Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 12.02.2023

Pa.azadiradio.com 

هندوستان په کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د ښځو کرکټ په نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر د پاکستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه. پاکستان چې لومړۍ توپ وهنه یې کړې وه په شلو اورونو کې یې د ۱۵۰ منډو هدف ټاکلی و. هند ورکړل شوی هدف په ۱۹ اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ. په دې سیالۍ کې د پاکستان لوبډلمشرې بېسما معروف ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې. د هند په ګټه بیا جېمېما رودرېکس ۵۳ او ریکا ګوش ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې وګټله. د هندوستان په توپ اچونکو کې رادا یادو او د پاکستان په توپ اچونکو کې نشرا سندو دوه دوه وېکټې واخیستې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښځینه فعالانې: طالبانو پریسا مبارز او د هغه ورور خوشې کړي

ښځینه فعالانې وايي چې د تخار د معترضو ښځو مشره پریسا مبارز او ورور یې د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي. د ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو د خاص استازي ریچارډ بینېټ تر ټینګار وروسته طالبانو د تخار د معترضو ښځو مشره پریسا مبارز خوشې کړې ده. د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت مشرې مونسې مبارز هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پریسا مبارز د خوشې کېدو خبره تایید کړه. مبارز وویل: "پریسا مبارز د تخار د ښځو د خوځښت مشره او ورور یې د طالبانو د ملېشو له خوا چې څلورمې حوزې اړوند وو نیول شوي وو او حوزه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سنرایزرز ایسټرن کېپ د سویلي افریقا شل اوریزه لیګ اتلولي وګټله

د سویلي افریقا د شل اوریزه لیګ په پایلوبه کې سنرایزرز ایسټرن کېپ د ۴ وېکټو په توپیر سره پرېټوریا کپیټل ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د دې لیګ د لومړي پړاو اتلولي وګټله. پرېټوریا کپيټل د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۳۶ منډو هدف ټاکلی و چې سنرایزرز لوبډلې د ۶ وېکټو په سوځېدو په ۱۷ اور کې پوره کړ. د کپیټل په توپ وهونکو کې هېڅ لوبغاړي د پام وړ توپ وهنه ترسره نه کړه، خو د سنرایزرز لپاره وان ډر میرف ۴ لوبغاړي وسوځول. هدف ته د رسېدو په پار د سنرایزرز د توپ وهونکو له ډلې اډم روسنګټن ۵۷ او لوبډلمشر مارکرم ۲۶ منډې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ترکيه کې د زلزلې له کبله د ۵۰۰ افغانانو د مړینې اټکل شوی

په ترکيه کې د مېشتو افغانانو يو شمېر ټولنې وايي چې په دې هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شويو افغانانو شمېر شاوخوا ۵۰۰ تنه اټکل شوی دی. په ترکیه کې د زیانمنونکو ډلو لپاره د نړیوالې پراختیا ټولنې مسوول همایون خیري چې له زیانمنو افغانانو سره مرسته کوي، ازادي راډیو ته وویل: "د هغو اټکلونو او ارقامو له مخې چې راټول شوي دي، شاوخوا ٢٠٠ کسان په ختای اوبه کنټ کې وژل شوي او خاورو ته سپارل شوي. که چېرې موږ دا شمېر اساس وګڼو شاوخوا ۲۰۰ یا ۲۵۰ کسان دي. په نورو ښارونو کې لویه مرګ ژوبله زموږ هېوادوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګریفیټس: په ترکیه او سوریه کې به د زلزلې له کبله د مړو شمېر دوه برابره زیات شي

په بشري او د اضطراري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس سکای نیوز شبکې ته نن یکشنبه ویلي، ډاډه دی چې په دغو دوو هېوادونو کې به د مړینو شمېر دوه برابره یا تر دې زیات وي چې دا وحشتناک وضعیت دی.

Pa.azadiradio.com 

د سراج الدین حقاني وروستۍ څرګندونې د اختلاف او د واک انحصار پایله وبلل شوه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي، د ځینو کسانو په ذهن کې د واک انحصار او د ټول نظام چیلنجول په یوه اساس بدل شوي دي. خو د طالبانو ویاند وايي، اسلامي اخلاق دا دي که څوک په امیر یا هم کوم بل دولتي چارواکي نیوکه لري، باید په پټه یې ورته ووايي.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سړې هوا او طبیعي پېښو له کبله له ۱۸۰ ډېر کسان مړه شوي

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه هېواد کې د سړې هوا او طبیعي پېښو له امله ۱۸۰ کسان مړه شوي دي. د یاد وزارت د رسنیو او عامه اړیکو رییس شفیع الله رحیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د واورې د ورېدو له امله د یو شمېر ولایتونو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي. نظیف الله د شمال او شمال ختیځ ولایتونو په بېلابېلو لویو لارو باروړنکی موټر چلوي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د وروستیو اورښتونو له امله لویي لارې تړل شوي او د دوی ستونزې هم ډېرې شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوتنبایووا د افغان ښځینه مدافع وکیلانو د کاري جوازونو د تمدید غوښتنه کړې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د طالبانو د عدلیې له سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي څخه د ښځینه مدافع وکیلانو د کاري جوازونو د تمدید غوښتنه وکړه. یوناما نن سهار په خپل ټویټر کې ویلي، د ۱۳۰۰ نارینه مدافع وکیلانو کاري جوازونه تمدید شوي، خو هغې له عبدالحکیم شرعي غوښتنه وکړه چې د ښځینه مدافع وکیلانو کاري جوازونه هم تمدید کړي. د یوناما په حواله اوتنبایووا ویلي چې د دغو ښځینه مدافع وکیلانو تجربې د دې لپاره مهمې دي، چې افغان ښځو او ماشومانو ته عدالت ورسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د وګړو په څنډې کولو سره ظرفیتونه نه شي ترلاسه کېدای

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، هېڅ هېواد نه شي کولای چې د خپلو نیمايي وګړو په څنډې ته کولو سره خپل ټول ظرفیتونه ترلاسه کړي. دغې ادارې د فبرورۍ میاشتې د یوولسمې یا په ساینس کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون وه، نن په یوه ټویټ کې دا خبره کړې ده. اوچا زیاتوي چې دا ورځ دوی ته دا راپه یادوي چې ملي پراختیا د ښځو په بامفهومه مشارکت پورې تړلې ده. طالبانو نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونو ته د نجونو او ښځو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ایران سفارت: عباس ستانکزي د افغانستان او ایران د اړیکو پراختیا غوښتې

په کابل کې د ایران سفارت وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، په اقتصادي، تجارتي، فرهنګي او ډیپلوماټیکو برخو کې باید د ایران او افغانستان اړیکې پراخې شي. د ایران سفارت نن په خپل رسمي ټویټر کې د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت کابل کې د جوړو شویو مراسمو عکسونه هم خپاره کړي دي. د ایران په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د کابل او تهران ترمنځ ډیپلوماټیک تګ راتګ روان دی.

Pa.azadiradio.com 

ترکیه کې له یوې نړېدلې ودانۍ اووه میاشتنی ماشوم ژوندی ژغورل شوی

د ترکیې دولتي راډیو تلوېزیون ټي آر ټي نن یکشنبه راپور ورکړی چې د ترکیې په جنوب ختیځ هتای ولایت کې یو تن اووه میاشتنی ماشوم له شپږو ورځو وروسته له یوې نړېدلې ودانۍ ژوندی وژغورل شو. ژغورونکي توانېدلي دغه ماشوم ۱۴۰ ساعته وروسته ژوندی وژغوري. د ټي آر ټي په وینا، په همدې ولایت کې یو ۳۵ کلن سړی هم تر یوې نړېدلې ودانۍ لاندې د ۱۴۹ ساعتونو لپاره تر پاتې کېدو وروسته وژغورل شو. په ترکیه او سوریه کې د رسمي شمېرو له مخې د تېرې دوشنبې په زلزله کې د مړو شمېر تر ۲۸زرو زیات شوی دی چې له دې ډلې ۲۴زره ۵۱۷ مړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر له چین سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف پیکنګ ته ځي

تمه کېږي د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي له چین سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف په درې ورځني سفر پیکنګ ته لاړ شي. د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې ریسي د چین د ولسمشر شي جین پنګ په رسمي بلنه نن ناوخته چین ته ځي. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د لومړي وار لپاره د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په ازبکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال سره کتلي وو. ریسي په هغه کتنه کې د تهران او پیکنګ ترمنځ د اړیو د پراختیا غوښتنه کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او اوکراین دفاع وزیرانو پر هوايي دفاع او نورو مسایلو خبرې کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ اسټین له خپل اوکرایني سیال اولیکسي ریزنیکوف سره پرون ناوخته پر هوايي دفاع او نورو مسایلو ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړه مشرانو د کییف د متحدانو د هغو غونډو په درشل کې چې په پام کې ده، په بروکسل کې جوړې شي، پر لومړیتوبونو خبرې وکړې. د اوکراین د دفاع لپاره د تماس ډله به د سې شنبې په ورځ د ناټو په مرکز کې وګوري. دواړه دفاعي مشران په داسې حال کې ټیلیفوني خبرې کوي چې اوکراین ته په امریکا کې د جوړو شویو M-1 ابرامز، په جرمني کې د جوړو شویو لیوپارډـ۲ او په بریتانیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیکلاسن: د افغانستان امنیتي وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ دی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په کابل کې د روسیې، پاکستان او چین په ډیپلوماټیکو مرکزونو او تر خوا یې ان د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې دننه شویو بریدونو ته په اشارې وايي، په کابل کې دننه یو جدي امنیتي ګواښ موجود دی.

Pa.azadiradio.com 

خلک: د ترینکوټ ښار د شپې له ۹ بجو وروسته په بشپړه توګه بندېږي

د ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د شپې نهه بجې لا نه وي چې ښار په بشپړه توګه وتړل شي. دوی دا کار د ښاري اصولو خلاف بولي او وايي، زیات خلک د شپې لخوا یو څه اخیستلو ته اړتیا لري. بلخوا د ترینکوټ ښاروال هم د خلکو ستونزې مني. دی وايي، پلان لري چې ژر تر ژره د ترینکوټ ښار د برښنا سیستم بېرته فعاله کړي. په دې اړه نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام وګاټه

ریال ماډریډ د هسپانیې د فوټبال مخکښ کلب په پایلوبه کې د سعودي عربستان الهلال کلب ته ۵ د درې پر وړاندې ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره یې د کلبونو نړیوال جام وګاټه. د ریال ماډریډ لپاره وېنسیویس جونیر او فیډریکو ولوېردي دوه دوه او کریم بینزېما یو ګول وواهه. د الهلال په لوبغاړو کې لوټیانو ویتو هم دوه ګولونه ووهل او موسی ماریګا بیا د یو ګول په وهلو بریالی شو. دغه سیالي تېره شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د فبرورې ۱۱مه د مراکش د ملا عبدالله په لوبغالي کې ترسره شوه. دا پنځم ځل و چې ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام ګټي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې د ښځو لاسي صنایعو نندارتون

یو شمېر ښځینه سوداګرو د بغلان په پلخمري ښار کې د لاسي صنایعو د تولیدانو نندارتون جوړ کړی دی. د طالبانو په دویم ځل واکمنۍ سره دا لومړی ځل دی چې په دې ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړېږي. نور په ویډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

هوګو شارټر: بریتانیا له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر د خپل ماموریت په پای کې ویلي چې د هېواد تمرکز یې د هغو ۲۸ میلیونو افغانانو لاسنیوی دی چې مرستو ته اړتیا لري. هوګو شارټر په یو لړ ټویټونو کې شنبه ناوخته ویلي چې بریتانیا د ۲۰۲۱ کال له اپرېله له افغانستان سره شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرسته کړې او د نورو تمویلونکو په ملتیا یې د ژمي پر مهال د یوې بشپړې قحطۍ مخه نیولې ده. هغه بیا د ښځو د تعلیم او کار پر مسلې هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ښځو له ګډون پرته پرمختګ او ثبات نه شي راتلای. د افغانستان لپاره د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرن ډیکر: افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېرې پرون د فبرورۍ په ۱۱مه د 'ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو' د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي. هغې پوښتنه کړې چې افغانستان څه ډول ساینس پوهانو ته اړتیا لري؟ کرن ډیکر پرون په خپل ټویټر کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم د غړو په ګډون د یو شمېر افغان ښځینه ساینس پوهانو یادونه هم کړې ده. هغې د افغان نجونو د تعلیم د بندیزونو په لرې کولو ټينګار کړی دی. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په ځینو ولایتونو کې بارانونو او واورې ځاني او مالي زیانونه اړولي

له پېښو سره د مبارزې وزارت وایي، د افغانستان په څه باندې شلو ولایتونو کې له دوو ورځو راهیسې واورې او بارانونه دوام لري. د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په یوه پیغام کې د ځینو خلکو د زیانمنېدو او د کورونو ورانېدل تاییدوي. رحیمي وویل: "د دغو واورو له امله د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې واورې ښوویدنې پېښه شوې او یو کس شهید شوی دی. همدارنګه په بادغیس، کونړ، فاریاب او تخار ولایتونو کې دېرش کورونه په بشپړ یا نیمه توګه ویجاړ شوي دي." اخوا د افغانستان هوا پېژندنې ادارې د نن لپاره هم په یو شمېر ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړینو شمېر ۲۸ زرو ته رسېدلی

د ترکیې ولسمشر وايي، د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو سربېره، نورې لکونه ودانۍ هم د اوسېدو وړ نه دي. رجب طیب اردوغان پرون شنبه د فبرورۍ ۱۱مه د دیاربکر د زلزلې ځپلې سیمې څخه د لیدنې او له اوسېدونکو سره د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل: "د هغو ودانیو سربېره چې دمخه نړېدلي دي، په سلګونو زره نورې ودانۍ هم د ساختماني زیانونو له امله د استوګنې وړ نه دي." په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د میاشتې د شپږمې نېټې د سختې زلزلې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۲۸ زرو ته رسېدلی دی. د وژل شویو له ډلې شاوخوا نوي فیصده په ترکیه کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځانمرګي برید ۳ کسان وژلي او ۲۲ ژوبل دي

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځانمرګي برید لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۲۲ نور یې ژوبل کړي. پوځي چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې برید د شنبې په ورځ ناوخته په کجورۍ امنیتي پوستې باندې د ماړي پټرولیم کمپنۍ پر کاروان وشو چې د امنیتي ځواکونو په بدرګه روان وو. کجورۍ امنیتي پوسته شمالي وزیرستان ته د ننوتلو دروازه هم ګڼل کېږي. چارواکو دا هم ویلي چې ځانمرګي بریدګر خپل زرنج موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له ګاډو سره جنګولی. دوی وايي، په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه نور د اېف سي ځواک سرتېري دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پنجاب کې قهرجنو خلکو د مذهب په سپکاوي یو تورن کس وژلی

د پاکستان په پنجاب کې قهرجنو خلکو د مذهب په سپکاوي تورن کس وژلی دی. د پنجاب صوبې د ننکانه صاحب په يوه تاڼه کې دننه قهرجنو خلکو د فبرورۍ پر ۱۱مه يو تن د مذهب سپکاوي په تور وژلی دی. په ټولنیزو رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د پنجاب د صوبې په ننکانه صاحب په واربرټن پوليس پوستې ته بلواګر ننوتي او دروازي يې ماتې کړي. بلوا ګرو چې کوم کس په تاڼه کې دننه وژلی، د قران پاک د سوځولو تور پرې لګول شوی وو. تورن کس د پولیسو په قید کې و. د پنجاب د پوليسو مشر عثمان انور تر دې پېښې وروسته ځيني پوليس چارواکي له دندو لیرې کړي دي. Читать дальше...


Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ

В Подмосковье инвалидам выплатили более 17 млн рублей на средства реабилитации

Мошенники "в погонах" оставили москвичку без ₽50 млн "трудовых" рублей

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня

Камчатский театр драмы и комедии стал лауреатом Международного фестиваля

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ

Музыкальные новости

«Неприятно, что случилось в Казани». Шипачев — о переходе в минское «Динамо»

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Росгвардия приняла участие в спортивном празднике «Динамо» в Москве

Новости России

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ

Экология в России и мире

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Петербургский Пушкинский бал

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Спорт в России и мире

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Moscow.media

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *