Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 18.07.2023

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر منځني ختیځ ته د جنګي الوتکو د لېږلو امر کړی

د امریکا دفاع وزیر منځني ختیځ ته د ایف ۱۶ او ایف ۳۵ الوتکو د لېږلو امر ورکړ.  پینتاګون وايي، دا جنګي الوتکې د توماس هادنر بیړۍ ضد بیړۍ ترڅنګ په هرمز تنګي کې د ایران له ګواښونو سره د مقابلې لپاره منځني ختیځ ته استول شوي دي.   د امریکا، د دفاع وزارت وياند سابرینا سینګ پرون (دوشنبې) وویل، په هرمز تنګي کې د وروستیو پېښو په ځواب کې دفاع وزیر د خپل هیواد ایف ۱۶ او ایف ۳۵ جنګي الوتکې سیمې ته واستولې څو د امریکا د ګټو او په سیمه کې د تګ راتګ د خوندیتوب دفاع وکړي.    ایران تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Pa.azadiradio.com 

د ماین چاودنو یو نیم کلن ارقام؛ سره صلیب: د ۱۰۹۲ افغان قربانیانو ۶۰ سلنه ماشومان دي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په تېر یو نیم کال کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله له ۱۰۰۰ د زیاتو افغان قربانیانو په ډله کې ۶۰ سلنه ماشومان دي.   د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا "ICRC" د سه‌شنبه په ورځ خپل تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې ناچاوده او پرېښودل شوې وسلې ملکي وګړو ته یو رښتینی او دوامداره ګواښ دی چې اکثرا یې ماشومان قربانیان دي.  دغې کمېټې ویلي، د ۲۰۲۲ کال له جنوري میاشت د ۲۰۲۳ کال تر جون میاشتې ۱۰۹۲ تنه ملکي وګړي د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې په پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ: په امریکا کې د افغان متحدینو د مېشتېدو لپاره د کانګرس د هڅو ملاتړي یوو

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي، په امریکا کې د دغه هېواد د افغان متحدینو د بیا مېشتیدنې په اړه د کانګرس د وروستیو هڅو هرکلی او ملاتړ کړی. ښاغلي کربي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ په اطمنان دلته د ‘افغانانو د بیا مېشتېدني’ لایحې په اړه له قانوني هڅو ملاتړ کوو. نه غواړم د قانون جوړونې له پروسې مخکې مسایلو او یا د هغه څه په اړه وغږېږم چې ولسمشر یې لاسلیکوي که نه، خو نوموړی قوي احساس لري چې موږ باید د خپلو متحدانو لپاره هر هغه څه وکړو چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بنګله دېش سره سیالي؛د افغانستان الف لوبډلې په ۲۱ منډو وبایلله 

د بنګله‌دېش الف لوبډلې د اسیا ایمرجینګ سیالیو په ترڅ د ۲۱ منډو په تفاوت افغان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.  دغه سیالي د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې وه او بنګله‌دېشۍ لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه.  یادې لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو په پوره ۵۰ اورونو کې ۳۰۸ منډې وکړې.  د بنګله‌دېش په پاڼۍ کې محمودالحسن ۱۰۰ او ذاکر حسن ۶۲ منډې وکړې.  په افغان توپ اچوونکو کې دا ځل سلیم ساپي ۴، ابراهیم، ضیااکبر او اظهارنوید یوه یوه وېکټ وسوځوله.  د افغانستان الف لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو او پوره پنځوس اورونو تر لوبولو وروسته ۲۸۷ منډې جوړې کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال بانک نوی مشر: د شتمنو او بېوزلو هېوادونو لرې والی نړیوال اقتصاد ته خطرناک دی

د نړیوال بانک نوی مشر اجې بنګا Ajay Banga وايي، د نړۍ د شتمنو او بې‌وزلو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکی واټن دا ګواښ رامنځته کوي چې په مخ پر ودې هېوادونو کې بې‌وزلي لا زیاته شي. په هند کې زېږېدلی بنګا، چې د متحدوایالتونو تابعیت لري او د ولسمشر جوبایډن له‌خوا دغې دندې ته وړاندیز شوی، په تېره میلادي میاشت کې یې نوی کار پيل کړ. نوموړي نن د جي شل ډلې د غړو هېوادو د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو غونډې ته وویل، وېرېږي چې د پرمختګ د سوکه‌والي له کبله به نړیوال اقتصاد له خطر سره مخامخ شي. اجې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت: نجونې تر امر ثاني په کانکور کې د ګډون اجازه نه لري

د طالبانو د حکومت، د لوړو زده‌کړو وزارت یوه مقام ازادي راډیو ته تایید کړه، چې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې یو ځل بیا نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکول کیږي. د دغه وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس سلیمان شریفي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې وویل، تر څو چې د نجونو د زده کړو موضوع تر امر ثاني معطل وي، کانکور به یې هم معطل وي. سره له دې، چې نوموړي په دې برخه کې نور جزییات ورنه کړل، خو له دې وړاندې نن سهار د طالبانو حکومت د ازموینې ملي ادارې پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې د لوړو زده‌کړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قلم لار ټولنه: ویسا یې ځکه زنداني ساتلی چې ولې یې پر نیول کېدو زیات غبرګونونه ښودل شوي

د قلم لار ټولنې غړو، چې مشر یې مطیع الله ویسا له نږدې څلورو میاشتو راهیسې، د طالبانو په زندان کې دی، د نوموړي پر وضعيت اندېښنه ښودلې ده. دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې ویسا له څه کم څلور میاشتو راهیسې له کوم جرم پرته، د طالبانو د حکومت په زندان کې ساتل شوی او د قضیې په اړه یې وضاحت نه دی ورکړل شوی. دا اعلامیه، چې د دوشنبې په ورځ ناوخته خپره شوې، په کې ویل شوي چې طالبانو یوازې په دې جرم ویسا تر اوسه په زندان کې ساتلی، چې ولې یې په نیول کېدو پراخ غبرګونونه وښودل شول. د قلم لار ټولنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني هنرمنده نیوشا قرباني د سندرو ویلو پر وخت پولیسو نیولې ده

راپورونه وايي، چې ایرانۍ هنرمنده نیوشا قرباني د سټیج له سره د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده. عیني شاهدان وايي، نیوشا په داسې حال کې چې د بند اتاق په نوم له خپلې موزیک ډلې سره یې پر سټیج سندرې ویلې، پرون هغو امنیتي مامورینو ونیوله چې ملکي جامې یې اغوستې وې. د ټولنیزو شبکو ډېرو کاروونکو هم د پېښې راپور ورکړی او ویلي، چې نوموړې نامعلوم ځای ته بیول شوې ده. په دې اړه نور جزییات نه شته او ایراني چارواکو هم تراوسه رسما څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

اوكرايني چارواکي: د روسيې توغندیزو بریدونو څلور ملکیان وژلي

اوکرایني چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې توغندويي بریدونو ۴ ملکي وګړي وژلي. د دونېڅک والي پاولو کیریلینکو نن- سه شنبې وویل، د دې سیمې په شمال کې درې ملکي وګړي چې یوه ۵۲ کلنه مېرمن هم پکې وه وژل شوي. همداراز د جنوبي سیمې زاپوريژیا والي یوري مالاشکو ویلي، چې پر اوریخیف ښار د روسیې د توغندويي بریدونو په پایله کې یوه ۷۲ کلنه ښځه وژل شوې ده. د ملګروملتونو د شمېرنو له مخې، پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له پیله د تېرې جون میاشتې ترپایه د اوکراین ۹۱۷۷ ولسي وګړي وژل شوي او نژدې ۱۶ زره نور ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

اوچا: جنسيتي تاوتريخوالي د افغان اړمنو شمېر ۲۵ سلنه زیات کړی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون اداره اوچا وايي، په افغانستان کې د هغو وګړو شمېر لوړ شوی، چې د جنسیتي تاوتریخوالي له کبله مرستو ته اړ دي. اوچا په یوه تازه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو ویلي، د جنسیتي تاوتریخوالي په پایله کې مرستو او خدماتو ته اړتیا د تېرکال د ډسمبر او روان کال د مې میاشتو ترمنځ په سلو کې ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. د اوچا د بیان له مخې، په ټولنیز ژوند کې د ښځو پر ګډون بندیز او نور محدودیتونه په افغانستان کې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي د زیاتېدو علتونه دي. پر افغان ښځو او نجونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د کلدارو کارول؛ د طالبانو ښاروالۍلسګونه هټۍ وتړلې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ښاروالۍ چارواکو لسګونه هغه هټيوال چې پر بهرنیو اسعارو یې راکړه ورکړه کوله، مجازات کړي او هټۍ یې ورته تړلي دي.  چارواکي وايي، دغو هټيوالو ته له دې وړاندې د کلدارو د نه کارولو په اړه ویل شوي وو، خو دوی له سپارښتنې سرغړونه کړې وه. د ترینکوټ اوسېدونکي د ښاروالۍ د دې کارهرکلی کوي او له چارواکو د توکیو د بیو کنټرول غواړي. نور جزيات د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د قطر صدراعظم د امريکا د ملي امنيت سلاکار سره د افغانستان په اړه خبرې کړي 

د قطر صدراعظم او د بهرنیوچارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمن آل‌ثاني، بېګا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جک سولیوان سره په ټليفوني اړیکه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي. د قطر د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، دوی په افغانستان کې د روانو چارو او همدا راز له افغانانو سره د دوامداره بشري مرستو د ملاتړ پر اړتیا خبرې وکړې. د امریکا په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ قطر ته لېږدولي او دا هېواد اوس د افغانستان لپاره د نړیوالو د اړیکو اصلي مرکز ګڼل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

سپينه ماڼۍ: د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې د افغان کډوالو د ښکېلتیا نښې نه لیدل کیږي

وروسته تر دې چې د پاکستان پوځي چارواکو د دغه هېواد په ترهګریزو پېښو کې د افغان کډوالو د لاس لرلو ادعا وکړه، سپینه ماڼۍ وايي، هېڅ داسې نښه نشته، چې په دې پېښو کې د افغان کډوالو لاس لرل تایید کړي. د امریکا متحده‌ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په خپل پروني خبري کنفرانس کې د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه دا خبره کړې ده. پاکستاني چارواکو ویلي، د دې ترڅنګ، چې افغان کډوال د پاکستان بې‌ثباتۍ کې لاس لري؛ د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد هم کارېږي. جان کربي بیا په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا هورموز تنګي او عمان سمندرګي ته نورې جيټ الوتکې او جنګي بېړۍ استوي 

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د سوداګریزو بېړیو د امنیت په هدف هورموز تنګي او عمان سمندر ته نورې جیټ الوتکې او جنګي بېړۍ استوي.   پنټاګون پرون وویل، دوی به څو اېف ۳۵ جنګي الوتکې او  جنګي بېړۍ چې مخکې په سره سمندر کې ځای پر ځای وې، دغې سیمې ته ولېږي.   امریکا وروسته تر دې دا اقدام کوي، چې ایران په وروستیو کې هورموز تنګي ته نږدې د تېلو د دوو بېړیو د توقیف هڅه او پر یوې هغې یې ډزې کړي دي.   ټاکل شوې، د فارس خلېج سیمې ته د امریکا لېږدېدونکې الوتکې به د سوداګریزو بېړیو پر سر امنیتي ګزمې کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستانۍ کلدارې بې ثباتۍ په کندهار کې خلک او کاروباریان زیانمن کړي

د کندهار اوسېدونکي او کاروباریان وایي، د جنوبي حوزې د نورو ولایتونو په څېر په دې ولایت کې هم تر افغانۍ په پاکستانۍ کلدارې زیاته راکړه ورکړه کېږي. د دوی په وینا، د دغې بهرنۍ کرنسۍ بې ثباتۍ مالي زیانونه ورته اړولي دي. بلخوا د طالبانو د حکومت چارواکي د افغانیو د ترویج لپاره د هڅو خبر ورکوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ټایم: له بدیل پرته د تریاکو د تولید مخنیوی جدي ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړوي

ټايم مجله: ټایم مجلې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د کوکنارو د له منځه وړلو هڅو ته پام اړولی او د لیکنې د پیل په کرښو کې لیکي، نړیوالې ټولنې کلونه کلونه هڅه وکړه چې پر مخدره موادو ولاړ د افغانستان د اقتصاد مخه ونیسي، هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې هېواد د کورنیو ناخالصه عوایدو ۱۴ سلنه جوړوله، خو دغه هڅې ناکامه شوې. خو د ټایم په لیکنه طالبانو چې د همدې کال په اګست میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په چټکۍ واک ته رسېدلي، داسې ښکاري چې په ټول هېواد کې یې نږدې نوي سلنه د کوکنارو کر له منځه وړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ادعا: تېره مياشت له ۱۰۰ ميليون ډالرو ډېر صادارت شوي

تېره میاشت افغانستان له ۱۰۰ میلیونو ډالرو ډېر صادرات او له ۸۱۰ میلیون ډالرو ډېر واردات کړي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصاییې او اطلاعاتو د ملي ادارې شمېرې ښيي چې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي. د وارداتو زیاته برخه له چین، ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او هند څخه وو. افغانستان خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وريجې، مصالحې او همدارنګه ماشینري او سون توکي له بهر څخه واردوي. د افغانستان ستر صادرات سکاره، تازه او وچه مېوه، غالۍ او قیمتي ډبرې دي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ 'آی سي سي' جاناتن ټروټ او عظمت‌الله عمرزی جريمه کړي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم مشر روزونکی جاناتن ټروټ او چټک بالر عظمت الله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا له خوا جریمه شوي. د کرکټ نړیوالې شورا په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دوی دواړو له بنګله‌دېش سره د دویمې شل اووریزې لوبې پر مهال د اصولو خلاف عمل کړی. له دوی دواړو د لوبې ۱۵ فیصده پيسې کمې شوي او هم د اخلاقو یوه یوه نمرې ترې کمه شوې ده. د اعلامیې پر اساس د افغانستان سر روزونکي جاناتن ټروټ د باران په سبب د لوبې د وخت د بیا بیا ځنډېدو په خاطر له لوبڅارانو سره لانجه کړې وه. اعلامیه کې راغلي چې افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو دغې ادارې له خلکو غوښتي چې په احتیاطي تدابیرو سره خپل ځان او کورنۍ خوندي کړي. د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې پنجشنبې په ورځ د سارس ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپور خپور کړ او ویې ویل چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۴۷ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. کانګو یوه وژونکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پوليسو يو افغان وګړی د يو بريد په شک نيولی

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې، فدرال پولیسو یو افغان وګړی په هامبورګ کې د برید په شک نیولی او تحقیقات ترې روان دي. د پولیسو د ادارې د بیان له مخې د دغه کس لومړی نوم حفیظ یاد شوی. پولیسو د دغه مشکوک کس په بیک کې دوه تورې، څو چاقوګان، یو تبرګی او برقي ډنډې ترلاسه کړي. پولیسو د دغه مشکوک شل کلن کس کور هم د یکشنبې په ورځ تالاشي کړی دی او تر دې مخکې هم تر څار لاندې وو. د راپورونو له مخې د جرمني پولیسو د هامبورګ د ریلګاډي په مرکزي تمځای کې څو ساعته امنیتي تدابیر زیات کړي وو او تالاشۍ یې کولې.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د تحريک انصاف لسګونه لوړ رتبه غړو نوی ګوند اعلان کړ

د پاکستان د مخکېني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف لسګونه لوړرتبه غړي له ګوند وتلي او د دوشنبې په ورځ یې نوی ګوند اعلان کړ. د پاکستان د دفاع پخواني وزیر او له هغې وړاندې د خیبرپښتونخوا مخکېني اعلی وزیر پروېز خټک د پاکستان تحریک انصاف پارلیمنټيرین په نوم د دغه نوي انشعابي ګوند مشري کوي. له ده سره د رپوټونو له مخې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ۵۷ غړي چې د پارلمان استازي یا وتلې سیاسي څېرې دي یوځای شوي. دوی په عمران خان تور لګولی چې د مې د میاشتې په تاوتریخوالي کې یې د نفرت او ټکر سیاست تعقیب کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ: پاکستان کې مېشت افغان کډوال په سخت دریځۍ کې ښکېل نه دي

سپینه ماڼۍ وایي، هېڅ داسې شواهد نه شته چې په پاکستان یا د دغه هېواد د پولو په اوږدو کې پراته افغان کډوال دې سخت دریځۍ کې ښکېل وي. د رویټرز خبري اژانس په وینا، د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دغه څرګندونې پرون دوشنبه خبریالانو ته کړي. کربي دا څرګندونې وروسته تر دې کوي چې د پاکستان پوځ د بلوچستان په ژوب سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز تر وروستۍ خونړۍ حملې وروسته په پاکستان کې یو شمېر افغانان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وبلل. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "په پاکستان کې د ترهګرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: په افغانستان کې سلګونه زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې تر ۴۵۰ زرو زیاتو کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی. د ملګرو ملتونو دغه دفتر په خپل ټویټ کې زیاتوي چې څاه ګانې یې کېندلي او ترمیم کړي او د اوبو رسولو داسې تاسیسات یې جوړ کړي چې د لمر په انرژۍ چلېږي. یونېسف وايي چې د خلکو د کورونو مخې ته یې د اوبو نلونه مستقیماً رسولي دي. مګر بیا هم، د څښاک د اوبو کمښت ډېر د پام وړ دی، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې. د کابل اوسېدونکې یاسمین ازادي راډيو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: په افغانستان کې د 'ټي‌ ټي‌ پي' فعالیت د پاکستان پر امنيت اغېز کړی

د پاکستان پوځي مشرانو تور لګولی چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او نورو ډلو ترهګرو ته پټنځایونه او د فعالیت ازادي د پاکستان پر امنیت د اغېزو یو لوی لامل دی. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د دفتر آی ایس پي آر د بیان له مخې د پوځ په مرکزي قومندانۍ کې د دوشنبې ورځې په ناسته کې د پاکستان دننه د وروستیو بریدونو او پاکستاني سرتېرو ته د مرګژوبلې پر اوښتو خبرې شوي. د آی ایس پي آر په بیان کې راغلي چې د ناستې ګډونوالو پر پاکستاني سرتېرو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي: "په ګاونډي هېواد... Читать дальше...


В Петербурге могут ввести дистанционное голосование к выборам в Госдуму

Аналитик указал на причины «восстановления сил» у доллара и евро

Тренер "Зенита" Семак объяснил антипатию к клубу постоянными победами

Какой народный праздник отмечают в России сегодня, 4 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Что такое «филькина грамота»?

В Саратове на Собиновском фестивале завершился второй тур 25-го конкурса вокалистов

В Москве из-за грозы с порывистым ветром объявили желтый уровень погодной опасности

Стенд Ставрополья на выставке в Москве посетили более 3 млн человек

Музыкальные новости

Более 30 компаний из Нижегородской области пришли на первую встречу регионального сообщества инклюзивного бизнеса «Открыто для всех»

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

До плюс 50 градусов: Каким городам России грозит аномальная жара летом 2024 года. Опубликован список

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Новости России

Россия установила "антирекорд": она теряет 1200 солдат в сутки

Школьника из Лобни наградили в финале всероссийского конкурса исследований

В САО передали под заселение 39 домов

Будни подрастающей панды Катюши

Экология в России и мире

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

Спорт в России и мире

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

Вечернее поле.

Военные следователи продолжают оказывать гуманитарную помощь военнослужащим, находящимся в полевых госпиталях

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

Для строительства участка Приморского кольца в Калининградской области ищут подрядчика







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *