Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 06.07.2023

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر 'جیمز ډابنز' ومړ

د امریکا تجربه کار ډیپلومات او د افغانستان لپاره د دغه هېواد پخوانی سفیر جیمز ډابنز د ۸۱ کلنۍ په عمر ومړ. ډابنز یو وخت د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان له خوا په نړۍ کې د ملت جوړونې له مخکښو کسانو بلل شوی و. جیمز ډابنز یو لسیزه د نړیوال امنیت او دفاعي سیاستونو په برخه کې د رانډ د څېړنیز انسټېټیوټ مشري کړې ده. هغه د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له ترهګریز برید وروسته د افغانستان په شمال کې د طالبانو د مخالفو ډلو لپاره د امریکا استازی وټاکل شو. ډابنز د ۲۰۰۱ کال په بن کنفرانس کې، چې له طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغاني بانکنوټونو د ارزښت ثبات؛ 'ډبلیو ایف پي: دلیل یې نړیوالې نقدي مرستې دي

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، له افغانستان سره د نغدي مرستو له امله د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو ارزښت ثابت پاتې دى. دغه پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو بستې لامل شوي چې د بهرنیو اسعارو؛ په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو بیه پیاوړې وي. په نوي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۲ کال له پیل څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې افغانستان ته نغدي بستې انتقال کړي. د دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ښځینه سینګارتونونو د تړلو لامل په ډاګه کړ

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر نن د ښځینه سینګارتونونو د تړلو په اړه د دوی د ناندریزې پرېکړې ننګه وکړه. نوموړي رسنیو ته په یوه استولي ویډیویي پیغام کې ویلي: "د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام په دې سینګارتونونو که ډېر لګښت کېده او د زلمي پر کورنۍ ډېر فشار راتله او پیسې ترې اخیستل کېدې، بله دا چې په شرعي توګه دا جایزه نه ده چې یو انسان ته د نورو انسانو ویښتان د زینت لپاره لګول کېږي، درېیم دا چې هلته د ښځینه‌وو وریځې ویستل کېږي او دا د شریعت سره څرګنده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ نیدرلنډ پنځوس اوریز نړیوال جام ته لار پيدا کړه

د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریز نړیوال جام د لارموندنې پړاو د شپږ غوره لوبډلو په مرحله کې نیدرلنډ د ۴ ویکټو په توپیر سکاټلنډ ته ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې ځان ورساوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبه په زمبابوې کې سیالي ترسره شوه چې نیدرلنډ وګټله. په دې سیالۍ کې سکاټلنډ لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۲۷۸ منډو هدف یې ټاکلی و. یادې لوبډلې ته برینډن مکملن ۱۰۶ منډې کړې وې. نیدرلنډۍ لوبډلې له پیله د هدف پوره کولو په تکل کې وو او دوی اړ و چې دا سیالۍ لږ څه په غټ توپیر وګټي. دې لوبډلې د باسډي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش لوبډلمشر تمیم اقبال له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

د بنګله دېش د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر تمیم اقبال نن پنجشنبه د یوه رسنیز کنفرانس له لارې اعلان وکړ چې نور نړیوال کرکټ نه کوي. اقبال وویل، د افغانستان پر وړاندې د تېرې ورځې یو ورځنۍ سیالي یې وروستۍ نړیواله لوبه وه. نوموړي داسې مهال له نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه چې لوبډله به یې د افغانستان پر وړاندې د جولای په ۸مه او ۱۱مه نېټه دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ هم ولوبوي. هغه د رسنیز کنفرانس پرمهال چې له سترګو کې یې اوښکې هم بهېدلې، وویل: "دا زما د لوبو پای دی، ما تر خپلې وسې ډېرې هڅې وکړې، زه له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ویسا د زنداني کېدو ۹۷مه ورځ؛ بار: له زده کړو سره د طالبانو جګړه څو نسلونه اغېزمنوي

د بشري حقونو د څار سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' د ښځو د حقونو د برخې مشره هیدر بار طالبان له زده کړو سره پر جګړې تورنوي او وایي چې د دغې جګړې اغېزې به پر څو افغان نسلونو سیوری وغوړوي. د هغې دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان په پرله پسې ډول د تعلیمي هڅو پر وړاندې په خنډ جوړولو تورنېږي. په دې لړ کې څه باندې درې میاشتې وړاندې د قلم لارې بنسټ مشر مطیع الله ویسا په کابل کې د طالبانو لخوا ونیول شو. د طالبانو حکومت هغه مهال وویل چې ویسا خپلسري فعالیتونه او د دوی د نظام پر ضد هڅې کولې. اوس چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر یوګني پرګوژین بېرته روسیې ته ستون شوی دی

یوګني پرګوژین کابو دوه اوونۍ وړاندې په روسیه کې تر وسله وال بغاوت وروسته بلاروس ته تللی وو. پرګوژین چې د روسیې له پوځي مشرتابه سره کلک مخالفت لري د خپلو جنګالیو په مټ یې روستوف ښار د لنډې مودې لپاره نیولی وو. صفي الله ستانکزی نور جزییات لري

Pa.azadiradio.com 

د سولې څار اداره: په افغانستان کې د امریکایي وسلو د پېر او پلور بازار تود شوی

د افغانستان د سولې د څار اداره وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د وسلو په ځانګړې توګه د امریکايي وسلو د پېر او پلور بازار تود شوی دی. د افغانستان د سولې د څار ادارې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د وسلو د پیر او پلور بازار ګرم شوی دی. په امریکا کې مېشت دغه نادولتي سازمان په یوه وروستي راپور کې، ویلي چې د وسلو د پلور ډېره برخه له پاکستان سره په سرحدي ولایتونو کندهار، هلمند او ننګرهار کې ترسره کېږي. د افغان سولې د څار ادارې ویلي چې دغه راپور یې د ساحوي څېړنو پر بنسټ چمتو کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د موسمي ناروغیو زیاتېدل؛ روغتیا نړیوال سازمان: ۶ میاشتو کې یې ۱۲۴ افغانان مړه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان با 'ډبلیو ایچ او' وايي، په افغانستان کې د روان میلادي کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۴ تنه د ساري او موسمي ناروغیو له امله مړه شوي دي. یاد شوي سازمان په خپل تازه راپور کې چې د جولای په ۶مه یې خپور کړی، ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په ۲۶مه اوونۍ کې د کانګو، شري، اسهال، کوېډ۱۹ او ډينګي ناروغیو امله ۴ تنه او د ۲۰۲۳ کال د جنوري له لومړۍ نېټې د همدې کال د جولای تر لومړۍ نېټې ۱۲۴ کسان مړه شوي دي. د دې راپور پر بنسټ، د روان میلادي کال د جون میاشتې له ۲۵مې د جولای تر لومړۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس ولسمشر: د واګنر ډلې مشر بېرته روسیې ته ستون شوی

د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو ویلي چې د روسیې د واګنر اجیرې ډلې مشر یوګیني پریګوژین له لنډې جلاوطنۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی. پرګوژین په روسیه کې تر وسله وال بغاوت وروسته د بېلاروس د مشر په منځګړیتوب له روسیې بهر شوی او په بېلاروس کې مېشت شوی و. د بېلاروس د خبري اژانس د راپور له مخې، د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو نن د جون ۶مه وویل تر کومه ځایه چې هغه پوهېږي، د واګنر جنګیالي په خپلو دایمي کمپونو کې پاتې دي او یوګیني پریګوژین په سنټ پیترزبورګ کې دی. واګنر جنګیالیو د جون په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په کاپیسا کې یو ملا امام د لاسي بم چاودنې له کبله وژل شوی

په کاپیسا کې د طالبانو ځایي چاوراکي وایي، چې د یوه جومات ملا امام د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی دی. په کاپيسا کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، پېښه تېره شپه د کوهستان په دويمه حصه ولسوالۍ کې شوې ده. د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ازادي راډیو ته وویل، چې د محمد ظريف په نوم ديني عالم د هغه لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی، چې د جومات په حجره کې یې له ځان سره ساتلی و. د فایز د معلوماتو له مخې، د دغه دیني عالم کورنۍ ادعا کوي چې دغه ملا د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی. د فايز په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه سینګارتونونو تړلو پرېکړه جنسیتي ځورونه او بشریت ضد جنایت وبلل شو

د بخښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو د حکم د بندیز په غبرګون کې دا د طالبانو لخوا د هغه جنسیتي ځورونې د کمپاین یوه برخه بللې، چې د دغه سازمان په باور، موخه یې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو له منځه وړل دي.   د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو حکومت له خوا د ښځو پر سینګارتونونو د بندیز لګولو په غبرګون کې، دا جنسیتي ځورونه او د بشریت ضد جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې باید په افغانستان کې دا کار پای ته ورسېږي. د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لاهور کې له باران سره د تړلو پېښو له کبله ۸ کسان مړه شوي

د پاکستان په لاهور ښار کې له باران سره تړلو پېښو ۸ کسان مړه کړي دي. د دغه هېواد د پنجاب ایالت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې تایید کړه، چې په لاهور کې د باران پر مهال دوه کسان په اوبو کې د ډوبېدو، درې د رعد او برق او درې نور کسان بیا د کورونو د چتونو د پريوتو په پېښه کې مړه شوي دي. یاده اداره زياتوي، چې له باران په تړلو پېښو کې ۶ نور کسان سخت ژوبل شوي هم دي. تر دې مخکې د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې ویلي وو، چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او د اوبو د سطحې د راپورته کېدو ګواښ شته. تېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: طالبانو او مقاومت جبهې د جګړو لپاره ماشومان ګمارلي

ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې له ماشومانو سره د تاوتریخجن چلند او په جګړو کې د هغوی پر ګمارلو اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو دا راپور پرون خپور شوی، چې له مخې یې د نړۍ په ځینو برخو کې د ماشومانو وضعیت مخ په خرابېدو بلل شوی. رپوټ په کانګو جمهوریت، اسراییل او فلسطین، سومالیا، سوریه، اوکرایین، افغانستان او یمن کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دغو هېوادونو کې یې د وسله والو شخړو پر مهال د ماشومانو پر ګمارنې او له هغوی سره د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړې دي. د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

 چین کې د کرونا د پېښو زیاتوالی ؛ تېره میاشت یې ۲۳۹ کسان مړه کړي

چینايي چارواکو تایید کړه چې تېره جون میاشت په دغه هېواد کې ۲۳۹ تنه د کوېډ۱۹ له کبله مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، په چین کې یو وار بیا د کوېډ۱۹ پېښې زیاتې شوي. د کرونا پېښې او د خلکو مړینه د سختو محدودیتونو تر لرې کېدو وروسته راپور شوي. چینايي چارواکو نن دا هم ویلي چې په تېره مې میاشت کې هم ۱۶۴ کسان د کرونا له امله مړه شوي. معلومه نه ده، چې د چین چارواکو د کوېډ۱۹ د پېښو د بیا زیاتېدو پر وړاندې کوم تدابیري ګامونه په پام کې نیولي. د دغو پېښو زیاتېدو په نورو هېوادونو کې هم خلک اندېښمن کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

په کندهار ولایت کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي. دغه ماشومان د خښتو بټیو، د موټرونو ورکشاپونو، د موټر مینځل ځايونو، هوټلونو او نورو بېلابېلو ځایونو کې په درنو کارونو بوخت دي، چې ډېری يې له زده کړو هم بې برخې دي. ياد ماشومان وايي، له مجبوریت او بې‌وزلۍ کار کولو ته اړ شوي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم ویلي وو، چې په ټول هېواد کې تر یو میلیون ډېر ماشومان پر شاقه کارونو بوخت دي. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امیري: افغانستان په بې رحمه او نړۍ کې پر منزوي شوي ځای بدلېږي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د ښځو پر سينګارخونو د طالبانو بندیز، د هغو ښځو لپاره یو بل مهم کاري ځای له منځه وړي چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو لپاره زیار باسي. مېرمن امیري پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي او افغانستان په یوه بې رحمه او په نړۍ کې په یوه ډېر منزوي شوي ځای بدلوي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د سرطان په درېیمه په یوه صادر شوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په زاپوريژیا اټومي بټۍ کې د نورو پلټنو اجازه غوښتل شوې

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې پرون چهارشنبې غوښتنه وکړه چې د دې ادارې څارونکو ته دې د اوکراین د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو په نورو برخو کې د پلټنې اجازه ورکړل شي، ترڅو د هغو ادعاو سپیناوی وکړي چې وايي، په سیمه کې ماینونه او چاودېدونکې وسیلې ځای پر ځای شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي روانه اوونۍ یوځل بیا خبرداری ورکړ چې روسیه په پام کې لري، تر خپلې ولکې لاندې دې تاسیساتو کې لمسونکي اقدامات وکړي او د اوکراین پوځ وویل چې چاودېدونکو وسیلو ته ورته بهرنۍ وسیلې د دې تاسیساتو په چت کې ځای پر ځای شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان د سینګارتونونو د بندېدو لامل له رسنیو سره شریکوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د سینګارخونو د بندېدو امر هغه څه دي چې د ګڼو نړیوالو رسنیو پام یې ور اړولی دی. لاتين ټايمز: لاتین ټایمز چې په اسپانوي او انګلیسي ژبو خپرونې کوي، په افغانستان کې یې پر ښځو د طالبانو د حکومت د همدې نوي محدودیت په اړه لیکنه کړې ده. دا ورځپاڼه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت د ویاند عاکف مهاجر له خولې وايي، د ښځو سینګارتونونو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی چې خپل کاروبارونه وتړي. د فرانسې خبري اژانس د مهاجر له خولې د دې پرېکړې د سبب په اړه ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

​​​​​​​متقي له بریتانیا د تعامل او کونسلي چارو د پیل غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کابل کې د بریتانیا له شارژدافېر رابرت چترتون ډیکسون سره په دوړه اړخیزو اړیکو او نورو مسلو غږېدلی دی. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې متقي له بریتانیا غوښتنه وکړه چې په جرئت او غټ زړه سره تعامل ته ور وړاندې شي. برتانوي چارواکو تر تېر ماښام پورې په دې اړه کومه تبصره نه وه کړې، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د بریتانیا د شارژدافېر په حواله راغلي، افغانستان کې له لسیزو وروسته د امن او ثبات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وانګ وینبین: امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته افغانانو ته ورکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني بېرته افغانانو ته په لاس کې ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین پرون چهارشنبه په پېکېنګ کې خبریالانو ته ویلي، امریکا باید پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه هم لرې کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه د وانګ وینبین پرونۍ خبرې خپرې کړي، خو دا جزییات په‌کې نه‌شته چې چين پر افغانستان د امریکا د کومو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي. کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې بیا واک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هيدر بار: طالبانو له جرم پرته مطيع‌الله ويسا زنداني کړی

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، د طالبانو حکومت له کوم جرم پرته د زده کړو فعال مطیع‌الله ویسا له څه باندې درېیو میاشتو راهیسي زنداني کړی دی. د دغه سازمان د ښځو د چارو مسوولې هیدر بار پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ویسا له ډېرې مودې راهیسې همدا هڅه کوله چې هر افغان ماشوم زده کړو ته لاسرسی ولري. د نوموړې په خبره، پر زده کړو د طالبانو د جګړې اغېز به څو نسلونو ته پاتې شي. د قلم لارې ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیع‌الله ویسا د مارچ په ۲۸مه کابل کې ونیول شو او طالبانو وویل چې نوموړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي وزيرستان کې له ځانمرګي بريد وروسته د پلټنې عمليات پيل شوي

په شمالي وزیرستان کې له پروني ځانمرګي برید وروسته پولیسو د پلټنې عملیات پيل کړي دي. دا خبره پاکستاني رسنیو د شمالي وزیرستان د پولیسو د مشر سلیم ریاض په حواله کړې ده. د پلټنې دا عملیات د هغه ځانمرګي برید د عاملینو د نیولو په هدف پیل شوي چې پرون چهارشنبه یې له کبله یو ماشوم او درې امنیتي سرتېري ووژل شول او شاوخوا لس ملکیان ټپيان شول. سلیم ریاض ویلي، دغه ځان مرګی برید د بنو او میرانشاه ترمنځ لویه لاره کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر یوه پوسته باندې شوی دی. تر اوسه له افغانستان سره په نږدې پرتې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کييف په يوه محکمه کې چاودنه؛ اوکرایني پوليسو څېړنې پيل کړي

د اوکراین د پلازمېنې کیيف د یوې ناحیې په محکمه کې له چاودنې وروسته د پولیسو څېړنې پيل شوي دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، د محکمې دننه په ظاهره د یوه کس له خوا د یوې وسیلې له چوولو وروسته دغه چاودنه پرون ماذیګر مهال شوې ده. د اوکراین کورنیو چارو وزارت ویلي، چاودنه د هغه کس له خوا شوې چې د محکمې یوې غونډې ته بلل شوی و. وزارت په دې اړه خبرپاڼه کې د چاودنې له کبله د مرګژوبلې یادونه نه ده کړې او دا سپیناوی یې هم نه دی کړی چې دا چاودنه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره کوم تړاو لري او که نه.


Свыше 800 кустарников высадили в поселении Луневское в Химках

Reuters: ЕС не согласовали 14 пакет санкций против России из-за позиции ФРГ

В Москве 77-летний мужчина поговорил с мошенниками и потерял почти 13 млн рублей

Чиновник Волков обвинил водителей в Коврове в желании нажиться на дорожных ямах



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Чиновник Волков обвинил водителей в Коврове в желании нажиться на дорожных ямах

Дептранс Москвы сообщил о задержке трамваев на севере города

Сенатор Карасин: Румыния оказала в визах делегации РФ на ПА ОБСЕ

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Музыкальные новости

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Новости России

В Москве 77-летний мужчина поговорил с мошенниками и потерял почти 13 млн рублей

Чиновник Волков обвинил водителей в Коврове в желании нажиться на дорожных ямах

Reuters: ЕС не согласовали 14 пакет санкций против России из-за позиции ФРГ

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Экология в России и мире

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Спорт в России и мире

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Moscow.media

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

Утро нового лета....

Закат на Катуни







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *