Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 02.02.2023

Pa.azadiradio.com 

په پېښور کې د خونړي برید د څرنګوالي په اړه شکونه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر یوه جومات له برید درې ورځې وروسته، د دغه برید د څرنګوالي په اړه شکونه په ډېرېدو دي. په دې راپور کې صفي الله ستانکزي همدې موضوع ته پام کړی او د دغه برید په اړه چې تر سلو زیات کسان په کې ووژل شول، وروستي جزییات راټول کړي.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فدراسیون غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي

د فوټبال نړیوال فدراسیون د هغو نارینه او ښځینه لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل چې د ۲۰۲۲ کال جایزو ته نوماندان دي. د دې فدراسیون د اصولو له‌مخې د هر زېږدیز کال په پیل کې هغه لوبغاړي او روزونکي ټاکل کېږي چې په بېلابېلو لوبو کې يې ښې لاسته راوړنې درلودلي وي. یاد فدراسیون نن (د فبرورۍ دویمه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې، د مینه‌والو د رایو پر اساس به د تېر(۲۰۲۲) کال غوره نارینه اوښځینه فوټبال لوبغاړي، روزونکي، ګول ساتونکي، غوره ګول او غوره مینه‌وال وټاکل شي. دې پروسې ته یوه ورځ ټاکل شوې او د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه به پای ته رسیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مارټين ګريفيټس: طالبان دې د ښځو د کار په برخه کې خپلې ژمنې پراخه کړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي د ښځو د کار کولو په برخه کې باید طالبان خپلې ژمنې پراخه کړي. يوه مېرمن چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهسې بېرته خپلې دندې ته ځي. نوموړې چې د خپل کار ځای نوم هم نه اخلي ازادي راډیو ته وویل، له هغې وروسته چې ورته ویل شوي بېرته خپل کار ځای ته لاړه شي په ویره کې ده. نوموړې وايي: "زه خپلې وظیفې ته ډېر په ډار سره ځم د دې لپاره چې اوس وظیفې په ټول افغانستان کې بندې دي، چې کله هم ځم نو یا مې خاوند سره ځم او له یو بل چا سره،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی

اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بنديز د اعتراض په پار خپل تحصیلي اسناد څيرلي وو. هغه په دې وروستیو کې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی و او غوښتل یې په کابل کې ۲۱زره ټوکه شخصي کتابونه ووېشي. د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مسوول استاد فرید ازادي راډيو ته وویل، طالبانو ښاغلی مشعل د کابل ښار له درېیمې ناحیې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د سوځېدو پېښې ډېرې شوي دي

د کندهار میرویس روغتون ته په روان کال کې ۸۱۳ سوځېدلي کسان ور وړل شوي چې له دې جملې ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی. ډاکټران وايي، د سوځېدو دغه پېښې زیاتره د یخ پر مهال رامنځته کېږي چې خلک د اور څخه ډېره استفاده کوي، چې ځیني وخت بې احتیاطي رامنځته کېږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د حقونو افغانه فعاله 'محبوبه سراج' د سولې نوبل جايزې ته نومانده شوې ده

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتيوت (PRIO) وایي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د هغې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پار، د ۲۰۲۳ کال د غوره کاندیدانو په لړ کې راغلې ده. د ایران د بشر د حقونو فعاله نرګس محمدي هم دې جایزې ته کانده شوې. د روانې فبرورۍ په لومړی نېټه د دغه انستیتيوت ریس هنریک اوردال د لېست د خپرېدو پر مهال وویل، چې تېر کال په افغانستان او ایران کې د زورواکو رژیمونو له امله د جنسیتي نابرابرۍ پر ضد اعتراضونو او دغه شان پوهنتونو ته د افغان ښځو د نه پرېښودو له امله بشری حقونه تر پښو لاندې شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړيوال پروګرام ارزګان کې له زرګونه کورنيو سره مرستې پيل کړې

یادې مرستي د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د کندهار د کډوالو مؤسسې (KRO)په تخنيکي همکارۍ د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې ۵۴۱۸ کورنيو سره وشوې. د طالبانو ځايي چارواکي وايي، يادې مرستې هغه کسانو ته ورکول کېږي چې په روان ژمي کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. بل‌خوا هغه کورنۍ چې مرستې يې ترلاسه کړي خوشاله دي خو وايي، دا مرستې ورته بسنه نه‌کوي او باید نور کومکونه دې هم ورسره وشي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

پر طالبانو د امريکا تازه بنديزونه؛ طالبان: دا د دواړه لوريو د پرمختګ لپاره خنډ دی

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د دوام په اړه د متحده‌ایالاتو په خپل تازه غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د تازه پرېکړې په غبرګون کې ویلي دي، چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په وړاندې خنډونه جوړوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د انتونیو بلېنکن له قوله لیکل شوي: "زه نن دغه اقدام کوم او د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

استاد اسماعيل مشعل د طالبانو له‌خوا نيول شوی دی

د پوهنتون استاد او مدني فعال اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی. اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بنديز د اعتراض په پار خپل تحصیلي اسناد څيرلي وو. هغه په دې وروستیو کې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی و او غوښتل یې په کابل کې ۲۱زره ټوکه شخصي کتابونه ووېشي. د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مسوول استاد فرید ازادي راډيو ته وویل، طالبانو ښاغلی مشعل د کابل ښار له درېیمې ناحیې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی. ښاغلی فرید وايي چې طالبانو له استاد مشعل سره ډېر ناوړه چلند وکړ او هغه یې وواهه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان استازي ته د فايق غبرګون: پر ښځو د طالبانو بنديزونه افغاني نه، بلکې د طالبانو کلتور دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمې استازي منیر اکرم وروستیو څرګندونو په دې سازمان کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق غبرګون راپارولی دی. منیر اکرم ویلي وو، چې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه‌لري او دا یې پښتنو د کلتور يوه برخه بللې خو نصیر احمد فایق پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه طالبانی کلتور بللی دی. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان استازي منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ د ياد سازمان په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه یوې غونډې ته په وينا کې وويل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتریش له خپلې خاورې د څلورو روسي ډپلوماټانو د ايستلو پرېکړه کړې ده

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت نن دا څلور روسي ډپلوماټان تورن کړي چې د خپلو ډپلوماټیکو دندو خلاف عمل یې کړی دی. دغو څلورو ډپلوماټانو ته د فبروري تر اتمې وخت ورکړل شوی چې د اتریش له خاورې ووځي. دوه ډپلوماټان د روسیې په سفارت او دوه نور هم په ویانا کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د روسیې لپاره کار کوي. مسکو تر اوسه پورې د اتریش د دې پرېکړې په وړاندې غبرګون نه‌دی ښوولی.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو هلمند کې ۱۶ کسانو ته سزاوې ورکړي دي

طالب چارواکو په هلمند ولایت کې ۱۶ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړي دي. د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې دا کسان په نامشروع اړیکو، غلاو، لواطت او نورو جرمونو تورن کړي دي. طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې سلګونه تورنو کسانو ته د خلکو په مخ کې سزاوې ورکړي دي. پر طالبانو باندې د بشري حقونو ګڼو مدافع بنسټونو نیوکه کړې ده چې تورن کسان اکثر عدالت ته له لاس‌رسي پرته محاکمه او په خپل سر بېلابېلې سزاوې ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوليسو د دغه هېواد د کورنيو چارو پخوانی وزير شيخ رشيد نيولی دی

د پاکستان پولیسو د کورنیو چارو پخوانی وزیر شيخ رشید نیولی دی. په هغه باندې تور لګېدلی چې غوښتل یې د پخواني ولسمشر او پیپلز ګوند د شریک مشر اصف علي زرداري ژوند ته ګواښ پېښ کړي. د اسلام اباد پولیسو په خپل ټوېټر د شیخ رشید د نیولو خبر تایید کړی دی او ویلي یې دي، چې هغه یې د محکمې د حکم پر اساس نیولی. شېخ رشید د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د حکومت پر وخت د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی. عمران خان د شيخ رشید نیول غندلي او اوسنی حکومت په مُغرضانه او غچ اخیستونکو کړنو تورن کړی.

Pa.azadiradio.com 

رينا اميري: پر نجونو د محدوديت زياتولو سره طالبان له نړيوالې ټولنې واټن ډېروي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په زیاتولو له نړیوالې ټولنې سره خپل واټن لا پسې ډېروي. هغې دا خبره نن په خپل ټوېټر لیکلې ده. رینا امیري دې ته هم اشاره کړې چې طالبان پخوانیو تګلارو ته ستانه شوي هغه چې په نويمه لسیزه کې حاکم وو. د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وروسته تر هغه دا څرګندونې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر طالب مشرانو د امریکا د ویزو بندیز اعلان کړ. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پوهنتون يو استاد غواړي د خپل شخصي کتابتون زرګونه ټوکه کتابونه خلکو ته ډالۍ کړي

د پوهنتون یوه استاد چې څه موده وړاندې یې د افغان نجونو په وړاندې د پوهنتونو د بندېدلو په غبرګون کې خپل تحصیلي اسناد څیري کړل، اوس غواړي د خپل شخصي کتابتون نږدې ۲۱ زره کتابونه لوستو کسانو ته ډالۍ کړي. استاد اسماعیل مشعل غواړي په درې ورځو کې د خپلې شخصي کتابخانې ۲۱ زره کتابونه پر خلکو وویشي. استاد مشعل له دې وړاندې په یو مدني حرکت کې د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته د یو خصوصي ټلوېزیون په پروګرام کې خپل تحصیلي اسناد څيري کړی وو. ښاغلي مشعل ازادي راډیو ته وویل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر طالبانو د امريکا نوي بنديزونه به اغېز ولري؟

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. بلېنکن پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، د ویزې یا سفر کولو دغه نور بندیزونه لګوي. نوریاس نوري د سیاسي چارو د پوه او د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ؛ سویلي افریقا له انګلنډ ماتې وخوړه؛ خو لوبلړۍ یې وګټله

د کوربه سویلي افریقا او انګلنډ ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ د سویلي افریقا په ګټه پای ته ورسېده. د چهارشنبې ورځ (د فبرورۍ ۱ نېټه) په درېیمه سیالي کې انګلنډ د ۳۴۵ منډو هدف کېښود او سویلي افریقا د ۲۸۷ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. د انګلنډ په توپ وهونکو کې ډېوېډ ملان ۱۱۸ او لوبډلمشر جاس بټلر ۱۳۱ منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د سویلي افریقا په توپ اچونکو کې اېنګېډي تر نورو ښه وځلېد او ۴ لوبغاړي یې وسوځول. د دې لوبډلې د توپ وهونکو له ډلې نن ګلېسناو رضاهېنرېکس نیمه سلیزې ووهلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا پر طالبانو نوي بنديزونه ولګول

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. بلېنکن پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل: "زه نن دغه اقدام کوم او د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسول یا په‌کې دخیل دي، د ویزې دغه نور بندیزونه لګوم." بلېنکن زیاته کړه د طالبانو په دغو ظالمانه اقداماتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسرائيل صدراعظم: اوکراين ته د پوځي مرستو لېږل نه ردوو

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو وایي، اسرائیل اوکراین ته د پوځي مرستې لېږل نه ردوي. نتانیاهو پرون چهارشنبې له امریکایي سي‌ان‌ان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، ده یقیناً له کییف څخه د پوځي ملاتړ په اړه غور کړی و. د اسرائیل صدراعظم په جلا توګه د دې یادونه وکړه چې اسرائیل چمتو دی چې اوکراین ته د اوسپنیز چتر په نوم د توغندیو ضد دفاعي سیسټم په ورکولو غور وکړي. نتانیاهو همدارنګه وویل، چې دی چمتو دی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړي که چېرې دواړه لوري او د امریکا متحده ایالات ورسره موافق وي.

Pa.azadiradio.com 

پوليسو پېښور کې د اعتراض پر مهال دغلته د وروستي خونړي بريد د څېړنو غوښتنه کړې

پرون چهارشنبې په پېښور کې په لسګونو پولیسو په یوه اعتراضي لاریون کې له حکومت څخه وغوښتل چې د دې ښار پر یوه جومات د دوشنبې د ورځې د خونړي ځانمرګي برید په اړه بشپړه او شفافه څېړنه ترسره کړي. په دغه برید کې چې د پولیسو د کلک امنیتي زون د ننه جومات باندې وشو، د وژل شویو کسانو شمېر۱۰۱ ته رسېدلی او د ټپیانو ۲۲۱ تنه ښودل شوی دی. ویل شوي اکثره قربانیان د پولیسو افسران و. معترض پولیسان په پېښور کې د ژورنالېستانو د مرکز مخې ته راټول شوي او یو شمېر مدني او سیاسي فعالان هم ورسره یو ځای شوي وو. د ساجد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلغاريا پارلمان د ۱۹۳۲ او ۱۹۳۳ کلونو قحطي نسل وژنه ياده کړې ده

د بلغاریا پارلمان د یوې لایحې له‌مخې د ۱۹۳۲ او ۱۹۳۳ میلادي کلونو قحطي نسل وژنه یاده کړې ده. په لایحه کې چې پارلمان تصویب کړې راغلي، د پخواني شوروي اتحاد د دیکتاتور جوزف ستالین تګلارو بلغاریا کې میلیونونه کسان له منځه یوړل. دغې لایحې ته په رایه اچونه کې د بلغاریا د پارلمان ۱۳۴ غړو مثبته او ۲۵ نورو منفي رایه ورکړه. تاریخ لیکونکي لیکي، د شوروي د ناسمو محاسبو له‌مخې په بلغاریا کې ۹ میلیونه کسان مړه شول. هغوی نژدې ۹۰ کاله مخکې پر لوږې او قحطۍ سربیره د ستالین د رژیم له‌خوا له تبعید او اعدامونو سره مخامخ شول.

Pa.azadiradio.com 

امريکا د روسیې پر ۲۲ اتباعو او شرکتونو نوي بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د روسیې پر ۲۲ اتباعو او شرکتونو نوي بندیزونه ولګول. د دغه وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، هغه کسان او شرکتونه چې له بندیزونو سره مخامخ شوي، د روسیې په دفاعي چارو کې ونډه او د دغه هېواد په پوځي صنعت کې رغنده رول لري. دا اقدام د اوکراین په جګړه کې د روسي پوځیانو د کمزوري کولو په هدف ترسره شوی دی. د امریکا د خزانې وزارت ویلي، دغه بندیزونه به روسیې ته جګړه سخته او ګران بیه کړي او د ولسمشر ولادمیر پوتین جنګي ماشین به کمزوری کړي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هوا پېژندنې ادارې يو شمېر ولايتونو کې د واورو ورېدو اټکل کړی دی

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې نن او سبا په یو شمېر ولایتونو کې د درنې واورې اټکل کړی دی. د دغې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په بدخشان، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، فرا، هرات، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب او بادغیس کې شدیده واوره وشي. له دې وړاندې واورې او ورسره سړې څپې په افغانستان کې د نژدې دوه سوه کسانو ژوند اخیستی او لسګونه زره څاروي یې هم له‌منځه وړي دي. په افغانستان کې سږنی ژمی داسې مهال له واورو او بې‌سارې سړې څپې سره مل دی چې خلک یې تر پخوا ډېر بې وزله او بې امکاناتو دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان افغانستان ته پرون د ریل ګاډي خدمات ودرول

د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا چې افغانستان نه و توانېدلی له دغې پروژې په وخت تخنیکي ساتنه وکړي، نو دوی اړ شول چې د ریل خدمات و دروي. د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له‌مخې د ازبکستان او د طالبانو د حکومت چارواکو تېره دسمبر میاشت کې سره کتلي و او افغان لوري ژمنه ورکړې وه چې د افغانستان خاوره کې د دغې پټلۍ تخنیکي چارې به تر فبروري میاشتې بشپړیږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د دوی د اورګاډي اداره کومه تخنیکي ستونزه نه‌لري او په خبره یې دا کار د ازبکستان د ریل ادارې له خوا د لنډ وخت لپاره شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پرېکړه کړې چې د تخار چاه اب ولسوالۍ د سرو زرو کان دې داوطلبۍ ته وړاندې شي

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه کړې چې د تخار د چاه اب ولسوالۍ د سرو زرو کان دې داوطلبۍ ته وړاندې شي. د سمتي په نوم د دغه کان د اکتشاف او کېندنې چارې په پخواني حکومت کې د یوه خصوصي شرکت له‌خوا پيل شوې وې، خو طالبانو تېر کال د کان د اکتشاف او کېندنې چارې و درولې. د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال او اقتصادي کمېسیون د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ غونډه کې د چهارشنبې په ورځ پرېکړه شوې چې دغه کان دې بیا داوطلبۍ ته وړاندې شي. دوی نه‌دي ویلي چې ولې... Читать дальше...


Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Солисты Мариинского и Михайловского театров выступят на улицах Петербурга

Bloomberg: цифры по инфляции за май убедят Банк России ...



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Музыкальные новости

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Казаков, казачек и казачат Кубанского казачьего центра «Баско» наградили за активное участие в Кадетском движении России

Захарова: армянам - нота, апшеронцам – «да»

Нижегородская телебашня включит праздничную иллюминацию в День России

Новости России

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

Экология в России и мире

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Спорт в России и мире

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *