Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 19.07.2023

Pa.azadiradio.com 

یوناما د کابل ښځینه معترضانو سره په تاوتریخوالي ژوره اندیښنه وښوده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما په کابل کې د ښځو د نننۍ مظاهرې د تیت او پرک کولو په تړاو ژوره اندیښنه ښودلې ده. یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان له تاوتریخوالي پرته په ازاده توګه د نظر څرګندونو حق لري. یوناما ویلي، اوسني حاکمان باید خلکو ته دغه حق ورکړي. د طالبانو وسلوالو نن چهارشنبه د هغو لسګونو افغان ښځو د اعتراض د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې او پر دوی یې اوبه وشیندلې، چې په کابل کې د سینګارځایونو د تړل کېدو په اعتراض راټولې شوې وې. اعتراض کوونکو ښځو د کار، ډوډۍ او عدالت شعارونه ورکول ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګلبهار شرکت په ودانیو کې اور لګیدلی

په کاپیسا کې، د ګلبهار نساجي شرکت دوه ودانۍ د اورلګیدنې له کبله نړیدلې دي. د کاپېسا لپاره، د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وایي، دغه دوه ودانۍ نن سهار لس بجې د برښنا د شارتي له کبله لګیدلي اور بشپړې ورانې کړې. د فایز په خبره، په دغو ودانیو کې د هستوګنې ۱۷ کورونه و، چې په کرایه ورکړل شوي وو. نوموړی وایي، اورلګیدنه کې د ودانیو تجهیزات هم سوځیدلي. هغه، له کره ارقامو پرته وایي چې دروند مالي زیان یې پر ځای پریښی دی.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ادعا رد؛ شیعه علما: د محرم مراسمو د محدودیت مشوره زموږ استازو نه ده ورکړې

د افغانستان د شیعه علماو شورا یوې سرچینې ازادي راډیو ته د طالبانو د حکومت هغه ادعا رد کړې، چې وایي د محرم د لسمې د مراسمو د محدودیت په اړه یې د شیعه علماوو نظر اخیستی.  د طالبانو حکومت د محرم مراسمو د پر ځای پاتې والي د اعلان ترڅنګ ویلي، د امنیتي تدابیرو له امله لویې غونډې او ډله ییز ګرځېدل، راګرځېدل محدود دي. د افغانستان د شیعه علماو شورا، بیا  د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر دې موضوع له سره غور وکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د لویې څارنوالۍ په لغوه کولو سره څلور زره کارکوونکي بې برخلیکه کړي

د طالبانو حکومت د افغانستان لویه څارنوالۍ 'د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې لوی ریاست' باندې بدله کړې او د دغه بنسټ ځینې واکونه یې محکمو او د استخباراتو ریاستونو ته سپارلي دي. د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو شمېر کارکوونکي وايي، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د نوي فرمان له مخې چې د دغه بنسټ جوړښت یې له منځه وړی، دوی بې برخلیکه شوي دي. دوی وايي، لویې څارنوالۍ لږ تر لږه ۴ زره اداري پرسونل او مسلکي ملکي او نظامي څارنوالان لرل چې د نوې پرېکړې له مخې بې دندو شوي دي. په کابل کې مېشت یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د 'عرفان الله بیدار' په نوم یو خبریال نادرکه دی

په ننګرهار کې د صفا راډیو خبریال عرفان الله بیدار د تېرې چهارشنبې له ورځې نادرکه دی. د عرفان الله بیدار د کورنۍ غړي او د راډیو مسوولان وایي، دوی د نوموړي د پیدا کولو لپاره هره لاره لټولې، خو د دوى په خبره کوم معلومات يې نه‌دي تر لاسه کړي. د عرفان بيدار د کورنۍ يو غړی چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي: "یوه ورځ هم داسې نه‌ده راغلې چې مور یې ژړا نه وي کړي، وایي یوازې یو ځل یې له ما سره وغږوئ، خو دوی له موږ سره هیڅ ډول اړیکه نه نیسي." دى وایي، په ننګرهار کې عرفان الله بیدار تېره چهارشنبه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيې پرله‌پسې پر اوديسه بندر هوايي بريدونه کړي

د اوکراین چارواکو نن سهار وختي خبر ورکړی، چې روسیې تېره شپه هم د دویمې پرله پسې شپې لپاره پر اودیسه بندر زورورې هوايي حملې کړې دي. روسیې دغه راز د اوکراین پلازمېنه کییف او نورې ساحې هم د بې پیلوټه الوتکو او میزاییلو په مرسته په نښه کړې دي. بلخوا په اشغال شوې سیمې کریمیا کې د روسیې د مهماتو په یوه ډیپو کې یوه چاودنه او اورلګېدنه، په پراخه پیمانه د خلکو د تخلیې او د یوې لویې لارې د تړل کېدو سبب شوه. د کریمیا لپاره د روسیې له‌خوا ټاکل شوي والي سرګی اکسیونوف ویلي، پوځي روزنیز مرکز ته څېرمه اورلګېدنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ځینو ښځو اعتراض؛ طالبانو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړي

د طالبانو وسله‌والو نن چهارشنبه د هغو لسګونو افغان ښځو د اعتراض د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې چې په کابل کې د سېنګارځایونو د تړل کېدو په اعتراض راټولې شوې وې. اعتراض کوونکو ښځو د "کار، ډوډۍ او عدالت" شعارونه ورکول.

Pa.azadiradio.com 

اسماعیل مشعل ولې په ژور خفګان اخته شوی؟

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې د طالبانو د حاکمیت په سیوري کې یې د نجونو د زده کړو لپاره مبارزه کوله او له همدې امله ۴۵ ورځې زنداني شوی و، اوس وايي روغتیايي حالت یې ښه نه دی، په ژور خفګان اخته شوی او دوه ځله عصبي حمله هم پرې راغلې ده.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د معترضو ښځو لاریون؛ طالبانو یې د تیت و پرک کولو لپاره ډزې کړي

د طالبانو وسله‌والو نن چهارشنبه د هغو لسګونو افغان ښځو د اعتراض د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې او پر دوی اوبه وشیندلې، چې په کابل کې د سینګارځایونو د تړل کېدو په اعتراض راټولې شوې وې. اعتراض کوونکو ښځو د کار، ډوډۍ او عدالت شعارونه ورکول: "کار، ډوډۍ او عدالت." دغو ښځو چې سینګارځایونه یې درلودل وايي، دا له عام ژوند څخه د ښځو د څنډې ته کولو وروستۍ هڅه ده. د طالبانو د تازه فرمان له مخې د ښځو د سینګار سالونونه باید د زمري یا اسد میاشتې تر درېیمې پورې وتړل شي. طالبانو ۲۳ میاشتې مخکې پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې څلور کسان د یوې ښځې او د هغې د خاوند د قتل په تور نیول شوي

په بغلان ولایت کې څلور کسان د یوې ښځې او د هغې د خاوند د قتل په تور نیول شوي دي. په دغه ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې تېره شپه په یو کور کې یوه ښځه له خپل مېړه سره د وهلو او ټکولو له امله وژل شوې وه. د مرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيه قوماندان ملااختر محمد بریالي نن چهارشنبه رسنیو ته وویل، چې د دغې پېښې په تړاو څلور تنه نیولي شوي دي. نوموړې زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي. د د مرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پیرو کې یوې درې ته د موټر د لوېدو له کبله ۱۲ کسان مړه شوي

په پیرو کې پرون سې شنبه لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او تر پنځلسو زیات نور هغه وخت ټپیان شول، چې په یوه لیرې پرته سیمه کې یو بس موټر یوې درې ته ولوېد. د فیتځ کارالد ولایت ښاروال کارولس اویولا د 'آر پي پي' په نوم راډیو ته ویلي، په پېښه کې ۱۲ کسان مړه او تر ۱۵ زیات نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه پرون ماسپښن هغه وخت وشوه، یو بس چې تر حد زیات کسان په کې وو، سل متره ژورې درې ته نسکور شو. دغه بس له یاویوا څخه د پیرو پلازمېنې لیما ته روان و. د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د لنډ مهال لپاره ځینې فعالیتونه درولي

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، د طالبانو حکومت له دستور سره سم یې خپل ځینې فعالیتونه موقتاً درولي دي او له خپلو کارکوونکو یې غوښتي چې له کورونو کار وکړي. داسې مهال چې میلیونونه افغانان د بل هر وخت په پرتله په ټولو برخو کې مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت له دستور سره سم یې خپل ځینې فعالیتونه موقتاً درولي دي. دې کمېټې پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې چې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه یې خپره کړې لیکلي، د جولای په ۱۱مه د طالبانو حکومت په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سره صليب نړيوالې کمېټې د کندهار میرویس روغتون سره مرستې کمې کړي

د سره صلیب نړیوالي کمېټې یا 'آی سي آر سي' د کندهار له میرویس حوزوي روغتون سره مرستې کمې کړي چې له امله یې دغه روغتون د درملو د کمښت سره مخامخ شوی. یاد روغتون ته راغلي ناروغان د درملو د کمښت شکایت کوي او وايي چې د روغتون ډاکتران د شخصي درملتونونو څخه د درملو راوړلو سپارښتنه ورکوي. میرویس روغتون چې د حوزې په کچه هره ورځ د شاوخوا ۳۰۰ زره ناروغانو وړیا درملنه کوي د تېرو درو لسیزو راهیسې یې سره صلیب د درملو، د ډاکترانو د معاشاتو او په نورو طبي برخو کې ملاتړ کاوه. نور تفصيل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوبو ميدانه؛ پاکستان له افغانستان سره د کرکټ درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، په اګست کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي. د افغانستان الف لوبډله د اسیا ایمرجینګ سیالیو له نیمه پایلوبې پاتې شوه. د خپرونو په دوام به دا هم واورئ چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې یو وار بیا یې د چټکو توپ اچونو د موندلو لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دوو نړیوالو ټورنمنټونو کې ګډون کوي. دغه راز دا به هم اورئ چې د راشدخان په ګډون درې افغان لوبغاړو د امریکا په سوداګریز لیګ کې ګډون کړی دی. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بریتانیا کې د دېره افغانانو د بې‌کوره پاتې کېدو خبرداری ورکړل شوی

بریتانیا خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې دېره افغان کډوال ښايي بې کوره پاتې شي. د بریتانیا حکومت مخکې تایید کړې وه چې افغان کډوالو ته یې پخوا هم خبرداری ورکړی و، چې د روانې جولای میاشتې ترپایه له موقتي استوګنځایونو ووځي. د بریتانیا حکومت هغو زرګونه افغانانو ته چې نږدې دوه کاله مخکې دې هېواد ته کډه شول د سیاسي پناه د ورکولو ژمنه وکړه. ډېری دا افغانان لا هم په هوټلونو کې اوسېږي، خو پرون د کابینې د دفتر وزیر جاني میرسیر پارلمان ته وویل، معلومه نه ده چې ولې دا افغانان چې بریتانیا راوستي دي، د حکومت له ملاتړ پرته ژوند نه شي کولای. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکایي چارواکي: اوکراین د روسیې پر ضد په دفاعي عملیاتو کې پرمختګ کړی

د امریکا یو پوځي مقام وايي، متحدایالات باور لري چې اوکراین د روسیې پر ضد په دفاعي عملیاتو کې پرمختګ کړی او لا هم د نورو بریاو لپاره د پام وړ امکانات لري. د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون د اوکراین د تماس د ډلې آنلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې د لوړې بیې له پرې کولو سره سره اوکراین د ډاډمن پرمختګ په حال کې دي او د خپل ټاټوبي د بېرته نیولو لپاره سنجول شوې، خو په عین حال کې بې‌رحمانه او خونړۍ جګړه کوي. ميلي دې پوښتنې ته چې ایا د اوکرایني ځواکونو عملیات درېدلي دي په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جي‌شل۲۰ غونډه د اوکراين د جګړې پر سر د اختلافاتو له امله بې‌پايلې شوه

د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو د ډلې یا جي‌شل د مالي چارو د چارواکو پرونۍ غونډه د اوکراین د جګړې پر سر د اختلافونو له وجې بې له کومې نتیجې پای ته ورسېده. د دې غونډې د اسنادو لنډیز چې د غونډې کوربه هېواد هند خپور کړی دی، ښيي چې د اوکراین د جګړې د غندنې د سند د ادبیاتو څرنګوالی او د روسیې له‌خوا د تور سمندرګي له لارې د غنمو د صادراتو د موافقې د ځنډولو پر وړاندې اعتراض د ګډونوالو د اختلاف اصلي ټکي وو. هند چې سږکال د جي‌شل ډلې دوره يي مشري کوي، په پرله‌پسې ډول د ډلې له غړو غوښتي دي چې که د اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اورګاډي پټلۍ د مسير د څرنګوالي په اړه موافقه کړې

ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د مسیر د څرنګوالي په اړه پرون موافقه وکړه. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په یوه بیان کې وايي چې د درې واړو هېوادونو د اورګاډي د ادارو جګپوړو چارواکو پرون په اسلام‌اباد کې پرېکړه وکړه چې د اورګاډي د پټلۍ مسیر به له ازبکستان څخه افغانستان ته تر ننوتو وروسته له مزارشریف څخه پیلېږي او د پکتیا ولایت تر خرلاڅي بندر پورې به دوام کوي او بیا به د پاکستان د اورګاډي له شبکې سره یوځای کېږي. بیان زیاتوي چې د دې پروژې د تطبیق لپاره یو یوکلن پلان هم لاسلیک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: د برتانوي ځواکونو تر دوه سوه زیاتو افغان همکارانو ویزې ترلاسه کړي

میل انلاین: له بریتانیا خپریدونکې مېل انلاین خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، له دوه سوو زیاتو ترجمانانو او هغو کسانو چې افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره کار کړی دی، په وروستیو کې د کورنیو چارو د وزارت له امر وروسته ویزې ترلاسه کړي دي. د ورځپاڼې په وینا، دغو کسانو تر یو کال زیاته موده په پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې تېره کړې ده. وړاندې ویل شوي چې دا اقدام د بشري حقونو د هغو فعالانو او مدافع وکیلانو لپاره یو بریالیتوب دی چې د افغان ترجمانانو او نورو زیانمنونکو افغانانو لپاره د ویزو د ترلاسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان نږدې یو نیم میلیون افغانانو ته خدمات وړاندې کړي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېره جون میاشت کې دوی په افغانستان کې یو میلیون او څلورلکه کسانو ته په ټولو ولایتونو کې د ۹۸۵ روغتیايي مرکزونو له لارې بشري روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان پرون د افغانستان د ضطراري حالت په اړه په خپل میاشتني راپور کې دغه معلومات خپاره کړي دي. د راپور له مخې، ۲لکه ۸۱زره ۶۲ نورو کسانو په هغو روغتیايي مرکزونو کې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې ملاتړ کوي، اضطراري روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي. ویل شوي په جون میاشت کې ۱۵۷۸ طبي بستې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لخوا د محرم د لسمې د مراسمو پر محدودولو اعتراض وشو

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا وايي، د طالبانو حکومت ورته د محرم د لسمې د مراسمو د محدودولو خبره کړې ده. د شیعه عالمانو شورا پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت د دوی لخوا د تشکیل شوې کمېټې له غړو سره په کتنه کې د امنیتي ګواښونو له کبله د محرم د اماکنو او مراسمو د محدودولو غوښتنه مطرح کړې ده. د افغانستان د شیعه عالمانو شورا غوښتنه لري، چې په کابل او ولایتونو کې د تېرو کلونو په څېر د محرم د لسمې مراسم شاندار او پراخ وي. د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی چې نن چهارشنبه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. دغه بانک پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې سوداګریز بانکونه، صرافان او د پوي خدماتو وړاندې کولو شرکتونه کولی شي، په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. که څه هم د ډالرو په دغه ډول لیلام سره د نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت تر یوه حده ثابت ساتل شوی، خو خلک شکایت لري چې د خوراکي او نورو ضروري شیانو بیې لا هم ډېرې لوړې دي.

Pa.azadiradio.com 

ریچار‌ډ بېنیټ د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ماشومانو د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. ریچار‌ډ بېنیټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، له رسمي تور پرته د ۱۱۴ ورځو لپاره د قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د توقیف دوام، یوه خپلسرې نیونه او غیرموجه اقدام دی. هغه لیکلي، چې ویسا حق لري څو مدافع وکیل ولري او د خپلې کورنۍ له غړو سره وګوري. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، یو وار بیا د مطیع‌الله ویسا د فوري او له قید و شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا یو امریکايي سرتېری نیولی

د امریکا د متحدو ایالتونو یو سرتېري چې له جنوبي کوریا په وسلو له سمبال شوې پولې شمالي کوریا ته اوښتی و، نیول شوی دی. د امریکا پوځ پرون سې شنبه وویل، دغه سرتېری له اجازې پرته په لوی لاس شمالي کوریا ته اوښتی دی. د اسوشېټېډپرېس اژانس د خبر له مخې، دا په څه کم پنځو کلونو کې لومړی وار دی، چې یو امریکايي وګړی په شمالي کوریا کې نیول کېږي، هغه هم داسې وخت د دغه هېواد د اټومي پروګرام له کبله کړکېچ اوج ته رسېدلی دی. دا چې دغه سرتېری څنګه او ولې له پولې اوښتی دی او ایا په دې وخت کې په وظیفه کې و که نه؟ سم د لاسه جزییات نه دي ورکړل شوی. Читать дальше...


Синоптик Леус: грозовые дожди собьют жару в Москве

3 июня в Москве ожидается жаркий день с грозой и дождем

В Москве начали строить новые участки трамвайных путей

На портале госуслуг Подмосковья можно узнать о назначении выплаты для школьников



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Доллар открыл торги 3 июня ослаблением к белорусскому рублю

Загруженность дорог Подмосковья составляет 4 балла утром 3 июня

В Москве задержан участник банды по делу о нападении на Будённовск в 1995 году

В Москве начали строить новые участки трамвайных путей

Музыкальные новости

ФК «Зенит» представил стартовый состав на суперфинал Кубка России в Москве

Гендиректор Быстринского ГОКа стал старшим вице-президентом «Норникеля»

Леонид Агутин посвятил ушедшей Анастасии Заворотнюк песню и клип

Один из лидеров «Салавата Юлаева» подписал контракт с ЦСКА: теперь официально

Новости России

РАБОТКА ТАКАЯ ОФИС ДОМА

Загруженность дорог Подмосковья составляет 4 балла утром 3 июня

Дебоширы из Балашихи избили водителя и выстрелили в его машину

На портале госуслуг Подмосковья можно узнать о назначении выплаты для школьников

Экология в России и мире

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Россияне решили этим летом меньше отдыхать на курортах

Спорт в России и мире

Медведев высказался об игре Свёнтек

Димитров пробился в четвертьфинал Открытого чемпионата Франции

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен

Moscow.media

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *