Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 05.02.2023

Pa.azadiradio.com 

د یوه پوځي واکمن د لوړو، ژورو ډک ژوند پای

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن متقاعد جنرال پرویز مشرف په جلاوطنۍ کې ومړ. پرویز مشرف د ۱۹۴۳ کال د اګست په ۱۱ د هغه وخت د برتانوي هند په ډهلي کې زیږیدلی وو. ده چې له لوړو ژورو ډک ژوند درلود. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Pa.azadiradio.com 

زابل کې په دوو ترافيکي پېښو کې ۲ کسان مړه او لس ټپيان شوي دي

په زابل کې نن مازیګر په دو جلا جلا ترافیکو پېښو کې دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي. د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل، چې لومړۍ پېښه د دې ولایت په ډبرو پله سیمه کې د کرولا او لوکسل موټر ترمنځ شوې او دوهمه پېښه هم‌مهاله د مرکز کلات اړوند په مغلېزو سیمه کې د بابوجې اوفلډر موټر ترمنځ شوې. د نوموړي په وینا په دواړو پېښو کې دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي. د کندهار - کابل عمومي لاره چې تر ډېره ويجاړه ده، ډېری وخت ترې د ترافيکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د کبانو د ساتنې کاروبار په کمېدو دی

په وروستیو کالونو کې چې په خوست کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د مادي او معنوي همکارۍ پر مټ د کبانو د ساتنې او پالنې کاروبار ډېر ښه شوی وو، اوس په کمېدو دی. له پخوا کلونو څخه د افغانستان په محدودو سیمو کې خلکو کبان نیول او پخول به يې، خو په دې وروستیو کې یو شمېر مؤسساتو د ماهیانو د ساتنې او پالنې لپاره فارمونه عام کړل، چې په دې سره د ماهیانو تازه غوښو ته د خلکو لاس‌رسی ډېر شو. په اوس وخت کې د کبانو فارم لرونکي د دې برخې د کمېدو لاملونه وروستي سېلابونه، وچکالۍ او په هېواد کې سیاسي بدلون په ګوته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې يوه ځوان وړيا ښوونيز مرکز او کتابتون پرانيستي

په کابل کې افغان هدایا پلس وړیا کتابتون او ښوونیز مرکز، چې چارې یې د نوید الله نیکزاد په نوم یو ځوان پر مخ وړي. نوید الله نیکزاد چې خپله یو محصل دی، یو کال د مخه یې یو کتابتون اداره کاوه، چې په دې کتابتون کې شاوخوا دوه زره کتابونه موجود وو او دا کتابونه خلکو ته وړیا او د نورو کتابونو په بدل کې یعنې د تبادلې په ډول د مطالعې لپاره ورکول کېدل. د ښاغلي نیکزاد په وینا وروسته له‌هغې چې د طالبانو حکومت له‌خوا پر ښځو او نجونو د زده‌کړو بندیزونه ولګول شول، د کتابتون فعالیت کم شو ځکه ډېری مراجعین یې نجونې وې او دی دې ته اړ شو، چې کتابتون بند کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پخواني پوځيانو د وژنې دوام؛ د تېر نظام د ځانګړې قطعې د سرتېري 'ستار سيرت' د وژنې ادعا شوې

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه کس د ټوټه شوي جسد یوه ویډیو خپره شوې، چې ادعا کېږي د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړې قطعې پخوانی سرتېری، ستار سیرت دی. په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، ستار سیرت د ځانګړو کومانډو ځواکونو یو پخوانی سرتېری و، چې دوه اوونۍ وړاندې د مزارشریف – سرپل له لارې تښتول شوی و او وروسته یې جسد په همدې سیمه کې وموندل شو. ویل کېږي چې نوموړي د کابل ښار په یوه رستورانت کې کار کاوه. هڅه مو وکړه چې د ستار سیرت له کورنۍ سره خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شو. دا په داسې حال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ډېرېدل؛ خلک يې اندېښمن کړي دي

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پر ډېرېدو د خلکو اندېښنې! ۲۴ کلنه سهیلا د هرات ولایت اوسېدونکې ده، چې په دې وروستیو کې په کرونا ویروس اخته شوې ده. سهیلا وايي، نه پوهېږي چې په دې ناروغۍ څنګه اخته شوه، خو په خبره یې ډاکټر ته د تګ ځنډ یې د دې لامل شوی، چې دوه ماشومانو یې هم پرې اخته شي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه پخپله هم په دې وروستیو کې د کرونا په ناروغۍ اخته وم، فکر مې کاوه چې ساده زکام دی، ما درمل لکه پاراسټامول وخوړول، وروسته مې ولیدل چې د شپې مې سینه هم نیسي او سهار به مې بیا ساه نه شوه اخیستلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی پوځي مشر په ۷۹کلنۍ کې مړ شو؛ ايا په خپل سياسي ژوند کې بريالی و؟

د مشرف ناروغي: د پاکستان پخواني پوځي مشر، جنرال پروېز مشرف، چې د یوې سپینې کودتا په نتیجه کې واکمن شوی و، نن یکشنبه (د فبروري میاشتې پر ۵مه) تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر د دوبۍ په یوه روغتون کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. مشرف له کلونو راهیسې د ایمالایډوسېس (Amyloidosis) په نوم په یوه ناروغۍ اخته وو. د برېتانیا د روغتیا ملي اداره، دا یوه داسې "کمسارې او جدي" ناروغي ده چې په‌کې د وجود "په غړو او بافتونو کې د ایمالایډ په نوم غیرعادي لحمیات یا پروټینونه" جمع کېږي. د يادې ادارې په خبره،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پخواني پوځي مشر پروېز مشرف سياسي ژوند او د واک ترلاسه کول

د ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر د دولسمې ماښام مهال پاکستاني عسکر د دولتي ټلوېزیون پي ټي وي په تړلیو دروازو ور وختل. ساعت وروسته د هغه وخت د پوځ واکمن مشر جنرال پروېز مشرف په ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د صدراعظم میا محمد نواز شریف حکومت یې ړنګ او ځان یې د پاکستان اجرایوي مشر ټاکلی. هغه پاکستانیانو ته ډاډ ورکړ چې وضعه تر کنټرول لاندې ده. نوموړي هغه مهال وويل: "زه یوازې غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې په هېواد کې وضعیت په بشپړ ډول ارامه، باثباته او تر کنټرول لاندې دی، هیڅ بهرنی ځواک دې فکر نه‌کوي چې له اوسني وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سرې مياشتې ټولنه: شاوخوا لس مليونه افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په افغانستان کې شاوخوا لس ملیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د کاپیسا يوه بې‌وزله اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم يې ياد شي وايي، په دې ولایت کې د هوا د سړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخامخ ده. نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، خاوند یې بې روزګاره دی او په سړه هوا کې د خونو د ګرمېدو د وسایلو د نه درلودلو له امله یې ماشومان ناروغان شوي دي. ياده مېرمن وايي: "موږ په کرایي کور کې ژوند کوو، خاوند مې بې روزګاره دی، تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خان جان الکوزی: په تېرو ۲ مياشتو کې کابل او يو شمېر ولايتونو کې ۱۳سوداګر تښتول شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو دوه میاشت کې دیارلس تنه سوداګر په کابل او نورو ولایتونو کې تښتول شوي دي. يو کس چې کابل کې د موټرو سوداګري کوي او نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې واخيستل شي وايي، د تښتونکو له‌خوا د کابل په پنځمه ناحیه، میرویس میدان (کوټې سنګي) کې وتښتول شو او له پنځه ویشت ورځو وروسته د پنځه لکه ډالرو په بدل کې بېرته خوشې شو. ده ازادي راډيو ته وویل: "لاس یې راواچاوه، کوم شی یې راباندې بوی کړل او بیا زه پوهېدلی نه یم. کله چې دو ساعته وروسته په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان ولې د نجونو او مېرمنو د حقوقو د ورکړې برخه کې څرګند ځواب نه وايي؟

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري د بشري مرستو له رسونې څخه د ښځو راګرځولو او له ښوونځیو څخه د نجونو د راګرځولو پرېکړې ټوله ټولنه له خوړو او راتلونکې بې برخې کړې. د نوموړې د دې څرګندونو په اړه مرسلین ارسلا، د سیاسي چارو له شنونکي حبیب الله هوتکي سره مرکه کړې. ښاغلی هوتکي د مرکې په پيل کې پوښتل شوی چې، د نړیوالې ټولنې له فشارونو او د افغانانو له غوښتنو سره سره ولې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړی په برخه کې څرګند ځواب نه وایي؟... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرن ډېکر: پر نجونو او مېرمنو محدوديت افغاني ټولنه له راتلونکي بې‌برخې کوي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خوړو او راتلونکي بې‌برخې کوي. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکرد امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر یو شمېر طالب مشرانو د وېزې وروستیو محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، طالبان د بانکي سکتور د ښه کولو لپاره هیڅ هم نه‌کوي خو له ښوونځیو نجونو او په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي لپاره ډېر څه کوي. اغلې ډېکر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين په لوهانسک کې وضعيت ناوړه بلل شوی

د اوکراین د لوهانسک سیمې والي سرهی هیدای وايي، اوکرایني ځواکونه لا هم په لوهانسک کې پر بیلو هوریفسکا کلي کنټرول لري. والي نن ویلي، چې وضعیت په دې کلي کې ناوړه دی، خو وضعیت په کنټرول کې دی. هیدای د اوکراین ملي ټلوېزیون ته ویلي: په روسیه کې داسې اطلاعات خپاره شوي وو، چې ګواکې بیلو هوریفکا کلی د روسي پوځیانو له‌خوا نیول شوی او له هغه ځایه د اوکراین وګړي شړل شوي دي، خو په اصلي کې د اوکراین پوځیان لا هم په خپلو سنګرونو کې دي. د ده په وینا هيڅوک نه‌دي نیول شوي او هلته د دوی دښمن حضور نه‌لري. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امريکا ولسمشر پولنډ ته سفر وکړي

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پولنډ ته سفر وکړي. د پولنډ د بهرنۍ پالیسۍ یوه سلاکار مارچین پژیداچ (Marcin Przydacz) پرون شنبه یوه ټلوېوزیون ته په خبرو کې ویلي، ولسمشر جو بایډن به د پولنډ د ولسمشر اندژې دودا بلنې ته مثبت ځواب ووايي او پولنډ ته به دا سفر وکړي. د هغه په وینا پر دې موافقه شوې چې امریکايي لوری به په مناسب وخت کې د دې سفر دقیقه نېټه اعلان کړي، خو دا سفر به ډېر ژر ترسره شي. د پولنډ دغه چارواکي ویلي، د دې سفر پر چمتووالي کار روان دی او ده ویلي چې د پولنډ له امنیت د امریکا د ملاتړ دوام خورا مهم دی.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پوليسو د ټي‌ټي‌پي د دوو قوماندانانو د وژنې خبر ورکړی

د پاکستان پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې يې د تحريک طالبان پاکستان یا (TTP) دوه قوماندانان وژلي دي. د پولیسو یوه افسر محمد علي ګنډاپور پرون شنبه ویلي، چې د طالبانو دغه وژل شوي قوماندانان د پولیسو د پنځو افسرانو د وژنې له کبله تر تعقیب لاندې وو او د دې تر څنګ د امنیتي ځواکونو پر پوستو په حملو کې هم دخیل وو. د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو د دغو دوو قوماندانو پر سر شا و خوا ۷۰۰۰ ډالره جایزه هم اعلان کړې وه. پولیس وايي څلور نور وسله‌وال او یوه اندازه مهمات یې نیولي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په یوه مانده کې د یوې اتلس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده. په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي، د وژل شوې نجلۍ جسد د سپین بولدک روغتون ته انتقال شوی خو لا یې هم خپل خپلوان نه‌دي موندل شوي. تر اوسه د دې پېښې څرنګوالی نه‌دی معلوم. د والي ویاند دغه راز زیاتوي، تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د ملا ولي ویالې په سیمه کي د دوو کسانو ترمنځ د ځمکې پر سر په خپل منځي شخړه کې یو کس ویشتل شوی او وژل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف د يوې اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ

د پاکستان پخوانی پوځي مشر، پروېز مشرف په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو. د پاکستان پوځ نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د مشرف مړینه خواشینوونکې بللې او په دې اړه یې خواخوږي ښوولې ده. مشرف په ۱۹۹۹م کال کې د یوې سپینې کودتا په نتیجه کې قدرت په لاس کې واخیست او له ۲۰۰۱ څخه یې تر ۲۰۰۸م کاله پورې د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده. د هغه په واکمنۍ کې د افغانستان د تېر حکومت چارواکو دی د افغان طالبانو په ملاتړ تورناوه، هغه تور چې اسلام اباد په وار- وار رد کړی دی. پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د قصابانو کاروبار خراب شوی

د کابل ښار یو شمېر قصابان وایي، د تېر په پرتله یې د غوښې خرڅلاو کم شوی دی. دوی وایي، خلک د کمزوري اقتصاد له امله نه شي کولی چې ان په میاشت کې یو ځل غوښه وپېري.

Pa.azadiradio.com 

ټام وېسټ د کډوالو ادارې او د روغتيا نړيوال سازمان له مشرانو سره کتلي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په جینوا کې یې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې او روغتیا سازمان له مشرانو سره کتلي. وېسټ نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا سازمانونه او نور مرستندویه ارګانونه په افغانستان کې په ژوند ژغورنکو عملیاتو بوخت دي او د مهاجرینو، کډوالو او د ناورینونو له قربانیو ملاتړ کوي. ټام وېسټ وايي، جینوا کې یې له خپلو نورو شریکانو سره هم د طالبانو په وروستیو بندیزونو او هغو سیاستونو بحث کړی چې له امله یې ملیونه افغانانو ته د مرستو رسول له ګواښ سره مخ کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

په دې سیالیو کې د کندهار تر څنګ د هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکو او دغه راز له ډيورنډ کرښې ها غاړي چمن او کویټې زیات شمېر خلکو او د غېږ نیونې پهلوانانو ګډون کړی و. د غېږ نیونې پهلوانان یا لوبغاړي وايي، د دغه سیالیو لړۍ باید ژوندۍ وساتل شي او ځانګړی لوبغالی دې ورته جوړ شي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د کرېکټ شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ بودیجه زیاته کړې ده

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف پر خپلې فېس بوک پاڼې ليکلي، د اسیا د کرېکټ شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ بودیجه زیاته کړې ده. ښاغلي اشرف او د اسیا د کرېکټ شورا د نورو غړیو هېوادونو مشرانو د شنبې په ورځ په بحرین کې د شورا په یوه بېړنۍ ناسته کې ګډون درلود. میرویس اشرف داسې وخت د اسیايي شورا د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرېکټ راتلونکي ته اندېښنې په ډېرېدو دي. ځینو ټيمونو له هغې ډلې اسټرالیا میاشت مخکې له افغانستان سره خپلې لوبې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیز په غبرګون لغوه کړې.

Pa.azadiradio.com 

پېښور کې د نا امنۍ او ترهګرۍ پر ضد زرګونه کسانو لاریون وکړ

په دې لاریون کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو برخه واخیسته. لاریون ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور په پولیس لاینز کې برید وغانده او هغه یې پر پښتنو باندې یو برید وباله. د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو نه پېښور ته راغلي خلک لومړی د پریس کلب مخې ته راټول شول او بیا یې د صوبايي اسمبلۍ تر ودانۍ پورې لاریون وکړ. په خیبر پښتونخوا کې د امن د غوښتو لپاره دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: تېره اوونۍ نږدې اته‌زره افغانان له ايرانه راستانه شوي

په نیمروز کې طالب چارواکو خبر ورکړی چې، تېره اوونۍ نږدې اته زره افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي. باختر اژانس راپور ورکړی، دا افغانان له ایران څخه د ورېښمو له لارې افغانستان ته راغلي. د راپور له‌مخې له دغو بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو سره د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام له خوا د خوراکي توکو او پیسو مرستې هم شوي دي. د طالبانو په بیا واکمنېدو د اقتصادي ستونزو، ګواښونو او اوزګاریو په سبب لکونه افغانان له هېواده ووتل چې ډېر یې په ایران او پاکستان کې مېشت شول.

Pa.azadiradio.com 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له کندهار دوبۍ ته د الوتنو د پيل خبر ورکړ

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکوي چې له کندهاره دوبۍ ته مخامخ الوتنې پيل شوې. دغه وزارت شنبه ناوخته په خپل ټوېټر پاڼه خبر ورکړی چې، د کندهار له احمدشاه بابا هوایي ډګره د کام ایر شرکت لومړنۍ الوتنه دوبۍ ته وشوه. سعودي عربستان ته هم له‌دې هوايي ډګره پروازونه روان دي. طالب چارواکو هیله ښودلې چې وکولای شي له کندهاره – ډهلي او چین ته هم دوه اړخیز پروازونه پیل کړي. د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لا هم افغانستان ته د نړیوالو الوتنو بهیر عادي شوی نه‌دی.

Pa.azadiradio.com 

د برېتانيا صدراعظم: اوکراين سره د پوځي مرستو د چټکولو موافقه شوې

د برېتانيا صدراعظم ريشي سوناک او د اوکراين ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون (د فبرورۍ په ۴مه) په ټليفوني خبرو کې له اوکراين سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د چټکولو پر اهميت سلا ته ورسېدل. د سوناک دفتر په یوه بیان کې ویلي، تمرکز یې په دې دی چې د برېتانیا پوځي دفاعي تجهیزات ژر تر ژره په اوکراین کې لومړۍ کرښې ته ورسيږي. د اعلامیې له‌مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې نړیوال شریکان دې له اوکراین سره خپلې مرستې ګړندۍ کړي څو له فرصت څخه په استفادې روسي ځواکونه شاتګ ته اړ ایستل شي. د پرتګال صدراعظم... Читать дальше...


Храм Преображения Господня в Коммунарке

Индия начнет поставки в Россию картофеля и гранатов

Брянск принимает Атлантиду

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

["Кони привередливые"] "Коней на переправе меняют": Москва развернула нефтяные танкеры у Нью-Дели, наконец проявив решительность, которую не ожидали даже в Вашингтоне. "Дружба-дружбой, а табачок..."

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Индия начнет поставки в Россию картофеля и гранатов

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня

Музыкальные новости

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Новости России

Яд в бульоне. Врач объяснила, из каких съедобных грибов не стоит варить суп

Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня

Экология в России и мире

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Спорт в России и мире

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Moscow.media

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *