Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 14.07.2023

Pa.azadiradio.com 

بنګله‌دېش د دوو ویکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالۍ د لوبې د وروستي اور په پنځم توپ د کوربه لوبډلې په بري سره بشپړه شوه. دغه سیالي چې د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۴:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه یې کوربه لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه. په افغان توپ وهونکو کې محمدنبي عیسی‌خېل نیمه سلیزه ووهله او ۵۴ منډې یې وکړې. دغه راز عظمت الله عمرزي ۳۳ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې وکړې. د بنګله‌دېش په توپ اچونکو کې بیا شکیب الحسن دوه او نورو ټولو یوه ـ یوه ویکټ واخیسته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان په افغانستان کې د 'ټي‌ټي‌پي' پر پټنځایونو او ازادانه فعالیت اندېښنه وښوده

د پاکستان پوځ وايي، دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا 'ټي ټي پي' د پټنځایونو په موجودیت او د فعالیت پر ازادۍ سخت اندېښمن دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر 'آی ایس پي آر' د جمعې په ورځ یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ، چېرته چې تازه د پاکستان د پوځ پر یوې چاوڼۍ وسله‌وال برید شوی و. د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر دې چاوڼۍ د وسله‌والو په برید او وروسته نښته کې ۹ سرتېري وژل شوي وو. د پاکستان پوځ هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغانستان بنګله‌دېش ته د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې خپله توپوهنه بشپړه کړه او ۱۵۴ منډې یې وکړې. دغه سیالي چې د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۴:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه یې کوربه لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. په افغان توپ وهونکو کې محمدنبي عیسی‌خېل نیمه سلیزه ووهله او ۵۴ منډې یې وکړې. دغه راز عظمت الله عمرزي ۳۳ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې وکړې. د بنګله‌دېش په توپ اچونکو کې بیا شکیب الحسن دوه او نورو ټولو یوه یوه ویکټ واخیسته. کوربه لوبډلې د هدف ترلاسه کولو په موخه توپوهنه پیل کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

یوسفزۍ: د نجونو او ښځو محرومیت به د افغانستان راتلونکې له سقوط سره مخ کړي

د بشري حقونو یوه مخکښه فعاله ملاله یوسفزۍ خبرداری ورکوي چې له کار او زده کړو څخه د نجونو او ښځو محرومېدل به د افغانستان راتلونکې له سقوط سره مخ کړي. د بشري حقونو او ماشومانو د حقونو یوه پېژندل شوې فعالې ملالې یوسفزۍ خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې د نجونو او ښځو محرومیت دوام وکړي د دغه هېواد راتلونکې به له سقوط سره مخ شي. نوموړې، چې د زده کړو په برخه کې هم فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده د پنجشنبې په ورځ له 'سي این این' سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د افغان نجونو او ښځو حقونه باید په هر ډول خبرو اترو کې د نه مذاکرې وړ شرط وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: په نړۍ کې د بې‌وزلۍ تر کچې ټیټ ژوند لرونکو کسانو شمېر ډېر شوی

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، په نړۍ کې د هغو وګړو شمېر په وروستیو کلونو کې زیات شوی چې د بې‌وزلۍ تر کچې ټیټ ژوند لري. د ملګروملتونو پرمختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په خپل تازه راپور کې وايي، له ۲۰۲۰ کال وروسته د کوېډ۱۹ د وبا او د اقتصادي بحران په نتیجه کې له بې‌وزلۍ د اغېزمنو خلکو د ورځنیو عوایدو کچه له ۳،۶۵ ډالرو څخه هم راټیټه شوې ده. د دې راپور له مخې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې ۱۶۵ میلیون وګړي پر هغو خلکو ورزیات شوي دي چې د بې‌وزلۍ تر کرښې ټيټ ژوند لري. په راپور کې د 'یو این... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې کانګو ناروغۍ ۹ کسان مړه کړي او ۵۴ نور پرې اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېره اوونۍ په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له کبله ۹ کسان مړه او ۵۴ نور پرې اخته شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو وضعیت په اړه د راپور په خپرولو سره ویلي، چې روانه اونۍ ګانګو ناروغۍ په دغه هېواد کې ۹ کسان مړه او ۵۴ پرې اخته شوي دي. په راپور کې چې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۱۳مه د روغتیا نړیوال سازمان خپور کړی، راغلي چې د نويو ثبت شويو پېښو په ګډون د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ټولټال د کانګو یا وینې بهېدونکې تبې ۴۹۴ پېښې ثبتې شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې توپوهنه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله‌دېش پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه سیالي ترسره کوي. دغه سیالي چې د یاد هېواد په سېلهت ښار کې ترسره کېږي، کوربه لوبډلې پچه ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده. د افغانستان په ۱۱ کسیز ترکیب کې نن رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، کریم جنت، راشدخان، مجیب الرحمن، فرید احمد، عظمت الله عمرزی او فضل حق فاروقي اخیستل شوي دي. دغه راز د بنګله‌دېش په ۱۱کسیزه لوبډله کې بیا شکیب الحسن، لیټن ډاس، روني ټالوکډار، توحید رېدوی، شمیم حسین،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سردار محمد نادر نعیم د طالبانو له لوري د ده د نیونې خبر رد کړ

د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لمسي سردار محمد نادر نعیم ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې د طالبانو له لوري د ده د نیونې خبر رد کړ. هغه په پیغام کې ویلي، دمګړی کابل کې دی او په خپل کور کې ورځ په ارامۍ سره تېروي. له دې مخکې د سفما یا د سویلي اسیا د ازادو رسنیو د بنسټ مشر ضیا بومیا په ګډون ځینو سرچینو ادعا کړې وه چې نادر نعیم د جولای په ۱۳مه د پنجشنبې په ورځ کابل کې د طالبانو استخباراتو نیولی دی. د طالبانو سرچینو هم د نادر نعیم نیونه رد کړې ده. نادر نعیم په تېرو څو میاشتو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلوچ: طالبان دې د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د نه استعمالېدو ژمنه عملي کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد پر ضد د افغان خاورې د نه استعمالېدو په برخه کې باید افغان طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي. په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو په ګډون د پاکستاني طالبانو او یو شمېر نورو وسله‌والو د موجودیت ادعاګانې شوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې پر خپله هغه ژمنه عمل وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د تروریستي حملو په هدف نه استعمالېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د 'سوزن طلايي' ټولنې فعالیتونه بیا پیل شوي

افغان لیکوالې حمیرا قادري په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د 'سوزن طلايي' ټولنې فعالیتونه بیا پیل کړي دي. د دغې ټولنې یوې غړې مستورې مهاجر ازادي راډیو ته وویل: "په داسې شرایطو کې چې هره خوا ناهیلي ده او ټولې دروازې زمونږ پر مخ بندې دي، حد اقل دا ټولنه مونږ ته یوه هیله ده، د ټولو هغه کسانو لپاره چې په افغانستان کې دي." مستوره د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو له بندیزونو مخکې د اروا پوهنې د څانګې د وروستي کال محصله وه. هغه وايي، د زده کړو تر څنګ یې نور رضاکار ټولنیز فعالیتونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لاچین دهلیز بندول؛ د نګورنو قره‌باغ زرګونه اوسېدونکو یې پر ضد مظاهره وکړه

د نګورنو قره باغ زرګونه اوسېدونکو نن د دې بیلتونپالې سیمې په مرکز ستیپانا کیرت کې د اذربایجان له لوري د لاچین دهلیز د بندېدو پر ضد مظاهره وکړه. لاچین د ارمنستان او نګورنو قره باغ ترمنځ یوازینۍ ځمکنۍ لاره ده. د اذربایجان د سرحدي چارو دولتي ادارې د سه شنبې په ورځ وویل، د لاچین دهلیز د تلاشۍ پوسته یې وروسته له هغه بنده کړه چې د سره صلیب په موټرو کې له ارمنستان څخه د بېلابېلو موادو د قاچاق راپورونه یې ترلاسه کړل. دغې ادارې ویلي،د تحقیقاتو تر بشپړېدو پورې به دا لاره بنده وي. دغه اقدام د ارمنستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: تورخم کې د قاچاق کېدونکو تاریخي اثارو لارۍ نیول شوې

د طالبانو د حکومت استخبارات ادعا کوي چې په تورخم بندر کې یې ډېر تاریخي اثارموندلي او ضبط کړي دي. باختر خبري اژانس د تورخم د استخباراتو د مدیر محمداقبال تکل له قوله وايي، دا تاریخي اثارپه یوه بار وړونکې لارۍ کې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوي وو. اژانس د جزییاتو له یادولو پرته زیاتوي، چې قاچاقبرانو غوښتل دغه اثارګاونډي هېواد ته انتقال کړي. طالبانو په خپله تېره واکمنۍ کې د بامیان د بودا د بتانو په ګډون ډېر تاریخي او لرغوني اثارله منځه یوړل، خو د طالبانو چارواکو دا ځل څو څو ځلې په بېلابېلو سیمو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې پر اوکراین د توغندیو او ایراني ډرونونو په وسیله د حملو نوې څپه پیل کړې

په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین د توغندیو او ایراني ډرونونو په وسیله د حملو نوې څپه پیل کړې، د اوکراین په جنوبي سیمو کې نن سهار د هوايي حملو آلارم وغږول شو. د دنیپرو پیتروفسک سیمې والي سیرهي لیساک پر خپله ټلیګرام پاڼه لیکلي، چې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک پر کریوي ریه ښار ویشتل شوي ۶ ډرونونه راغورځولي دي. لیساک ویلي چې دې حملو یوه فابریکه ویجاړه کړې ده. د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک ویلي چې د ټولو اوولسو ایراني ډرونونو له ډلې شپاړس یې ویشتل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بلوچ: طالبان دې د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو ژمنه عملي کړي

پاکستان یوځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې پر خپله هغه ژمنه عمل وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د تروریستي حملو په هدف کارولو ته نه پرېږدي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دا خبره د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په ځواب کې کړې. مجاهد مخکې ویلي وو، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه ده کارول شوې او زیاته یې کړه چې د طالبانو حکومت د هغو پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام کړی چې د افغانستان په قلمرو کې دېره دي. مېرمن بلوچ وویل، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارواپوهان: د اعتیاد پر مهال د معتاد ګوښه اوسېدل تر درملنې وروسته هم دوام کوي

ارواپوهان وايي، یو معتاد کولای شي چې د اعتیاد په لومړیو شپږو میاشتو کې له خپلوانو سره اړيکې وساتي، خو تر شپږو میاشتو وروسته ځان پردی ورته ښکاري او ګوښه اوسېدل خوښوي. ارواپوهان وايي چې نشه يي مواد د معتادینو پر ذهن او روان د نورو منفي اغېزو ترڅنګ د دوی خویونه هم بدلوي، دوی له کورنۍ او ټولنې څخه ګوښه کېږي او يوازې له معتادينو سره کېني. ارواپوهان وايي چې د نشې په نتیجه کې ورو ورو د معتادینو چلند بدلون مومي او له کورنۍ او ټولنې سره یې اړېکې پرې کېږي. ارواپوه محمد وامق شریفي د معتادینو د ګوښه کېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واګنر شرکت د څه باندې یو میلیارد روبلو قراردادونه ترلاسه کړي

د روسیې دولتي تلوېزیون وايي چې د واګنر د مشر یوګیني پریګوزین پورې تړلو شرکتونو ښوونځیو او روغتونونو ته د خوراکي توکو د رسولو په هدف د څه باندې یو میلیارد روبلو چې ۱۱ لکه ډالره کېږي قرادادونه ترلاسه کړي. دا وروسته له هغه چې پرګوژین په مشرۍ اجیرو ملېشو د جون په ۲۴په روسیه کې وسله وال بغاوت وکړ، خو وروسته بېرته کرار شول. د روسیې د پوهنې وزارت په مسکو کې د یو شمېر ښوونځیو لپاره خوراکي توکي له واګنر شرکت اخلي. په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له واګنر سره د تړون د لغوه کولو لپاره هېڅ دلیل نه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې تر حاصل مخکې د انارو ګلان رژېږي

هر کال په کندهار کې د بېلابېلو لاملونو له امله د انارو حاصلات مخکې تر دې چې حاصل ته ورسېږي د ګلانو د رژېدو له امله ضایع کېږي چې د انارو حاصلات هم ورسره کمېږي. د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي، بزګران باید په دې اړه د دې ریاست څخه مسلکي مشورې ترلاسه کړي. د کندهار انار، چې نړیوال شهرت لري تر ډېره د دې ولایت د ارغنداب او ارغستان ولسوالیو له باغونو تر لاسه کېږي. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: طالبانو سردار محمد نادر نعیم نیولی

راپورونه وايي چې طالبانو سردار محمد نادر نعیم نیولی دی. نادر نعیم د افغان پخوانۍ شاهي کورنۍ غړی او د مور له خوا د افغانستان د پخواني پاچا ظاهرشاه او د پلار له خوا د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار داوود خان د ورور سردار نعیم لمسی دی. ځینو افغان رسنیو او د افغانستان لپاره د جَنوبي اسیا د ازادو رسنیو د بنسټ سفما مشر ضیا بومیا په دې اړه خبر ورکړی. نادر نعیم په کابل کې و او د راپورونو په اساس پنجشنبه ناوخته د طالبانو استخباراتو نیولی دی. لا یې د نیولو په اړه طالبانو رسماً څه نه دي ویلي او نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د معتادینو د درملنې سل بستریز روغتون پرانیستل شو

په کندهار کې د معتادینو د درملنې لپاره سل بستریز روغتون پرانیستل شو. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا چارواکي وايي، دا مهال په دغه ولایت د ۲۴۰۰ معتادینو درملنه روانه ده چې ډېره برخه یې د نیمروز ولایت څخه انتقال شوي. طالب چارواکې زیاتوي چې د هېواد په شپږو زونونو کې د معتادینو د درملنې زر بستریزه روغتونونه جوړېږي. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

سلګونه افغان کډوال په البانیا کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي

سلګونه افغانان چې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو راهیسې له افغانستانه وتلي، د اروپا په سویل ختیځ البانیا کې ژوند کوي. ځینې له البانیا درېیم هېواد ته لېږدول شوي او ځینې نور هم له نږدې دوو کلونو راهیسې په بې برخلیکه وضعیت کې ژوند کوي. په دوی کې ځینې افغانان هم شته چې خپل ځان لپاره یې ژوند جوړ کړی.

Pa.azadiradio.com 

ایران په لسو ورځو کې شاوخوا ۱۸زره افغان کډوال بېرته افغانستانه ته لېږلي

د ایران د رضوي خراسان ولایت چارواکي وايي چې په لسو ورځو کې یې شاوخوا ۱۸ زره افغان کډوال افغانستانه ته لېږلي دي. مهر خبري اژانس پرون پنجشنبه د دغه ولایت د پولیسو د مشر مجید شوکا په قول وویل، دا افغانان د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شول. په ورته مهال ، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي ادعا کړې چې په ایران کې تر ۵ میلیونه ډېر افغانان مېشت دي. په وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د په زوره ستنولو خبرونه زیات شوي. د بشري حقونو اړوند یو شمېر نړیوالو بنسټونو بیا بیا د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ذبیح الله مجاهد: ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې کوو

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، یو نیم لک ځوانان د افغانستان په کانونو کې په کار بوخت دي. هغه دا خبره پرون په هرات کې له ځوانانو سره په یوه غونډه کې هغه مهال وکړه، چې د ځوانو سوداګرو د مارکیټ ريیس قاري زبیر رحیمي د بې روزګارۍ په شمول د ځوانانو ستونزې په ګوته کړې. د طالبانو ویاند وویل، چې د دوی حکومت هڅه کوي د نورو کانونو په استخراج سره ځوانانو ته د کار نور فرصتونه برابر کړي. طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د کانونو استخراج زیات کړی او په ځینو مواردو کې یې کانونه د نورو چارو په بدل کې په قرارداد ورکړي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې خوارځواکي؛ یونېسف د ۲۷۳ زرو په درملنه کې مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف وايي چې د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې په افغانستان کې د ۲۷۳ زره ماشومانو په درملنه کې، چې په خوارځواکۍ اخته وو، مرسته کړې ده. د ملګروملتونو دې ادارې پرون پنجشنبې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې یوازې په مې میاشت کې یې د نږدې ۶۰ زره په سختې خوراځواکۍ اخته ماشومانو تداوي کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام د تېر جون په وروستیو کې ویلي وو چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر ۳ میلیونو او ۲ لکو ته رسېږي او د هغو اکثریت تر ۵ کلونو کشر ماشومان دي.

Pa.azadiradio.com 

متقي: بشري مرستې باید د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز ولري

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، افغانستان ته بشري مرستې باید داسې تنظیم شي چې د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز ولري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندضیا احمد تکل پرون په څو ټویټونو کې لیکلي، چې امیرخان متقي دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا سره په کتنه کې وکړه. د ملګروملتو د شمېرو پر اساس، په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې له افغانانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريكا كې کرکټ لیګ؛ د راشدخان لپاره یې ټول ټکټونه پېرل شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د سوداګري کرکټ لیګ د رسمي ویبپاڼې پر اساس، د هغې مسابقې، چې د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی راشدخان پکې لوبېږي، ټکټونه مخکې تر مخکې پلورل شوي دي. ټاکل شوې ده چې راشدخان د افغانستان او بنګله‌دېش له دوو شل اوره سیالیو وروسته امریکا ته لاړ شي او په لومړي ځل د امریکا د کرکټ په تجارتي لیګ کې ولوبېږي. راشدخان، ممبۍ انډینز نیویارک ټیم ته لوبېږي او لومړۍ مسابقه به یې په شمالي کارولینا کې د روانې جولای میاشتې په ۲۳ نېټه له واشنګټن فریډم لوبډلې سره وي. په دې لیګ کې، چې میجر... Читать дальше...


Врач Шиндряева: сон на жесткой поверхности избавит от боли в спине

Производство светодиодных светильников от Terra-LED

Минэкологии проследит за соблюдением природных законов в Балашихе по обращениям жителей

Власти Нигера перекрыли нефтепровод в Бенин после серии нападений на сотрудников компании



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ

Музыкальные новости

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса

Футболисты «Динамо» в Ставрополе одолели соперников из «Астрахани»

Новости России

Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Финляндия направит РФ ноту в связи с подозрениями в нарушении границ самолетами

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

Экология в России и мире

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Спорт в России и мире

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

Закат на Катуни







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *