګریز شل اوریزه لیګ 'کربین پریمیرلیګ' کې بېلابېلو لوبډلو څلور افغان لوبغاړي د روان کال سیالیو لپاره پېرلي دي. د یاد لیګ د لوبغاړو اخستلو پروسه د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه بشپړه شوه. د دې لیګ په اعلان شویو لوبډلو کې نوین الحق د جمیکاتلواس، نوراحمد د ټرینباګو نایټ رایډرز، اظهارالحق نوید د سینټ کیټس او رحمن الله ګربز د ګایانا امازون په لوبډلو کې اخیستل شوي دي. کربین لیګ هر کال د شپږو لوبډلو په ګډون د ګڼو کورنیو او نړیوالو لوبغاړو په شتون کې ترسره کېږي، چې هر کال په کې ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: د اکټوبر تر پایه به زمونږ د خوراکي توکو د وېش زېرمې ختمې شي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبیلو ایف پي' خبرداری ورکوي، چې د روان کال د اکټوبر تر پایه به د دوی د خوراکي توکو د وېش زېرمې ختمې شي. ډبلیو ایف پي وايي، د روان کال تر اکټوبر میاشتې پورې پنځه میلیونه اړو افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کولای شي. د دې ادارې مشرې 'هیساو وای لي' د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دوی اوسنۍ بودیجې او د مرسته کوونکو هېوادونو ژمنو ته په کتو به د مرستو د کمېدو کچه په اګسټ کې پیل شي او په سپټمبر کې به نوره هم کمه شي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې په مظاهرو کې تېره شپه نږدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت نن ویلي، په دغه هېواد کې د اعتراضونو د پرله پسې څلورمې شپې پر مهال پولیسو ۹۹۴ کسان نیولي دي. وړمه شپه ۹۱۷ کسان نیول شوي وو. دغه اعتراضونه وروسته هغې پیل شول، چې یو زلمی د پولیسو له خوا ووژل شو. تېره شپه فرانسې ۴۵۰۰۰ افسران چې سپک زغروال وسایط ورسره وو او د پولیسو ځینې نور قطعات د دغو اعتراضونو او ناکراریو د کرارولو لپاره وګمارل. تېره سې شنبه د پلازمېنې پاریس په څنډه کې د نایل په نوم یو ۱۷ کلن زلمی چې په خټه الجزایری دی، د یوه پولیس په ډزو ووژل شو، چې دې پېښې پراخ اعتراضونه وپارول.

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه ښوونکو پر کار بندیز؛ یوې ښوونکې تولیدي کارخونه جوړه کړې

په داسې یو وضعیت کې چې د افغان ښځو کار له ستونزو سره مخ دی، یوې ښوونکې د یوې تولیدي کارخونې په جوړولو سره دولسو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. زهرا فاضلي، چې پخوا یې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله، اوس په لاس د اوبدونکو دستکولونو د یوې کارخونې مسووله ده. نوموړې وایي، چې په افغانستان کې دننه او بهر یې خپلو توليداتو بازار موندنه کړې. نور تفصيل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي راپور کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستو د پرېکړې په اړه د متحده‌ایالاتو پر اوسني او مخکېني ولسمشر سخته نیوکه کړې ده. خو کله چې تېره شپه د دې راپور په اړه له ولسمشر جو بایډن پوښتنه وشوه، هغه وویل: "ستاسو په یاد دي چې ما د افغانستان په باب څه ویلي وو؟ ما ویلي وو چې القاعده به هلته نه وي، موږ به هلته حضور نه لرو، موږ به له طالبانو په دې برخه کې مرسته غواړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وېسټ: ازبکستان د افغانانو د ملاتړ په اړه خپلې فعالې ونډې ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وايي، ازبکستان د افغانستان په تړاو خپلې ډيپلوماسۍ او د افغانانو په ملاتړ کې خپلې مهمې او فعالې ونډې ته دوام ورکوي. ټام وېست تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف د بیاکتنې د فرصت هرکلی کوي. ویل شوي، په دې کتنه کې د سیمه ییز امن او سوکالۍ په تړاو پر ګډو ګټو هم خبرې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د سرې میاشتې ټولنه: په افغانستان کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د افغانستان په ځینو برخو کې تېره اوونۍ بهېدلو سېلابونو لږترلږه ۵ کسان مړه کړي او سلګونه کورونه زیانمن کړي دي. دغې ټولنې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، نن په خپل ټویټر کې لیکلي، دغو سېلابونو په کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، ننګرهار، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې پراخ زیانونه اړولي او سلګونه څاروي هم تلف کړي دي. سره میاشت وايي، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې خپلې مرستې پیل کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه د لاريونونو پر مهال ۹۹۴ کسان نيول شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت نن ویلي، په دغه هېواد کې د اعتراضونو د پرله‌پسې څلورمې شپې پر مهال پولیسو ۹۹۴ کسان نیولي دي.   وړمه شپه ۹۱۷ کسان نیول شوي وو.   دغه اعتراضونه وروسته هغې پیل شول، چې یو زلمی د پولیسو له خوا ووژل شو. تېره شپه فرانسې ۴۵۰۰۰ افسران چې سپک زغروال وسایط ورسره وو او د پولیسو ځینې نور قطعات د دغو اعتراضونو او ناکراریو د کرارولو لپاره وګمارل.   تېره سې شنبه د پلازمېنې پاریس په څنډه کې د نایل په نوم یو ۱۷ کلن زلمی چې په خټه الجزایری دی، د یوه پولیس په ډزو ووژل شو، چې دې پېښې پراخ اعتراضونه وپارول.

