Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 10.07.2023

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو د پلور راپورونه رد کړل

د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړي چې وايي، له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات یې پر نورو اړخونو پلورلي دي. په امریکا کې دېره د افغانستان د سولې د څار نادولتي ټولنې په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د وسلو د پلور او پېر بازار تود شوی دی. په راپور کې راغلي چې د وسلو د پلور او پېر ډېره برخه په کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا بللې او نن د جولای په لسمه یې پر خپل ټویټر ولیکل چې دا راپور حقیقت نه‌لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ درېيمه يوه ورځنۍ لوبه کېږي

په پام کې ده چې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ سیالۍ کې سره مخامخ شي. د بنګله‌دېش په کوربه‌توب د دې لړۍ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلې، چې لومړۍ یې د باران له کبله د څو وقفو په پای کې د افغانستان په ګټه اعلان شوه او دویمه هم افغان لوبډلې د ۱۴۲ منډو په توپیر وګټله. سبا د جولای په لسمه د دواړو لوبډلو درېیمه لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي او نتیجه به یې د افغانستان لپاره کوم لوی توپیر ونه‌لري، ځکه لړۍ افغانستان ګټلې ده. د کرکټ په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو ایرانی سیاسي فعال د استخباراتو په توقیف‌ځای کې مړ شوی

د ایران د کردانو سیاسي فعال پیمان ګلواني په شمال لوېدیځ اورمیا ښار کې د استخباراتو په توقیف ځای کې مړ شوی دی. له دې تقریباً ۲۴ ساعته مخکې په همدې زندان کې بل سیاسي بندي موسا اسماعیلي هم مړ شوی و. د ایراني کردانو د بشري حقونو ډلې هینګوا پرون وویل ګلواني له توقیف‌ځای څخه د اورمیا ښار د خمیني روغتون ته له انتقال وروسته هلته سا ورکړه. ګلواني د جون په ۲۵مه هغه مهال ونیول شو چې امنیتي ځواکونو په مهاباد ښار کې له خپل کوره وایست. که څه هم د ګلواني کورنۍ بیا بیا هڅې وکړې چې د هغه د نیول کېدو علتونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین د واګنر ډلې مشر سره کتلي

کریملین تایید کړې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر د ملېشو له مشر ایفګیني پریګوژین سره کتلي دي. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل پوتین او پریګوژین د جون په ۲۹مه یوازې پنځه ورځې وروسته له دې چې د ملېشو دې قوماندان بغاوت وکړ سره لیدلي دي. پیسکوف وویل، دا لیدنه له ۳۵ کسانو سره چې د واګنر ملېشو سرګروپان په کې وو، د درې ساعته لیدنې پرمهال وشوه. دې قوماندانانو له پوتین سره ژمنه وکړه چې د ده په امر به د اوکراین ضد جګړې ته دوام ورکړي. پیسکوف ونه ویل چې پریګوژین اوسمهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پر صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو یو لړ محدودیتونه لګولي

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک پر صرافیو او د پولي خدمتونو پر شرکتونو یو لړ نوي محدوديتونه لګولي دي. د طالبانو حکومت په کنټرول کې د افغانستان بانک وايي، صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه له دې وروسته نه‌شي کولای چې له مشتریانو امانت واخلي او یا هم مشتریانو ته پور ورکړي. د یاد بانک ویاند حسیب الله نورالله په هغه ويډيو کې چې د یکشنبې په ورځ ناوخته د دې بانک پر ټوېټر خپره شوې، د یو شمېر نورو محدوديتونو یادونه هم کړې ده. نوموړی وايي: "د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نه‌شي کولای چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له زده‌کړو او کار بې‌برخې کړای شوې ځینې نجونې: په رواني ناروغيو اخته شوي يو

یو شمېر هغه نجونې او ښځې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له تحصیل او کاره بې‌برخې شوي، په رواني ناروغیو اخته شوي دي. داسې ښکاري چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ښځو او نجونو ترمنځ رواني ستونزې ډېرې کړې دي. مینا یوسفي د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله وه. هغه وایي، له زده‌کړو د بې‌برخې کېدو له امله ناهیلې شوې او دې ناهیلۍ په رواني ناروغۍ اخته کړې. نوموړې وايي: "له پوهنتونه وشړل شو، په ژړا او ناهیلۍ کور ته ستنې شوو، اقتصادي ستونزو او له تحصیله پاتې کېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مقتدرو ښځو غورځنګ: طالبانو له ښځو وروستي اقتصادي بنسټونه هم واخيستل

یو شمېرې معترضې ښځې چې ځانونو د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې معرفي کوي وايي، د طالبانو له‌خوا د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو وښوده چې دوی د ښځو له ځپونکو کړنو لاس نه اخلي. دې غورځنګ د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې طالبان په جنسیتي اپارټایډ تورن کړل چې له قوله یې، د دوی وروستۍ اقتصادي بنسټونه یې هم ترې واخيستل. په دې اعلامیه کې زیاته شوې، طالبانو وروستیو ۲۳میاشتو کې ښځې د ژوند له ټولو چارو لېرې کړې دي. خو د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ یوې غړې ازادي راډیو ته رالېږلې ویډیو کې د خپلو مبارزو د دوام په اړه ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاسپورټونو د وېش پڅ بهير؛ حبيب‌الله: له يو کال ډېره موده کېږي پاسپورټ اخيستلو ته منتظر يم

په کابل کې ښار کې د پاسپورت ځینې غوښتونکي د پاسپورټونو د وېش له پڅ بهیر شکایت کوي. حبیب‌الله چې د کابل یو اوسېدونکی دی د پاسپورټونو د وېش له پڅ بهیر شکایت کوي او وايي حوصله یې نوره ختمه شوې ده. هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، هڅه کوي خپلې خور ته پاسپورټ واخلي، چې غواړي خپل خاوند ته چې په جرمني کې دی ورشي، خو زیاتوي چې د میاشتو له انتظار وروسته هم نوبت نه‌دی ور رسېدلی. نوموړی وايي: "له یو کال ډېره موده کېږي چې د پاسپورټ اخیستلو ته منتظر یم، خو له بده مرغه هر ډول هڅې مو چې وکړې، بریالي نه‌شو چې پاسپورټ واخلو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین جګړه کې د روسیې تلفات؛ نږدې ۵۰زره روسي سرتېري وژل شوي

د یوې لومړنۍ خپلواکې ارزونې پایلې ښيي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۵۰زره روسان وژل شوي دي. په دغې ارزونه کې چې اوکراین کې د مسکو د رښتیني انساني بیې یو راز ښکاره شوی، د روسیې له دولتي ارقامو او یوشمېر نورو سرچینو استفاده شوې ده. دا ارزونه داسې مهال خپره شوې چې د اسوشېټېډپرېس اژانس په وینا، کیيف او مسکو په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګژوبلې معلومات په وخت نه شریکول. نوې خپره شوې احصایوي ارزونه د روسیې د دوو خپلواکو رسنیزو بنسټونو میډیازونا او مېدوزا له‌خوا چې په تبعید کې فعالیت کوي، ترسره شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وچکالي او اقليمي بدلون؛ یو شمېر کابل ښاریان د اوبو له کمښت شکایت کوي

يو شمېر کابل ښاريان وايي، په دوه درې ورځو کې یوازې د یوه یا دوه ساعتونو لپاره د نلونو له اوبو څخه ګټه اخیستلی شي، چې د دوى په خبره دومره اوبه د خوراک او څښاک لپاره بسنه نه‌کوي. مرسل چې د کابل ښار د ۱۳مې ناحيې قلعه قاضي سيمې اوسېدونکې ده وايي: "د اوبو رسولو شرکت ته لاړو، ویل یې د خدای شکر کوئ چې همدومره اوبه هم در رسېږي، نورو شرکتونو خپل مشتریان بیخي ځواب کړي دي، غړپ اوبه هم نه ورکوي، موږ خو يې دوه درې ورځو کې یو دوه ساعته درکوو، په همدې شکر وباسئ." مرسل وايي چې دوى د اړتیا وړ اوبه نه‌لري. نوموړې ازادي راډيو ته وويل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د پاکستان استازی: هر هېواد حق لري 'افغانستان کې ترهګر' په نښه کړي

آصف درانی، نماینده ویژه پاکستان برای افغانستان از حملات طیاره‌های بی‌سر نشین ایالات متحدهٔ امریکا و حملات هوایی پاکستان در افغانستان دفاع می‌کند و می‌گوید، این حملات به اساس قطعنامهٔ سازمان ملل متحد انجام می‌شوند.

Pa.azadiradio.com 

موندنې: د اوکراين په جګړه کې نږدې ۵۰زره روسان وژل شوي

د یوې لومړنۍ خپلواکې ارزونې پایلې ښيي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۵۰ زره روسان وژل شوي دي. دغه احصائیوي ارزونه د روسیې دوو خپلواکو رسنیو مېډیا زونا او مېدوزا له‌خوا د جرمني د توبینګڼ پوهنتون د احصائیې د يو استاد په همکارۍ شوې ده. په دغې ارزونه کې چې اوکراین کې د مسکو د رښتیني انساني بیې یو راز ښکاره شوی، د روسیې له دولتي ارقامو استفاده شوې ده. دا ارزونه داسې مهال خپره شوې چې د لوېدیځو اژانسونو په وینا، کیف او مسکو په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګ‌ژوبلې معلومات په وخت نه‌شریکول. روسیې د اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

​​​​​​​پېرو کې ۲۳ افغانان د قاچاق کوونکو له منګولو ژغورل شوي

د پېرو چارواکي وایي، ۲۳ افغانان‌یې پرون یکشنبه د برازیل پولې ته نږدې د قاچاق کوونکو له منګولو ژغورلي دي. د فرانسې خبري اژانس د پېرو د لویې څارنوالۍ د دفتر په حواله لیکلي، دغو افغانانو قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړې وې چې اکوادور ته‌یې ورسوي. خبر کې راغلي چې قاچاق وړونکو دغه خلک غولولي او د پیسو له اخیستو وروسته‌یې د برازیل پولې ته نږدې داسې یوه کور کې اچولي وو چې خوړو ته‌یې لاسرسی نه‌درلود. ویل شوي چې په دغو ژغورل شویو افغانانو کې ۴ ماشومان هم شامل دي چې یو یې د دوو میاشتو دی. د پېرو چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چین لیان جیانګ ښار کې یوه کس د یوه وړکتون دننه ۶ تنه په چړې وژلي

د چین له جنوب ختیځ نه راپورونه وایي چې یوه کس په لیان جیانګ ښار کې د یوه وړکتون دننه ۶ تنه په چړې وژلي او یو بل‌یې ټپي کړی دی. اسوشیټډ پرس خبري اژانس د پولیسو د یوې خبرپاڼې په حواله لیکلي، ۲۵ کلن حمله کوونکی نن دوشنبه تر برید وروسته نیول شوی دی. په وژل شویو کې یو تن د وړکتون ښوونکی، دوه ماشومان او درې تنه د نورو ماشومانو والدین ښودل شوي دي. اسوشیټډ پرس لیکلي، چین کې پخوا تر دې هم پر وړکتونونو خونړۍ حملې شوي چې لامل‌یې تر ډېره رواني ناروغۍ ښودل شوې دي. چین کې تر ډېره د وسلو پر جوازونو بندیز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د تښتول شویو دوو ماشومانو جسدونه موندل شوي

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هغه دوو ماشومانو جسدونه موندل شوي چې درې ورځې وړاندې تښتول شوي وو. د هلمند ځايي طالب چارواکي وایي، تښتوونکو د دغو هلکانو له کورنۍ څخه د دوی د خوشې کېدو په بدل کې د درېیو میلیونو افغانیو غوښتنه کړې وه. د سرچینې په وینا، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. د هلمند ځایي سرچینې زیاتوي چې تښتوونکو ماشومان وژلي او وروسته یې د اوبو په یوه څاه کې اچولي وو.

Pa.azadiradio.com 

بایډن او اردوغان په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب خبرې کړي

سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه وویل، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هیله من دی سویډن ډېر ژر د ناټو غړی شي. ترکیې د هنګري تر څنګ په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره مخالفت کړی دی. د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې اردوغان په دې ټلیفوني مکالمه کې په سویډن کې د تروریزم ضد قانون ته په اشاره خپل امریکايي سیال ته ویلي، چې سویډن پر سم لوري ګامونه اخیستي، خو په وینا یې دغه ګامونه د سویډن په خاوره کې د کردستان د کارګرانو ګوند یا 'پي کې کې' د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان خبريالان: معلوماتو ته لاسرسی نه‌لرو

د افغانستان د خبریالانو د بنسټ مشر حجت الله مجددي د یو شمېر هغو خبریالانو شکایتونه تایید کړل چې وایي، په خپل وخت اطلاعاتو ته لاسرسی نه‌لري. يو شمېر خبریالان وایي، د طالبانو د حکومت ویاندویان له دوی سره په خپل وخت معلومات نه شریکوي. مجددي تېر ماښام ازادي راډیو ته د دغو خبریالانو ستونزې پر ځای وبللې او ویې ویل: "دغه شکایتونه موږ ته هم رسېدلي، له بده مرغه وضعیت کله ناکله خرابېږي او کله هم ښه وي، خو په دې وروستیو وختونو کې له مرکز او ولایتونو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په برخو کې موږ شکایتونه ترلاسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: يوازې پنځه ميليونه افغانانو ته مرستې رسولی شو

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، په افغانستان کې د ۱۵ ميلیون کسانو له ډلې چې له سختې لوږې سره مخامخ دي، اوس یې یوازې پنځه ميلیونو ته مرستې رسولی شي. دې پروګرام پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې تر راتلونکي ژمي پورې یو ميلیارد ډالره د بودجې کسر لري. دا خبره د دې پروګرام مشرې هسیو وي لي د اروپا لپاره له ایوراکتیف رسنۍ سره په تازه مرکه کې کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام څلور ورځې وړاندې په یوه بل ټویټ کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۸۷ سلنه کورنۍ د خوړو لپاره کافي خوراکي مواد نه‌لري.

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره درېيمه يو ورځنۍ سیالي لري

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له بنګله‌دېش لوبډلې سره درېيمه يو ورځنۍ لوبه کوي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره درېيمې يو ورځنۍ لوبې ته چې سبا سې شنبه به ترسره شي، تياری نيسي. افغان لوبډلې د درېیو یو ورځنیو لوبو په ترڅ کې د شنبې په ورځ هم د بنګله‌دېش ټیم ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې خپله کړه. ټاکل شوې د دې لړۍ وروستۍ لوبه سبا په چاټوګرام سټډیوم کې ترسره شي. د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې چې د اوکټوبر په پنځمه په هند کې پیلېږي، د افغانستان لومړنۍ لوبه به هم د اکټوبر په اوومه نېټه له بنګله‌دېش سره وي.

Pa.azadiradio.com 

راپور: ښایي د ازبکستان اوسنی ولسمشر د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي

که څه هم د ازبکستان د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د ټاکنو نتیجه تراوسه نه‌ده څرګنده، خو ویل کېږي چې ولسمشر شوکت میرضیاییف به د دغو ټاکنو ګټونکی ځکه وي چې د هغه درې سیالان چې پېژندل شوي نه دي، د بري چانس نه‌لري. د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې په پرونیو ټاکنو کې د مستحقو شاوخوا ۱۹،۶ ميلیونو رایې ورکوونکو په سلو کې شاوخوا اویاو یې خپلې رایې کارولي دي. ۶۶ کلن شوکت میرضاییف د دغو ټاکنو په ګټلو سره د دې چانس لري چې تر ۲۰۳۷ کال پورې په قدرت کې پاتې شي. نوموړي چې په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي، په ۲۰۲۱ کال کې یې بیا دغه ټاکنې وګټلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بايډن: په اوکراين کې بايد جګړه پای ته ورسول شي

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، په اوکراین کې باید جګړه پای ته ورسول شي ترڅو دا هېواد وکولای شي د ناټو غړی شي. بایډن دغه څرګندونې له امریکایي 'سي این این' تلوېزیون سره په یوه مرکه چې پرون یکشنبې خپره شوه، کړې دي. بایډن ویلي، اوکراین په اوس وخت کې په جګړه کې دی او زیاته یې کړه که څه هم دا به وختي وي چې اوکراین د ناټو غړی شي، خو متحده ایالات او په ناټو کې متحدین یې کییف ته د هغو وسلو ورکولو ته دوام ورکوي چې د روسیې د بې دلیله یرغل په وړاندې ورته د دفاع لپاره اړتیا لري. ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: د افچين شرکت د امو نفتي حوزه کې نوره پانګونه هم کوي

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وایي، د افچین په نوم هغه شرکت به چې د روان ميلادي کال په جنورۍ کې ورسره د امو نفتي حوزې د استخراج قرارداد شوی، په لومړي کال چې ازمایښتي دوره ده، په سیمه کې د نږدې یو نیم سل ميلیونو ډالرو په ارزښت نوره پانګونه هم کوي. د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وایي، په سرپل ولایت کې د قشقري د تېلو د زېرمو د حوزې له هغې څا چې دوه ورځې وړاندې پرانیستل شوه، د ورځې سل ټنه تېل استخراج کېدای شي او د راتلونکې میلادي کال د جنوري تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوټېرېش: طالبان په نړيواله ټولنه کې د مدغمېدو لپاره بايد اساسي ګامونه پورته کړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، طالبان غواړي چې په نړیواله ټولنه کې مدغم شي، خو د دې کار لپاره باید اساسي ګامونه پورته کړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وایي، طالبان چې غواړي د نړیوالې ټولنې یوه برخه وي دې ته اړتیا لري چې د بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څرګندونو دغه برخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پرون یکشنبې په ټویټرپاڼه کې خپره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په امريکا کې د وژل شوي افغان ژباړونکي د جنازې مراسم څنګه ترسره شول؟

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ د یوه افغان د تدفین د مراسمو په اړه لیکي چې تېره اوونۍ په امریکا کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا ووژل شو. د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی نصرت احمدیار چې څه باندې یوه لسیزه یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې، د یوه پخواني امریکايي سرتېري په مرسته يې د طالبانو له راتګ وروسته له خپلې کورنۍ سره هېواد پرېښود. واشنګټن پوسټ لیکي چې د احمدیار جنازه د لسګونو نارینه او ښځو له خوا واشنګټن ته نږدې یوې هدیرې ته یووړل شوه. وړاندې راغلي چې په دغو... Читать дальше...


Фестиваль «Лето в Москве. Все на улицу!» 1 и 2 июня посетили 220,5 тыс. человек

Володин: в государствах ОДКБ созданы все условия для проведения демократических выборов

Кировская область оказалась в двадцатке худших регионов по благосостоянию семей

Наталья Сергунина: В Москве начался прием ...



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Неделя русского языка началась в Париже

Май в Expostroy

Студенты из Ступина победили на конкурсе проектов от «Мособлгаза»

Масштабные учения РСЧС провели в Подмосковье

Музыкальные новости

Топ-клуб РПЛ из Москвы заинтересован в трансфере Зайнутдинова

На ВДНХ открылась цифровая фотовыставка "Счастье. Материнство или карьера!?"

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова

Новости России

Расписание поездов Савеловского и Белорусского направлений МЖД изменится с 3 июня

В Самаре завершился второй хоккейный турнир «Парни из стали»

На мотофристайл-шоу в Зарайске побывали более 5 тысяч зрителей

Собянин: в Москве создадут два новых трамвайных маршрута

Экология в России и мире

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов

Добрые рисунки: «585*ЗОЛОТОЙ» запустила конкурс ко Дню защиты детей

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Спорт в России и мире

Прямая трансляция матча Елены Рыбакиной против экс-первой ракетки мира на «Ролан Гаррос»

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Moscow.media

Военные следователи продолжают оказывать гуманитарную помощь военнослужащим, находящимся в полевых госпиталях

Пожар в пятиэтажке унес жизнь неосторожного курильщика

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *