د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن سویډن او نیدرلینډ خپلې سیالۍ وګټلې او د فرانسې او جمیکا سیالي برابره پای ته ورسیده. د نن ورځې لومړۍ لوبه د سویډن او سویلي افریقا هېواونو ترمنځ ترسره شوه، چې دوه د یو پر وړاندې د سویډن په بري تمامه شوه. دغه راز، په دویمې سیالۍ کې بیا نیډرلینډ یو د صفر پر وړاندې پرتګال ته ماتې ورکړه. همدارنګه د نن ورځې درېیمه سیالي بیا د فرانسې او جمیکا د لوبډلو ترمنځ پرته له ګول وهلو په مساوي توګه پای ته ورسېده. ټاکل شوې، چې سبا هم د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې ۳ سیالۍ ترسره شي. Читать дальше...
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د سیالیو پرمهال ۵ د ۴ پر وړاندې قرغیزستان ته ماتې ورکړه. دغه سیالي، چې نن د کابل پر وخت سهار ۱۱:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې وه، په پایله کې یې افغان لوبډلې وکړای شول چې د یوې نومرې په توپیر بریا خپله کړي. ټاکل شوې، چې افغانستان د کافا اتلولیو پرمهال خپلې نورې سیالۍ له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره ترسره کړي.
د کابل یو شمیر اوسیدونکې شکایت کوي چې د ګرمۍ په زیاتیدو سره د برښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده. د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی مصطفی وايي د اوړي په دې ورځو کې د هوا له تودوخې سره د برښنا پرچاوي هم ډیره شوي ده. هغه ازادي راډيو ته وویل، سخته ګرمي یې ماشومانو ته د زغم وړ نده او دبرښنا د پرچاوۍ زیاتوالي یې ستونزې لا ډیرې کړې دي. مصطفی وایي:"په څلور ویشتو ساعتونو که درې ساعته مسلسل برښنا ته اړتیا ولرو، چې نه وي، په یخچال کې هم چې خواړه کیږدو، د بې برقۍ له امله خراب(خوسا) کیږي، ستونزې ډېرې دي، تېره... Читать дальше...
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا وايي، د طالبانو حکومت ورڅخه غوښتي چې د محرم د مراسمو د اجرا مرکزونه کم کړي. د دې شورا منشي سید حسین عالمي بلخي نن (یکشنبه) ازادي راډیو ته وویل، طالب چارواکو ورته ویلي چې که د مراسمو مرکزونه ډیر او تیت پرک وي، امنیت یې نه شي ساتلی. خو ښاغلی بلخی وايي چې د شیعه عالمانو شورا له طالبانو غوښتي چې د محرم د مراسمو د مرکزونو له محدودولو پرته د ټولو امنیت خوندي کړي. داعش ډلې په تېرو کلونو کې په کابل کې د محرم پر مراسمو انتحاري بریدونه کړي، چې له کبله یې لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په داسې حال کې چې د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو د طالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي، په کابل کې یو شمېر ښځو د افغاني جامو یو براڼد جوړ کړی. دغه برانډ، د خیاطۍ یوه کارخونه او پلورنځی لري. له دغو مېرمنو څخه يوه الياس حرير، چې ٢٣ کلنه ده او د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه شوې وايي، له دوو نورو مېرمنو سره يې په ګډه دا کار پيل کړى. نوموړې ازادي راډیو ته وویل:"موږ درې نجونې سره راټولې شولو او دا کار مو پیل کړ. ځکه دا په يوازې نه کېږي. موږ به د یو بل په هڅونه او ملاتړ پر مخ ځو او دا... Читать дальше...
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتلو سېلابونو له امله ۳۱ تنه مړه شوي او ۷۴ نور ټپیان دي. د طالبانو د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو درې شپو او ورځو کې د سېلابونو د راوتو په پېښو کې ۳۱ تنه مړه شوي او ۷۴ نور ټپیان دي. دغه شان سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب، ۶۰۴ کورونه ویجاړ او تر څنګ یې ۲۵۰ څاروي هم لهمنځه تللي دي. د دې وزارت ویاند شفیعالله رحیمي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، ډېره مرګژوبله میدان... Читать дальше...
په میدان وردګ ولایت کې د تېرې شپې سېلاب ځپلي وایي، چې د کورنیو د لادرکه غړو د موندنې ترڅنګ دې په نورو برخو کې بېړنۍ مرستې ورسره وشي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ځایي چارواکو سېلاب ځپلو ولسوالیو ته د څو مرستندویو ډلو د استولو خبر ورکړی. خلکو بیا ویلي، چې د سېلاب تاوانونه او تلفات زیات دي او لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده. په دې اړه دا غږیز راپور واورئ:
د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، په تېرو درېیو ورځو کې په سېلابونو کې د مړو شمېر تر ۳۰ زیات شوی دی. د دغه وزارت ویاند شفیعالله رحیمي نن کابل کې کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو سېلابونو له کبله ۳۱ کسان مړه، ۷۴ تنه ټپیان شوي او ۴۱ کسان لا هم تري تم دي. ویل شوي په دغو سېلابونو کې تر ۲۵۰ زیات څاروي هم تلف شوي دي. اټکل کېږي چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي. د دغو ځاني زیانونو لویه برخه د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. ځایي خلکو،... Читать дальше...
په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د پېښو له زیاتیدو سره، د غوښې خوراک او پېرل کم شوي دي. د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نسيم ميوندوال وايي، په سيمه کې يې خلکو د څارويو د غوښو پېرل او پخول له دې ويرې کم کړي دي، چې کانګو ناروغي به ورته ولېږدول شي. نوموړی وايي، سيمه کې يې تر اوسه د کانګو ناروغۍ د کومې پېښې خبر نهدی اورېدلی خو خلک د يادې ناروغۍ د خپرېدو په اړه سخت اندېښمن دي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: “خلکو د زياتو غوښو خوړل کم کړي دي، ځکه وېره لري چې د کانګو وايروسي ناروغي چې ده،... Читать дальше...
د اوکراین چارواکو نن یکشنبه ویلي، د اوکراین پر بندري ښار اودیسه نن سهار وختي د روسیې له خوا د میزاییلو په تازه برید کې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. دا برید د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د بېلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو تر کتنې څو ساعته مخکې شوې ده. لوکاشینکو د پوتین عمده متحد ګڼل کېږي. د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، کرملین ویلي د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې په کې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ستراتیژیک شراکت او اتحاد بحثونه په پام کې دي. دا وروسته له هغې چې لوکاشینکو... Читать дальше...
د هند په مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدو په پېښه کې د مړو شمېر نن یکشنبه ۲۷ ته زیات شو. چارواکي وايي لږ تر لږه ۵۰ کسان لا هم تري تم دي او له سختو اورښتونو سره- سره د ژغورنې ډلې خپل کار ته دوام ورکوي. د ځمکې ښویېدنې پېښه تېره پنج شنبه د پشه کال تر اورښتونو وروسته شوې ده، چې په ریګاد ولسوالۍ کې یې یو کلی لاندې کړ. په هند کې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې ډلې هڅه کوي تر خاورو لاندې راګیر پاتې شوي مړي ومومي.
په سوډان کې هغه جګړه چې په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ پیل شوې وه، سلو ورځو ته ورسېده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې جګړه کې پلازمېنه خرطوم ویجاړ شوی، په ډارفور کې د قومي تاوتریخوالي زیاتېدو او د څه باندې درېیو ملیونو کسانو د بېځایه کېدو سبب شوې ده. بلخوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون شنبه په ډارفور کې د استوګنې پر ساحو د توغوندیو په حمله کې لږ تر لږه ۲۰ ملکیان وژل شوي دي. د ډاکټرانو اتحادیې ویلي د شمالي کوردفان ولایت په مرکز العبیض کې د جمعې پر... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرایه مشر نور محمد مراد، د امریکا د متحدو ایالتونو د کرکټ بورډ د اجرایه مشر په توګه ټاکل شوی دی. د امریکا د کرکټ بورډ ادارې پرون په یوه اعلامیه کې له دې خبر سره لیکلي، چې ښاغلي مراد د ډېرو کسانو له منځ نه لومړی د شپږو کسانو لیست او بیا د درېیو کسانو نهايي لیست ته لار ومونده، چې بالاخره دغې څوکۍ ته وټاکل شو. نور محمد مراد له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایه مشر و، چې د افغانستان د کرکټ لاسته راوړنو په هغو کلونو کې د نړیوالو پام ځان ته واړاوه.
د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یوه ځوان، ځانوژنه کړې ده. په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه ځوان د فرنجل کلي اوسېدونکی و، چې تېره شپه یې توپک په ډز سره ځان وژلی دی. د دې پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي. ویل شوي، په وروستیو کې په پروان او کاپیسا کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي، چې ډېری قربانیان یې ځوانان دي.
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا، یو وار بیا د محرم د لسمې یا عاشورا د ویر پر مراسمو د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. د دې شورا مشر، ایت الله محمد هاشم صالحي پرون په کابل کې د شیعه عالمانو شورا په فوق العاده غونډه کې وویل: "د خلکو غوښتنه د ټولو محدودیتونو لیرې کېدل دي، باید د بیرغونو د لګولو مخه ونه نیول شي. امام حسین د وحدت محور دی. باید د امام حسین مراسم د افغانستان ټول عزیز ملت ته ازاد وي." د افغانستان د شیعه عالمانو شورا تېره اوونۍ وویل، د طالبانو حکومت ورته د احتمالي امنیتي ګواښونو... Читать дальше...
په میدان وردګ ولایت د طالبانو محلي چارواکي د تېرې شپې د سېلابونو په نتیجه کې، د لږ تر لږه ۲۲ کسانو د مړینې او لسګونو کسانو د لادرکۍ خبر ورکوي. په دغه ولایت کې د پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مولوي فیض اله جلالي نن ازادي راډیو ته وویل:"د جلرېز د تکانې په سیمه کې پر یوه واده سېلاب راغلی، چې هلته اکثر خلک په خوب ویده وو او تر اوسه ۲۲ شهیدان له خاورو ایستل شوي او په لسګونو کسان لادرک او بې برخلیکه دي. هڅه کوو په سیمه کې د شهیدانو انتقال ته لار برابره کړو." دغو سېلابونو په جلرېز، چک، سید اباد، نرخ... Читать дальше...
د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو او څېرو، د محرم د لسمې په مناسبت د افغانستان د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو د واکمن حکومت محدودیتونه غندلي او مذهبي نفاق یې بللی دی. د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله، چې د دوی پر ضد د جنګي فعالیتونو ادعا لري، نن سهار په یوه اعلامیه کې د طالبان دا عمل مذهبي نفاق ته لمن وهل بللي. د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې زیاته شوې:"طالبانو د یوې داسې ډلې په توګه چې د خلکو ملاتړ نهلري، غواړي په افغاني ټولنه کې مذهبي زغم لهمنځه یوسي او ټولنه له اسلام څخه د طالبانو د افراطي افکارو روایت ته سوق کړي. Читать дальше...
د اوکراین پوځي او سیمه ایز چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد د ملکي استوګنې پر سیمو او د غلو- دانو د صادراتو پر تاسیساتو د روسیې د توغندويي حملو او بمباریو په پایله کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي. د اوکراین د دونېڅک سیمې والي پاولو کریلینکو وايي، په دې سیمه کې چې له څو میاشتو راهیسې درنې جګړې پکې روانې دي، د روسیې د پوځ توغندویي حملو څلور کسان وژلي چې یو لس کلن هلک او یوه شپاړس کلنه نجلۍ هم پکې دي. کریلینکو پرون شنبې وویل، په دې بریدونو کې یوه... Читать дальше...
اېرو اېشیا ریوو اېرو اېشیا ریوو خپرونې د هند د یوه متقاعد پوځي چارواکي سوبهاش کپیلا مقاله خپره کړې ده. کپیلا لیکي، پاکستان له نولس سوه اووه څلویښتم کال راهیسې چې د یوه خپلواک ملت په توګه رامنځته شوی دی، له خپلو دوو ګاونډیو، افغانستان او هند سره کله هم دوست نه دی پاتې شوی، خو په کابل کې د دوه زره شلم کال په اګسټ کې د طالبانو د حکومت بریا ته خوشاله شو او د ای ایس ای مشر جنرال فیض دستي کابل ته ولاړ چې دا خوښي ولمانځي. ښاغلي کپيلا چې د بریتانیا په شاهي پوځي اکاډیمي کې یې لوړې زده کړې کړي دي او د... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې نن د روانې زمري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر درېیمې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو برخو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته. دې وزارت پر ټویتر په یوه بیان کې لیکلي دي، چې د وړاندوېنو له مخې د هېواد په ځینو برخو کې د نسبتا تېزو ورښتونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي. د بیان له مخې، د دې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې ډېر شته. دا وزارت وايي چې دا اټکل د هایدرومیتیورولوژيکي... Читать дальше...
د بېلاروس مستبد مشر الیکساندر لوکاشینکا له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د کتنې لپاره پرون (د جولای ۲۲مه) مسکو ته ولاړ. د بېلاروس د جمهوري ریاست مطبوعاتي څانګې پر خپلې ټلګرام پاڼې په یوه بیان کې ویلي، چې دا غونډه د یکشنبې ورځې لپار پلان شوې ده. د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دواړه مشران به د بېلاروس او روسیې ترمنځ د ستراتېژیک شراکت د اړیکو او ایتلاف پر نورې پراختیا خبرې وکړي. بېلاروس پر اوکراین د روسیې په یرغل کې مستقیم ګډون نه لري، خو د خپل قلمرو له لارې د اوکراین خاورې ته د روسي سرتېرو... Читать дальше...
د ایران د بهرنیوچارو وزارت په تهران کې د ډنمارک سفیر احضار کړی او په دې هېواد کې قرآنکریم ته د شوي سپکاوي پر وړاندې یې هغه ته خپل اعتراض سپارلی دی. له دې یوه ورځ مخکې د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې یوه سړي د عراق د سفارت مخې ته یو کتاب چې ظاهرا قرآنکریم و، وسوځاوه. په سویډن کې هم د لوی اختر په لومړۍ ورځ یوه عراقي وګړي د ستوکهولم د لوی جومات په مخ کې قرآنکریم ته سپکاوی وکړ. له بلې خوا رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي، چې د ایران لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پرون ویلي، هغه کسان چې قرآنکریم ته یې اور اچولی، د اشد مجازات وړ دي.