Pa.azadiradio.com 

جاپان د اوکیناوا ټاپوګانو ته نږدې په اوبو کې د روسي ځواکونو کښتۍ لیدلي

د جاپان دفاع وزارت پرون ناوخته اعلان وکړ، چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د روسیې د سمندري ځواکونو دوې کښتۍ د ټایوان او جاپان اوکیناوا ټاپوګانو ته نږدې په اوبو کې لیدلي دي. تېره اوونۍ دې ته ورته اعلان د ټایوان له خوا هم شوی و. د ټایوان دفاع وزارت تېره سې شنبه ویلي وو، خپلو ختیځو سواحلو ته څېرمه یې د روسیې دوې کښتۍ لیدلي او د هغوی د څار لپاره یې خپلې الوتکې او کښتۍ لېږلې دي. د جاپان حکومت تېره میاشت ویلي وو، د جاپان قلمرو ته څېرمه د روسیې پوځي تحرکات او له چینايي ځواکونو سره یې ګډ پوځي تمرینات د جاپان ملي امنیت ته ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.

Pa.azadiradio.com 

کولیبا: مېرکل ۱۵ کاله په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب د وړاندیز مخه ونیوله

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وايي، کییف له اوږدې مودې له تربګنیو سره په جګړه بوخت دی. دمیترو کولیبا د امریکا له پولیټیکو او د جرمني له بیلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې پر پخوانۍ صدراعظمې انګېلا مېرکل انتقاد وکړ، چې ۱۵ کاله مخکې یې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب د وړاندیز مخه ونیوله. کولیبا ویلي، په ناټو کې غړیتوب، د روسیې د بلې یا هم تر دې لویې جګړې سبب نه شوای کېدای. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل، په ناټو کې غړیتوب 'د سولې پر لوري غزېدلې لار' ده. هغه وویل، کییف تمه نه لري په داسې حال کې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د واګنر ملېشو بغاوت؛ برنز: امریکا په دې مسئله کې کوم رول نه لري

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز د روسیې د استخباراتي ادارې له مشر سره په روسیه کې د تېرې اوونۍ د شنډ شوي بغاوت په باب خبرې وکړې. هغه ویلي، چې په دې مسئله کې د امریکا متحد ایالتونه کوم رول نه لري. نیویارک ټایمز او والسټریټ جورنال ورځپاڼو پرون راپور ورکړی، چې روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې له مشر سرګي نارېشکین سره د برنز د روانې اوونۍ دغه خبرې په روسیه کې د بغاوت له هڅو وروسته په لوړه کچه لومړی تماس دی. د روسیې د اجیرو سرتېرو د شرکت مشر یفګیني پریګوژین تېره اوونۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه؛ پر ټرمپ او بایډن سخته نیوکه شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي راپور کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستو د پرېکړې په اړه د متحده‌ایالاتو په اوسني او مخکېني ولسمشرانو سخته نیوکه کړې ده. یو نوی راپور ښيي، چې په افغانستان کې د نظامي ماموریت د پای په اړه د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر بایډن پرېکړو د افغانستان د مخکېني دولت د دوام پر وړاندې بدې پایلې لرلې. دا راپور، چې پرون د جمعې په ورځ د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی، په کې د افغانستان د مخکېني حکومت د سقوط پر مهال د متحده‌ایالاتو کړنې څېړل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: نړيوال دې افغانستان نه منزوي کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسد مجید خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان منزوي نه کړي. ده له جاپانۍ خپرونې نایکي ایشیا سره په ځانګړې مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، دا د ټولو ګډ مسوولیت دی چې د خبرو له لارې د افغانستان ستونزه حل کړي. مجید خان په دې مرکه کې د افغان ښځو او نجونو په برخه کې د لوېدیځ اندېښنې پر ځای وبللې، خو ویې ویل چې د افغانستان له منزوي کېدو سره بې ثباتي پراخېږي. طالبانو چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له پنځلسمې راوروسته کابل نیولی دی، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغانستان له بنګله‌دېش سره سياليو لپاره تمرينات پيل کړي

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره د درېیو یو ورځنیو او دوو شل اوره لوبو لپاره د لوبغاړو د تمریناتو خبر ورکوي. کرکټ بورډ د لوبغاړو لنډې ویډیوګانې په خواله رسنیو کې خپرې کړي دي. ټاکل شوې، چې له کوربه هېواد بنګله‌دېش سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ وشي بیا د جولای تر نیمایي دوې نورې یو ورځنۍ مسابقې ترسره کړي. تر هغه وروسته به له بنګله‌دېش سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اورونو دوې لوبې وکړي. دا لوبې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي، ځکه چې په نړیوال جام کې چې په اکټوبر کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کراچۍ کې د طالبانو کونسل: یو شمېر اسناد لرونکي افغانان بندیان دي

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو کونسل وایي، یو شمېر افغانان چې اسناد هم لري د کراچۍ په یوه کې بندیان دي. عبدالجبار تخاري په یوه ویډیو کې چې له ازادي راډیو سره یې شریکه کړې ده، وایي، پرون د لنډي په نوم د کراچۍ زندان ته د بندیانو د لیدو لپاره ورغلی و. نوموړي ويلي: "له زندانیانو سره مې ولیدل، د دوی خبرې مې واورېدې. د دوی په منځ کې ناروغان هم شته چې باید سمدستي خوشې شي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې کارت لري خو نیول شوې دي او په زندن کې پراته دي." تخاري د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې افغان بندیان خوشې کړي، څو بېرته افغانستان ته ستانه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'آی ایم ایف' پاکستان ته د درې میلیارد ډالرو پور ورکولو سره موافقه کړې

پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق یا 'آی ایم ایف' سره یوې موافقې ته رسېدلی، چې له مخې به یې دغه صندوق پاکستان ته درې میلیارده ډالر پور ورکوي. دا موافقه پرون له اتو میاشتو ځنډ وروسته وشوه، خو لا هم د آی ایم ایف د بورډ له لوري تصویب ته اړتیا لري. پاکستان چې د راپورونو له مخې تر بل هر وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، دې پور ته سخته اړتیا لري. تمه ده چې اوس به د آی ایم ایف بورډ د څو اوونیو په ترڅ کې د دې موافقې په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

Pa.azadiradio.com 

ايران به ژر د شانګهای د همکارۍ سازمان دايمي غړی شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، ایران به ډېر ژر د شانګهای د همکارۍ د سازمان دایمي غړی شي. سرګي لاوروف پرون وویل، د ایران د غړیتوب سند به د سې شنبې په ورځ د ټولو غړیو له لورې لاسلیک شي. روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او اوزبکستان د شانګهای سازمان دایمي غړي هېوادونه دي. ایران د افغانستان په څېر د دې سازمان څارونکی غړی و.

Pa.azadiradio.com 

فرانسه کې د تاوتریخجنو اعتراضونو دوام؛ سلګونه ودانيو ته اور اچول شوی

په فرانسه کې د درېیمې پرله‌پسې شپې په مخه اعتراضونه دي او په سلګونو ودانیو ته اور اچول شوی دی. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، چې دا وضعیت په هېڅ ډول د منلو نه دی. د فرانسې د پلازمېنې پاریس په ګډون تېره شپه د دغه هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې وضعیت کړکېچن و. په زرګونو اضافي امنیتي سرتېري ځای پرځای شوې دي. پولیسو تر پرون ماښام پورې د اعتراضونو پرمهال د نږدې پنځه سوه ودانیو د سوځېدو او د دوه زره موټرو د ویجاړېدو خبر ورکړ. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د جمعې په ورځ د یوې بېړنۍ غونډې پرمهال وویل، چې دا شخړې نه‌شي توجیه کېدای. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: د طالبانو حکومت پاکستان ته د 'ټي ټي پي' د غړو بېرته ستنېدل غواړي

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې واکمن طالبان غواړي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي بېرته پاکستان ته ولاړ شي، خو بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، اسلام اباد په هېڅ ډول له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرو ته چمتو نه‌دی. عمران خان وایي، د تحریک طالبان پاکستان ستونزه د اسلام اباد د ناسمې بهرنۍ تګلارې نتیجه ده. عمران خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته په ځانګړې مرکه کې وویل، چې له بده مرغه موږ د لوېدیځ ګټې خوندې کړې او ځان ته مو ستونزې جوړې کړې. Читать дальше...


Сегодня наступит невидимый парад планет

Профессор Воробьев назвал хайпом публикации с «секретами долголетия»

Команда Мингосуправления Подмосковья стала призером конкурса «Пресс-служба года»

Японская JAPEX вошла в СПГ-проект Freeport LNG



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Сегодня наступит невидимый парад планет

Кирпич, упавший с крыши, чуть не убил маму с двухлетним ребенком

Японская JAPEX вошла в СПГ-проект Freeport LNG

Все как у людей. У российских котов появится собственный паспорт и «прописка»

Музыкальные новости

Здравый смысл против дезинформации официозной пропаганды

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" не будет подписывать камерунского форварда Абубакара

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ

Новости России

В Москве из-за грозы с порывистым ветром объявили желтый уровень погодной опасности

Синоптик спрогнозировала дождливую погоду в Москве в течение всей недели

В Пензе подвели итоги фестиваля Архангельского 2024

В Венгрии выразили опасение мерами РФ против ЕС в связи с тарифами на зерно

Экология в России и мире

Создайте стильный образ из самых простых вещей в гардеробе

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Спорт в России и мире

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Moscow.media

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Количество «брака» в биомедицинских работах увеличилось в четыре раза за 20 лет

Пожар в пятиэтажке унес жизнь неосторожного курильщика

Дизельный, рамный, с блокировками. Новый внедорожник скоро появится в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *