په ابوظبي کمپ کې ځینې مېشت افغان کډوال له خپل نامعلوم برخلیکه سر ټکوي
د ابوظبي په کمپ کې یو شمېر مېشت افغان کډوال له خپل نامعلوم برخلیکه سر ټکوي. د ابوظبۍ په کمپ کې پراته یو شمېر افغان کډوال چې امریکا ته د تګ په هیله دغلته شپې سبا کوي د خپل نامعلوم برخلیک معلومول غواړي. د تېر جمهوري نظام پخوانۍ نظامي څارنواله سلطانه خاک نجات چې له تېر یو نیم کال راهیسې د ابوظبي په کمپ کې مېشته ده وايي، اته میاشتې وړاندې یې امریکا د تګ لپاره ټول کارونه بشپړ شوي، خو لا هم انتظار ده او دغه حالت یې ځوروي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "اته-نهه میاشتې کېږي چې د خپل کېس کارونه مې بشپړ شوي، خو یوازې انتظار راپاتې دی. Читать дальше...