Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 17.07.2023

Pa.azadiradio.com 

امریکا او اروپایي ټولنه: روسیې د اوکراین د غلې له تړون څخه په وتو ظلم وکړ

متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو له موافقې څخه د روسیې وتل ظلم بللی. روسیې نن دا تړون لغوه کړ. په ملګروملتو کې د امریکا سفیر او دایمي استازې لینداتوماس ګرینفیلډ پر روسیې تور ولګاوه، چې بشري مسایل یې برمته کړي. د اروپايي کمېسیون مشرې اوزولا وان دیرلین بیا د روسیې دا اعلان یو ناوړه اقدام وباله. د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب د دغه رامنځته شوي تړون په اساس، د غلې له لوی صادروونکي هېواد اوکراین څخه افریقا، منځني ختیځ او آسیا ته چې لوږه په کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جان کیري د چاپېریال په اړه د خبرو لپاره چین ته تللی

د چاپيریال په چارو کې د متحدوایالتونو ځانګړي استازي جان کیري نن په پېکېنګ کې له خپل چینايي سیال سره خبرې وکړې.   دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن هڅه کوي له چین سره تماسونه چې د سوداګرۍ، ټایوان، بشري حقونو او د چین د ارضي ادعاو له کبله ترینګلي شوي بیا ټینګ کړي.   د چین سین هوا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي کیري له خپل سیال شي ژینهاو سره مخامخ مفصلې خبرې وکړې.   دا له نږدې یو کلن ځنډ وروسته د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ چې دواړه د چاپیریال په ناولتیا کې تر ټولو زیاته ونډه لري، لومړی ځل خبرې دي.

Pa.azadiradio.com 

روسيې د اوکراين له لارې د غلو دانو د صادرات لغوه کړل

روسیې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې دانې د صادراتو اړوند تړون نن لغو کړ. د دغه تړون پر اساس، د غلې له لوی صادروونکي هېواد اوکراین څخه افریقا، منځني ختیځ او اسیا ته چې لوږه په‌کې په زیاتېدو ده او د غذايي موادو د بیو د لوړېدو له کبله ډېر خلک بې‌وزلي شوي، غنم او د غلو دانو نور ډولونه صادرېدل. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن په یوه انلاین خبري غونډه کې د دې تړون لغو کېدل اعلان کړل او ویې ویل روسیه به هغه مهال له دې تړون سره بیا یوځای شي چې په دې تړون کې یې غوښتنې ومنل شي.

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي ولایتونو ۱،۷ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین پيل شو

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت  د جنوب په پنځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین د پیل خبر ورکوي.   باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، لیکلي: په کندهار، هلمند، روزګان، زابل او نیمروز ولایتونو کې د واکسین د دې څلور ورځني کمپاین په ترڅ کې به ۱،۷ میلیون ماشومان د پولیو د ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.   دا په داسې حال کې ده، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پر نجونو او مېرمنو د محدوديت په اړه د يوناما راپور رد کړ 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وایي ، چې د طالبانو چارواکي د ښځو او نجونو پر حقوقو محدودیتونو ته دوام ورکوي.   یوناما نن په یوه راپور کې چې د روان کال په (مې او جون ) میاشتو کې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه په‌کې شوې، پر افغان ښځو د لګېدلو محدودیتونو ځینې مثالونه هم وړاندې کړي.   راپور زیاتوي، دغو محدودیتونو د ملګرو ملتونو پر چارو هم اغېز کړی او له تېرو څه باندې دریو میاشتو راهیسې یې له استثنایي کسانو پرته نور کارکوونکي له خپلو کورونو دندې پرمخ بیایي.   بلخوا: د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملا برادر: پانګونې ته ښه شرایط مساعد دي؛ سوداګر: لا هم ستونزې لرو

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو له کورنیو او بهرنیو سوداګرو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې؛ یو شمېر افغان سوداګر د پانګونې پر وړاندې له ستونزو شکایت کوي. په جرمني کې مېشته افغان پانګواله مریم جامي، چې د محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو د وضع کړو محدودیتونو او د بېلابېلو ډلو د ګواښونو له امله په هېواد کې له پانګونې وېره لري. نوموړې وايي: “د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه او د داعش او نورو ډلو له‌خوا ګواښونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات يو شمېر ښځې: طالبان هرات کې هغه ښځې له موټرو ښکته کوي چې چادري يې نه وي اغوستي 

د هرات یو شمېر ښځینه استوګنې وايي، له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین د ښار په بېلابېلو سیمو کې هغه ښځې چې چادرنماز او چادرۍ یې نه وي اغوستې له موټرو ښکته کوي. يوه مېرمن چې نه يې غوښتل نوم يې د امنيتي ستونزو له امله په راپور کې خپور شي، وايي د يکشنبې په ورځ له خپل پلار سره د دوی په شخصي موټر کې روان وو، چې د هرات ولایت د ګذرګاه په سيمه کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست د محتسبينو ودرول. د هغې په وینا، ورته وویل شول، چې د حجاب نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ځینو دولتي پوهنتونونو د استادانو ادعا: د پوهنتونونو مشري ملایانو ته ورکړل شوې

د افغانستان د ځینو دولتي پوهنتونونو استادان ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې یو شمېر ملایان د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو  د رئیسانو او مرستیالانو په توګه ګومارلي دي. یو شمېر اوسنیو او مخکېنیو دغو استادانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې په وروستیو کې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا د دولتي پوهنتونونو ځینې مخکېنې رئیسان، مرستیالان او نور اداري کارکوونکي لرې شوي او د دوى په خبره پر ځای یې طالبانو خپل کسان او ملایان ګومارلي دي. د دغواستادانو د ادعاوو پر بنسټ،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې-کریمیا پر پله لانجمن برید؛ ۲ تنه وژل شوي

د روسیې او کریمیا ترمنځ غځېدلي پله باندې د شوي برید له کبله دوه تنه وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی. روسیې ادعا کړې چې دغه نننی برید د اوکراین له‌خوا د امریکا او بریتانیا د استخباراتو په مرسته شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ: د چټکو توپ اچونکو د موندلو په لټه یوو

وروسته له هغې چې د افغانستان ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې په دوو شل اوریزو سیالیو کې ماتې وخوړه، کرکټ بورډ ادارې یو ځل بیا د چټکو توپ اچونکو د موندلو د هڅو خبر ورکړی. یادې ادارې د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۷مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تر کندهار وروسته یې په کابل کې هم د چټکو توپ اچونکو د موندلو په موخه ازموینه بشپړه کړې ده. د یادې ادارې په خبره غواړي، هغه توپ اچونکي پيدا کړي چې په منځني ډول په یوه ساعت کې تر ۱۳۵ کیلومټره یا تر دې چټکه توپ اچونه کولی شي. د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو ته ځانګړې لوبډله اعلان کړه

د افغاستان فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې د مرکزي اسیا یا«کافا» اتلولیو لپاره د فوټسال لوبغاړو ۱۴ـ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه. یادې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به ډېر ژر د مرکزي اسیا په اتلولیو کې برخه واخلي. په اعلان شوې لوبډله کې محمد جواد صفري، سید رضاحسیني، رضا حسین پور، حمید رضا حسیني، بهمن ګرګیج، حسن علي جعفري، فرزاد محمودي، علي امیري، مهران غلامي، علي فیاضي، سیدحسین موسوي، عبدالغفار صادق او امید قنبري شامل دي. د فوټبال فدراسیون په خبره،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د معلولیت لرونکو لوبغاړو کرکټ سیالۍ پیل شوې

د افغانستان د کورني کرکټ څانګې له لوري د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې. د کرکټ بورډ ادارې نن دوشنبه ویلي، یادې سیالۍ د شهید نجیب الله تره کي په نوم، په کندز ولایت کې پیل شوي دي. کرکټ بورډ لیکلي: "د هېواد د پنځو زونونو بست، امو، بند امیر، مس عينک او سپين غر ترمنځ پیل شوې سيالۍ ۷ ورځې وخت نيسي او پنځه واړه لوبډلې به په يوه ګروپ کې يو د بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي." د سیالیو د اصولو له مخې، د نومرو په جدول کې دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبه ولوبوي. د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ هرکال ورته سیالۍ ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

  ايران: هيله ده طالبان د هلمند سيند اوبو کې حق راکړي

د ایران د کورنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې، چې د طالبانو حکومت یې هېواد ته له هلمند سیند څخه ۸۲۰ میلیون متر مکعبه د اوبو حق ورکړي. ایراني وزیر احمد وحیدي د طالبانو له حکومته غوښتي، چې په دې اړه د افغانستان پر کړو ژمنو عمل وکړي. د ایران د تسنیم خبري اژانس په حواله، نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبو موافقه شوې وه، خو اوس په دې اندازه اوبو نه ورکول کیږي. د هغه په وینا، له دې امله د سیستان او بلوچستان ولایتونو خلک له ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسيې – کريميا پر لوی پول بريد؛ دوه تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي دی 

د روسیې او کریمیا ترمنځ پرغځېدلي پول د برید له کبله دوه تنه وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی. پر ياد شوي ۱۹ کیلو متره پله د برید ډېر جزیات تر اوسه نه‌دي روښانه شوي. د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې ویلي، پر دغه پله د اوکراین له‌خوا د بې پیلوټه الوتکو دوه بریدونه شوي دي. د روسیې ادعاوې، چې په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوي، د اوکراین د پوځ ویاندې د روسیې احتمالي پارونې وبللې. ځینو سیمه‌يیزو رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي، چې اوکراین د پېښې تر شا لاس لري. ناتالیا هومینیوک اوکرایني رسنیو ته ويلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د برېتانيا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر: کابل سفارت باید بیرته پرانیزو

په داسې حال کې،چې برېټانیا د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه پېژني، د دغه هېواد د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیا ایلووډ، په کابل کې د بریتانیا د سفارت پرانیستو غوښتنه کړې ده. هغه، چې په وروستیو کې افغانستان ته تللی و، ټلېګراف ورځپاڼې ته یوه مقاله کې چې پرون خپره شوې لیکلي، په افغانستان کې د واقعي پرمختګ شاهد دی او باور لري، چې طالبانو سره د خبرو وخت را رسیدلی. ټوبیاس ایلووډ، چې یې ورور هم د سخت دریځو له‌خوا وژل شوی زیاتوي، طالبان یې نه خوښېږي، خو په افغانستان کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ، ترهګرۍ او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو څرګندونو ته د خواجه اصف غبرګون: د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره له هرې وسيلې کار اخلو 

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، دوی ژمن دي چې د طالبانو دریځ ته له پام پرته، د خپلې خاورې پر وړاندې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له هرې وسیلې کار واخلي. خواجه اصف د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو، دوی د دوحې تړون له امریکا متحده‌ایالاتو سره کړی او له افغانستانه د پاکستان خاورې ته هيڅ ډول ګواښ نه‌شته. د پاکستان د دفاع وزیر د ذبیح‌الله مجاهد همدا څرګندونې په خپله ټویټرپاڼه خپرې کړي او ورسره یې لیکلي: "د افغانستان دریځ ته له پاملرنې پرته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوناما د طالبانو لخوا پر ښځو د محدودیتونو بېلګې وړاندې او نقد کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وایي، اوسني چارواکي د ښځو او نجونو پر حقونو باندې محدودیتونو ته دوام ورکوي.   یوناما دغه خبره نن په هغه راپور کې کړې چې، د روان ۲۰۲۳م کال په (می او جون ) میاشتو کې د بشري حقونو وضعیت ته په‌کې کتنه شوې ده.   یوناما په خپل راپور کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو ځینې عملي بېلګې هم وړاندې کړي.   په دغو بېلګو کې د کابل هوایي ډګر دننه د محرم نه درلودو له کبله د یوې نړیوالې موسسې د دوو افغان ښځینه کارکونکو د درولو، کار ته د تګ پر مهال د استخباراتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيه: اوکراين نن د روسيې او کريميا ترمنځ غځېدلي پله باندې بريد کړی 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، اوکراین نن د روسیې او کریمیا ترمنځ غځېدلي پله باندې برید کړی دی. د رویټرز خبري اژانس په وینا د دغه وزارت ویاندې ماریا زخروا ادعا کړې چې، د اوکراین د رژیم له‌خوا دغه برید د برېتانیا او متحده ایالتونو د استخباراتو په مرسته شوی دی. زخروا د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره شواهد نه‌دي وړاندې کړي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، پر دغه پله سم‌لاسي د موټرو تګ را تګ درېدلی او په خبره یې شوي برید کې دوه تنه وژل شوي دي. تر اوسه د دغه برید په اړه نور جزیات هم نه‌شته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د کرنيزو او توليدي توکو نندارتون پرانيستل شوی

په کابل کې د افغانستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو د صنعت کارانو په ګډون د کرنیزو او تولیدي توکو شپږ ورځنی نندارتون پرانيستل شوی دی. د امام ابوحنیفه په نوم دغه نندارتون کې چې پرون یکشنبه پیل شو، شاوخوا ۷ سوه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ګډون کړی دی او شاوخوا ۶ سوه غرفې په کې ایښودل شوي دي. باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی لیکلي، په دغو غرفو کې د ښځو پر لاسي صنایعو سربېره خوراکي توکي، درمل، برښنایي وسایل، قیمتي ډبرې، فلزات، غالۍ او نور محصولات او تولیدات ایښودل شوي دي. خبر کې راغلي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پولنډ کې د یوه رسټورانټ دننه د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي

د پولنډ د پوزنان ښار په یوه رسټورانټ کې د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي دي. د پوزنان د پولیسو یوه ویاند اندژي بورویاک ویلي، چې پېښه پرون په رسټورانټ کې شوې ده. د پوزنان د زاړه ښار په سنټ مارټین کوڅه کې د ګرځندویانو شمېر زیات وي. د بورویاک په وینا، یو تن د پېښې په ځای کې ساه ورکړه او بل تن په روغتون کې. د ده په وینا پولیس ډاډه دي، چې له دغو کسانو یوه یې په دې پېښه کې لاس درلود او اوس هڅه کوي چې د پېښې علت معلوم کړي. عیني شاهدانو یوې محلي ورځپاڼې ته ویلي، چې یوه سړي پر بل ډزې وکړې او بیا یې ځان په مرمۍ وویشت.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مصنوعي ځيرکتيا پر خطرونو بحث کوي

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا اوونۍ په خپله لومړۍ رسمي غونډه کې د مصنوعي ځیرکتیا پر موضوع بحث وکړي. بریتانیا به پر نړیواله سوله او امن د ټکنالوژۍ د دې پدیدې د اغېزو په باب د نړیوال ډیالوګ غوښتنه وکړي. په نړۍ کې حکومتونه پر دې غور کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د ظهور خطرونه څنګه راکم کړي، هغه پدیده چې ښايي وکړای شي د نړۍ د اقتصاد بڼې او د نړیوال امن لیدلوري ته تغییر ورکړي. بریتانیا چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري ورترغاړې ده، د مصنوعي ځیرکتیا پر مقرراتو د نړیوالې رهبرۍ د ټینګولو هڅه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د روسي ځواکونو توغندويي بريدونو خارکیيف کې يو کس وژلی 

د اوکراین چارواکي وايي، پرون د دغه هېواد د ختیځ تر ټولو لوی ښار خارکییف کې د روسیې د توغندي په برید کې یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د خارکییف والي اوله سینيهوبوف په ټلېګرام کې لیکلي، چې په دې برید کې د خارکییف په جنوب کې یو کس وژل شوی. هغه تر دې مخکې ویلي وو، چې د پېښې په ساحه کې اور لګېدلی او روغتیايي کارکوونکو ۴ ټپیان په روغتون کې بستر کړي دي. د خارکییف ښاروال ایهور تیریخوف بیا پر جنوبي ولسوالۍ پر اوسنوفیانسکي په برید کې د ټپیانو شمېر ۷ یاد کړی دی. رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سنډې ګارډین: د 'محمد ظاهر شاه' د سترګې معمولي عملیات د افغانستان برخلیک بدل کړ

سنډې ګارډین: له نن څخه پنځوس کاله پخوا د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان په ۲۶مه محمدداوود خان د محمد ظاهر شاه د شاهي حکومت پر ضد کودتا وکړه او جمهوري نظام یې اعلان کړ. د بریتانیا سنډې ګارډین خپرونې دا ورځ د افغانستان د برخلیک د بدلېدو پیلامه بللې ده. د دې لیکنې په پیل کې د سترګې د درملنې لپاره روم ته د محمد ظاهر شاه د سفر او په دې موده کې د داوود خان له لوري د کودتا جزییات څرګند شوي او بیا لیکل شوي، څوک خبر نه و چې د یوه پاچا د سترګې معمولي جراحي عملیات به د یوه ملت برخلیک بدلوي. سنډې ګارډین لیکي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جمهوریت ۵۰ کالیزه؛ دا نظام څنګه رامنځته شو؟

نن د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه، په افغانستان کې د جمهوریت د تاسیس پنځوسمه کلیزه ده. پنځوس کاله وړاندې د سرطان د ۲۶مې په شپه چې د اوړي ګرمي خوره وه، افغان سیاستوال او د شاهي کورنۍ غړي سردار محمد داود خان د شاهي نظام په ضد کودتا وکړه. داود خان د ځوانو افسرانو په مرسته د محمد ظاهر شا د څلورو لسیزو شاهي نظام نسکور او د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د جمهوریت بنسټ کېښود. د سرطان د ۲۶مې په سهار کابل راډیو خپلې عادي خپرونې بندې او پر ځای یې د پوځي مارشونو خپرېدو ته مخه کړه. پر کابل راډیو د سردار محمد داود خان وینا او د جمهوریت اعلامیه خپره شوه. Читать дальше...


Управление ЗАГС Москвы предупредило о возможном увеличении времени оказания услуг

Путин встал на сторону пенсионеров: "Неправильно, когда за примитивную услугу надо платить комиссию банку"

Ветеринар Шеляков рассказал, как оказать первую помощь питомцу в жару

Силовики задержали одного из террористов, напавших на Буденновск в 1995 году



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Внук Манделы заявил о планах укрепить сотрудничество с Россией

Артисты – они все особенные!

PRO32: самой частой проблемой кибербезопасности в России стали шпионские трояны

Силовики задержали участника нападения банды Басаева на Буденновск в 1995 году

Музыкальные новости

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова

В Туле наградили победителей межрегиональных соревнований по эстетической гимнастике "Кубок Роксэт"

Стали известны все участники РПЛ сезона-2024/2025

В России появился «рейтинг скрепности» регионов

Новости России

Игрок «Зенита» Нино высказался после победы в Кубке России

Володин: в государствах ОДКБ созданы все условия для проведения демократических выборов

Еще 7 полноприводных машин закупили для лесной охраны Подмосковья

Адвокат Жорин заявил, что Блиновской могут списать задолженность по налогам

Экология в России и мире

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

Россияне решили этим летом меньше отдыхать на курортах

Спорт в России и мире

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Прямая трансляция матча Рыбакиной с победительницей четырех "Больших шлемов"

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»

Moscow.media

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Количество «брака» в биомедицинских работах увеличилось в четыре раза за 20 лет

Красноголовый солист.







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *