Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 23.02.2023

Pa.azadiradio.com 

رحمن الله ګربز د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې لومړنۍ نیمه سلیزه ووهله

د افغانستان پیلیز او بریدګر توپ وهونکي رحمن الله ګربز د پاکستان غوره لیګ په ۱۲مه لوبه کې د پېښور زلمو پر وړاندې نیمه سلیزه ووهله او د اغېزناک لوبغاړي جایزه یې وګټله. د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۳مه د پي ایس ایل سیالیو په لړ کې اسلام اباد یونایټیډ د ۶ وېکټو په توپیر پېښور زلمو ته ماتې ورکړه. زلمو په خپله پاڼۍ کې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه، دوی ته لوبډلمشر بابراعظم ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. یونایټیډ ورکړل شوی هدف په ۱۵ اور کې د ۴ وېکټو په سوځېدو ترلاسه کړ. د اسلام اباد په توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا ښځینه لوبډله د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته ووته

د ښځو ترمنځ د کرېکټ په شل اوریز نړیوال جام کې اسټرالیا په ۵ منډو هندوستان ته ماتې ورکړه او یو وار بیا پایلوبې ته ووتل. د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۳مه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا د هند پر وړاندۍ لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۷۳ منډو هدف یې وټاکه. هندۍ لوبډلې یې په ځواب کې د ۸ وېکټو په سوځېدو ۱۶۷ منډې وکړې. په دې سیالۍ کې بیت موني د اسټرالیا او هرمن پریت کور د هند لپاره نیمه سلیزې ووهلې. اسټرالیاوۍ اشلي ګارډنر چې د ۳۱ منډو ترڅنګ یې ۲ وېکټې هم اخستې وې د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شوه. په دویمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا د نويو ولسواليو پر ايجادولو نيوکې راپورته شوي دي

د طالبانو له لوري د نویو ولسوالیو د جوړېدو په اړه انتقادونه. د تېر جمهوري حکومت د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې یو شمېر پخواني کارکونکي وايي د ولسوالیو جوړېدل د اړتیا پر بنسټ رامنځته کېږي. د دغه ادارې پخواني فرهنګي سلاکار وفا سمندر ازادي راډیو ته وویل: "له اوسنیو واکمنو ددې انتظار سخت دی، چې کارونه دې د ولس د اړتیاو یا علمي- ټولنیزو غوښتنو له‌مخې مخته بوځي، ځکه نو شک پېښېږي، چې که دوی دا کار کوي هم؛ نو پایلې به یې علم نه‌وي او نه به هم په ټولنیزو او اقتصادي ارزښتونو ولاړ وي. بلکې ددوی خپل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې انتقامي وژنې دوام لري

د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د انتقامي وژنو او غېرقانوني اعدامونو پر دوام اندېښنه ښودلې او یادونه یې کړې چې، په دې هېواد کې لسګونه نور کسان لا هم لادرکه دي. ‎د میدان وردګو ولایت يو اوسېدونکی ‎وايي، د ماما زوی یې چې د پخواني حکومت په امنیتي سکټور کې و، میاشتې مخکې طالبانو ونيوه او د څه موې لپاره یې معلوم ځای ته وړی و. هغه چې نه‌غواړي نوم یې په دې راپور کې ياد شي، کیسه کوي چې د ماما زوی یې د طالبانو له‌خوا سخت شکنجه شوی او پښه سخته ور ژوبله کړې وه. نوموړی وايي: "بې‌چاره ژوبل شو، پښه یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين پوځ: اوکرايني ځواکونو ځينو سيمو کې د روسيې بريدونه په شاه تمبولي

د اوکراین پوځ وايي، په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې یې د ډونیڅک په شا او خوا کې د روسي ځواکونو تر ۹۰ زیات بریدونه په شا تمبولي دي. د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر نن په خپل ورځني راپور کې وویل، پر اوکراین د روسیې د تیري د یو کلنۍ په درشل کې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې په ارامو ښارونو او کلیو ۱۰ راکټي بریدونه، ۱۹ هوايي بریدونه او همدارنګه د توغندیزو سیستمونو ۳۷ بریدونه ترسره کړي چې په‌کې ولسي خلک زیانمن شوي دي. د ازادي راډیو اوکرایني څانګې د راپور له‌مخې د باخموت ښار چې د تېرې جون میاشت کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تخار کې د طالبانو پر موټر چاودنه شوې

د تخار د مرکز تالقانو په مرکزي چوک کې نن ماښام د طالبانو پر یوه پوځي موټر باندې چاودنه شوې ده. په تخار کې د طالبانو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، چاودنه د سړک غاړې د خښ شوي ماین له کبله شوې ده. د سیمې اوسیدونکو زموږ خبریال ته ویلي، لږ تر لږه لسو کسانو ته په دې چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده. سم‌لاسي د چاودنې مسولیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

د کړکېچ نړيواله ډله: افغانستان سره د بشري مرستو کمېدل به وضعيت نور هم بحراني کړي

د بحران نړیوالې ډلې (ICG) په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله له دې هېواد سره د بشري مرستو د کمېدو د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی. يوه افغانه مېرمن وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا ځلي واکمنۍ وروسته، هغې او خاوند یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دا مېرمن چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغې مېرمنې زیاته کړه: "موږ ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، کور نه‌لرو، په کرايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ بېرته وتړل شوه

د طالبانو د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د طالبانو له لوري د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته پاکستاني لوري ياده دروازه بېرته تړلې ده. د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرتيا کې ويل شوي دي، خلک دې تر بلې خبرتيا پورې د تورخم پر دروازه له تګ راتګ ډډه وکړي. د تورخم دروازې د بېرته تړل کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې کابل ته د پاکستان د لوړ پوړي امنيتي پلاوي له راتګ وروسته اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړ چې نن پنجشنبه به د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شي. تر اوسه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوال بانک د سېلابونو د مخنيوي په موخه کندهار کې يو شمېر پروژې پلي کوي

د کندهار ښار یو شمېر برخې هر کال د اورښتونو پر مهال د سېلابونو د راوتلو له امله له درنو مالي او ځاني زيانونو سره مخ وي، چې اوس تازه د سېلابونو د خطر د مخنیوي په پار د یو شمېر پروژو عملي چاري پیل شوي. بل‌خوا په کندهار کې د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وایي، د دا ډول پروژو عملي کول به کندهار ښاريان د سېلابونو راوتلو له خطر څخه وژغوري. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې سینګاپور ته ماتې ورکړه

د مالديپ هېواد په کوربه‌توپ د څلورو هېوادونو ترمنځ په پیل شویو سیالیو کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې وکړای شول چې (۳ـ۱) سینګارپور هېواد ته ماتې ورکړي. دغه سیالي چې، نن د فبرورۍ ۲۳مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه، د افغانستان ملي لوبډلې د لوبې اول، دویم او څلور میدان وګاټه او سینګاپور یوازې په درېیم میدان کې بریا وګټله. د والیبال په دې سیالیو کې چې د څلورو ملتونو جام په نوم نومول شوي دي، پر افغانستان سربېره سینګاپور، مالیزیا او مالدیپ ګډون لري. د ویلو ده چې افغانستان به خپلې راتلونکې لوبې له مالیزیا او مالدیپ سره ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بېرته تړلې

د طالبانو د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د طالبانو له لوري د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته پاکستاني لوري ياده دروازه بېرته تړلې ده. د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرتيا کې ويل شوي دي، خلک دې تر بلې خبرتيا پورې د تورخم پر دروازه له تګ راتګ ډډه وکړي. د تورخم دروازې د بېرته تړل کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې کابل ته د پاکستان د لوړ پوړي امنيتي پلاوي له راتګ وروسته اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړ چې نن پنجشنبه به د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شي. تر اوسه د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسپانيا صدراعظم اوکراين ته تللی

پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل د یو کلنۍ په درشل کې نن د اسپانیا صدر اعظم پدرو سانچز کیف ته رسېدلی دی. د اسپانیا د صدر اعظم دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د اوکراین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، په مادرید کې د اوکراین سفیر او کیف کې د اسپانیا سفیر د اسپانیا د صدر اعظم هرکلی کړی دی. د اسپانیا صدر اعظم داسې مهال اوکراین ته سفر کوي چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن کیف او وارسا ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه. بایډن اوکراین ته د سفر پر مهال خپل اوکرایني سیال ولودمیر زلنسکي ته د اوږدمهاله ملاتړ ډاډ ورکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاسپورټ رياست: راتلونکې چهارشنبه د پاسپورټونو د وېش بهير پيلوو

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې، راتلونکې چهارشنبه (د کب میاشتې ۱۰مه) په ټول افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلوي. د دغه ریاست مسؤلینو نن پنجشنبه په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د خلکو ستونزو ته په پام سره‌یې دغه پرېکړه کړې او د پاسپورټونو د وېش بهیر به د انلاین سیستم له لارې وي. د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست مسؤلین وايي، د ولایتونو چارې په ولایتونو کې کېږي، په مرکز کې د اجرا وړ نه‌دي. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو عمومي ریاست د روان کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکيه کې د زلزلې د قربانيانو شمېر له ۴۳زره اوښتی دی

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ چې، په دې هېواد کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د مړو شمېر۴۳ زره او ۵۵۶ تنو ته رسېدلی. د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې ښاغلي سویلو د ترکیې دولتي ټلوېزیون TRT Haber ته وویل چې، د فبرورۍ د شپږمې له زلزلې وروسته په سیمه کې ۷۹۳۰ ټکانونه احساس شوي دي. هغه زیاته کړې،  څه باندې ۶ لکه اپارټمانونه او ۱۵۰ زره سوداګریز ځایونه زیانمن شوي دي. دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۷،۸ ثبت شوی، د ترکیې په ګاونډ سوریه کې هم په زرګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه بېرته د تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه

د تورخم دروازه له څو ورځو تړل کېدو وروسته، نن سهار د ټولو مسافرو او موټرو پر مخ بېرته پرانيستل شوه. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د ننګرهار د سیمه‌ییزو مسوولینو له قوله خبر ورکړی چې، دغه دروازه د طالبانو او د پاکستاني لوړ پوړو مسوولینو له‌خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه. تر دې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تېر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي و چې، دغه دروازه به نن بېرته پرانيستل شي. په تېرو څلورو ورځو کې چې دغه دروازه تړلې وه، دواړه لورو ته په زرګونو مسافر او موټر بند پاتې وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له کندهار ارزګان ته په لومړي ځل ۴۰۴ ډوله موټرو ترانسپورتي فعاليت پيل کړ

ارزګان ته په لومړي ځل ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرو فعاليت پيل کړ. د رحمن بابا په نوم د ۴۰۴ډوله مسافر وړونکو شرکت مسؤلين وايي، له کندهاره تر ارزګان به له يو مسافر ۴۰۰ افغانۍ اخلي، چې مخکې په کوچنيو موټرو کې دا کرايه د يو نفر پر سر زر افغانۍ وه. د یاد شرکت په فعالېدو سره د ارزګان ولایت عام خلک خوشاله دي خو کوچني موټر چلونکي بیا نا خوښه دي او وايي، په‌ دې سره دوی بې‌کاره کېږي او موټرو ته يې سپرلۍ نه پیداکېږي. په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کندز کې پر غوايانو د قولبې کولو دود اوس هم ژوندی دی

که څه هم په اوسني وخت کې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کرنې د مېکانيزه کولو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي، خو افغانستان لا هم دې برخه کې وروسته پاتې دی. د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر کروندګر خپلې کروندې اوس هم د غوایانو او نورو څارویو په وسیله قولبه کوي او نورې کرنیزې چارې هم په دودیزه توګه ترسره کوي. پنځوس کلن عبدالله خان د کندز د ګلتپې ولسوالۍ د قلاچې په سیمه کې د خپلې ځمکې په قولبه کولو بوخت دی. هغه ازادي راډيو ته پر غوايانو د ځمکې د قولبه کولو په اړه وويل: "له تراکتور نه د غوایانو قولبه کې زموږ ګټه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان کې نن سهار زلزله شوې

د امریکا د جیولوژي څېړنیزې ادارې ویلي، د تاجکستان په ختیځه برخه کې نن سهار د ریښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزله شوې ده. دغې ادارې ویلي، دغه زلزله نن په سیمه‌ییز وخت سهار وختي په پنځو بجو او ۳۷ دقیقو شوې او داسې ښکاري چې مرکز یې افغانستان پولې ته نږدې د تاجکستان د بدخشان په لوړو کې شاوخوا شل کیلو متره تر ځمکې لاندې و. يادې ادارې اټکل کړی چې، ښایې د دغې زلزلې له امله به ډېر لږ خلک یا هم ښایي هیڅ کومه ګڼ مېشته سیمه د ځمکې ښووېدو له خطر سره مخ شوې وي. په سیمه کې له زلزلې وروسته دوه نور لوی ټکانونه هم احساس شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړيوالو کړکېچونو ډله: پر ښځو محدوديت او د مرستو بندېدل به افغانستان لا بحراني کړي

د نړیوالو کړکېچونو ډلې، ICG خبرداری ورکړی چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر حقونو محدودیتونه او په غبرګون کې یې د نړیوالو مرستو ناڅاپه بندېدل به د افغانستان وضعیت لا پسې خراب کړي. دغې ډلې نن پنجشنبې په یوه نوي راپور کې ویلي چې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د خپل شخصي باور له‌مخې او د خپل واک د ثابتولو لپاره نجونې او ښځې له زده‌کړې او کار کولو راګرځولي دي. په تېره ډسمبر میاشت کې د طالبانو له لوري په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ډېرې مؤسسې دې ته اړې کړي چې، په افغانستان کې خپل فعالیتونه بشپړ یا یې ځینې برخې ودروي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د پاکستاني پلاوي پر سفر د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

مېل انلاین ورځپاڼه: مېل انلاین ورځپاڼې افغانستان ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ د پلاوي سفر ته پام اړولی او لیکي، دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. دغه پلاوي د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو له یو شمېر جګپوړیو چارواکو سره کتلي دي. دا په داسې حال کې چې د تورخم دروازه له تېرو څو ورځو راهیسې د مسافرو، موټرو او ټرانزیت پر مخ تړلې ده. ورځپاڼې د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ د ګډې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکايي قانون جوړوونکي: اتريش يوه روسي پلاوي ته د ويزو په ورکولو تېروتنه کړې

دوو امریکایي قانون جوړونکو ویلي، اتریش یوه روسي پلاوي ته چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کوي، د ویزو په ورکړه " تېروتنه " کړې ده. دغو قانون جوړونکو ویلي، دغه روسان چې اتریش ویزې ورکړي، پر اوکراین د حملې له کبله د اروپایي ټولنې تر بندیزونو لاندې دي. اتریش مخکې اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۲۳مه او ۲۴مه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په غونډه کې اتلسو روسانو د ګډون لپاره د سفر اسناد ورکوي. د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالنبرګ ویلي، هېواد یې د ډيپلوماتیک پروتوکول له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فنلنډ ولسمشر: له سويډن سره يو ځای ناټو کې د غړيتوب هڅه کوو

د فنلنډ ولسمشر وایي، هېواد یې له سویډن سره په ګډه په ناټو کې د غړیتوب هڅه کوي. سویلي نینیستو Sauli Niinisto پرون چهارشنبه وویل، ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب تایید د دوی په لاس کې نه‌دی. اوس د ناټو د ټولو دېرشو غړو هېوادونو له ډلې یوازې ترکیه د شمالي اتلانتیک له تړون سره د فنلنډ او سویډن د یو ځای کېدو مخالفه ده. فنلنډ او سویډن تېر کال وروسته تر دې ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه چې روسیې پر اوکراین یرغل پيل کړ.

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې انتوني بلېنکن او د ملګروملتونو سرمنشي له اوکراين د غله‌جاتو پر صادراتو خبرې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، د بلېنکن او ګوتېرش په خبرو کې به د اوکراین په ملاتړ او له دغه هېواد د غلو دانو د صادراتو پر تفاهم لیک خبرې وشي. له اوکراینه د غلو د صادراتو هوکړه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب عملي شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې بلېنکن به په دغې غونډه کې له نورو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له يو شمېر سوداګريزو شرکتونو سره هوکړه لاسليک کړې

د طالبانو حکومت د څو روسي، ایراني او پاکستاني کمپنيو په ګډون د سوداګریزو شرکتونو یو کنسرسیوم جوړ کړی دی. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پرون چهارشنبه رویټرز اژانس ته ویلي، د شرکتونو ترمنځ د هوکړې سند په کابل کې لاسلیک شوی دی. د عزیزي په خبره د دغې هوکړې ارزښت شاوخوا یو ملیارد ډالره دی او په خبره یې ۱۴ افغان سوداګر په دغه کنسرسیوم کې شامل دي. پخوا تر دې د کانونو په برخه کې له چین سره هم ځینې هوکړې شوې وې، خو په نوي جوړ شوي کنسرسیوم کې د چین نوم نه‌دی یاد شوی. په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

احدي: سويس کې د افغانستان امانت صندوق پنځوس مليونه ډالره ګټه کړې

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی وایي، د دغه صندوق د جوړېدو له پيله د افغانستان شتمني شاوخوا پنځوس ملیونه ډالره ګټه کړې ده. انورالحق احدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د افغانستان د امانت صندوق له پيسو هیڅ ډول لګښت نه‌دی شوی. نوموړي وويل: "دقیق ارقام راسره نه‌شته، خو اټکل کولای شم چې تر پنځوسو ملیونو ډالرو پورې ګټه به یې کړي وي. دغه ګټه هره ورځ زیاتیږي." د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ درې نیم ملیارده ډالره د تېر کال په لړم یا عقرب میاشته کې په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته ولېږدول شول. Читать дальше...


Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Новые книги получили псковские районные библиотеки

Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Прокуратура: таксист сбил 4-летнего ребенка на велосипеде на юго-востоке Москвы

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Первый театральный фестиваль «Учитель и ученики» открылся в Ногинске

Музыкальные новости

Сотрудники Дмитровского ОВО Росгвардии по Московской области приняли участия в спортивном празднике Динамо

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Новости России

Первый театральный фестиваль «Учитель и ученики» открылся в Ногинске

Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Новые книги получили псковские районные библиотеки

Экология в России и мире

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Спорт в России и мире

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Moscow.media

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *