Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 08.02.2023

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د کابل له نړیوال هوايي ډګره د خلکو لېږد دروغ وباله

طالبان وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ترکیې ته د خلکو د لېږد مطلق دروغ او حقیقت نه لري. دوی وايي، یو شمېر کسانو هوايي ډګر ته مراجعه کړې وه چې بېرته رخصت شول. د ناسمو اوازو پر اساس یو شمېر کسان د چهارشنبې په ماښام د کابل نړیوال هوايي ډګر دروازې ته ولاړل څو ترکیې ته ولېږدول شي. نور په ویډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ کیسه

رییس خان احمدزی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی او د هېواد د کرکټ د موسسانو له ډلې دی. رییس خان احمدزی له هغه مهاله چې ملي لوبغاړو په جلا وطنۍ کې کرکټ کاوه، له هغوی سره ملګری و، او وروسته یې د هېواد د کرکټ بورډ په جوړولو کې هم رول د هېرېدو نه دی. احمدتکل د افغانستان د کرکټ له دې مخکښې څېرې سره خبرې کړي چې دلته وړاندې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ترکیه کې د زلزلې له کبله لږترلږه ۱۰۰ افغانان مړه او ټپیان شوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ترکیه کې د دوشنبې ورځې په زلزله کې لږترلږه ۱۰۰ افغان کډوال هم مړه او ټپیان شوي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل نن ازادي راډیو ته وویل، دوی ته رسېدلو راپورونو له مخې لږترلږه ۱۰۰ افغانان مړه او ټپیان شوي او د هغوی کورونه هم وران شوي دي. د تکل په خبره دا شمېرې لومړنۍ دي او کېدای شي زیاتې شي. د رسمي شمېرو پر بنسټ په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له ۱۱۲۰۰ د زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، احتمال لري چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: موږ به تر هغو چې اړتیا وي، د اوکراین تر څنګ ولاړ یو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره شپه په کانګرس کې وویل چې دا هیواد به تر هغه وخته د اوکراین د خلکو تر څنګ ولاړ وي چې ورته اړتیا وي. تیره شپه ملت ته په وینا کې بایډن وویل چې پر اوکراین د ولادیمیر پوتین وحشیانه حملو د دویمې نړیوالې جګړې د وژنو او ویجاړۍ یادونه تازه کړل.

Pa.azadiradio.com 

اقتصادي ستونزې؛ ځینې افغانان او زرګران د سرو زرو له سوړ کاروبار شکایت کوي

په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره د نورو چارو تر څنګ د زرګرۍ کاروبار هم زیانمن شوی دی. د کابل د اوسېدونکي محمد قاسم د کوژدې دو نیم کاله کېږي. هغه وایي، خسرګنیو یې په واده کې ورباندې د سرو زرو غاړکۍ، غوږوالۍ، کړۍ او ګوتې ایښي، خو دی یوازې د دوه چلو د اخستلو توان لري، نو ځکه یې تر اوسه واده نه دی کړی. نوموړي وویل: "ولا د طلا قیمت حد ته رسېدلی، یو خو بېکاري ده، وضعیت خراب دی. زه تقریباً دو نیم کاله کېږي نامزاد یم، هغه وخت مې دنده درلوده، خو اوس وزګاره یم، وظیفه نه شته، طلا جګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې او سوريې زلزله‌ځپلو سيمو کې پلټنې دوام لري؛ د مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو احتمال شته

ژغورونکې ډلې نن هم د ترکیې په ختیځ او ګاونډي سوریې کې د ویجاړونکې زلزلې د نړېدلو ودانیو لاندې د مړو او احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي. په دواړو هېوادونو کې د دغې زلزلې له کبله د مړینو شمېر تر ۸ زره او اوه سوه تنو اوښتی. د ژغورونکو هڅې ځکه ورو دي چې په ځپل شویو سیمو کې هوا ډېره سړه ده او له زلزلې وروسته په سلګونونو ټکانونه محسوس شوي چې په ځانګړي توګه په ویجاړو شویو او بې ثباته ودانیو کې یې کار کول خطرناک کړي دي. د سوریې په جیندرس ښارګوټي کې یو نوی زېږلی ماشوم په داسې حال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مايکل مک‌کال: د طالبانو د دريځ نرمولو برخه کې د امريکا لومړنۍ ستراتېژي بريالۍ نه‌وه

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مايکل مک‌کال ویلي دي، په افغانستان کې د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې ښځې له سختو کړاونو سره مخ دي. مايکل مک‌کال تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دا روښانه ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دریځ د نرمولو او اعتدال ته د دوی د رابللو په برخه کې د امریکا د حکومت لومړنۍ ستراتېژي بریالۍ نه‌وه. ښاغلي مک‌کال په دې اعلامیه کې هیله ښودلې وه چې، د امریکا ولسمشر جو بایډن به د کانګرس غړو ته په خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان او طالبانو په اړه رغنده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن متحده عربي اماراتو کې تمرينونه پيل کړ

دغه تمرینونه چې په ابوظبي کې د شیخ زاید په لوبغالي کې ترسره کېږي، هدف یې راتلونکۍ اوونۍ له متحده عربي اماراتو سره شل اوره لوبو ته تیاری نیول دي. په پام کې ده چې، د دواړو لوبډلو ترمنځ درې لوبې د روانې میلادي میاشتې په ۱۶،۱۸ او ۱۹مه ترسره شي. د افغانستان او د متحده عربي اماراتو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوره لوبو دغه لړۍ وروسته له هغې تنظیم شوې چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره د دریو یو ورځنيو لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه، په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړه. اسټرالیا دغه اقدام د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې يو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې یو پلاوی نن ازبکستان ته ولاړ چې د حیرتان- مزارشریف پر پټلۍ د سوداګریزو توکو د انتقال ستونزه هواره کړي. باختر اژانس چې اداره یې د طالبانو په لاس کې ده ویلي چې، په دغه پلاوي کې د طالبانو د ریاست الوزرا، د تدارکاتو د ملي ادارې او د مالیې وزارت استازي شامل دي. د اوسپنې پټلۍ د ادارې ویاند سمیع دراني د تېرې یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تمه ښودلې وه چې په دغه سفر کې به د ترتیب شوي اکشن پلان مطابق یوه موافقه نهایي شي او د حیرتان مزارشریف د اوسپنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بايډن: له ننګونو سره امريکا کې ډيموکراسي پياوړې شوې ده

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، متحده ایالات په نړۍ کې له ډېرو جدي چلنجونو سره مخ دی خو په تېرو دوو کلونو کې ډیموکراسي پیاوړې شوې او دیکتاتوري ډېره کمزورې شوې ده. بایډن دغه څرګندونې تېره شپه د کانګرس له لارې ملت ته په وینا کې وکړې. هغه په دې وینا کې د بهرني سیاست په برخه کې د ستونزو او بریاو یادونه وکړه او ډېر تمرکز یې د چین پر کمونیست ګوند او د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتن و، چې لحن یې هم خوشبینانه او هم مخالفتي بڼه درلوده. بایډن ملت ته پخوانۍ وینا ته په اشاره چې د تېرې فبرورۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو عالي کمېشنري: تېر کال مو ۸سوه زره افغانانو ته مرستې رسولي دي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، په افغانستان کې یې د تېر کال تر وروستیو پورې نژدې اته سوه زره کسانو ته موسمي مرستې رسولي او دا اداره به له تر ټولو زیانګالو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي. د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې نن چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان سخت ژمی چمتووالي ته اړتیا لري او د ازبکستان په همکارۍ په ترمز کې د دې ادارې لوژیستیکي مرکز د بېړنیو مرستو رسولو مسله ډاډمنوي. د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې، په افغانستان کې بې‌وزلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستندويه بنسټونو فعاليت د ښځينه کارکوونکو له کار سره تړلی دی

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د مدني ټولنې ۹۳سلنه سازمانونو او بنسټونو ویلي چې، که ونه‌شي کولای چې ښځینه کارکونکې وګماري نو به دې ته اړ شي چې خپل فعالیتونه کم یا یې بشپړ ودروي. ملګروملتونو نن په یوه ټویټ کې ویلي، د بشري مرستو ښځینه کارکونکې د ژوند ژغورنې د مرستو په رسولو کې خورا مهمې دي. دغه وروستی جنسیتي خبرداری د ملګروملتونو د ښځو څانګې ورکړی دی. تر دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د تېرې دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ادبياتو له څانګې فارغ محصلان ولې تر ډېره عملي کار نه‌شي کولی؟

د پښتو اتڼ په باب د ليکوالو نظرونه، د ادبياتو فارغ محصلان ولې ليکوالي نه‌شي کولی؟ کيسه او پر کيسه نقد هم درته همدې خپرونه کې خپريږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ارزګان؛ د بهرنيو عسکرو له‌خوا د وژل شويو کسانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو شمیر هغه کورنۍ چې غړي یې کلونه مخکې د بهرنیو ځواکونو د چاپو او عملیاتو پر مهال وژل شوي اوس د نړیوالې محکمې څخه د عدالت غوښتنه کوي. دوی ادعا کوي کې چې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال يې د کورنۍ لسګونه بې‌ګناه کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ اوس مهال په ناوړ اقتصاد وضعیت کې ژوند کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

په زلزله‌ځپلیو سیمو کې د سوریې د کډوالو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي

د سوریې د شمال لوېدیځو سیمو یوه برخه، چې د دوشنبې د ورځې مرګونې زلزلې ځپلې ده، د دغه هېواد د حکومت د مخالفانو په لاس کې ده او هلته ملیونونه سوري کډوال دېره دي چې د سوریې له نورو سیمو ورغلي دي. ملګروملتو پرون (سې شنبې) اعلان وکړ چې دغو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره یې هڅې زیاتې کړي خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې د بودجې د کموالي له کبله له زلزله‌ځپلیو کډوالو سره اوسنۍ بشري مرستې کافي نه‌دي. پر دې سربېره څه باندې درې نیم میلیونه سوري کډوال په ترکیه کې اوسي چې د هغو نیمايي د ترکیې د جنوب په زلزله ځپلیو سیمو کې مېشت دي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني اوکراين ته د ۱۸۷ ليوپارډ ټانکونو د ورکولو موافقه تصويب کړې

د جرمني د اقتصاد او دفاع وزارتونو پرون (سې شنبې) په یوه ګډ بیان کې وویل، چې اوکراین ته یې د ۱۷۸ لیوپارډ ۱ ټانکونو ورکړه تصویب کړه. د جرمني حکومت تېره اوونۍ اوکراین ته د ترمیم او نویو شویو ټانکونو له صادرولو سره موافقه کړې وه. لیوپارد ۱ د جګړې د میدان لومړنی اصلي ټانک دی چې، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني د پوځ لپاره جوړ شوی و. کتونکي اټکل کوي چې، له ۱۹۶۵ څخه د نولس سوه اتیایمې لسیزې تر منځو پورې دا ډول کابو ۴ زره ۷۰۰ ټانکونه جوړ شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

اوکراين کې تر زرو د ډېرو روسي سرتېرو د وژنې ادعا شوې

اوکراین پرون (سې شنبې) اعلان وکړ چې تېر ۲۴ ساعتونه د روسي ځواکونو لپاره د جګړې له پیله تر اوسه تر ټولو خونړي وو. دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین پر ختیځ بریدونو ته زور ورکړی او لسګونه زره تازه دمه ځواکونه یې د جګړې جبهې ته لېږلي دي. خو د رویټرز خبري اژانس د مالوماتو پر اساس، اوکراین ادعا کوي چې په وروستۍ یوه ورځ کې یې د روسیې تر زرو ډېر سرتېري وژلي دي. اژانس وايي چې، دا ادعاوې په خپلواک ډول تایید یا ردولی نه‌شي. د جګړې له پیله تر اوسه پورې د روسیې ټولټال ۱۲۳ زره ۱۹۰ پوځیان وژل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د قربانيانو شمېر تر ۸زره واوښت

په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې له کبله د مړینو شمېر تر ۸زره او سل تنو واوښت. د (ډي پي اې) خبري اژانس د راپور له‌مخې، د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اونکې نن (چهارشنبه) وویل چې، په دغه هېواد کې ۵ زره ۸۹۴ تنه مړه شوي دي. د ده په وینا په ترکیه کې ۳۴ زره تنه نور ټپیان شوي دي. پر دې سربېره ۵ زره ۷۷۵ ودانۍ نړېدلي دي. د ترکیې په ګاونډي هېواد سوریې کې بیا ۲ زره ۲۷۰ تنه مړه شوي دي. په همدې منځ کې د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې ممکن د ترکیې او سوریې د مرګونې زلزلې د مړینو شمېر تر ۲۰ زرو ورسیږي.

Pa.azadiradio.com 

د پاريس ښارواله: هيله ده د المپيک لوبو کې روسي هيئت ګډون ونه‌کړي

د پاریس ښارواله وايي، دوی نه‌غواړي چې د ۲۰۲۴م کال د دوبي په المپیک لوبو کې د روسي هیئت د ګډون شاهدان وي. ان هیدالګو پرون د المپیک نړیوالې کمېټې وروستۍ اعلامیې ته په عکس العمل کې ویلي: "البته هیله مې دا ده چې روسي هیئت حضور ونه‌لري. تاسې ښه پوهېږئ، تر هغو چې په اوکراین کې د روسیې جګړه او یرغل روان وي، تصور نه‌شو کولی چې روسي ورزشکاران دې په پرېډ کې برخه واخلي، چې ګواکې هېڅ نه دي پېښ شوي، له یوې خوا دې پر اوکراین بمونه اوري او روسي هیئت دې په پاریس کې پرېډ کې برخه واخلي." د المپیک نړیوالې کمېټې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه؛ تقاعد پروګرامونو کې د اصلاحاتو په غبرګون کې اعتراضونه پيل شوي

په زرګونو کسانو یو وار بیا د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د تقاعد په پروګرامونو کې د اصلاحاتو په اړه اعتراض وکړ. د ولسمشر ایمانویل مکرون منځلاری حکومت په پام کې لري، چې په تدریجي ډول د تقاعد عمر له ۶۲ څخه ۶۴ ته لوړ کړي. پرون سې‌شنبه په زرګونو کسانو په بوردو، رن، مونپلیه او تولوز کې ډله ییز لاریون وکړ. ویل شوي، چې اعتراض کوونکو د فرانسې عامه ټرانسپورټ، د ښوونځیو درسي بهیر او نور کارونه ټکني کړي وو. د فرانسې د کارګرانو ټولنې (CGT) ویلي، یوازې په پلازمېنه پاریس کې پنځه لکه کسانو په دغو اعتراضونو کې ګډون کړی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوماليا کې د يوې نښتې پر مهال ۲۰ کسان وژل شوي دي

ملګري ملتونه وايي، د سومالیا د امنیتي ځواکونو او د سومالیلنډ د خپلسري جمهوریت د قبیلوي وسله‌والو ترمنځ شخړو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو پرون سې‌شنبه دا شمېرې اعلان کړې او د دغو شخړو په اړه یې د بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر ولکر تُرک په یوه اعلامیه کې ویلي: د ۲۰ کسانو د وژل کېدو تر څنګ په دغو شخړو کې د ماشومانو په ګډون ۱۱۹ کسان ټپیان شوي هم دي. سوماليلنډ په ۱۹۹۱م کال کې له سومالیا جلا شو، خو تر اوسه پورې په نړیواله سطحه په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

Pa.azadiradio.com 

منيزه کاکړ: پاکستان کې له افغان بنديانو د وکالت په نوم پيسې اخيستل کېږي

د پاکستان په کراچۍ کې د افغان بندیانو د حقونو مدافع منیزه کاکړ وايي، دغه بندیان دې د هغو کسانو په خبرو نه خطا وځي، چې پر محکمو ګرځي او ځانونه د افغانانو قومي مشران معرفي کوي. منیزې کاکړ ازادۍ راډیو ته وویل، د دغو بندیانو د کورنیو ځینې غړي د ټلیفون له لارې تېر ایستل شوي او په یوه یا بل نامه پیسې ورڅخه اخیستل شوي دي. نوموړې وويل: "دوی ته خبر ورکوو، چې وکالت یې په وړیا ډول ترسره کېږي. دغو افغان بندیانو ته اړتیا نه‌شته چې چا ته د فیس یا بل نامه پیسې ورکړي." باختر اژانس چې د طالبانو له‌خوا اداره... Читать дальше...


Минтранс Подмосковья подготовил список маршрутов до грибных мест

«Мы самая мощная сила в мире!» – генсек НАТО угрожает России полумиллионной армией

Минэкологии предостерегло владельца в Ступине о недопустимости размещения отходов

Более 150 тысяч человек посетило мультиформатный фестиваль в честь Дня России



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Подмосковные больницы получили новые аппараты для рентгенов и КТ

Школа, детсад и стартап-студия появятся в Новой Москве в рамках МаИП

В Подмосковье стартовал итоговый этап Всероссийского чемпионата «Профессионалы»

Пловчиха Ефимова получила нейтральный статус, но на Олимпиаду может не попасть

Музыкальные новости

Военнослужащие Красноярского соединения стали призерами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Сергей Собянин. Неделя мэра

Театр «Золотое кольцо» приглашает на Всероссийский Фестиваль гостеприимства «Самоварфест»

Новости России

Картину Шишкина доставили в Калининград из Москвы самолетом

Документальный фильм «Бессмертный Сталинград» покажут в Москве 22 июня

В Подмосковье прошел обучающий семинар по теме сельского хозяйства и продовольствия

«Мы самая мощная сила в мире!» – генсек НАТО угрожает России полумиллионной армией

Экология в России и мире

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

В Подмосковье обустроили 176 пешеходных маршрутов: Реутов в лидерах

Спорт в России и мире

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Закат на Катуни

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *