Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 21.02.2023

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ۲۷ نوې ولسوالۍ تاسیس کړي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ۲۷ نویو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکوي. د طالبانو په کنترول کې د باختر اژانس د راپور له مخې په هغه مکتوب چې د کورنیو چارو وزارت ورلېږلی، دغه نوې ولسوالۍ په هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوي دي. ویل شوې چې دغه اقدام د هغو سیمو اوسېدونکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شوی چې لارې یې پېچلې دي. د خبر له مخې د ریاست الوزرا ادارې کمېسیون د دغو نویو ولسوالیو جوړېدل منظور کړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: په اوکراین کې تراوسه له ۲۱ زرو زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملګري ملتونه وایي، پر اوکراین د روسیې د تېر کال د فبرورۍ د ۲۴مې د یرغل له پیل راهیسې په دې هېواد کې له ۲۱ زره زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک نن په یوه بیان کې وویل چې ۸ زره او ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ زره او ۲۷۸ کسان ټپیان شوي دي. هغه ویلي چې اکثره مرګ ژوبله نویو ځوانانو او ډېرو زړو ته رسېدلې او محتاطانه یې ویلي چې ښایي دا د ټولې مرګ ژوبلې یوه کوچنۍ برخه وي. ترک زیاته کړه چې د دغې جګړې له امله شاوخوا ۱۴ میلیون وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ په مورنۍ ژبه زده کړې څومره مهمې دي؟

نن د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. دا ورځ ملګرو ملتونو د خپل ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په توګه په رسمیت پېژندلې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي نمانځل کېږي. د نورستان ولایت دولس کلن اوسېدونکې نورالله چې د ښوونځي په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي وايي، په نصاب کې یې داسې کتابونه نه شته چې د ده په مورنۍ ژبه لیکل شوی وي. دی غوښتنه کوي چې واکمن نظام دې په راتلونکې کې د دوی مورنۍ ژبه د تعلیمي نصاب برخه وګرځوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن د ناټو ختیځ اړخ له امنیت سره د نورو مرستو ژمنه کوي

د متحدوایالتونو ولسمشر اوکراین ته له سفر وروسته په پولنډ کې دی او په پام کې ده چې د ناټو له متحدانو سره سلامشورې وکړي. ولسمشر جوبایډن اوکراین ته تر ناڅاپي سفر وروسته پولنډ ته تللی. تمه ده چې بایډن به په پولنډ کې ټینګار وکړي چې متحدایالات د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی او ژمن دی چې د ناټو ختیځ اړخ به پیاوړی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د فبروري ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د یرغل کلیزه رانږدې کېږي. بایډن اوکراین ته تر ناڅاپي سفر وروسته بېګا ناوخته وارسا ته ورسېد. هغه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

الکوزی: د تورخم دروازې تړل هره ورځ میلیونونه ډالره زیان اړوي

د پاک افغان سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستان سره د تورخم دروازې د تړلو له امله دواړو لوریو ته په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار سلګونه باروړونکې موټرې ولاړې دي او که دا لاره تړلې پاتې شي نو سوداګرو ته به زیات مالي زیانونه واوړي. د ډیورنډ په کرښه د تورخم دروازه د خلکو د تګ راتګ او پاکستان او هندوستان سره د افغانستان د سوداګرۍ مهمه لاره ده چې تړل کېدل یې پر خلکو سربېره سوداګرو ته هم زیان اړوي. د پاک افغان سوداګرۍ خونه وايي، له وړمې شپې راهیسې دواړو لوریو ته په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار سلګونه باروړونکي موټر بند پاتې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

موندنې؛ تېر کال اوکراین کې د اورګاډي پر سټېشن راکټي برید د روسیې له خوا شوی و

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، کره شواهد ښيي چې د تېر کال د اپرېل په اتمه د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک د اورګاډي پر سټېشن راکټي حمله د روسیې له قلمرو څخه شوې وه. هیومن رایټس واچ چې مرکز یې په نیویارک کې دی وايي، د بالستیک توغندي دا برید چې له جګړې د تېښتې په حال کې ۵۸ ملکي وګړي یې وژلي او له سلو زیات نور یې ټپیان کړي، په ښکاره د یوه جنګي جنایت نښه ده. د بشري حقونو دې مدافع ډلې چې له یوې بلې تحقیقاتي ډلې سره خپل ګډ راپور یې نن خپور کړ وايي هغه توغندی چې د اورګاډي سټېشن یې په نښه کړ له ممنوع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه نن د درېیمي ورځې لپاره هم تړلې وه

پر ډیورنډ کرښه د تورخم مهمه دروازه نن د درېیمې ورځې لپاره هم بنده ده او هلته زرګونه مسافر او په سوداګریزو مالونو بار موټر بند پاتې دي. د طالبانو چارواکو د تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو او مالونو د تګ راتګ اساسي لاره ده د یکشنبې په ورځ بنده کړه. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي ویلي چې، په سوداګریزو مالونو بار تر شپږ زرو پورې لارۍ د تورخم دروازې په دواړه خواوږو کې ولاړې دي چې چارواکي به په دې اړه یوې موافقې ته ورسېږي.

Pa.azadiradio.com 

بلوچستان کې په یوه برید کې دوه پولیس وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت امنیتي چارواکي وايي په مستونګ ولسوالۍ کې نن د پولیسو پر یوه پوسته په وسله واله نښته کې دوه پولیسان ووژل شول. د بلوچستان یوه سیمه ییز چارواکي برکت بلوچ ویلي چې برید کوونکي له سیمې تښتېدلي خو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات روان دي. د دې برید پړه کومې ډلې نه ده منلې خو په پاکستان کې په دې ډول پخوانیو حملو بلوڅ بېلتونپال او تندلارې تروریستان پړه پېژندل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

والیبال؛ د افغانستان ملي لوبډله په مالدیپ کې سیالۍ لري

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د والیبال سیالیو لپاره مالدیپ هېواد ته رسېدلې ده. د والیبال فدراسیون د سې شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۱مه په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې ملي لوبډله به په مالدیپ کې د څلورو هېوادونوترمنځ په را روانو سیالیو کې برخه واخلي. دغه سیالۍ چې د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه پیلیږي د همدې میاشتې تر ۲۷مې نیټې پورې به د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شي. په دې لوبو کې د افغانستان ترڅنګ، مالدیپ، سېنګاپور او د مالیزیا هېوادونه هم برخه لري. د مالدیپ هېواد د والیبال فدراسیون په خپلې فېسبوک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په دويمه ناحيه کې چاودنه شوې

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې نن یوه چاودنه وشوه چې د طالبانو د چارواکو په وینا چاته په کې زیان نه دی اوښتی. کورنیو رسنیو د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په حواله خبر ورکړی چې پېښه د ولسي وګړو پر یوه موټر د یوه مقناطیسي بم د چاودنې له کبله شوې. د ځدراڼ په وینا په چاودنه کې هېڅوک نه دي زیانمن شوي. د کابل ښار وروستیو نا امنیو خلک هم اندېښمن کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د نیالګیو کېنولو کمپاین؛ د کابل ځینې اوسېدونکي: د نیالګیو اوبه کولو ته دې هم پام وشي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د نیالګیو کېنولو د کمپاین د پیل خبر ورکوي. محمد تقي د کابل ښار اوسېدونکی دی. هغه وايي، په تېرو کلونو کې چې کوم نیالګي په کابل ښار کې کېنول شوي نو سمه ساتنه ترې نه ده شوې. نوموړی د طالبانو له حکومته غواړي چې د نیالګیو کېنولو، له هغو د ساتنې او اوبو ورکولو لپاره یو منظم پروګرام رامنځته کړي. محمد تقي وویل: "د دولت دنده دا ده چې د نیالګیو کېنولو لپاره سیستم رامنځته کړي، د اوبو ورکولو سیستم یې جوړ کړي. بل دا چې د نیالګیو د کېنولو لپاره مناسبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تهران کې طالبانو ته د افغان سفارت سپارل؛ ایران: طالبانو سره مو چلند کې بدلون نه دی راغلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مني چې په تهران کې یې د افغانستان د سفارت مسوولیت د همدې سفارت یو بل ډیپلوماټ ته سپاري. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني رسنیو ته ویلي، د یوه ډيپلوماټ د ماموریت پای او د سفارتي چارو مسوولیت د سفارت یو بل کس ته سپارل، د دې سفارت په حقوقي وضعیت کې د بدلون په معنا نه‌دی. که څه هم کنعاني ښکاره و نه ویل چې د حقوقي وضعیت بدلون یعنې څه، خو ښکاري چې اشاره یې د طالبانو د اوسني حکومت رسمیت پېژندنې ته ده چې ګنې دوی یې په رسمیت یې نه پېژني. د ایران د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: طالبان دې د ژوند، معیشت او راتلونکې د خوندي کولو لپاره اقدام وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د ژوند، معیشت او راتلونکې د خوندي کولو لپاره اوس اقدام وکړي. یوناما نن په یوه ټویټ کې وویل چې په یوه میاشت کې به په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نوي تعلیمي کال لپاره پرانیستل شي، خو نه د میلیونونو ښځو او نجونو پرمخ. یوناما دا له بشري حقونو څخه سرغړونه او د ځان زیانمولو یو لوی عمل بللی دی. د طالبانو حکومت چې واک ته له رسېدو وروسته یې له شپږم ټولکي پورته ښوونځي د نجونو او د پوهنتونونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ځینې اوسېدونکي په ښار کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي

د کندهار اوسېدونکي وايي، غږیزې ککړتیا په تکلیف کړي دي. د دغه لوی ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراتورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپیکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ؛ یو شمېر افغان لوبغاړي د پاکستان غوره لیګ ته ولاړل

د افغانستان کرېکټ یو شمېر ملي لوبغاړي د عربي متحده اماراتو د شلو اورونو لوبلړۍ تر ګټلو وروسته پاکستان ته رسېدلي دي. دغه لوبغاړي به د پي ایس ایل په روانو سیالیو کې بېلا بېلو لوبډلو ته ولوبیږي. په دې لوبغاړو کې لوبډلمشر راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی د پېښور زلمو او رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي د اسلام اباد یونایټیډ په لوبډلو کې شامل دي. دوه نور افغان لوبغاړي قیس احمد او اظهارالحق نوید له وړاندې یاد لیګ ته ورغلي چې د کویټې او ملتان په لوبډلو کې لوبه کوي. همدارنګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې د تازه ګلانو پېر او پلور کم شوی دی

د پسرلي په راتلو سره د افغانستان په ډېری سيمو کې د چاپيريال او کورونو د ننه ښکلا لپاره خلک مېوه لرونکي نيالګي او ډول ډول ګلان اخلي. خو په هلمند کې د تازه ګلانو او نیالګیو کاروباريان وايي، سږ کال یې پېردونکي کم دي. له دې ډلې شیراغا ازادي راډيو ته وویل: "اوس فعلاً خو تر يو ګل ګلاب تېره بل شی داسې خاص نه وړي څوک. ليمو، نارج او يکلتوس درختې شته. نشته سږ کال هيڅ عايد نشته، د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی. وړي يې نه او بل نیالګي او ګلان هم يخ وهلي دي." دا چې ولې په هلمند کې د ګلانو او نیالګیو اخیستل کم شوي، هلمندیان یې لامل اقتصادي ستونزې ګڼي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

​​​​​​​ښاپېرۍ نغمې د افغان نجونو په ملاتړ يوه بله سندره ويلې

سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه په افغانستان د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په تړاو له یوې نوې سندرې سره. ښاپېرۍ نغمه وايي، د افغان نجونو د حقونو په ننګه به خپل غږ وچتوي، که د شعر له لارې وي، د سندرې له لارې او یا بلې هر ډول مبارزې له لارې. نوموړې وايي: "دا موضوع موږ ‌ډېر ځوروي چې زموږ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلی شوې دي، نو زه هم دوی سره همغږې یمه، دا خپل اواز به ورته وچتوو، هغه که د شعر له لارې وي، که د سندرې له لارې وي، که د هر قسم مبارزې له لارې وي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټسال غوره ليګ؛ نن د ظاهر اسد او صداقت لوبډلې لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په دوام نن ماذدیګر څلور بجې د ظاهر اسد او صداقت لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. دواړه لوبډلې په جدول کې شپږ امتیازه لري. دویمه لوبه د سعادت نیمروزي او پیروزي پنجشېر لوبډلو ترمنځ پلان شوې ده. د افغانستان له بېلابېلو زونونو څخه لسو ټیمونو په دغه لیګ کې ګډون کړی او هر هغه ټیم چې ښې نمرې واخلي، د لیګ اتلولي ګټلی شي.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د نجونو ژوند خراب شوی

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ژوند ډېر خراب شوی دی. دوی تېره شپه په بروکسل کې د بهرنیو اړیکو شورا له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، د افغانستان ښځې په تدریجي ډول له عامه ځایونو، ښونځیو، پوهنتونونو او کارځایونو څخه حذفیږي او مجبوریږي چې کور کې کیني. که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې ښځو ته یې د اسلامي اصولو له‌مخې حقونه ورکړي دي، خو پر دوی د نړیوالو له‌خوا نیوکه کېږي چې د ښځو لومړني حقونه یې نقض کړي دي. د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر پولنډ ته رسېدلی

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین پلازمېنې کیف ته له ناڅاپي سفر وروسته پرون ماښام د پولنډ پلازمېنې وارسا ته ورسېد. بایډن اوکراین ته د سفر په مهال خپل اوکرایني سیال ته ژمنه ورکړه، تر هغو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي چې اړتیا یې وي. بایډن داسې مهال اوکراین او ګاونډي پولنډ ته یې سفر کړی چې پر اوکراین د روسیې یرغل همدې اوونۍ کې یو کلن کېږي.

Pa.azadiradio.com 

ترکيه کې بيا زلزله شوې

د ترکیې هغه سیمې چې دوه اونۍ مخکې مرګونې زلزلې ځپلې وې، بیګا بیا زوروې زلزلې لړزولي دي. بیګانۍ زلزله چې په ځایي وخت ماخوستن اته بجې وشوه د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه څلور بلل شوې ده. دغې زلزلې د ترکیې انتاکیا سیمه لړزولې او په سوریه، مصر او لبنان کې يې هم ټکانونه حس شوي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، د تېرې شپې په زلزله کې لږ تر لږه ۳ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. ترکیه او سوریه کې د دوه اونیو مخکې شوې زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۷ زرو اوښتی دی.

Pa.azadiradio.com 

چين د روسيې او اوکراين ترمنځ د مذاکراتو غوښتنه کړې

د روسیې د متحد هېواد چین د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د سفر په درشل کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو او مذاکراتو غوښتنه کړې. وانګ يي اوس مهال په هنګري کې دی او په پام کې ده چې په روانه اونۍ کې مسکو هم ته ولاړ شي. دې جګپوړي چینايي ډيپلومات چې پرون په بوداپست کې خبرې کولې وویل، پر اوکراین د روسیې د یرغل د کلیزې په مناسبت په نړۍ کې د امنیت د ټینګښت په خاطر د سولې او مذاکراتو غوښتنه کوي. د چین د بهرنیوچارو وزیر زیاته کړه چې هېواد یې د یوې دوامداره او سوله‌يیزې حللارې په چوکاټ کې د اروپا لپاره سوله غواړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېتانيا پرون د ايران يو جګپوړی ډيپلوماټ احضار کړ

د برېتانیا حکومت پرون په لندن کې د ایران جګپوړی ډیپلومات احضار کړ او په دې هېواد کې دېره ایراني خبریالانو ته د ورپېښو جدي ګواښونو له کبله یې هغه ته خپل اعتراض وسپاره. دا په داسې حال کې چې د برېتانیا وزارتونو په دې هېواد کې د ایران د فعالیتونو په اړه یوه تازه امنیتي ارزونه پیل کړې ده. په لندن کې دېره یوې ټلوېزیوني شبکې چې د ایران پر حکومت انتقادونه کوي د شنبې په ورځ وویل چې، د خپلو ژوندیو خپرونو سټوډیوګانې د هغو ګواښونو له کبله چې په برېتانیا کې ورسره مخامخ ده، متحدوایالتونو ته انتقالوي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غور کې د سختې یخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي

په غور ولايت کې د سختې يخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي دي. په غور ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس بیګا ازادي راډیو ته وویل، دا دوه ماشومان د مرکز فیروزکوه په لوېدیځ کې د یوه کلي اوسېدونکي وو، چې بل کلي ته د تګ پر مهال په لاره کې یخ وهلي وو او مړي یې پرون سهار د هغوی کلي ته ولېږدول شول. د دې ماشومانو نومونه نه‌دي اخیستل شوي خو ویل کېږي چې، یو یې اووه کلن او بل نهه کلن و. د طالبانو د حکومت د رسمي معلوماتو له‌مخې سږ کال د ژمي د سړو او د واورو د ښوېدو په پېښو کې له سلو زیات کسان مړه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د ايران او چين ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې، د افغانستان لپاره د ایران او چین ځانګړو استازوپه کابل کې په خپله کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي. د ایران تسنیم خبري اژانس د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ټویټر په حواله خبر ورکړی چې، نوموړي د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یو ژیاو یونګ سره په په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره د دواړو هېوادونو د همکارۍ په اړه خبرې کړي. ښاغلی قمي په کابل کې د ایران سرپرست سفیر هم دی. ایران او چین د طالبانو له حکومت... Читать дальше...


Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Жителям Подмосковья рассказали, как защитить ребенка от мошенников в интернете

Федор Добронравов пробует себя в строительном бизнесе в продолжении «Мастодонта»

DM: Женщина-киллер провалила задание из-за заклинившего пистолета и сбежала



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Каникулы в Арктике». Москвичам предложили отправиться на Север

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Румынка Санду издевается: самолёту с участниками московского съезда не дали сесть в Кишинёве

Музыкальные новости

«Не кричи!»: Елена Север и Филипп Киркоров представили совместный клип и трек

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Захарова: армянам - нота, апшеронцам – «да»

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Новости России

Румынка Санду издевается: самолёту с участниками московского съезда не дали сесть в Кишинёве

Жителям Подмосковья рассказали, как защитить ребенка от мошенников в интернете

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Яна Поплавская рассказала, почему россияне отвернулись от сбежавших артистов

Экология в России и мире

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Спорт в России и мире

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Moscow.media

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

Прощайте, я от вас улетаю

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *