Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 31.07.2023

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: امریکایي پلاوي سره مو دوحه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

د طالبانو حکومت وايي پلاوي یې په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې پر لارو چار، د تورو لیستونو او بندیزونو د لیرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د مخدرو موادو پرضد د مبارزې او بشري حقونو پر مسایلو خبرې کړي.  د طالبانو د حکومت او متحدو ایالتونو پلاوي پرون او نن د قطر په پلازمېنه کې راټول شوي او د افغانستان پر اړوندو مسایلو خبرې کوي. د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د پلاوي ټینګار دا و، چې د اعتماد جوړونې لپاره تور لیستونه او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داعش د باجوړ د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه واخېست. دې ډلې د اعماق په نوم پر خپل ویبسایټ په یوه بیان کې ویلي دي، چې یوه غړي یې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې خپل انتحاري واسکټ والوزاوه. په دې برید کې چې د مولانافضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت العلمای اسلام پر غونډه وشو د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې ۴۹ کسان وژل شوي او نېږدې ۲۰۰ تنه نور ټپيان دي. په ځینو راپورونو کې د مړو شمېر تر دې زیات ښودل شوی دی. د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP برید غندلی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: د افغان کډوالو د څار کمېسیون جوړوو؛ کډوال: بد چلند راسره کوي

د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي مهدي سعادتي په دغه هېواد کې د افغانانو د څارنې او تنظیم د کمېسیون د طرحې د جوړېدو خبر ورکړ. نوموړي دا خبره، د ایران له الناي خبري اژانس سره په مرکه کې کړې ده. مهدي سعادتي ویلي، په افغانستان کې د څو تېرو حکومتونو بې‌ثباتي، په سیمه کې د امریکا حضور، د افغانستان د پخواني جمهوریت ړنګېدل او د طالبانو واکمني ټول هغه عوامل دي دي چې له امله يې یو شمېر افغانان ايران ته کډوال شوي دي. ښاغلي سعادتي زیاته کړه چې، دوی په دې برخه کې حساس دي او د ایران د ملي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ جاپان، اسټرالیا او زېمبیا خپلې سیالۍ وګټلې

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن ۴ سیالۍ ترسره شوې چې جاپان، اسټرالیا او زیمبیا لوبډلې خپلې سیالۍ وګټلې. د ورځې لومړۍ لوبه د جاپان او هسپانیې ترمنځ وه چې ۴ د صفر پر وړاندې جاپان وګټله. دغه راز په دویمې سیالۍ کې بیا زېمبیا لوبډلې ۳ د یو پر وړاندې کوستاریکا ته ماتې ورکړه. درېیمه سیالۍ چې د ایرلینډ او نایجریا ترمنځ ترسره شوه پرته له ګول وهلو په مساوي توګه تمامه شوه. د نن ورځې وروستۍ سیالۍ د کوربه اسټرالیا او کاناډا ترمنځ وه چې ۴ د صفر پر وړاندې اسټرالیا وګټله. باید وویل شي، چې د سبا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سوداګریز لیګ؛ پایلوبه مای نیویارک لوبډلې وګټله

د امریکا د میجرلیګ کرکټ پایلوبه د مای نیویارک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیده. پایلوبه تېره شپه ناوخته د مای نیویارک او سیاټل اورکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۷ وېکټو په توپير نیویارک لوبډلې وګټله. سیاټل لوبډلې لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۱۸۴ منډو هدف یې ټاکلی و. د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې کوانټین ډیکاک ۸۷ منډې کړې وې. مای نیویارک لوبډلې ته بیا په توپ اچونه کې راشدخان ښه وځلېد، هغه په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. نیویارک، ورکړل شوی هدف د لوبډلمشر نیکولاس پورن د ۱۳۷... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ بورډ فرسټ کلاس سیالۍ پيلوي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي دي چې د کورنیو سیالیو په لړ کې به فرسټ کلاس ( څلور ورځنۍ) سیالۍ پيل کړي. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه سیالۍ به د اګسټ په لسمه نېټه په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پيل او د سپټمبر تر ۱۶مې نیټې به دوام وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي:  "د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ سیالۍ چې له دې وړاندې د هېواد پنځو زونونو په استازیتوب پنځو لوبډلو پکې برخه درلوده، دا ځل به یې شپږم پړاو کې څلور لوبډلې: هندوکش سټرایکرز، ماهیپرستوري، میوند چمپینز او پامیر اتلان ګډون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: طالبانو سره مو د اوبو په وېش ځينې هوکړې شوي

د هلمند سېند د اوبه خور پر سر د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ له ناندریو وروسته، تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې یو لړ هوکړو ته رسېدلي دي.  د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره ورځ په ایران کې یوې خبري غونډې ته وویل: "بیا مو هم د دې موضوع په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره جدي او نېږدې خبرې وکړې، په دې برخه کې لومړنۍ هوکړې هم وشوې او موږ تمه لرو چې د افغانستان چارواکي په دې برخه کې مسولانه چلند وکړي، څنګه یې چې په ځلونو ویلي دي. " د ایران د بهرنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېر کال طبیعي پېښې؛ ۷۰۰ تنه یې مړه او تر ۷۰۰ ډېر نور یې یې ټپيان کړي

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په تېر کال کې د طبیعي پېښو په پایله کې شاوخوا ۷۰۰ کسان مړه شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د دوشنبې په ورځ «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» په غونډه کې وویل، په تېر کال کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې سل زره کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي. رحیمي وویل: "زیان دومره لوی دی چې په مالي توګه یې اندازه کول خورا ستونزمن دي. موږ لږ تر لږه یو ميلیون کورنیو ته مرستې چمتو کړي چې په‌کې نغدي مرستې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د باجوړ پېښې د تلفاتو زیاتوالی؛ جمعیت علما اسلام: د پاکستان حکومت مو په ساتنه کې پاتې راغلی

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۴۴ تنو ته رسیدلی دی.  د پروني ځانمرګي برید ټپیان د همدې سیمې او یا هم د پیښور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د ازادي راډیو مشال څانګې د چارواکو او ولسي سرچینو په حواله ویلي، چې اکثره وژل شوي پرون ماخوستن او نن خاورو ته سپارل شوي دي. برید د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام پر یوه غونډه شوی او د دغه ګوند غړي د پاکستان حکومت د برید په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنوي. د دغه ګوند سکرتر جنرال ډاکټر مسعود ګل وایي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تازه راپور: تر نېمایي زیات افغان ماشومان د مور له شیدو محروم دي؛ یوه مور: د خوراک څه نه لرم، نورو کره یې خورم

د لومړنیو بېړنيو حالاتو نړیوالې موسسې (Première Urgence Internationale) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې تر ۵۰ سلنې ډېر نوي زېږېدلي ماشومان د مور د شیدو له ژوند ژغورونکو ګټو محروم دي. دا راپور چې د جولای په ۳۰ مه خپور شوی، په کې ویل شوي چې په افغانستان کې دا مهال ۴۷.۷ سلنه ماشومان د میندو له شیدو برخمن دي. د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې اوږدې جګړې، بې وزلۍ، ناوړه دودونو، په کم عمر کې د نجونو ودولو او رواني ستونزو د ډېرو میندو په روغتیا او روان اغېزې کړي چې له امله یې شیدې هم ورسره کمې شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جګړې له پیله تر ۷ سوه زره ډېر اوکرایني ماشومان روسیې ته لېږدول شوي

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله له ۷ سوه زرو ډېر اوکرایني ماشومان روسیې ته لېږدول شوي دي. دا خبره د روسیې د ماشومانو کمېشنرې ماریا لوا بېلوا پرون یکشنبه په یوه راپور کې وکړه. په راپور کې ویل شوي چې اکثره دغه ماشومان له خپلو والدینو یا خپلوانو سره روسیې ته بیول شوي دي. د تېرې مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د ماشومانو کمېشنره ماریا لوا بیلوا او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د انتقال له کبله په جنګي جنایت تورن کړل او د هغوی د نیولو حکم یې صادر کړ.

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ځینې اوسېدونکي: په سېلاب ځپلو سیمو کې بېلابېلې ناروغۍ زیاتې شوي

د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په سیمه کې په بېلابېلو ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. دوی وايي، دغلته لسګونه کورنۍ په ډېر بد وضعیت کې تر شنه اسمان په خیمو کې پر لمدو ځمکو ژوند هم کوي. بل‌خوا طالب مسوولان هم وايي چې د دغه ولایت په سېلاب ځپلو سیمو کې یو شمېر خلک په ناروغیو اخته شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته رسېدلی

د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۴۴ ته پورته شوی دی. برید کې چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام پر یوه غونډه شوی، نږدې ۲۰۰ نور کسان ټپيان شوي هم دي. د پاکستان پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې برید ځانمرګی و او د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‌خوا شوی دی. د پاکستاني طالبانو تحریک یا 'ټي ټي پي' برید غندلی او اسوشېټېډپرېس اژانس ته یې ویلي، د برید هدف د پاکستاني اسلامپالو کمزوري کول دي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکايي او طالب استازو لیدنه؛ لا هم جزییات رسنیز شوي نه دي

ټاکل شوې وه، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو هیئتونه پرون یکشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري، خو یوه لوري هم د پرونۍ کتنې د جزییاتو په باب څه نه دي ویلي. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د شنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو هیئت به په دې دوه ورځنۍ کتنه کې له امریکايي لوري سره د طالبانو پر چارواکو د بندیزونو د لیرې کېدو، په افغانستان کې د اقتصادي ثبات، اعتماد جوړونې او نورو موضوعاتو په باب خبرې وکړي. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تېره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ډیالوګ ضروري وبلل شو

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د کابل لپاره د ترکیې د سفیر جهاد ارګینای په کتنه کې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي ډیالوګ ضروري وګڼل شو. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړه لوریو پرون په کابل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو. د اعلامیې له مخې پخواني ولسمشر حامد کرزي تعلیم د ټولنې حیاتي اړتیا وبلله او افغان ځوانانو ته یې د ترکیې له خوا د تحصیلي بورسونو د ورکړې مننه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د منځنۍ اسیا سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دویم مقام خپل کړ

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د دویم مقام په خپلولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه. د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون پرون په خپل فېسبوک کې لیکلي چې افغانستان د ترکمنستان په ماتولو سره دغه مقام خپل کړ. افغانستان په دې لړ کې پنځه مسابقې وکړې چې درې یې وګټلې، یوه یې مساوي شوه او یوه یې وبایلله. د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالۍ د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ په دوشنبې ښار کې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: جګړه د روسیې قلمرو، سمبولیکو مرکزونو او پوځي اډو ته ستنېږي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي خبرداری ورکړ، له دې انکار نه شي کېدای چې جګړه به روسیې ته غځېږي. دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د روسیې چارواکي اړ شول د یوې بې‌پېلوټه الوتکې د وړمې شپې تر حملې وروسته د مسکو یو بوخت هوايي ډګر د لنډ وخت لپاره وتړي. زیلینسکي پرون په یوه ویډیو کې وویل: "جګړه به په تدریجي ډول د روسیې قلمرو، سمبولیکو مرکزونو او پوځي اډو ته ستنېږي." د زیلینسکي په وینا دا یوه نه انکار منونکې، طبیعي او کاملاً عادلانه پروسه ده. هغه په ضمن کې اوکراینیانو ته هم خبرداری ورکړ، چې باید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مصر سینای کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي

د مصر په ناکراره برخه، سینای ټاپووزمه کې پر یوه امنیتي مرکز چې سخت امنیتي تدابیر یې نیول شوي وي، د ډزو په نتیجه کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي دي. دا خبره دوو امنیتي او یوه روغتیايي چارواکي پرون د نوم نه ښودلو په شرط کړې، ځکه له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده. د شمالي سینای ولایت په مرکز العریش کې د ملي امنیت پر مرکز په دې حمله کې لږ تر لږه ۲۱ نور کسان ټپیان شوي دي. د مرګژوبلې د هغه فهرست له مخې چې اسوشېټېډ پرېس اژانس ترلاسه کړی، ښکاري چې ځینې امنیتي ځواکونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په هرات کې د موسیقۍ یو شمېر ضبط شوې الې سوځولي

په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف  او نهی عن المنکر ریاست د موسیقۍ یو شمېر ضبط شوې الې پرون یکشنبې وسوځولې. د فرانسپرېس آژانس د راپور له مخې د دې ادارې مشر عزیزالرحمن المهاجر ویلي چې د موسیقي خپرېدل او غږول یې د اخلاقي فساد او د ځوانانو د بې لارې کېدو سبب کېږي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي، پرله‌پسې داسې سخت قوانین او مقررات وضع کړي چې هغه له اسلام څخه د دوی د سخت تفسیر ښکارندوی دی. طالبانو په وروستي اقدام کې په ټول افغانستان کې د ښځو پر سینګارخونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: په میلیونونه افغانان خوړو ته کافي لاسرسی نه لري

د خوړو د نړیوال پروګرام یو جګپوړی چارواکی په افغانستان کې د خوړو ستونزه په نړۍ کې تر ټولو لویه ستونزه بولي او وایي په دې هېواد کې په میلیونونو کسان خوړو ته کافي لاسرسی نه لري. د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي مرستیال او د عملیاتو مشر کارل سکاو پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې نن ورځ په تاریخ کې د خوړو او تغذیې تر ټولو لوی بحران دوام لري او زیاتوي چې تر ټولو زیات افغانستان په ناوړه وضعیت کې دی. د هغه په خبره په دې هېواد کې ۱۶ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي. د خوړو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا هوايي شرکتونه د افغانستان له فضا د تېرېدو لړۍ پیلوي

د امریکا د هوایي چلند فدرالي ادارې امریکایي هوایي شرکتونو ته اجازه ورکړې چې په څو اوونیو کې د افغانستان پر فضا د تېرېدو لپاره الوتنې له سره پیلولی شي. د ایکونومیک ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې د دې ادارې د پرېکړې له مخې به الوتنې په ۳۲ زره فوټه یا څه کم لس زره متره ارتفاع کې د افغانستان په هوایي قلمرو کې الوتنې کوي چې د اروپایي ټولنې د هوایي چلند د خوندیتوب ادارې له شرایطو سره اړخ لګوي. د دغې ادارې لارښود د غړیو هېوادونو له هوایي شرکتونو څخه غواړي چې ملکي الوتنو ته د موجودو احتمالي ګواښونو او په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله بن زید النهیان: امارات په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ کوي

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په مختلفو برخو کې د افغانستان کلک ملاتړ کوي. د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې شیخ عبدالله بن زید النهیان دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې له همغږه کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په وروستي کتنه کې کړې ده. د راپور له مخې په دغه غونډه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوې او نېټه یې نه ده مشخصه شوې، دواړو لورو په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت او په دې اړه چې متحده امارات او ملګرو ملتونه په دې برخه کې چې په راتلونکې په څه ډول همکاري کولای شي، خبرې وکړې. Читать дальше...


Румынка Санду издевается: самолёту с участниками московского съезда не дали сесть в Кишинёве

Прокуратура: таксист сбил 4-летнего ребенка на велосипеде на юго-востоке Москвы

В Дубне прошел день наукоградов Подмосковья

Пять проектов Первого канала стали лауреатами премии АПКиТ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Пять проектов Первого канала стали лауреатами премии АПКиТ

Румынка Санду издевается: самолёту с участниками московского съезда не дали сесть в Кишинёве

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

Музыкальные новости

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже электроинструментов

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: ПРИЗНАНИЕ НАТО НАДО ПРИМЕНЯТЬ!

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Новости России

Прокуратура: таксист сбил 4-летнего ребенка на велосипеде на юго-востоке Москвы

Статус готовности ГПК КПЭГ в Усть-Луге составляет 32,3%

Жаркая ночь боёв не в пользу Ульяновска

Омбудсмен Мишонова рассказала о трудоустройстве подростков в Подмосковье

Экология в России и мире

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Moscow.media

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Закат на Катуни

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *