Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 20.07.2023

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې پر ۳ طالب چارواکو بندېزونه ولګول

اروپایي ټولنې، د طالبانو د حکومت درې لوړپوړي چارواکي د بشري حقونو د نقض له امله، د خپلو بندېزونو په نوملړ کې شامل کړل. د دغې ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا، د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي او د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني یې د بندېزونو په نوملړ کې شامل کړي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې دغه کسان له زده کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په محرومیت، عدالت ته د لاسرسي او د ښځو او نارینه وو ترمنځ د مساوي چلند پر وړاندې خنډ کېدو کې ښکېل دي. دغه طالب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني پولیسو یو نارینه ورزشکار او ۵ شاګردانې یې د ګډ تمرین په تور نیولي

ایراني پولیسو د یوګا پر هغه کلب چاپه وهلې، چې په خبره یې نجونو او هلکانو په ګډه په کې تمرین کاوه.  د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په ګیلان ولایت کې له دغې پرونۍ چاپې وروسته پولیسو د کلب یو نارینه استاد او پنځه ښځینه غړې نیولې دي.  خبر کې راغلي چې نیول شوي کسان عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي او دوسیه ورته جوړه شوې ده.  په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته ښځې او نران اجازه نه لري، چې په ګډه سپورت وکړي.

Pa.azadiradio.com 

کندهار: تداوي شوي معتادین د وزګارتیا له امله بیا په نشو روږدي شوي

کندهار کې یو شمیر هغه معتادین، چې یو ځل یې درملنه شوي وايي، د وزګارتیا له امله بیا په نشو روږدي شوي. دوی د بیا درملنې او له رغیدو وروسته د کار غوښتنه لري. بلخوا:  ډاکټران وايي دماغي ناروغي، د کورنیو نه پاملرنه، د معتادینو زیاتوالی، وزګارتیا او نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی په نشه يي توکو د بیا اخته کیدو عمده لاملونه دي. په دې اړه غږیز راپور د لېنک له کېکاږلو سره واورئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مشهور شاعر واصف باختري له دې نړۍ سترګې پټې کړې

د افغانستان مشهور شاعر او د دري ژبې د اوسنیو ادبیاتو مخکښه څېره واصف باختري، له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړي د مړینې خبر، د هغه لور منیژه باختري، پر خپلې فیسبوک پاڼې خپور کړی. منیژې باختري د خپلې لیکنې په یوه برخه کې، د واصف باختري د ژوند د وروستیو ورځو په اړه لیکلي:« زموږ پلار، زموږ پیر ، زموږ عالم، زموږ ځان او زموږ جهان، تېره شپه له ابدیت سره یو ځای شو. د ژوند په وروستیو ورځو کې مو ورته شعرونه لوستل او رنځور لاسونه مو یې نازول ». واصف باختري، د دري د ډېرو اوسنیو شاعرانو استاد ګڼل کیږي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق د سوېډن شارژدافیر له خپلې خاورې ووېست

عراق له سوېډن سره ډيپلوماتیکې اړېکې پرې او د دغه هېواد شارژدافیر یې له پلازمېنې بغداده ووېست. د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا، د عراق صدر اعظم محمد شیاع السوداني نن دغه اعلان وروسته تر دې وکړ، چې دوو کسانو په سوېډن کې د بغداد سفارت ته نژدې د اسلام ضد اعتراض وکړ او یوه تن یې قرانکریم تر پښو لاندې کړ. وېل کیږي، چې په سوېډن کې عراقي الاصله سوېډني سلوان مومیکا د دغه اعتراض پر مهال د عراق بیرغ او د عراق او ایران د مذهبي مشرانو مقتدا الصدر او ایت الله علي خامنه یي انځورونه هم تر پښو لاندې کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امربالمعروف وزارت د موسېقۍ الې سوزولي؛ هنرمندان: افغانستان نور زموږ ځای نه دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت لخوا د موسېقۍ د یو شمېر الو له سوزولو وروسته، یو شمېر افغان هنرمندان وایي د طالبانو چلند هېواد پرېښودو ته اړ وېستي دي.  د طالبانو امر بالمعروف وزارت، د چهارشنبې په ورځ په یوه تویټ کې د موسیقۍ الو د سوځولو د انځورونو په خپرولو سره ویلي، دغه وساېل "د موسیقۍ او فساد دترویج لپاره کارول کېدل". دغه وزارت، د همدې ټویټ په دوام لیکلي، د موسېقۍ یادې الې یې له  څو میاشتو راهیسې له بېلابېلو پروګرامونو چې د یاد وزارت په وینا "د ځوان قشر د بې‌لارۍ ذریعه او د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيې د اوکراین پر بندري ودانیو او د غلو پر ذخېرو بریدونه کړي

روسیې نن په دریمه پرله پسې ورځ هم د اوکراین پر جنوب هوایي بریدونه وکړل.  د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، د نننیو بریدونو هدف د بندري سیمو  تاسېسات او د غلو دانو ذخېرې دي.  خبر کې د محلي چارواکو په حواله راغلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي دي.  په میکولایف سیمه کې د دغه ښار د والي ویتالي کیم په وینا د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ ملکیان د روسیې په تازه بریدونو کې ټپیان شوي دي.  د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي، د روسیې په بریدونو کې شاوخوا ۶۰ زره ټنه غله له منځه تللې ده.

Pa.azadiradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې پر یوې ودانۍ ځانمرګی برید

نن سهار د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باړې سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز خونړی ځانمرګی برید وشو. ځینو پاکستاني چارواکو د وژل شویو شمېر ۲ خو یوشمېر نورو بیا ۴ یاد کړی دی. نور په دې ویډیو کې وګوری.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: طالبان له نړیوال مشروعیت سره اوږد واټن لري

که څه هم د طالبانو حکومت وار- وار له نړیوالې ټولنې غوښتي څو د دوی حکومت په رسمیت وپیژني، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت په تازه ګۍ ویلي، چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره اوږده لار پاتې ده. د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویاند میټو میلرپرون په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې وویل، طالبانو یې ته واضح کړې چې که غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړی، مشخص ګامونه دي؛ چې باید یې تر سره کړئ. ښاغلي میلر زیاته کړه: " موږ طالبانو ته واضح کړې ده که غواړئ نړیوال رسمیت پېژندلو ته، څه چې ډیر لرې دی، ورسیږئ؛ یو شمېر مشخص... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

توبیاس ایلوډ د کابل د حکومت په ستاېلو بخښنه غوښتې

د برېتانيې د پارلمان د دفاعي کمیټې رئیس او د دفاع پخواني وزیر، توبیاس ایلوډ له خپلې ټویټر پاڼې هغه ویډیو لېرې کړې، چې پکې پر افغانستان د طالبانو د واکمن حکومت ستاېنه شوې وه. هغه ویلي، دا ډول بيان يې سم نه و او دی یې له امله بخښنه غواړي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه وروستي ټویټ کې لیکلي، هغه تل په دې باور دی چې په سیاست کې د دوامدار او اوږدمهاله د حل لارو د موندلو لپاره جرأت ته اړتیا شته، او دا مهمه نه ده، چې څومره ننګونې شته دي. خو توبياس ايلوود ، یو ځل بیا له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د خپل نظر په اړه لیکلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پېښور د برید مرګ ژوبله زیاته شوې

د پیښور په باړه کې شوي وسله وال او ځانمرګي برید کې څلور پولیس وژل شوي او د ملکیانو په ګډون لس نور ژوبل شوي دي. د باړې د پولیسو د ماموریت مشر اکبر خان اپریدي د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، چې برید نن سهار د دوو کسانو له خوا وشو چې لومړی په ډزو سره پيل او وروسته دواړو په بېلابېلو وختونو کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول. د برید هدف په یوه ودانۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وه چې د چارواکو په وینا ټپیانو کې دوه ملکیان او نور پاته پولیس دي. تر دې وړاندې سیمه کې د پولیسو یوه ویاند ظهیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له نجونو پرته د کانکور پیل؛ رینا امیري: طالبان دې هېواد او خلکو ته پر خپلې اېډیالوژۍ لومړیتوب ورکړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو وغوښتل، چې د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او ولس ته لومړیتوب ورکړي. نوموړې په دغه ازموېنه کې، د افغان نجونو د ګډون د غوښتنې ملاتړ کړی او ویلي:د افغان نجونو بریا، د افغانستان بریا ده. رینا امیري زیاتوي، چې د نجونو د زده کړو دوام، هغوی ته د نفقې برابرولو، اقتصاد او راتلونکي د ښه والي لامل کیږي. بلخوا: په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ملي کمپاین هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، چې تېره ورځ ناوخته یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متقي: د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د خپل حکومت هغه ژمنه بیا تکرار کړه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې امیر خان متقي او اصف دراني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړې. په اعلامیه کې د متقي له قوله ویل شوي، چې افغانان هیچا ته ضرر نه رسوي او د دوی هڅه دا ده چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پاکستان ته: افغانان چا ته ضرر نه رسوي

طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې افغانان چا ته ضرر نه رسوي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې ویلي چې افغانان هیڅکله چا ته ضرر نه رسوي او طالبان به پرېنږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. دا خبرې د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي نن د جولای ۲۰مه پر ټویټر لیکلي دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی پرون چهارشنبه کابل ته تللی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبانو په پېښور کې دوه پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي

پاکستاني طالبانو دوه پاکستاني پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. دا پولیس نن د جولای ۲۰مه په پېښور ښار کې د سړک د غاړې پر یوې پوستې په برید کې وژل شوي دي. د سیمې د پولیسو مشر ارشد خان ویلي، د بریدکوونکو د موندلو لپاره هڅه پیل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په یو بیان د دې برید مسوولیت منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

معترضانو په بغداد کې د سویډن سفارت ته اور ورته کړ

په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اعتراض کې سلګونو کسانو نن سهار په بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ او سفارت ته یې اور ورته کړ. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې اعلان کړی چې په بغداد کې د سفارت ټول کارکوونکي خوندي دي او دغه برید یې غندلی دی. په بیان کې د عراقي چارواکو لخوا د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې په اړتیا ټینګار شوی. په دې وروستیو کې یوه عراقي چې په سویډن کې اوسېږي قرآن کریم ته سپکاوی کړی او د هغې ځینې پاڼې یې سوځولي چې د اسلامي حکومتونو سخت غبرګونونه پارولي دي.

Pa.azadiradio.com 

د هند په مهاراشترا کې د ځمکې ښویېدنې له کبله څلور کسان وژل شوي

د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور تر خاورو لاندې شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د سختو او پرله‌پسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده. رسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ځمکې ښویېدنه د ممبۍ له ښار څخه شاوخوا شپېته کیلومتره لرې د هرشلوادي په غرنۍ سیمه کې د شپې په نیمايي کې رامنځته شوې ده. د ژغورنې ډلو د لادرکه شویو کسانو لټون پیل کړی دی. ویل کېږي چې سخت باران د ژغورنې او لټون عملیات ټکني کړي دي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د ۲۲ میلیارد ډالرو مرستې په اړه بحث کېږي

تمه چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن د اوکراین لپاره د څلورو کلونو په مخه د وسلو، مهماتو او نورو پوځي مرستو په برخه کې د ۲۲ میلیاردو ډالرو د لګولو پر وړاندیز بحث وکړي. دا وړاندیز له کییف د اروپایي ټولنې د ملاتړ د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي. اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل په وخت له اوکراین سره هر اړخ ملاتړ کوي. له اوکراین سره د تسلیحاتو په برخه کې مرسته د اوږدمهاله امنیتي تضمین په هدف د نړیوالو هڅو برخه ده، چې تېره اونۍ د ناټو په سرمشریزه کې د جي۷ غړو هېوادونو لخوا اعلان شوه.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې د سختو بارانونو د ورېدو اټکل شوی

د هوا پېژندنې یو شمېر ادارو نن د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی. د دې ادارو په باور ممکن په کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د ورښتونو له امله د سیندونو د اوبو کچه لوړه شي چې ورسره ښایي سېلابونه وبهېږي. په افغانستان کې وروستیو اوونیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له کبله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د اسیا د پنځوس اورونو د اتلولۍ مهالوېش اعلان شو

د اسیا د کرکټ د پنځوس اورونو د اتلولۍ مهالوېش پرون اعلان شو. د دې مهالوېش له مخې افغانستان له سریلانکا او بنګله‌دېش سره په ب ګروپ کې یوځای شوی دی. په الف ګروپ کې هند، پاکستان او نیپال دي. اسیایي جام لوبې د دغو شپږو ملي لوبډلو ترمنځ د اګست په دېرشمه پيلېږي، څلور لوبې به یې په پاکستان کې وشي او نهه پاتې به یې په سریلانکا کې وي. د دې جام پایلوبه به د سپټمبر په ۱۹مه ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د سوداګرو یوې ټولنې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د 'موسیات' په نوم د ترکیې د سوداګرو یوې ټولنې په افغانستان کې د برښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده. د دې ټولنې استازیو چایه باتمز او عمر ایلدریم د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور سره د خبرو پر مهال وویل چې دوی غواړي په افغانستان کې له اوبو، ګازو او سکرو څخه برښنا تولید کړي، خو په دې برخه کې همکاري ته ضرورت لري. د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت وایي چې د دې کتنې پرمهال موافقه وشوه چې د دواړو لوریو تخنیکي ډلې به د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کریملین: پوتین د بریکس سرمشریزه کې په انلاین توګه برخه اخلي

جنوبي افریقا اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د ملګرو ملتونو د جنایي محکمې یا 'آی سي سي' له لورې د هغه د نیولو امر شوی دی، د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون لپاره جهانزبرګ ته سفر نه کوي. کرملین پرون وویل چې په بریکس یا د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو د بلاک په سرمشریزه کې به د روسیې ولسمشر په انلاین توګه برخه واخلي. په بریکس کې برازیل، روسیه، هند، جنوبي افریقا او چین شامل دي. دا بلاک په ۲۰۱۹م کال کې جوړ شو. 'آی سي سي' په مارچ کې وروسته تر دې د ولسمشر پوتین او د ماشومانو په برخه کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه. د امریکا دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې په دې به اوکراین ته هوایي مدافع، د ټانک ضد توغندي، ډرون الوتکې او نور پوځي وسایط او مهمات چمتو شي. بیان زیاتوي چې واشنګټن به له خپلو شریکانو او متحدانو سره هڅه وکړي چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین اوسنۍ اړتیاوي او د اوږدې مودې په مخه ضرورتونه بشپړ کړي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د عراق په څوارلسو بانکونو بندیز ولګاوه

د امریکا خزانې وزارت او د نیویارک مرکزي بانک د عراق پر څوارلسو بانکونو بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د امریکا د خزانې وزارت له یوې کلنې څارنې وروسته شوې ده چې ښایي د عراق اقتصاد اغېزمن کړي. د وال سټریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې دا تحریم د دې لپاره لګول شوی چې د عراق دا څوارلس بانکونه تورن شوي چې ایران ته یې ډالر انتقالول. یوه امریکایي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه وکړه وال سټریت ژورنال ورځپاڼې ته وویل چې له عراقي بانکونو ایران ته د استول شویو ډالرو په تړاو دوی کره شواهد ترلاسه کړي چې ځینې پيسې یې ځانګړیو کسانو ترلاسه کړي دي. Читать дальше...


«Солисты Москвы» выступили в московской больнице в преддверии Дня медицинского работника

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Камчатский театр драмы и комедии стал лауреатом Международного фестиваля



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Камчатский театр драмы и комедии стал лауреатом Международного фестиваля

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

«Солисты Москвы» выступили в московской больнице в преддверии Дня медицинского работника

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне

Музыкальные новости

В Fortnite прибудет группа Metallica и новый режим

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Новости России

В иске отказано: конфликт Киркорова и Успенской принял новый оборот

«На пороге изменений». Какие ипотечные программы популярны среди россиян?

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Чиновник Волков обвинил водителей в Коврове в желании нажиться на дорожных ямах

Экология в России и мире

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Спорт в России и мире

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Moscow.media

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

Утро нового лета....

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *