Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 16.07.2023

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د 'ګلچهره' په نوم سریال جوړ او خپور شو

د نما رسانه په نوم د افغاني فلمونو او سریالونو د تولید یو بنسټ، د طالبانو له واکمنۍ وروسته له کورنۍ د 'ګلچهرې' په نوم یو سریال جوړ او خپور کړی دی. ‌ دا افغاني سریال چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته جوړ شوی دی. ګلچهره هغه نجلۍ ده چې له دولسم ټولګي فارغه شوې او له خپل پلار، مور او یو ورور سره ژوند کوي. دا د خپل پلار په غوښتنه له یوه ډاکتر سره کوژده کوي، خو د کورنيو ستونزو او لاسوهنو له امله دا اړیکه له منځه ځي. د ګلچهرې د رول لوبغاړې شګوفه بارکزۍ، چې دا یې لومړنۍ سینمایي تجربه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرطاني ناروغان: پاکستان ته د درملنې لپاره تلل مو نور هم ستونزمن شوي

پاکستان ته د درملنې لپاره پر سرطان اخته تلونکي ناروغان د تورخم دروازه کې له ستونزو شکايت کوي. یو شمېر هغه ناروغان چې د سرطان په ناروغۍ اخته دي او درملنه یې په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي، اړ کېږي پاکستان ته ولاړ شي. یو شمېر دا ناروغان وایي، په جلال اباد ښار او تورخم دروازه کې د ټوکن تر لاسه کولو لپاره په ورځو انتظار کوي، خو له دې سره بیا هم تورخم کې په اسانه پاکستان ته د تلو اجازه نه ورکول کیږي. ټوکن هغه پاڼه ده چې افغانو ناروغانوته د ویزې په بدل کې ورکول کېږي څو په ازاده توګه پاکستان ته دننه شي، او خپلې د ناروغی درملنه وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغانستان په دویمې شل اوریزې سیالي کې توپوهنه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله‌دېش پر وړاندې دویمه شل اوریزه سیالي ترسره کوي. دغه سیالي چې د یاد هېواد په سېلهت ښار کې ترسره کېږي، کوربه لوبډلې پچه ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده. د افغانستان په يولس کسیز نوملړ کې یوازې یو بدلون راغلی چې د فریدملک پر ځای وفادارمومند ته چانس ورکړل شوی دی. وفادارمومند نن په لومړي ځل په نړیواله شل اوریزه سیالي کې لوبه کوي. په نننۍ سیالۍ کې به راشدخان، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتين: د اوکراین له‌خوا د خوشه‌يي مهماتو په کارولو به روسیه هم ځوابي اقدام وکړي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبرداری ورکړی، که اوکراین د روسي ځواکونو په وړاندې لانجمن خوشه‌يي مهمات وکاروي، روسیه به هم ځوابي اقدام وکړي. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په هغه مرکه کې چې د دغه هېواد دولتي تلوېزیون نن یکشنبه خپره کړې، اوکراین ته د امریکا د متحدو ایالتونو له‌خوا د خوشه‌يي مهماتو پر ورکړه انتقاد وکړ. پوتین ویلي، که په اوکراین کې دغسې وسلې د روسي ځواکونو پر خلاف وکارول شي، نو "موږ هم حق لرو، چې د ځانونو د خوندیتوب لپاره ځوابي اقدام وکړو." پوتین دا نه مني، چې روسي ځواکونو دې په اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د کابل په بګراميو کې د داعش پر یو پټنځای عمليات کړي

د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه یې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش خراسان څانګې په یوه پټنځای عملیات کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس تېره شپه ولیکل، دا عملیات د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې شوي، خو ډېر جزییات یې نه‌دي ورکړي. هاخوا د طالبانو حکومت یوې باخبره سرچیني ازادي راډیو ته د خپل نوم د نه ښودو په شرط وویل، په دې عملیاتو کې چې تېره شپه د بګرامیو ولسوالۍ په میرویس ښارګوټي کې په یوه کور کې شوي، د داعش خراسان څانګې دوه وسله‌وال وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات ترې نیول شوي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یوه تړل شوې سینګارتون مالکه: سینګارول مې شوق نه بلکې مجبوریت و

ارایشګري د ښځو د خوښې کارو بار دی. د ظرافت کارۍ دا مسلک د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینه‌وال لري. په افغانستان کې د سینګارولو یا ارایشګرۍ کار یوازې د شوق او ذوق مسلک نه بلکې ډېری مېرمنو ته د عاید د تر لاسه کولو ښه سرچینه وه، خو اوس د طالبانو د حکومت له خوا ورباندې بندیز لګېدلی دي. په دې راپور کې مو له یوې همداسې مېرمنې سره خبرې کړي، چې د شوق له مخې نه بلکې د یوې مړۍ حلالې نفقې د پیدا کولو په موخه دا مسلک مخته بیايي. دا راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

جنوبي کوریا کې اورښتونه؛ د مړو شمېر ۳۲ ته رسېدلی

په جنوبي کوریا کې د سختو اورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو په نتیجه کې د مړو شمېر نن یکشنبه ۳۲ ته زیات شو. د جنوبي کوریا رسنۍ راپور ورکړی، چې نن سهار شپږ مړي د دغه هېواد په مرکزي ښار اوسونګ کې له یوه سېلاب ځپلي تونل وموندل شول چې د مړو شمېر ورسره ۳۲ ته زیات شو. لږ تر لږه لس کسان لا هم تري تم دي. چارواکي په دې باور دي، چې د مړو شمېر ښايي نور هم زیات شي. په دغه هېواد کې د پشه کال یا موسمي بارانونه له تېرې اوونۍ روان دي، چې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدو سبب شوي دي. په ګڼو ساحو کې برېښنا د لنډ وخت لپاره پرچاو شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنت یلن: د نړیوال اقتصاد د ملاتړ یوازېنۍ لاره له جګړه ځپلي اوکراینه ملاتړ دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزیره وايي، له نړیوال اقتصاد سره د مرستې یوازېنۍ لار د جګړه ځپلي اوکراین د ملاتړ زیاتول دي. جنت یلن نن یکشنبه ویلي، د دې تر څنګ د نویو ټوکېدلو اقتصادونو تقویه کول او د پورونو د ستونزې په وړاندې مبارزه هم مهم نقش لري. مېرمن یلن چې په هند کې د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د مالیې وزیرانو د سرمشریزې په څنډه کې خبرې کولې وویل، یو کلیدي لومړیتوب د اوکراین د ملاتړ زیاتول دي چې د روسیې په وړاندې خپله دفاع وکړي. د امریکا د خزانې وزیرې په تېره فبروري میاشت کې د کییف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان له بنګله‌دېش سره د کرکټ دویمه شل اوریزه سیالي کوي

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې نن په خپلو کې دویمه شل اوریزه سیالي وکړي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغانستان هیله‌من دی نننۍ لوبه وګټي. هعه ازادي راډیو ته وویل: "نړیوال او کورني روزونکي همالته له لوبډلې سره دي، پر خپلو ستونزو یې کار کړی دی. نننۍ لوبې ته کافي چمتووالی شته. هیله مو دا ده چې نننۍ لوبه به د افغانستان په بریا پای ته ورسېږي." د بنګله‌دېش په کوبه توب دغه سیالي د کابل پر وخت د مازیګر څلورنیمې بجې پیلېږي. بنګله‌دېش تېره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: اوکراین کې تر ۵۰ زیات روسي سرتېري مجازات شوي

د اوکراین لوی څارنوال اندري کوستین نن یکشنبه ویلي، د اوکراین محکمو تر ۵۰ زیات روسي سرتېري په اوکراین کې د جرمونو له کبله مجرم پېژندلي او په سزاګانو محکوم کړي دي. دغه جرمونه د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته شوي دي. د کوستین دفتر ویلي، اوکراین تر اوسه د تهاجم د اړوندو جرمونو او جنګي جنایتونو څه باندې ۹۸زره قضیې ثبت کړي دي. د اوکراین لوی څارنوال ویلي: "موږ دغه جنایتونه څېړو بیا یې محکمو ته راجع کوو او حکمونه اخلو." هغه ویلي، خلک نه شي کولای عدالت ته انتظار وکړي هغه هم که مشخصه نه وي څومره وخت نیسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه یو له تر ټولو زیانګالو هېوادونو دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له اړخه یو له تر ټولو زیانګالو هېوادونو دی. د اوچا په وینا، افغانستان د نړۍ په لسو هېوادونو کې راځي چې تر ټولو زیات اقلیمي او طبیعي افتونه تجربه کوي. اوچا وايي، وچکالي چې د خلکو معیشت خرابوي او لوږه زیاتوي په سختېدو ده. اوچا نن په خپل ټویټر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش خبرداري ته اشاره کړې، چې ویلي یې دي د "اقلیم بدلون اوس له کنټروله وتلی دی." د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې د ژمي پر مهال د اړمنو شمېر راکم شوی و

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې پراخې مرستې د دې سبب شوې، چې په دغه هېواد کې د ژمي پر مهال د هغو کسانو شمېر چې کافي خواړه نه لري له شلو میلیونو څخه، د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې ۱۵ میلیونو او درې لکو ته راکم شي. خو د ملګرو ملتونو دغې ادارې نن ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام او د شریکو ادارو له لارې د ملاتړ دوام ته اړتیا ده، چې ډاډ ترلاسه شي په ملیونونو زیانګالي افغانان بیا هېرې نه کړای شي. د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي چې په روان ۲۰۲۳م کال کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۹ ملیونو ته نږدې شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د مسکو راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ترلاسه کړې

د افغانستان اړوند د مسکو په غونډو کې د ګډون په اړه د طالبانو حکومت له بیا بیا غوښتنو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د دې فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دا بلنه په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې هغه ته سپارلې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل له ارغندۍ د ميدان وردګ تر نرخه د لويې لارې پخولو چارې پيل شوې

د کابل له ارغندې سیمې څخه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ تر دراني بازار پورې د لویې لارې د پخولو چارې پرون پیل شوې. د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې دا پروژه د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پرانیستل شوه. بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د کابل کندهار د لویې لارې بیارغونه په اوو برخو ویشلې چې له ارغندي تر دراني بازار پورې ۲۷ کیلومتره یې یوه برخه ده او د یو میلیارد افغانیو په لګښت قیر پرې اچول کېږي. د طالبانو حکومت د کابل کندهار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له پاکستانه د استادانو د استولو غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سفیر څخه غوښتي دي چې، د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون ته پاکستاني استادان واستوي. د لوړو زده کړو وزارت د یوه بیان له مخې مولوي ندامحمد ندیم دا غوښتنه پرون شنبې په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره په کتنه کې وکړه. بیان زیاتوي چې ندیم په پاکستان کې د افغان محصلانو د ویزو د ستونزې د حل غوښتنه هم وکړه. د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې افغانستان ته د پاکستاني استادانو د استولو غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۱ کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د سختو بادونو او دوړو اټکل شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو د احتمال خبر ورکړی. د دې ادارې د بیان له مخې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، غور، بامیان، دایکندي، کابل، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو او همداراز په سالنګونو کې نن یکشنبې په ساعت کې د ۲۰ او ۷۵ کیلومترو په سرعت د باد اټکل کېږي. دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په بېلابېلو ولايتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اسرایيل صدراعظم په روغتون کې بستر شوی

د اسرایيل صدراعظم په يو روغتون کې بستر شوی، خو وضعيت يې ډاډمن ښودل شوی دی. د اسراییل حکومت وايي چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون شنبې د جولای ۱۵مه، په وجود کې د اوبو د کمښت په نتیجه کې د سرګرځېدو له کبله په روغتون کې بستر شوی خو وضعیت یې ډاډمن دی. ۷۳ کلن نتنیاهو په یوه ویډیويي پیغام کې چې د دې هېواد پر تلوېزیون خپور شو ویلي دي، چې د خدای شکر پرځای کوي او ښه احساس لري. د اسراییل صدراعظم زیاتوي چې د جمعې په ورځ د سختې تودوخې په حال کې چې تودوخه د سانتي ګراد ۴۲ درجو ته لوړه شوې وه رخصتۍ ته تللی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوريا ولسمشر له اوکراين سره د نورو بشري مرستو ژمنه کړې

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول کییف ته د ناڅاپي سفر پرمهال له اوکراین سره د نورو بشري مرستو ژمنه کړې. ښاغلي یون پرون د جولای ۱۵مه له خپل اوکرایني سیال ولودمیر زیلینسکي سره تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې جنوبي کوریا اوکراین ته نور د مرمۍ ضد واسکټونه او زغره والې خولۍ ورکوي چې له دې سره به له اوکراین سره د سیول د مرستو کچه له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه ۱۵۰ میلیون ډالرو ته لوړه شي. جنوبي کوریا د وسلو نهم لوی صادروونکی هېواد دی، خو له دې ویرې چې روسیه یا چین به یې له دښمن، شمالي کوریا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ترلاسه کړې

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په اړه په مسکو کې په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه یې ترلاسه کړې ده. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې دا بلنه په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف پرون شنبې په کابل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ته وسپارله. په بیان کې راغلي په دې کتنه کې متقي هیله څرګنده کړه چې کابل او مسکو به له دې لیدنې د ډيپلوماتیکو اړیکو په چاره کې ښه استفاده وکړي. د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا یادونه هم شوې چې متقي د روسیې له سفیر څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین: له اوکراین سره د صادراتو تړون کې د مسکو غوښتنې له پامه غورځول شوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کوي چې له اوکراین سره د غلې د صادراتو په تړون کې د مسکو غوښتنې له پامه غورځول شوي دي. ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنوبي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا سره په ټلیفوني تماس کې وویل چې د روسیې د غذايي موادو او کیمیاوي سرې د صادراتو پروړاندې د خنډونو د لیرې کولو په برخه کې د مسکو غوښتنې تر اوسه نه دي منل شوي. د ملګرو ملتونو په ملاتړ د تور سمندرګي له لارې د روسیې او اوکراین د غلې د صادراتو موافقه چې تېر کال عملي شوه که تمدید نه شي د اعتبار موده یې سبا د جولای په ۱۷ مه پای ته رسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوريشيا ريوو: د شانګهای غړي هېوادونه په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي

یوریشیا ریوو: د امریکا یوریشیا ریوو خپرونې د سیمې په سیاستونو کې د هند د رول پر پراختیا لیکنه خپره کړې او په پیل کې یې د جولای میاشتې پر څلورمه د شانګهای د همکارۍ سازمان هغې غونډې ته اشاره کړې، چې د هند په کوربه توب په انلاین بڼه ترسره شوه او په هغې کې د افغانستان پر موضوع هم بحث وشو. د لیکنې له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې د پای په اعلامیه کې سیمه ییزو چلنجونو او فرصتونو ته هم عمومي کتنه شوې ده او ویل شوي د افغانستان امن او ثبات تر ټولو مهمه مسئله ده. یوریشیا ریوو د دغه سازمان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د اوبو لانجه؛ محرابیان: ایران له خپلې حقابې یو ګام هم نه په شا کېږي

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان وايي، هېواد به یې په هلمند سیند کې د خپل اوبه خور له حق څخه یو ګام هم په شا نه‌شي. د ایران مهر نیمه دولتي خبري آژانس خبر ورکوي چې محرابیان پرون په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ابراهیم رییسي په مشرۍ د ایران حکومت به دا هم یقیني کړي چې تر وسې وسې هڅه کوي څو په جنوبي ایالت سیستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي. د ایران د انرژۍ وزیر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې که څه هم ایران د طالبانو له حکومت سره د هلمند سیند د اوبو د خوشې کولو په اړه... Читать дальше...


Озвучено, при каком условии резко подорожает доллар

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

Раскрутка и продвижение ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Видео ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Песен ВКонтакте.

Российскую культуру представили на международной студенческой встрече в Измире



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Мемориал бойцам бригады «Каскад» открыли в Москве

Пушилин оценил разрешение на удары западным оружием по России

Латышонок ответил на вопрос о своём будущем в «Балтике»

Что это за Сахельский коридор, который Россия "прорубает" в Африке? Насколько он огромен?

Музыкальные новости

ЧЭРЗ запланировал оздоровительную кампанию для сотрудников и их детей

Скандал с пенальти, отмена гола Вендела и решающий мяч Алипа на 95-й! «Зенит» победил «Балтику» в финале Кубка России

Отельеры вступают в Игры дружбы // Стоимость размещения в гостиницах растет

Собянин: Около обновленных поликлиник создано более 600 зон отдыха

Новости России

Раскрутка и продвижение ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Видео ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Песен ВКонтакте.

На ярославцев выльется пятидесятилитровая бочка дождевой воды

В Подмосковье идет строительство более 20 новых тротуаров

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

Экология в России и мире

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Спорт в России и мире

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Moscow.media

Торжественное возложение цветов к памятному знаку «Юным героям — партизанам и подпольщикам» в Феодосии

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Вечернее поле.







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *