Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 25.02.2023

Pa.azadiradio.com 

مثلث؛ د طالبانو حکومت ایا په رښتیا په دوه لاري کې ایسار دی؟

یو خوا د پاکستان حکومت بله خوا تحریک طالبان پاکستان. دا اوونۍ په مثلث پروګرام کې له طالبانو د پاکستان په تمو باندې بحث شوی. د صفي الله ستانکزي په کوربه توب دغه مثلث کې پخوانی افغان لوړپوړی چارواکی محمد عمر داوودزی او د مشال راډیو خبریال احمدشاه اعظمي مېلمانه دي.

Pa.azadiradio.com 

والیبال؛ افغان ملي لوبډلې مالدیپ ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د څلورو ملتونو جام په سیالیو کې خپله درېیمه سیالي درې د صفر پر وړاندې له مالدیپ څخه وګټله. دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې درېیمه بریا ده. افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سینګاپور او په دویمه لوبه کې مالیزیا ته ۳-۱ ماتې ورکړې وې. د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نومرو په جدول کې افغان لوبډله لومړي مقام ته ورسېده. دغه سیالي چې نن د فبرورۍ ۲۵مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه درې سیټه لوبه وشوه چې درې واړه افغان لوبډلې وګټل. د افغانستان والیبال فدراسیون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت

د ترکیې او سوریه په ګډ سرحد کې د فبروري د شپږمې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت. دا ارقام د دواړو هېوادونو دولتي سرچینو ورکړي دي. د ترکیې د طبیعي پېښو ادارې له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې یوازې په ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړینو ټول شمېر ۴۴۲۱۸ ته او په ګاونډۍ سوریه کې دا شمېر ۵۹۰۰ ته رسېدلی، خو د سوریې د جګړې یوه څارونکې ډله په دې هېواد د یادې زلزلې د تلفاتو شمېر ۶۷۶۰ یادوي.

Pa.azadiradio.com 

جي شل د مالیې وزیرانو پر اوکراین د روسیې یرغل وغانده

د نړۍ د شلو لویو صنعتي هېوادونو د ډلې یا جي شل د مالیې وزیرانو نن په خپله غونډه کې پر اوکراین د روسیې یرغل وغانده، خو یوازې چین او روسیې د غونډې د ګډې اعلامیې له لاسلیکولو ډډه وکړه. هند چې د جي شل ډلې د مشر په توګه په بنګلور ښار کې د دې غونډې کوربه و، په دې غونډه کې د اوکراین د جګړې د موضوع د رابرسېره کولو په برخه کې زړه نازړه و، خو لوېدیځو هېوادونو ټینګار وکړ چې که په اعلامیه کې روسیه پر اوکراین د برید په خاطر ونه غندل شي، نو د غونډې د نورو نتایج ملاتړ به ونه کړي. د جي شل په غونډه کې د نظر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'خالد حسیني' د یوه ناول په اساس جوړه شوې اوپرا نندارې ته وړاندې کېږي

تمه ده چې د افغان لیکوال خالد حسیني د یوه ناول په اساس جوړه شوې اوپرا نن ماښام د امریکا په سیاټل ښار کې نندارې ته وړاندې شي. دا ډرامه چې د زر پرتمین لمرونه په نوم د حسیني د مشهور ناول په اساس چمتو شوې، د مریم او لیلا په نوم د دوو افغان ښځو د ژوند کیسه ده چې د عمر توپیر یې شل کاله دی او جریان یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په ګډون ټول په افغانستان کې پېښېږي. د دې اوپرا سټیج ډایرکټره افغان فلم جوړوونکې رویا سادات ده. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د یوه لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي د جوړولو ادعا وکړه

ایران ادعا کړې چې د لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندی یې جوړ کړی. د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان امیرعلي حاجي زاده پرون اعلان وکړ چې دا توغندی په ۱۶۵۰ کیلومتره واټن کې اهدف په نښه کولای شي. څارونکي په دې باور دي چې د روسیې له خوا د اوکراین په جګړه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو کارولو ته په پام سره پرونی اعلان ښايي د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې لا زیاتې کړي. حاجي زاده همداراز د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له قاتلانو د غچ اخیستو ژمنه وکړه ویې ویل چې دوی د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ د وژلو هڅه کوي.

Pa.azadiradio.com 

یوځل بیا د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د ازادېدو غوښتنه شوې

د بې پولې خبریالانو ټولنې د طالبانو له بنده د افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د ازادېدو په خاطر د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت کړی. یو خبریال چې د طالبانو د حاکمیت په سیوري کې له ټولو ننګونو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي، وايي، په بېلابېلو بهانو د طالبانو لخوا د خبریالانو نیول، په کاري ساحه کې د دوی وېره ډېروي. دا چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:" د اسلامي امارت لخوا خبریالان معمولاً د خبریالۍ په خاطر نه، بلکې ویل کېږي چې د حقوقي او شخصي مسایلو له امله نیول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې؛ مولوي یعقوب: د افغانستان فضا اشغال شوې

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی. د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان د هوايي حریم د اشغالېدو په اړه اندېښنه ښيي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالب ځواکونو د فراغت په یوې غونډه کې د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو الوتنو ته اشاره کړې او ویلي چې د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی دی. مجاهد دغه شان د پوځي تسلیحاتو او تجهیزاتو پر زیاتېدو ټینګار کړی ویلي چې د پوهې پیاوړتیا ته اړتیا ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي غواړي د چین له ولسمشر 'شي جن پینګ' سره خبرې وکړي

د اوکراین ولسمشر وايي چې په پام کې لري، د چین له ولسمشر سره د چین له خوا د اوربند پر وړاندیز خبرې وکړي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په اوکراین کې د روسیې د غیرموجه یرغل د کال پوره کېدو په مناسبت ویلي، غواړي د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره خبرې وکړي. د دې کتنې د دقیقې نېټې او ځای په باب څه نه دي ویل شوي. دوی به د چین د اوربند پر وړاندیز بحث وکړي چې هدف یې په اوکراین کې د روانې جګړې ختمول دي، هغه جګړه چې پرون یې یو کال پوره شو. د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، چې زیلینسکي د چین د اوربند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې افغان ورزشکاران: د المپیک کمېټه د یو کال راهیسې د عصریې پيسې نه راکوي

د افغانستان د ورزش د بېلابېلو څانګو ورزشکاران شکایت کوي چې له یو کال راهیسې د المپيک ملي کمېټې له خوا دوی ته د عصریې پيسې نه دي ورکړل شوي. ورزشکاران وايي، د عصریې پیسې د دوی مسلم حق دی چې له یو کال راهیسې ورته نه دي ورکړل شوي. د افغانستان د والیبال د فدراسیون د ملي لوبډلې غړي سباون غورځنګ ازادي راډيو ته وویل، د عصریې پیسې ورته مهمې دي. نوموړی زیاتوي: "سږ کال موږ لومړۍ ربعه د عصریې پیسې تر لاسه کړې، خو د پاتې نورو میاشتو لا پاتې دي. موږ له مسوولانو هیله کوو چې د عصریې پیسې موږ ته ډېرې راکړي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کراچۍ په یوه زندان کې څلورم افغان هم ومړ

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فیض محمد په نوم څلورم افغان زنداني هم مړ شو.  له تاج محمد، عبدالخلیل او ولي خان وروسته فیض محمد څلورم افغان دی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له زنداني کېدو وروسته مري. په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، فیض محمد د فبروري میاشتې په ۲۲مه ساه ورکړې وه، خو پرون ناوخته یې د مرګ خبر له دوی سره شریک شو. کاکړ زیاتوي چې فیض محمد د کولرا ناروغي درلوده او په زندان کې د روغتیايي خدمتونو د نشتون له یې درملنه ونه شوه، ځکه یې ساه ورکړه. کاکړ ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار ځينې دوکانداران: د پلور د کمښت له کبله د ماليې ورکولو توان نه لرو

د کابل ښار یو شمېر دوکانداران وايي، د دوی د پلور بازار ورځ تر بلې مخ په کمېدو دی او نه شي کولای مالیه ورکړي. د کابل ښار یو اوسېدونکی نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې واخیستل شي، وايي، د عکاسۍ او فوټو کاپۍ دوکان لري. هغه وويل، مخکې یې کار ښه و، خو د ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړل کېدو ورسته یې اوس د کار چندان خوند نه شته او د هر ډول مالیې ورکړه ورته ستونزمنه ده. نوموړي زياته کړه: "شل ډوله مالیې یې راباندې وضع کړي، نه پوهېږم، دا د دوکان مالیه، دا د جواز مالیه، دا د برښنا لګښت، دا د لوحو لګښت. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: بدخشان کې یو مشکوک ځانمرګی بریدکوونکی وژل شوی

په بدخشان کې د طالبانو چارواکي ادعا کوي، یو مشکوک ځانمرګی بریدکوونکی نن سهار هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی دی. د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي، دغه ځانمرګی بریدګر د کابل بانک دروازې مخې ته تر حملې مخکې پېژندل شوی او ویشتل شوی دی. د احمدي په وینا، په دې پېښه کې یوازې مشکوک ځانمرګی بریدګر وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی. د مشکوک حمله کوونکي د هویت په باب څه نه دي ویل شوي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ځانګړي استازي له فضل هادي مسلمیار سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، پرون یې د افغانستان د مشرانو جرګې له پخواني رییس فضل هادي مسلمیار سره د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې. وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، په دې ټلیفوني خبرو کې یې د افغانانو پر هغو غوښتنو هم بحث وکړ چې غواړي نجونې ښوونځیو او ښځې کارونو ته ستنې شي. ټوماس وېسټ لیکلي، دوی د افغانانو ترمنځ د افغانستان د راتلونکي لپاره د ډیالوګ پر اړتیا هم خبرې وکړې. نن پنځه سوه درویشتمه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم نوي ډیلي ته رسېدلی

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن شنبه د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته ورسېد او ټاکل شوې له خپل هندي سیال سره په اوکراین کې د روسیې پر جګړه او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره تر یوځای کېدو وروسته شولڅ وویل: "زموږ د هېوادونو د پرمختګ او د نړۍ د سولې لپاره به پر ټولو اړوندو موضوعاتو بحث وکړو." دا هند ته د جرمني د اوسني صدراعظم لومړی رسمي سفر دی، خو په ۲۰۲۱م کال کې له صدراعظم کېدو وروسته یې دا له مودي سره څلورمه کتنه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله پر مسکو د نویو بندیزونو له لګولو سره موافقه وکړه. پر اوکراین د روسیې د یرغل پرون کال پوره شو او د تازه بندیزونو اعلان پرون سویډن وکړ چې دا مهال د اروپايي ټولنې دوره يي مشري کوي. دا د روسیې تر یرغل وروسته د اروپايي ټولنې د بندیزونو لسمه بسته ده چې په هغو کې پر هغو اشخاصو او شرکتونو هدفمند محدودوونکي اقدامات شامل دي چې د دې جګړې ملاتړ کوي، دغه راز پروپاګند خپروي یا یې هم روسیې ته بې پېلوټه الوتکې ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې یې وکاروي. ټاکل شوې دغه بندیزونه نن شنبه نهايي تصویب شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس ولسمشر چین ته په رسمي سفر ځي

ټاکل شوې د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو راروانه سې شنبه چین ته په رسمي سفر لاړ شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ وویل: "لوکاشینکو به د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه د فبروري له اتمه ویشتمې د مارچ تر دویمې نېټې چین ته سفر وکړي." لوکاشینکو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له نږدې متحدانو دی چې پر اوکراین یې د روسیې د یرغل ملاتړ کړی دی. بېلاروس په مالي او سیاسي لحاظ پر خپل ګاونډي هېواد روسیې متکي دی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

‏په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، سر له نن څخه د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه. د طالبانو په کنترول دې سفارت نن سهار په يوه ټويټ کې وويل: "د تورخم دروزاه سر له نن شنبې د فبرورۍ ۲٥مه، د هر ډول تګ راتګ پر مخ له دواړو طرفونو خلاصه شوه." د تورخم دروازه د طالب ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر نښتو وروسته شاوخوا پنځه ورځې مخکې تړل شوې وه او پرون که څه هم طالبانو پرانیستې وه، خو د پاکستان لوري بېرته وتړله. پرون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ويلي وو چې د تورخم د بندېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ځینې اوسېدونکي په کورونو کې د نجونو لپاره د زده کړو اسانتیا غواړي

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي چې د نوي ښوونیز کال په راتګ سره په کورونو کې د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي. دوی وايي، له هغې راهیسې چې طالبانو له زده کړو څخه نجونې منع کړي نو دوی هم ارامه خوب نه دی کړی. د طالبانو په کنترول کې د ارزګان د پوهنې ریاست مسوولان وايي، دوی په دې اړه تراوسه کوم پلان نه لري. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

اوچا: په افغانستان کې دې ښځې د ښځو تر څنګ ودرېږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې ښځې د ښځو تر څنګ ودرېږي. اوچا پرون جمعه په یوه مفصله اعلامیه کې یو وار بیا پر طالبانو انتقاد وکړ چې په نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. په دوام راغلي چې ښځې په نادولتي موسسو کې له ۳۵ تر ۴۰ فیصدو پورې کاري قوه جوړوي چې په ټوله کې د بشري فعالیتونو کې ۸۰ فیصده برخه پرمخ بیايي. د اوچا په وینا، هڅې روانې دي چې طالبان په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسوي. طالبانو دوې میاشتې مخکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ژورنالېستانو خوندیتوب کمېټې په پکتیا کې د رسنیو پر ستونزو غونډه کړې

د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پرون یې په پکتیا ولایت کې د رسنیو پر ستونزو له ولایتي چارواکو سره خبرې وکړې. د دې کمېټې د ټویټ له مخې په دې غونډه کې د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې د رسنیو او حکومت د یوې ګډې تنظیموونکې کمېټې د جوړولو وړاندیز وکړ. د افغان ژورنالېستانو دغه اداره وايي، دا ګډه کمېټه به د هغو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي، چې محلي رسنۍ ورسره مخامخې دي. وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې ګڼې رسنۍ له محدودیتونو سره مخامخې شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لندن کې د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې ۶۰۰ کورونه جوړېږي

د لندن ښاروال صادق خان په دغه ښار کې د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې د ۶۰۰ کورونو د جوړولو خبر ورکړ. راپورونه وايي، دغه پروګرام به د ۲۰۲۴م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې دوام کوي. صادق خان پرون جمعه د فبرورۍ ۲۴مه وویل چې د پناه غوښتونکو د کورونو پروګرام د افغانانو او اوکراینیانو لپاره دي چې د بحرانونو له کبله له خپلو هېوادونو وتلي او اوس په لندن کې اوسي. د لندن ښاروال ټینګار وکړ چې زیات پناه غوښتونکي په داسې موقتو کورونو کې اوسي چې د استفادې وړ نه دي. د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کلفورنیا کې د افغان انځورګرانو او لیکوالانو نندارتون پرانیستل شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلفورنیا ایالت په پوهنتون کې د افغان انځورګرانو او لیکوالانو یو نندارتون پرانیستل شوی دی. په دغه نندارتون کې د پنځوسو افغانانو اثار چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته کښل شوي یا لیکل شوي، نندارې ته ایښودل شوي دي. په دغو اثارو کې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې له پنځلسمې وروسته د خلکو بېوزلي انځور شوې، په ځانګړي ډول بېکاري، راتلونکې ته هیله نه لرل او وېره. دغه نندارتون به د مارچ میاشتې تر ۲۱مې پرانیستی وي.

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ: روسیه ایران ته د جنګي جېټ الوتکو پر لېږلو غور کوي

سپینه ماڼۍ وايي، روسیه پر دې غور کوي چې ایران ته د پوځي همکارۍ د پراختیا په لړ کې جنګي جېټ الوتکې ولېږي. تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې تهران مسکو ته په زیاته پیمانه پوځي تجهیزات ورکړي چې پر اوکراین د یرغل پر مهال یې وکاروي. د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل: "زموږ په باور روسیه ښايي له ایران سره بېساري پوځي همکاري وکړي، چې په هغو کې به میزاییل، برېښنايي او د هوايي مدافع سیسټمونه شامل وي." جان کربي وویل چې مسکو ښايي تهران ته جنګي جېټ الوتکې هم ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر خپل سر د میتاډون درملو استعمال ځينو معتادینو ته ستونزې پېښې کړي

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له ځينو مرکزونو د فعالیت له ځنډېدو او بستري خدماتو له کمېدو سره ځينو معتادینو پر خپل سر د نشې پرېښودلو لارو چارو ته مخه کړې ده. له دې لارو چارو څخه يوه هم د ميتاډون درملو استعمال دی. معتادین دا کار د دې لپاره کوي چې ورو ورو د نشه‌يي موادو استعمال کم کړي او په اوږدمهال کې نشه بيخي ځنې پاتې شي، خو روغتيايي مرکزونو ته له ورتلو او ډاکټر له مشورې پرته د دې درملو ډ‌ېر استعمال معتادینو ته نورې روغتيايي ستونزې پيدا کوي. په هلمند ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان... Читать дальше...


Минэкологии предостерегло жительницу Ступина от загрязнения земель

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

В Подмосковье прошла эко-выставка, посвященная раздельному сбору мусора

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Музыкальные новости

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

В Москве тушат пожар в здании у метро «Динамо»

В Fortnite прибудет группа Metallica и новый режим

РМК покинул Нагорный Карабах 12 июня - в День России

Новости России

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

Экология в России и мире

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

В Подмосковье обустроили 176 пешеходных маршрутов: Реутов в лидерах

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Спорт в России и мире

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Утро нового лета....

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

Северные ночи...

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *