Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 17.02.2023

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان يو پوهنتون له ټولګي بهر د نجونو او هلکانو ترمنځ پر ناسته بنديز لګولی

د پاکستان د شمال لوېدیځ په یوه پوهنتون کې د هلکانو او نجونو ترمنځ له ټولګیو بهر ګډه ناسته منع کړی ده. په دیره اسماعیل خان کې د ګومل پوهنتون ویاند راجا عالم زیب د جرمني خبري اژانس ته نن ویلي، پر ګډو ناستو د امنیتي ستونزو له کبله بندیز لګول شوی دی، خو د هغه په خبره د هلکانو او نجونو ټولګي بېل شوی نه‌دي. دا سیمه یو وخت د پاکستان طالبانو تر کنټرول لاندې وه. اوس دا پرېکړه داسې مهال شوې چې ویل کېږي یو ځل بیا په دې سیمه کې د سخت دریځو اسلام‌پالو ډلو اغېز زیات شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچي کې د پولیسو په یوه دفتر وسله وال برید شوی دی

د ازادې اروپا/ د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، له اتو زیاتو وسله والو کسانو د کراچي د پولیسو د عمومي مشر پر دفتر برید کړی او وروسته د پولیسو او سله والو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي دي. د کراچي د پولیسو عمومي مشر جاوید عالم د پاکستان جیو تلویزیون سره په خبرو کې منلی ده چې پر دفتر يې برید شوی دی. په کراچې کې د مشال راډیو خبریال وايي، په سیمه کې د ډزو او چاودونو غږونه اویدل کیږي او امبولانسونه هم سیمې ته رسیدلی دی. د معلوماتو پر بنسټ ترواسه دوه پولیس سرتیري ټپیان شوی دی. د سند صوبې د اطلاعاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کراچۍ کې د پوليسو پر يوه دفتر بريد شوی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو په یوه دفتر وسله‌وال برید شوی دی. د ازادې اروپا/ د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، له اتو زیاتو وسله‌والو کسانو د کراچۍ د پولیسو د عمومي مشر پر دفتر برید کړی او وروسته د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي دي. د کراچۍ د پولیسو عمومي مشر جاوید عالم د پاکستان جیو ټلوېزیون سره په خبرو کې منلی ده چې پر دفتر يې برید شوی دی. په کراچې کې د مشال راډیو خبریال وايي، په سیمه کې د ډزو او چاودونو غږونه اورېدل کېږي او امبولانسونه هم سیمې ته رسېدلي دي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي: هيڅوک بايد د زده‌کړو له فرصته بې‌برخې نه‌شي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په نړۍ کې د ۲۲۲ ملیونه نجونو او هلکانو د زده‌کړو بهیر د نښتو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله اغېزمن شوی چې له ډلې یې له ۷۸ ملیونه زیات اصلا ښوونځيو ته نه‌ځي. يوه مېرمن چې په کابل ښار کې اوسېږي او د پنځو ماشومانو مور ده وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې څلور لوڼې او يو زوى ښوونځي ته له تلو بې‌برخي شوي دي. دا چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصادي ستونزو ، شا په شا ګواښونو او نا امنۍ له امله مې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رسنيو ملاتړ بنسټونه: تېره يوه نيمه مياشت کې طالبانو څلور خبريالان توقيف کړي دي

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو د نیونې دوام. له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) وايي، د ۲۰۲۳ کال پیل راهیسې له دوی سره د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰ پېښې ثبت شوي دي. د دې ادارې مسول ظریف کریمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یوازې په دغه موده کې څلور خبریالان نیولي او اوس هم ورسره بندیان دي. ښاغلي ظريفي وويل: "لا تر اوسه د دغو خبریالانو د نیول کېدو دقیق لاملونه نه‌دي په ډاګه شوي چې د کومو جرمونو په تور نیول شوي دي، موږ له سرپرست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فقر او بې‌وزلي؛ کندهار کې د سوالګرو شمېر زیات شوی

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د سوالګرو سره زیات په تکلیف دي، خو سوالګر وايي له مجبوریته سوالګري کوي. بل‌خوا په کندهار کې د سوالګرو ټولولو اداره وايي، دوه زره مستحقو سوالګرو ته هره میاشت مرسته ورکوي خو ځیني سوالګر حرفوي دي او د سوال کولو څخه لاس نه‌اخلي. دا په داسي حال کې ده چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په کتار کې دی چې، په لوړه کچه له قحطۍ سره مخ دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

نړيوال ولې پر افغان نجونو د محدوديتونو ليرې کولو په اړه عملي اقدام نه‌کوي؟

نړېوال بنسټونو له طالبانو غواړي چې د افغان مېرمنو په وړاندې لګول شوي محدویتونه ليرې کړي. خو نړیوال ولې په دې برخه کې عملي اقدامات نه‌کوي؟ محمد خاطر پردیس د مرکې په سر کې دغه پوښتنه له ښځینه فعالې فریده حفیظ نه کړې. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امينه محمد: افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې روان وضعيت بايد پای ته ورسيږي

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد وايي، په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب د نجونو زده‌کړه ده او نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو د دې حق د خوندي لپاره یو موټی و اوسي. امينه محمد د "زده‌کړه نه‌شو ځنډولی" په نوم غونډې ته خپل استولي پیغام کې ویلي، څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو راګرځولي، نو په همدې دلیل د هغې په خبره، د افغان نجونو او ښځو غږ باید اوچت وساتل شي او دوی باید یوازې پرې نه‌ښودل شي. نوموړې په خپل پيغام کې ويلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېتانيا: د اسلامي سخت‌دريځو د ګواښونو پر ځای د 'دښمنو' هېوادونو ګواښ ته ځير يو

د برېتانیا د تروریستي ضد پولیسو عمومي قوماندان وايي، ځواکونه یې د چین، روسیې او ایران په شمول د دښمنو هېوادونو د زیاتېدونکو ګواښونو د مخنیوي هلې ځلې کوي او له همدې کبله یوازې په «جهادي» تروریزم تمرکز نه‌کوي. له جهادي تروریزمه د هغه منظور د اسلامي سخت‌دریځو ګواښونه دي چې په تېرو کلونو کې یې په لندن او مانچستر کې یو شمېر بریدونه کړي دي. د برېتانیا د تروریستي ضد پولیسو قوماندان مت جیوکس پرون (پنجشنبې) وویل، د یادو درې هېوادونو له لوري د انسان تښتونو او وژنو په شمول په برېتانیا کې د ګواښونکو اقداماتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوريه کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښته شوې

د سوریې حکومتي ځواکونه او یاغیان تېره شپه د سوریې په شمال لوېدیځ کې سره ونښتل. د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې نن وویل، په دې سیمه کې د فبرورۍ په شپږمه د زلزلې له پېښېدو راوروسته دا لومړی وار دی چې دواړه خواوې نښته کوي. د سوریې شمال لوېدیځ د بشاراسد د حکومت د مخالفو یاغیانو په لاس کې دی. دا یوه له هغو سیمو څخه ده چې د وروستۍ زلزلې له کبله ډېر تاوانونه ور اوښتي دي.

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان او متحده‌عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې سبا دويمه شل اوريزه لوبه وکړي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا د متحده‌عربي اماراتو له لوبډلې سره په دوهمه شل اوره سیالۍ کې مخامخ شي. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېره شپه له متحده‌عربي اماراتو سره د درو شل اوره سیالیو لومړۍ مسابقه په ۵ ویکټو او ۵ توپونو وګټله. په دې مسابقه کې، چې د متحده‌عربي اماراتو د ابوظهبي په لوبغالي کې وشوه، لومړی د متحده‌عربي اماراتو لوبډلې بیټنګ وکړ. اماراتي لوبغاړو په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، په شلو اورونو کې ۱۴۲ منډې وکړې چې ظاهراً د افغانستان په شان لوبډلې ته ټیټ هدف و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د چادريو او بګړيو بازار ګرم شوی

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته کابل کې د برقو، خوليو، بګړيو او سنتي کاليو بازار ګرم شوی دی. کاروباريان وايي، د سنتي کاليو د بازار تودېدو لامل د طالبانو له لوري پر ښځو د حجاب جبري کول او پر نارينه‌و د سنتي کاليو د اغوستلو فشارونه راويستل دي. نور په دې ويډيويي راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ښځو يوازينی رسټورانټ

کابل کې د ښځو يو ځانګړی رسټورانټ چې د ورځې لسګونه مشتريان لري. د ياد خوړن‌ځای مسؤلين او کارکوونکې مېرمنې دي او يوازې ښځينه کولی شي چې د خوړو لپاره ورشي. نور په ويډيو کې:

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې خلک د بيو له لوړېدو شکايت کوي

په ارزګان کې خلک شکايت کوي، وروسته له هغه چې پر پاکستانيو کالدارو بنديز ولګېد هټيوالو د توکو نرخونه څو برابره لوړ کړي. خلک وايي، اوسني واکمن که پر کالدارو بندیز لګوي نو باید د یو منظم پلان له‌مخي بندیزونه ولګوي نه دا چې د ګټې پر ځای خلکو ته زیان ورسوي. په ورته مهال مسوولين وايي، د يادې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کاپيسا کې طالبانو د جنايي جرمونو په تور د لسو کسانو د نيونې خبر ورکړی

په کاپيسا کې سيمه‌ييز طالبان وايي، لس تنه يې د جنايي جرمونو په تور نيولي دي. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ازادي راډيو ته وویل، دغه کسان نن (د فبرورۍ ۱۷مه) د لویو لارو د پولیسو او په دغه ولایت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د ادارې له‌خوا نیول شوي دي. د فایز په وينا، له يادو کسانو يو کرولا موټر، يوه اندازه نشه يي توکي، وسلې او مهمات ترلاسه شوي او د دوسيو له څېړلو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Pa.azadiradio.com 

د سپينې ماڼۍ ډاکټر: جو بايډن د "دندو لپاره مناسب" پاتې شوی

د سپینې ماڼۍ ډاکتر وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن د "دندو لپاره مناسب" پاتې شوی. ډاکتر کېوېن اوکانور چې د ولسمشر بایډن موظف ډاکتر دی، د هغه تر فزیکي معایناتو وروسته ویلي چې، ښاغلی بایډن په اتیا کلنۍ کې د ولسمشر او د سرقومندان په توګه د خپلو ټولو مسوولیتونو د پوره کولو جوګه دی. د امریکا ولسمشر د روغتیايي معاینو لپاره پرون درې ساعته د والټر ریډ په ملي پوځي روغتیايي مرکز کې تېر کړي. دا د ۲۰۲۱ کال له جنوري راهیسې چې ولسمشر بایډن واک ته ورسېد د هغه دویم لوی صحي معاینات وو.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د مرسل نبي‌زاده د وژنې په تور د هغې يو ساتونکی نيولی

طالب چارواکو ویلي چې، د تېر نظام د پارلمان د یوې ښځینه غړې مرسل نبي‌زاده د وژنې په تور یې د هغې یو ساتونکی نیولی دی. د کابل پولیسو په یوه بیان کې نن جمعه ویلي، نیول شوي کس دوی ته اعتراف کړی چې مرسل نبي‌زاده یې وژلې. د پېښې نور جزییات نه‌دي روښانه خو طالب چارواکو ویلي، له نیول شوي کس نه تحقیقات روان دي. تېره جنوري میاشت کې د پارلمان پخوانۍ غړې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د یوه وسله‌وال کس په ډزو سره وژل شوې وه. په کابل کې د دې پخوانۍ وکیلې وژنې د پخوانیو چارواکو د خوندیتوب په اړه ګڼې اندېښنې رامنځته کړې وې.

Pa.azadiradio.com 

سیګار: افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې اساسي لومړيتوب دی

د افغانستان د بیا رغونې له پاره د امریکا ځانګړي څارونکي ادارې یا سيګار د امريکا کانګرس ته تازه یو راپور استولی دی، په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کال په روان فصل کې هم کوکنار کرل شوي دي. سيګار ويلي که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو د طالبانو د حکومت مقامات د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه بېلابېل ليدلوري او نظرونه لري. په دې راپور کې راغلي چې، د روان فصل تارياک د ثور په مياشت کې ټوليږي او دا فصل به له نشه‌يي موادو سره د طالبانو د حکومت چلند روښانه کړي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کومیلا وېکټورینز د بنګله‌دېش غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د بنګله‌دېش غوره لیګ په پایلوبه کې کومیلاویکټورینز د ۷ وېکټو په توپیر سېلهت سټرایکرز ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو د نهم پړاو اتلولي یې وګټله. د سټرایکرز د ۱۷۶ منډو هدف ویکټوریا لوبډلې د شلم اور په دویم توپ د ۳ وېکټو په سوځېدو ترلاسه کړ. د سټرایکرز په توپ وهونکو کې مشفق الرحیم او حسین شانتو نیمه سلیزې ووهلې. د ویکټورینز لوبډلې لپاره پيلیز توپ وهونکي لیټن ډاس او جانسن چارلیس نیمه سلیزې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم چارلیس وګټله. بنګله‌دېش حسین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'نی' د طلوع نيوز د خبريال يارمحمد مجروح د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړکونکې ټولنې، (نی) له طالبانو وغوښتل چې چې په کندهار ولایت کې د طلوع نیوز خبریال یارمحمد مجروح خوشې کړي. نی پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، که د مجروح په اړه کومه ادعا وي، د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمېسیون ته دې وړاندې شي. د خبریالانو د ملاتړ دې ټولنې همداراز ویلي چې، د طالبانو له لوري د خبریالانو نیونې، ځورونې او کړونې د منلو نه‌دي او هیڅ توجیه نه‌لري. په کندهار کې یو شمېر خبریالانو پرون ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو استخباراتو دوې ورځې وړاندې ښاغلی مجروح په دې ولایت کې احضار کړی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان او اوکراين ولسمشرانو د دواړه هېوادونو ترمنځ پر دوستانه اړيکو ټينګار کړی

د قزاقستان او اوکراین ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په اړه ټیلفوني خبرې وکړې. د قزاقستان د ولسمشر دفتر پرون (پنجشنبې) د دې ټیلفوني خبرو په اړه وویل، د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توقایف د اوکراین د وضعیت د حل په اړه د خپل هېواد دریځ د ملګروملتو د منشور پر اساس ډیپلوماتیک چاینل وباله. د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له مهاله دا د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره د قزاقستان د ولسمشر درېیم ټیلفوني تماس دی. قزاقستان پر اوکراین د روسیې د یرغل نه ملاتړ کړی او نه یې غندلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير اوکراين ته تللی

د اسرائیل د باندنیو چارو وزیر الي کوهن پرون (پنجشنبې) د اوکراین پلازمېنې کییف ته له رسېدو وروسته له خپل اوکرایني ساري دیمیترو کولیبا سره ولیدل. دی لومړنی جګپوړی اسرائیلي چارواکی دی چې، پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته کییف ته ځي. اسرائیل په روانه جګړه کې د اوکراین پوځي ملاتړ نه‌دی کړی او نه یې د روسي چارواکو پر ضد بندیزونه عملي کړي دي. خو دې هېواد اوکراین ته د یوه صحرايي روغتون په شمول ځینې بشري مرستې استولي او دا ژمنه یې هم کړې چې اوکراین ته به د هوايي حملو د خبرداریو سیستم ولېږي.

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان کې د برف‌کوچ له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي

د افغانستان پولې ته نږدې په تاجکستان کې د راشي یا برفکوچ له کبله ۲۰ تنه مړه شوي دي. تاجکستان پرون د راشي له کبله د ۱۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی و خو اوس د مړینو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی. اکثره راشي د تاجکستان په غرني بدخشان کې راغلي. دا سیمه د افغانستان بدخشان او د چین پولې ته څېرمه ده.

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان د داعش وسله‌والې ډلې غړی پرويز سيدالرحمانوف په ۲۱کاله بند محکوم کړی

د تاجکستان سترې محکمې پرون (پنجشنبې) وویل، په دغه هېواد کې د داعش د جلب و جذب بدنامه غړی پرویز سیدالرحمانوف په ۲۱ کاله بند محکوم شو. د چارواکو په وینا ۳۵ کلن سیدالرحمانوف د تېر کال په سپټمبر کې د ترکیې له لوري تاجکستان ته وسپارل شو او د نوومبر په یوولسمه په یوه بهرني هېواد کې د جګړې لپاره د کسانو د ګومارلو او د یوې سخت‌دریځې تروریستي ډلې د تنظیم په تور محکوم شو. د تاجکستان سترې محکمې د نوموړي په اړه پرېکړه د تېر کال په نوومبر کې کړې وه، خو په دې باب یې څه نه‌دي ویلي چې ولې یې اوس دا پرېکړه اعلان کړه.

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبډلې په بریا خپله لوبلړۍ پیل کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون شپه متحده عربي اماراتو ته په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې ماتې ورکړه. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې سبا بیا یو بل ته مخامخ شي. صفي الله ستانکزي د ملي ټيم د بریا په اړه رپوټ جوړ کړی دی


Заслуженный экономист Гольдфайн советует не тянуть с покупкой собственного жилья

В Москве открылись «Домики добра» для сбора гуманитарной помощи

В Нижегородской области теплоход врезался в грунт и пробил корпус

Свыше 900 школьников из Химок сдали ОГЭ по дополнительным предметам



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Утверждена граница территории объекта археологического наследия в Можайске

Оружие с клинками двойного изгиба из Индии, Судана и… Пензы

В иске отказано: конфликт Киркорова и Успенской принял новый оборот

Список мест для обряда жертвоприношения на Курбан-байрам опубликовали в Подмосковье

Музыкальные новости

Нижегородская телебашня включит праздничную иллюминацию в День России

Футболисты «Динамо» в Ставрополе одолели соперников из «Астрахани»

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня

Новости России

Заслуженный экономист Гольдфайн советует не тянуть с покупкой собственного жилья

Свыше 900 школьников из Химок сдали ОГЭ по дополнительным предметам

В иске отказано: конфликт Киркорова и Успенской принял новый оборот

Контейнеры для строительного мусора появились по 4 адресам в Истре

Экология в России и мире

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Спорт в России и мире

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Moscow.media

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *