یو شمېر معترضې مېرمنې: په هېڅ صورت د طالبانو د حکومت منلو ته چمتو نه یو
په کابل کې یو شمېر معترضو مېرمنو په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې دوی په هېڅ صورت د طالبانو د حکومت منلو ته چمتو نه دي. صنم د 'افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون' غورځنګ غړې چې د یکشنبې په ورځ یې په یوه سرپټي ځای کې د خپلو همکارانو سره په ګډه یو اعتراض کې ګډون کړی. نوموړې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي. صنم وايي، په دغه اعتراض کې يې له ګډون هدف د طالبانو هغې پرېکړې ته چې ښځې یې له کار راګرځولي او د نجونو پر زدهکړو یې بنديزونه لګولي او په خبره یې دغه شان... Читать дальше...