Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 31.08.2023

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو پنځه خبریالان خوشې کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، پنځه خبریالان د طالبانو له زندان څخه خوشې شوي دي. دغې مرکز نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي، په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطا الله عمر، په کندز کې د سلام وطندار خبریال حسیب عمر او په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزی او د دې راډیو خبریال جان اغا صالح د طالبانو له بنده خوشې شوي دي. بل‌خوا د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې نن د یو بیان په خپرولو سره ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د رسنیو اړوند قضیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی؟

په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو ارزښت لوړ شوی دی. په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په ناڅاپي ډول لوړ شوی دی. د کابل د شهزاده سرای د صرفانو ټولنه وايي چې د پنجشنبې ورځې سهار یو امریکايي ډالر په ۷۲ افغانیو تبادله کېده، خو د ورځې په پای کې یوځل بیا ۷۵ افغانیو ته ورسېد. دا په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو امریکايي کمېسیون: د طالبانو فرمانونو د ښځو پر ژوند اغېز کړی او مذهبي ازادي یې محدوده کړې

د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون وايي، د طالبانو فرمانونو د ښځو پر ژوند غیر متناسب اغېز کړی او د افغانانو مذهبي ازادي یې محدوده کړې ده. دغه کمېسیون وايي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د صادر شویو ۸۰ فرمانونو نیمه برخه په مستقیم ډول پر افغان ښځو د سختو بندیزونو لګول دي. یاد کمېسیون د چهارشنبې په ورځ 'په افغانستان کې مذهبي ازادي او د ښځو د حقونو' تر سرلیک لاندې د خپل ۲۰۲۳ کال راپور په خپرولو سره وویل، که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې افغان ښځې د اسلامي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو جنایتونو او د سزا څرنګوالي په اړه دې خبرې وشي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، د دې وخت رارسېدلی چې د طالبانو د جنایتونو او د هغوی د سزا د څرنګوالي په اړه خبرې وشي. هیدر بار وايي، د نورو هېوادونو تعامل د طالبانو په چلند هېڅ اغېز نه دی کړی او د دغه ډلې سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، خو په خبره یې د دې وخت رسېدلې چې د طالبانو جنایتونه او د سزا څرنګوالي په اړه خبرې وشي. هیدر بار دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د فرانس۲۴ شبکې سره کړي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د حساب ورکولو په اړه باید ژور تمرکز وشي. هیدر بار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ځینې اوسېدونکي: د خښتو او کولالانو بټیو ګڼې روغتیايي ستونزې پېښې کړي

د خښتو او کولالانو بټیو د کندهار اوسېدونکي له روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ کړي دي. د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې کورونو يې د بټیو په شاوخوا کې دي وايي، د بټیو دود یا لوګي نه یوازي روغتیايي ستونزې ورته پېښې کړې بلکې د کورونو توکي هم له دود څخه تل ناپاکه وي. بلخوا په کندهار کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي، د اوس لپاره د استوګنې له سیمو د بټیو د انتقال امکانات نه شته، خو د بټیو د خاوندانو څخه يې د مضره توکو د نه سوځولو ژمنه اخیستې ده. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران دولتي تلوېزیون: د ایران استخباراتو د اسراییلو یوه ستره دسیسه شنډه کړه

ایران پر اسراییلو تور پورې کړی چې د دفاعي صنعت او د توغندیو د تولید په ورانکارۍ کې په ناکامه دسیسه کې لاس لري. د ایران دولتي تلوېزیون نن اعلان وکړ چې د دفاع وزارت پوځي استخباراتو د ورانکارۍ یوه ستره دسیسه شنډه کړه چې د ایران پوځي توغندیو او د هوايي چلند صنعتونه یې په نښه کړي دي. دغې تلوېزوني شبکې زیاته کړې دغه ورانکارۍ د صهیونیست رژیم د استخباراتو او د هغوی د استخباراتو په لارښوونه ترسره شوی دی. خو اسراییلو سمدستي په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د اوو سترو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت تازه نن د اوو سترو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل. که څه هم طالبانو پر افغانستان د بیا ځلې واکمنۍ له پیل وروسته د کانونو د استخراج په برخه کې واړه او کوچني هوکړه لیکونه کړي، خو ښايي د ۶ عشاریه ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت دا اوه ستر هوکړه لیکونه په دې برخه کې بې سارې وبلل شي. دا کانونه چې د افغانستان په تخار، غور او هرات ولایتونو کې موقعیت لري کورنیو یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره یې د استخراج هوکړه لیکونه نن پنجشنبه لاسلیک شول. په بهرنیو شرکتونو کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له زده‌کړو او کار محرومو ښځو او نجونو حرفوي زده‌کړو مخه کړې

په افغانستان کې د حرفوي زده کړو ډېری زده‌کوونکې هغه ښځې او نجونې دي چې د طالبانو له‌خوا له زده کړو بې برخې شوي دي. په کابل کې د دغو حرفوي زده‌کړو کارخونې مسوولانو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ډېری زده‌کوونکې د تېر نظام کارکوونکې او هغه نجونې دي چې له زده کړو پاتې دي.

Pa.azadiradio.com 

بایډن بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دوی وښودله چې د ترهګرو او هغوی چې امریکا ته د ضرر رسولو هڅه کوي، اړتیا نه‌شته چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل عسکر تل د جګړې په ډګر کې وساتي. سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دوهمې کالیزې په مناسبت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ثابته کړه چې د ترهګرو او هغوی چې امریکا ته د تاوان رسولو هڅه کوي، اړتیا نه‌شته چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل عسکر تل د جګړې په ډګر کې وساتي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري په ننګرهار کې د دوو خبريالانو د خوشې کېدو هرکلى وشو

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ځینو ټولنو په ننګرهار کې د کليد راډيو د دوو خبريالانو د خوشې کېدو هرکلى کړی دی. له دې ډلې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په خپل یوه بیان کې نن دا ټینګار هم کړی چې د طالبانو حکومت باید د رسنیو اړوند قضیې د شکایتونو د کمېسیون او د رسنیزو سرغړونو د څېړنې د کمېسیون له لارې تعقیب کړی. په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزی او د دې راډیو خبریال جان اغا صالح شاوخوا شل ورځې وړاندې د وسله‌والو طالبانو له خوا نیول شوي وو. اخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو روسي عسکر د باشقیرستان په اوفا کې له محاکمې مخکې ځان وژلی

د 'ایلدار ب' په نوم یو روسی عسکر د باشقیرستان پلازمېنې اوفا ښار کې له محاکمې مخکې ځان وژلی دی. باشقیرستان د روسیې دننه یو کور واکی جمهوریت دی. د سیمه‌ییزو رسنیو په وینا، دا عسکر له خدمت د تېښتې په خاطر نیول شوی و. چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي. 'ایلدار ب' د جولای په نیمایي کې یې د لاسي بم په واسطه د ځان وژنې ګواښ کړی و او د خپلې جنایي قضیې د بندېدو غوښتنه یې کړې وه. هغه وروسته بیا د باشقیرستان له مشر سره تر خبرو وروسته تسلیم او بندي شو.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: د طالبانو حکومت د پاکستان د ځينو ترهګریزو بریدونو عاملان نیولي

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر جلیل عباس جیلاني ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترهګرۍ د ځینو پېښو عاملان نیولي دي. جیلاني پرون په بهرنیو چارو وزارت کې له یو شمېر خبریالانو سره بحث درلود او د افغانستان په شمول پر ګڼو موضوعاتو یې خبرې کړي. هغه ویلي چې د طالبانو حکومت د پاکستان د ځينو ترهګریزو بریدونو عاملان نیولي او دوی ته یې په اړه معلومات ورکړي. جیلاني تر دې زیات څه ونه ویل. د طالبانو حکومت هم تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو د موقت وزیر د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ اسیا جام؛ بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلې سیالي لري

د کرکټ په اسیا جام کې نن د بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلې سره مخ دي. د دوی لوبه د سریلانکا په پالیکللې ښار کې ترسره کېږي. اسیا کپ پرون د پاکستان او سریلانکا په کوربه‌توب پيل شوی دی. په لومړنۍ لوبه کې پاکستان د نیپال لوبډلې ته په لوی توپیر ماته ورکړه. د افغانستان لومړۍ لوبه راتلونکې یکشنبه له بنګله‌دېش سره ده. په اسیا کپ کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او نیپال ګډون لري.

Pa.azadiradio.com 

بایډن بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن یوځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې له دې هېواده په وتلو سره یې دا ښکاره کړه چې نوره د دې اړتیا نه وه چې د تروریستانو پر وړاندې د مبارزې لپاره دې په هغه هېواد کې پوځیان دایمي حضور ولري. پرون چهارشنبې د اګست ۳۰مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره شول او په دې هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده. د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدو د مخه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بودیجې کمښت؛ اوچا: ښايي میلیونونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا خبرداری ورکوي چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به سږ کال په میلیونونو کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي. اوچا پرون چهارشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې ۳،۷ میلیون وګړي به د ژوند ژغورنې له له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بې برخې شي. ۱،۵ میلیون وګړیو ته به په ۹۴ ولسوالیو کې د ژمي په مخه روغتیایي خدمتونه ونه رسېږي. ۲۹۶ زه امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې به د امیندوارې، د ماشوم د زېږون او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په فلوریډا کې توپان د تودو څپو له امله کمزوری شوی

د ایډالیا په نوم توپان چې پرون چهارشنبې د ورځې په لومړیو کې یې د امریکا په فلوریډا ایالت کې سمندر ته نږدې سیمې سختې ځپلې وې، د تودو څپو له امله کمزوری شوی او هم یې سرعت کم شوی دی. د امریکا د توپانونو ملي مرکز په وینا، دغه توپان د جیورجیا ایالت د سوانا لوېدیځ سیمې ته رسېدلی او سرعت یې په ساعت کې ۱۱۰ کیلومترو ته رالوېدلی. دې توپان چې پرون د ورځې په پیل کې یې د ګلف خلیج په غاړه سیمې سختې ځپلې، د باد سرعت یې په ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره و. په ځپل شویو سیمو کې په لارو او سړکونو کې اوبه راپورته شوې او ډېر کورونه او موټر یې لاندې کړي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې پر مالي د امنیت شورا د لګول شویو بندیزونو د غځولو وړاندیز رد کړ

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وړاندیز رد کړ چې د پوځیانو تر کنټرول لاندې مالي باندې یې لګول شوي بندیزونه غځول. پر دې هېواد واکمنو پوځیانو سره د روسیې د اجیرانو ډله واګنر نږدې اړیکې لري. د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ایمي استازي واسیلي نبینزیا پرون چهارشنبې د دغه وړاندیز له ردولو وروسته وویل چې دوې په ځلونو پر یوه معقوله او رغونکي چلند ټینګار کړی، خو د ده په وینا، د ملګرو ملتونو په وړاندیز شوي متن کې د مالي لوري اندېښنې او د فدراتیفې روسیې دریځ ته په هېڅ ډول پام نه دی شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیویارک پوسټ: بایډن له افغانستانه د وتلو برخه کې پر خپلې وړتیا کې مبالغه کړې

نیویارک پوسټ: نیویارک پوسټ ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو موضوع ته پام اړولی او لیکي، ولسمشر بایډن د طالبانو لاس ته د افغانستان له بیا لوېدو د مخه د بهرني سیاست په برخه کې پر خپلې وړتیا کې مبالغه کړې او داسې وړاندیزونه یې کړي وو چې ګټور او عملي نه و او هغه د ده پر غره‌والي دلالت کاوه. د ورځپاڼې په لیکنه د بایډن دغه دریځ د دې سبب شو چې اداره یې له کابله وتلو ته چې له ګډوډۍ سره مله وه، چمتووالی ونه لري. نیویارک پوسټ لیکي، دغه نتیجه د وروستي سیاستوال په نوم د هغه کتاب له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: امریکا د خپلو زرګونو افغان کارکوونکو د پناه غوښتنې لا نه دي منلي

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو دوه کاله پوره شول، خو د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې متحده ایالتونو د خپلو زرګونو افغان کارکوونکو د پناه غوښتنې لا نه دي منلي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه راپور له مخې چې پرون چهارشنبه یې خپور کړی، په امریکا کې ۱۹ زره افغان کډوال لا هم ډاډه نه دي چې د پناه غوښتنې به یې منل کېږي او که نه. دا د هغو شاوخوا ۷۶ زره افغانانو له ډلې دي چې امریکا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه تخلیه کړي دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په دېرشمه نېټه د امریکا وروستي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ډاډ؛ متقي: نړۍ زمونږ د وسله‌والو مخالفانو ملاتړ نه کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، نړۍ ورته ډاډ ورکړی چې د وسله‌والو مخالفانو ملاتړ یې نه کوي. امیرخان متقي دغه څرګندونې پرون په کابل کې د دیني علماو او ولسي مشرانو یوې غونډې ته کړي دي. متقي که څه هم ونه ویل چې کومو هېوادونو دغه ډاډ ورکړی، خو تر دې وړاندې د افغانستان ګاونډي هېوادونه تورن شوي چې افغانستان کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي. دا مهال داعش، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جنګیالي او د افغانستان د ازادۍ جبهه د طالبانو وسله‌وال مخالفت کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یوې محکمې یوه پوځي ته د شخصي وسلې د جواز ورکړه رد کړې

د جرمني يوې محکمې د هغه هېواد د ځانګړو ځواکونو هغه پوځي ته د شخصي وسلې د جواز ورکړه رد کړې ده چې افغانستان کې یې د ناټو په چوکاټ کې څو ځله دنده ترسره کړې ده. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس پرون چهارشنبه د محکمې د پرېکړه خبر ورکړی دی. د جرمني دغه پوځي ویلي، په افغانستان کې د دندې له کبله یې ژوند ته د جهادي ډلو له خوا ګواښ پېښ دی، خو محکمې ویلي، دا ګواښ دا نه ایجابوي چې د پوځ دغه غړي ته دې د وسلې جواز ورکړل شي. د جرمني دغې محکمې ویلي، که چېرته کوم پوځي په واقعي ډول د ګواښ احساس کوي د شخصي وسلې جواز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: اوکراین پر روسیې د بې‌پيلوټه الوتکو تر ټولو زورو بریدونه کړي

روسي چارواکي وایي، اوکراین پرون پر دې هېواد د جګړې له پيله د بې پيلوټه الوتکو تر ټولو زورو بریدونه کړي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخروا د چهارشنبې په ورځ ویلي، د اوکراین دغه بریدونه د روسیې پر شپږو سیمو شوي دي. زخروا ویلي، د اګست د دېرشمې نېټې بریدونه به بې ځوابه نه پاتې کېږي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د روسیې د ټاس خبري اژانس او سیمه‌ییزو چارواکو په حواله ویلي چې د اوکراین په پرونیو بریدونو کې د روسیې د یوې هوایي اډې دننه څلور پوځي-ټرانسپورټي الوتکې ویجاړې شوي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو د پوهنتون پر استادانو فشار زیات کړی

ایراني چارواکو په دغه هېواد کې د تېر کال له پراخو مظاهرو وروسته د پوهنتون پر استادانو فشار زیات کړی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په یوه راپور کې ویلي چې تېرو دوو کلونو کې د د ایران د بېلابېلو پوهنتونونو لږ تر لږه ۶۰ استادان له دندو لرې کړای شوي دي. همدا دوه ورځې وړاندې هم د تهران پوهنتون لس استادان له دندو منفک شول چې ښځې هم په کې وې. پر دغو استادانو تور دی چې ایران کې یې له مظاهرو ملاتړ کړی دی او زده کوونکي یې د دولت ضد مظاهرو ته پارولي دي. ایران دغه فشارونه داسې مهال زیات کړي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه: د روسي ځواکونو پر وړاندې مبارزه کې د اوکراین د ملاتړ دوام مهم دی

د اروپایي ټولنې چارواکي وایي، د روسي ځواکونو په وړاندې مبارزه کې د اوکراین د ملاتړ دوام مهم دی. د اروپایي ټولنې مسوولان وایي، پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د اوکراینيانو لنډمهاله او اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکوي. د دغې ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالیسۍ لوړپوړی استازی جوزیف بورېل وایي، له اوکراینه د دوی د ملاتړ دوام، د اوکرایني ځواکونو د یرغلیزو عملیاتو لپاره مهم دی. بورېل د اسپانیې په تولېدو ښار کې د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته پرون چهارشنبه خبریالانو ته وویل، دوی به... Читать дальше...


Пассажирский теплоход "Октябрьская революция" врезался в берег в Балахне

В Подмосковье прошла эко-выставка, посвященная раздельному сбору мусора

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

В Подмосковье прошла эко-выставка, посвященная раздельному сбору мусора

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Музыкальные новости

Футболисты «Динамо» в Ставрополе одолели соперников из «Астрахани»

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса

«Не кричи!»: Елена Север и Филипп Киркоров представили совместный клип и трек

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе

Новости России

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

Экология в России и мире

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

Спорт в России и мире

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Северные ночи...

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *