Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 27.07.2023

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ممتاز راډيو بنسټګر او د امتیاز خاوند 'امین‌الله عالمي' نیولی

د 'ممتاز' محلي راډيو بنسټګر او د امتیاز خاوند امین‌الله عالمي پنځه وړاندې د طالبانو له‌خوا د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې نیول شوی دی. که څه هم په فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او په دې ولایت کې ځینو سرچینو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته د عالمي نیول کېدل تایید او ادعا وکړه چې د نوموړي د نیول کېدو لامل د هغه له رسنیز کار سره هېڅ تړاو نه لري، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، که د عالمي د نیولو لامل رسنیزه هم نه وي، باید د قانوني لارې یې قضیې ته رسېدنه وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې توده څپه؛ ځينې ښوونکې: ډېری زده کوونکې په موسمي ناروغۍ اخته شوي

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د ښوونځیو زده کوونکې او ښوونکې وایي، د ډېرې ګرمې هوا له امله ډېری زده کوونکې په موسمي ناروغۍ اخته شوي او په ټولګیو کې ضعف کوي. ارسلان په بلخ ولایت کې د دویم ټولګي زده کوونکی دی. دی وايي، د تودې هوا له له امله ښوونځي ته تګ او درس ویل ورته ستونزمن دی. ارسلان ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل، په دې وضعیت کې نه شي کولای سم درس ووايي. هغه زیاته کړه: "موږ اته بجو ښوونځي ته ځو او په ۱۲ بجو رخصتېږو. هوا ډېره توده ده. زموږ ښوونځي د څښاک لپاره صحي اوبه نه لري، سبق سم نه شو زده کولای، زړه مو بې حاله کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرزي د پکتیکا پر برمل د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه غندلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه غندلي دي. کرزي نن پر خپل ټویټر لیکلي، دا برید د افغانستان پر خاور د پاکستان له لوري ښکاره تېری او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی. هغه په دې ټویټ کې له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي او د افراطیت‌پالنې پر ځای دی له افغانستان سره ښه اړیکې وپالي. تر دې مخکې د جولای په ۲۵مه یو وریفای شوی ټویټر اکونټ چې ادعا کوي د پاکستان د دفاع او ملي امنیت خبرونه خپروي، ویلي وو چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکايي استازو او طالبانو لیدنه؛ پاټل: دا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړو استازو لیدنه د طالبانو پر وړاندې د امریکا په سیاست کې د بدلون نښه نه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د امریکا د ځانګړو استازو لیدنه د طالبانو د حکومت د مشروعیت یا په رسمیت پېژندلو په مانا نه ده. د دغه وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې دا غونډه د طالبانو پر وړاندې د امریکا د سیاست بدلون نه څرګندوي. پاټل زیاته کړه: "د ځانګړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رینا امیري: د افغان ښځو د ځپلو پایله به بوږنونکې وي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغان ښځو د ځپلو پایله به بوږنونکې وي. د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د ځینو هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو د ځپلو پایله بوږنونکې بللې ده. نوموړې د جولای پر ۲۷مه پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په متحده عربي اماراتو کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان ترڅنګ د البانیا، بنګله‌دېش، مراکش، سعودي عربستان او تونس له استازو سره د ښځو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټسال؛ افغانستان له تاجکستان سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې د مرکزي اسیا د فوټسال په پيل شویو سیالیو کې افغانستان خپله څلورمه سیالي له کوربه تاجکستان سره ترسره کړي. د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، دغه سیالي به د کابل پر وخت سبا د جمعې په ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي. د مرکزي اسیا یا کافا د فوټسال په پیل شویو سیالیو کې افغان لوبډلې تر دې دمه له قرغزستان او ازبیکستان خپلې سیالۍ ګټلي دي، خو تېره ورځ یې ۵ د یو پر وړاندې د ایران په مقابل کې ماتې وخوړه. د ویلو ده چې تر دې دمه د نومرو په جدول کې افغانستان په څلورم مقام کې ځای لري.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې تمریناتي کمپ پیل شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي کمپ د ګڼو ملي او کورنیو لوبغاړو په شتون کې پیل شو. د افغان کرکټ بورډ د خبر له مخې، دغه تمریناتي کمپ یې په کابل کې پیل کړی دی. کرکټ بورډ ویلي، تېره ورځ د کمپ لومړۍ ورځ وه او دوه اونۍ به دوام وکړي. په خبر کې ویل شوي چې د دې تمریناتي کمپ پر مهال به د لوبغاړو د توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او فزیکي تکړښت د مهارتونو پر لوړولو کار وشي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي اوسمهال په بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې سیالۍ کوي. د ویلو ده چې افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځينه فوټبال نړیوال جام؛ پرتګال له ویتنام څخه لوبه وګټله

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن هم درې سیالۍ ترسره شوې چې پرتګال خپله سیالي وګټله. د نن ورځې لومړۍ سیالي د امریکا او نیدرلینډ ترمنځ وه چې یو د یو پر وړاندې په برابره توګه پای ته ورسېده. بل لورته د ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا پرتګال دوه د صفر پر وړاندې ویتنام ته ماتې ورکړه. د نن ورځې درېیمه سیالي د کوربه اسټرالیا او نایجریا ترمنځ پيل شوې چې تر دې دمه هېڅ لوبډلې ګول نه دی وهلی. باید وویل شي چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام د سبا ورځې په سیالیو کې به ارجنټاین د سویلي افریقې، انګلستان د ډنمارک او چین د هایتي پر وړاندې سیالۍ وکړي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د هند او وېسټ اینډیز ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي

ټاکل شوې چې نن به هندوستان او وېسټ اینډیز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي. دواړو لوبډلو تر دې وړاندې د ټېسټ سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه چې یو د صفر په مقابل کې هندۍ لوبډلې وګټله. د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم د وېسټ اینډیز په کوربتوب په بریجټاون کې پیلېږي. د کرکټ یادې لوبډلې به لومړی د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ولوبوي او بیا به ۵ شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړي. باید وویل شي چې وېسټ اینډیز د لومړي ځل لپاره ونه توانېده چې د لارموندنې په پړاو کې ۵۰ اوریز نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

Pa.azadiradio.com 

اشیز؛ د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ پنځمه ټېسټ لوبه پیل شوه

د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د اشیز ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن د لندن په اوول لوبغالي کې پیل شوه. د دې لوبلړۍ په ترڅ کې تر دې دمه اسټرالیا دوه د یو پر وړاندې مخکې‌والی لري. که څه هم د څلورمې لوبې په لومړنیو درې ورځو کې انګلستان د بریا ډېر چانسونه درلودل، خو د پرله‌پسې ورښت له امله یاده سیالي بې پایلې تمامه شوه. د دې تاریخي ټېسټ لوبلړۍ ټراپي یو وار بیا له اسټرالیا سره پاتې شوه. په وروستۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا پچه ګټلې او انګلستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې ده.

Pa.azadiradio.com 

 د افغانانو ملاتړ لپاره د امریکا کانګرس ته یو ګډ پرېکړه لیک وړاندې شوی

د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو د افغانستان د خلکو د ملاتړ په هدف د دوو ګوندونو یو ګډ پرېکړه لیک کانګرس ته وړاندې کړی دی. په افغانستان کې پخواني امریکایي پوځي جیسون کرو او د استازو جرګې یوه غړي نن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دا پریکړه لیک د افغانانو په ځانګړې توګه د هغو د ملاتړ لپاره ده چې د امریکا له ماموریت سره یې مرسته کړې ده. د نوموړي په خبره، په پرېکړه لیک کې د طالبانو د حکومت له خوا د افغان نجونو او ښځو او دغه راز قومي او مذهبي اقلیتونو د ځورولو څېړل هم شامل دي. دغه پرېکړه لیک د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر دنیپرو د روسیې بریدونه؛ زیلینسکي خپله کاري ورځ په دې ښار کې پیل کړې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن دنیپرو ښار ته ځي، هغه ښار چې څو ځله پرې روسي پوځیانو هوایي بریدونه کړي دي. دغه سفر داسې مهال کېږي چې روسیي ځواکونو تېره شپه پر اوکراین تازه بریدونه کړي چې ملکیانو ته یې مرګژوبله او زیان اړولی دی. زیلینسکي پر خپل ټیلګرام چېنل لیکلي چې نن پنجشنبه یې خپله کاري ورځ په دنیپرو کې پيل کړې ده. هغه له پوځي چارواکو سره خبرو کې د هوایي مدافع سیستم پر ښې استفادې او د اوکراین ځواکونو ته د تجهیزاتو په ورکړې بحث کړی دی. پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل شوی او لا هم دوام لري.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر د ځینو افریقایي هېوادونو له مشرانو سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن داسې مهال د ځینو افریقایي هېوادونو له مشرانو سره ګوري چې دغه هېوادونه د اوکراین د غلو د صادراتو د هوکړې د نه تمدید له کبله ناوړه عواقبو ته چمتووالی نیسي. د پوتین او افریقایي مشرانو دغه لیده کاته د روسیې د ولسمشر په پلرني ټاټوبي سن پټرزبرګ کې ترسره کېږي. له کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل کړی، ولسمشر ولادمیر پوتین په نړیوال ډګر کې منزوي شوی، خو هغه لا هم ځینو افریقایي هېوادونو کې ملاتړي لري. ټاکل شوې چې د افریقایي هېوادونو ۱۷ مشران له هغې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوحه کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د متقي په مشري یو پلاوی ځي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تایید کړه چې د دوی د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی به له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په یوه ټویټ کې وویل چې دغه پلاوی به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي. نوموړي ویلي چې په دې خبرو کې به د بنديزونو او تور لېستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه د دوی لپاره لومړيتوب ولري. د نوموړي په خبره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ 'جنرال ډیویډ الوین' د امریکا د هوايي ځواکونو نوی مشر نومولی

سپینې ماڼۍ د امریکا د هوایي ځواکونو د نوی مشر په توګه هغه جنرال نومولی چې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د پوځي روزنې تجربه لري. د اسوشېټېټډپرېس آژانس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ په هغه بیان کې چې د امریکا کانګرس ته یې پرون چهارشنبې استولی، ویلي چې جنرال ډیویډ الوین یې د هوایي ځواکونو د نوي مشرپه توګه نومولی دی. د راپور له مخې پر دې سربېره چې نوموړی د پوځي الوتکو د څه باندې ۴۶۰۰ ساعتونو الوتنو تجربه لري، په افغانستان کې یې د ناټو په مشرۍ د روزنې او هم په دې هېواد کې د جنګي عملیاتو د جزوتامونو مشري کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوې روسۍ الوتکې د سوریې په قلمرو کې پر امریکایۍ بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی

سپینې ماڼۍ تایید کړه چې یوې روسۍ جېټ جنګي الوتکې پرون چهارشنبې د سوریې په هوایي قلمرو کې پر یوې امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې یا ډرون برید وکړ. دا په روانه میاشت کې د هغو ځورونکو چلندونو شپږمه پېښه ده چې کړکېچ یې زیات کړی دی. متحدو ایالتونو ویلي چې روسي جنګي الوتکې امریکایي بې‌پیلوټه الوتکو یا ډرونونو او نورو الوتکو ته په ډېر نږدې واټن کې د الوتنې خطرناک مانورونه سرته رسوي چې هم د الوتکو عمله او هم الوتکې له خطر سره مخامخ کوي. دوو امریکایي چارواکو چې د دغې موضوع په اړه یې په عام محضر کې د خبرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د سینګارتونونو تړل د افغان ښځو پر حقونو د یو بل سخت ګوزار څرګندونه کوي

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه نیویارک ټایمز: نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سینګارځایونو د تړلو موضوع ته پام اړولی او تر دې سرلیک لاندې چې طالبانو د سینګار سالونونه، د افغان ښځو د عامه ځایونو وروستی ځای هم وتاړه، لیکي، دا په افغانستان کې یو له هغو محدودو ځایونو څخه و چې ښځو کولای شوای له کوره بهر په کې راټولې شي او تړل یې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د یو بل سخت ګوزار څرګندونه کوي. نیویارک ټایمز لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې کېږي

د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي له طالبانو او یو شمېر نورو افغانانو سره د خبرو لپاره قزاقستان او قطر ته روان شوي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د دوی استازې رینا امیري به تر راتلونکې دوشنبې پر دې سفر بوخت وي. د رویټرز خبري اژانس په حواله له طالب استازو او افغانو سره د امریکایي ډیپلوماتانو خبرې به د افغانستان پر اوسني بشري وضعیت، د ښځو پر حقونو او امنیتي مسئلو ورټولې وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د طالبانو حکومت ته ۳۲ افغان زندانیان سپارلي

د ایران حکومت هغه ۳۲ افغان زندانیان چې د اسنادو د نه درلودلو له کبله یې زنداني کړي و، خوشې او د افغانستان لوري ته سپارلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو زنداني شویو کسانو کې چې په نیمروز کې دوی ته سپارل شوي ماشومان هم شامل دي. تر دې وړاندې هم ایران لسګونه ورته زندانیان خلاص او افغانستان ته لېږلي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې له دغه هېواده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د شدید باران د ورېدو خبرداری ورکړل شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې نن او سبا هم د افغانستان په نږدې نیمایي ولایتونو کې د شدید باران د ورېدو خبرداری ورکړی دی. دغې ادارې ویلي چې په ګڼو مرکزي، شمالي، ختیځو او یو شمېر جنوبي ولایتونو کې ممکن تندریز باران وشي چې کچه یې ممکن تر دېرش ملي مترو پورې ورسېږي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۴۸ کسان مړه کړي او ۵۸ نور یې ټپيان کړي دي. دغو سېلابونو سلګونه څاروي تلف کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه یې ویجاړ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

لسګونه فعالانو په تبعید کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې رسمیت پېژندل غوښتي

د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او شاوخوا سلو نورو فعالانو له فیفا غوښتي چې د افغان نجونو د فوټبال لوبډله چې په تبعید کې ده په رسمیت وپېژني. ګارډین او یو شمېر سپورټي ویبپاڼو لیکلي چې د اروپا او اسټرالیا د پارلمان یو شمېر ښځینه غړې او فعالانې په دې کمپاین کې برخه لري. دوی په یوه لیک کې له فیفا یا د فوټبال له نړیوال فدراسیون نه غوښتنه کړې چې پر افغان ښځینه فوټبالرانو بندیزونه لرې او په ازادنه توګه د فعالیت اجازه ورکړي. د راپورونو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس ختیځ کې د واګنر ډلې پوځي تجهیزات او ګاډي لیدل شوي

د بېلاروس په ختیځ کې هغه کلي ته د تجهیزاتو او زغره‌والو ګاډو کاروانونه روان دي چې ګمان کېږي د واګنر اجیرې ډلې جنګیالي په کې ځای پر ځای شوي دي. د واګنر ډلې مشر یفګیني پریګوژین او زرګونه غړي یې تېره میاشت په روسیه کې له وسله‌وال بغاوت وروسته د یوې هوکړې له مخې بېلاروس ته ولېږدول شول. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د بېلاروس په ختیځ کې د واګنر جنګیالو کمپ ته نږدې ۷۵۰ بېلابېل ډوله پوځي تجهیزات او ګاډي لیدل شوي دي. د بېلاروس چارواکو ویلي، دوی دغلته د واګنر ډلې لېږدونکي وسایل او تجهیزات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې؛ پر اقتصادي، امنیتي او بشري حقونو خبرې کېږي

د امریکا او طالبانو د حکومتونو استازي په دوحه کې پر اقتصادي او امنیتي مسئلو او د ښځو پر حقونو خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دوه امریکایي ډيپلوماتان له طالبانو او تکنوکراتو افغانانو سره د خبرو اترو لپاره قزاقستان او دوحې ته روان شوي دي. رویټرز خبري اژانس د دغه وزارت د اعلامیې په حواله ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري دغه سفر به پنځه ورځنی وي. د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیواله کمېټه د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستو پر چمتووالي بوخته ده

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا 'آی آر سي' وایي، د افغانستان په درېیو ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته د مرستو پر چمتووالي بوخته ده. له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان نږدې نیمایي ولایتونه د سختو موسمي سېلابونو شاهدان دي. سېلاب ځپلي سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو کې را ګیر دي او شکایت کوي، چې د لاسنیوي چارې يې کمزورې او ټکنۍ دي. د ازادي راډیو یو اورېدونکی نبي الله زابلی وایي، تېره دوشنبه د ارغنداب ولسوالۍ په سیند کې سېلاب خلک زیانمن کړل، خو تراوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې. زابلي وویل: "سخت سېلاب... Читать дальше...


Москва киношная: 115 культовых мест

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

Производство светодиодных светильников от Terra-LED

Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне

Оптимизация медицины. Хирург рассказал о том как врачи-южане калечат и убивают своих пациентов.

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Спасатели начали поиски двух подростков на реке Урал в Магнитогорске

Музыкальные новости

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже

"Зенит" проведет в межсезонье три контрольные игры

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Новости России

Производство светодиодных светильников от Terra-LED

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

Группа «Город 312» посвятила хит «Останусь» экс-солистке Ае на концерте в Москве

Экология в России и мире

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Dior Resort 2025

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Спорт в России и мире

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Moscow.media

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *