Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 16.02.2023

Pa.azadiradio.com 

افغان کرېکټ لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. د لومړۍ لوبې پچه راشدخان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. اماراتو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه. د دوی په توپ وهونکو کې لوبډلمشر رضوان ۴۸ او محمد وسیم ۳۳ زیاتې منډې جوړې کړې. افغان لوبډلمشر راشدخان په دوه توپونو پرله‌پسې دوه وېکټې ترلاسه کړې، خو په درېيم توپ یې د هېټریک چانس له لاسه ورکړ. د ټولو افغان توپ اچونکو د توپ اچونې ډسپلین ښه و،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ايران د فوټبال مخکښ ستوری علي دايي د فيفا د غوره جايزو په مراسمو کې له ګډون منع شوی

دايي د فیفا د فوټبال غوره جایزو لپاره چې تمه ده د فبروري په ۲۷مه په سویس کې ترسره شي د فوټبال نړیوال فدراسیون له‌خوا وربلل شوی و. د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا راپور ورکړی چې، هغه ممنوع الخروجه دی او له ایرانه نه‌شي وتلی. د ایران د فوټبال متقاعد لوبغاړی علي دایي، د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژل کېدو له امله د څو میاشتو راهیسې د لاریونونو له څپې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی. دايي مخکې اعلان کړی و چې، هغه د چارواکو له‌خوا د لاریونونو د ملاتړ په تور احضار شوی و او پاسپورت یې ضبط شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو کندهار کې د طلوع نيوز خبريال محمد يار مجروح نيولی

په کندهار کې د طالبانو د حکومت استخباراتو په دغه ولایت کې د طلوع نیوز خبریال محمد یار مجروح بندي کړی دی. په کندهار کې ځايي خبریالانو ازادي رادیو ته ویلي چې، خبریال محمد یار مجروح دوه ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو ور غوښتی او بیا یې خوشې کړی نه‌دی. تر اوسه د نوموړي د بندي کېدو دلیل نه‌دی څرګند. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

Pa.azadiradio.com 

اوچا: روان ميلادي کال کې به له ۱۷مليون ډېر افغانان روغتيايي مرستو ته اړتيا ولري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (OCHA) وايي، په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۶ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري. د کابل اوسېدونکی عبدالقیوم وايي، چې تقاعد یې کړی او ۱۶کسیزه کورنۍ یې په بد وضعیت او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. نوموړي ازادي راډيو ته وويل، پخپله د زړه ناروغي لري خو د درملو اخيستلو او د ډاکټر د فيس د ورکولو توان نه‌لري. نوموړی وايي: "زه پخپله ناروغ یم، که زما د کورنۍ کوم غړی ناروغ شي، د درملنې لپاره یې پیسې نه‌لرم، زه نه‌شم کولی چې یو عادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړيواله کمېټه: افغانستان له لوړې قحطۍ سره د مخ هېوادونو په ډله کې دی

سمیرا له خپلو پنځو ماشومانو سره د کندز په خواجه اباد سیمه کې ژوند کوي، د هغې خاوند ۱۷ کاله دمخه مړ شوی او د خپلو ماشومانو یوازینۍ سرپرسته ده. سمیرا ازادي راډیو ته وویل، له یو نیم کال راهیسې یې خپله دنده له لاسه ورکړې او د ورځنیو لګښتونو لپاره هیڅ عاید نه‌لري. نوموړې وايي: "له یو نیم کال راهیسې وزګاره یم، د بیو لوړوالی، نا امني، بې‌روزګاري، جګړه، مصیبت، وچکالي. نه پوهېږم چې تقدیر له موږ سره څه لوبه کوي، نیمه شپه له خوبه پاڅېږم او له ځانه سره فکر کوم چې په پای کې به څه پېښ شي، موږ ټول په رواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د استاد مشعل د نيول کېدو ۱۴مه ورځ؛ فضلي: د نوموړي په اړه هيڅ مالومات نه‌شته

اسماعیل مشعل چې د پوهنتون استاد او په افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو فعال غړی و، د روانې فبرورۍ په دویمه د طالبانو د حکومت له‌خوا ونیول شو. د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مدیر او نږدې ملګری فرید احمد فضلي وايي، د څوارلس ورځو په تېرېدو لا هم نه‌دي توانېدلي چې د ښاغلي مشعل ځای پیدا کړي. استاد اسماعیل مشعل د فبرورۍ په دوهمه نېټه هغه مهال د طالبانو له‌خوا ونیول شو چې د کابل د دهبوري په پارک کې یې لوستو کسانو ته د خپلې شخصي کتابخانې کتابونه ډالۍ کول. فرید احمد فضلي ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سل بالیزه سیالۍ؛ راشد خان د 'ټرېنټ راکېټز' لوبډلې ځان سره وساته

د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۶مه د ناټینګهم کونټي کرېکټ کلب اعلان وکړ چې د روان کال په سل بالیزه/هنډرېډ سیالیو کې به راشدخان یو وار بیا د «ټرېنټ راکټز» لوبډلې برخه وي. سل بالیزه کرېکټ سیالۍ په لومړي ځل په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د انګلستان او ویلز کرېکټ ادارې له لوري رامنځته شوې چې، د دې هېوادونو د ۸ مشهورو ښارونو په نوم لوبډلې په‌کې لوبیږي. د دې سیالیو په تېرو دوه پړاونو کې د راشد خان ترڅنګ په څو نور افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي. راشد خان په ۲۰۲۲ کال کې د ناټینګهم ښار اړوند لوبډلې ټرېنټ راکټز لوبغاړی و چې لوبډلې یې د دې کال اتلولي هم وګټله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: افغانستان کې د ماشومانو تنفسي ناروغي ډېره شوې

په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله او ناداره کورنۍ وايي، دا چې د ژمي په روان موسم کې یې کورونه ساړه دي، د ماشومانو د سینه و بغل درملنه يې کومه مثبته پایله نه ورکوي. شکیبا د دریو ماشومان مور ده، خو ټول په شدیدې تنفسي ناروغیو اخته دي او د کمزوري اقتصادي وضیعت له امله د ماشومانو درملنه نه‌شي کولای. نوموړې وايي: "دلته هوا ډېره سړه ده، زه خپله هم ناروغه یم، خو ماشومان مې ډېر ناروغان دي، که څه هم اقتصادي ستونزې ډېرې لرم خو بیا هم ډاکټر ته څو ځلې ورغلې یم، څو د ماشومانو درملنه مې وکړم، خو هوا ډېره سړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت سر له نن د پټرولو او ډيزلو بيې لوړې کړي

د پاکستان حکومت سر له نن د فبروري ۱۶مې په دغه هېواد کې د پېټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو بیې لوړې کړې دي. له تازه اقدام سره د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۷۲ روپۍ، د ډیزلو ۲۸۰ او د خارو تېلو هغه ۲۰۲ روپۍ ته لوړه شوې ده. د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۲ روپۍ، د ډیزلو ۱۷ روپۍ، د خاورو تېلو ۱۲ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۰ روپۍ لوړې شوي. اسلام اباد د تېلو بیې پر داسې مهال لوړې کړې دي چې د فبرورۍ پر ۱۵مه یې اضافي بودیجه وړاندې کړه چې هدف یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له سپارښتنو سره سم، د ۱۷۰ میلیارده روپیو نوې مالیې لګول دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي انقره کې ترکي چارواکو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ترکیې ته ویلي چې، د ناټو په دفاعي ایتلاف کې د شاملېدو لپاره د سویډن او فنلنډ د وړاندیزونو د تصویب وخت رارسېدلی دی. سټولټنبرګ د ترکیې په جنوب ختیځ او د سوریې په ځینو برخو کې له یوې سختې زلزلې لس ورځې وروسته انقرې ته تللی دی. سټولټنبرګ نن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره له خبرو وروسته وویل چې ناټو د اړتیا په وخت کې د ترکیې ترڅنګ ولاړه ده. هغه د ناټو په سازمان کې د شاملېدو لپاره د اروپا د شمالي ګاونډیانو د غوښتنې په وړاندې د انقرې د مقاومت د مخنیوي په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو بياځلي ټينګار: افغان نجونې بايد ښوونځيو ته پرېښودل شي

د ملګرو ملتونو سازمان یو وار بیا ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځیو ته پرېښودل شي. د ملګرو ملتونو جنوا څانګې په خپل ټوېټر د افغان نجونو د روبوټیک ټیم د کپټانې سمیه فاروفي خبرې خپرې کړي چې په نړیوالو غږ کوي افغان نجونې هېرې نه‌کړي. نوموړې ويلي: "د افغان نجونو لپاره شرایط خورا خرابه دي. هغوی ښوونځیو او پوهنتونو ته نه پرېښودل کېږي. له خپلو اساسي بشري حقونو محرومې دي. له نړیوالو مشرانو او خلکو غواړم چې افغانستان څخه ملاتړ وکړئ او ړافغان نجونې شاته مه پرېږدئ ځکه موږ هم د دې ټولنې او نړۍ برخه یو."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: که طالبان د القاعده شبکې پر وړاندې خپلې ژمنې عملي نه‌کړي موږ به خپله لاس په کار شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که په افغانستان کې د طالبانو حکومت ونه‌شي کړای او یا ونه‌غواړي د القاعده شبکې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي امریکا چمتو ده او د دې وړتیا لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د بېلګې په ډول یاد کړل. نوموړي وويل: "طالبانو خصوصي او علني ژمنې کړي چې دوی باید پرې عمل وکړي او هغه دا چې دوی به هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د متحده‌ایالاتو پر ضد استفاده وکړي. دویمه مسله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

منيزه کاکړ: د پاکستان له زندانونو له ۱۷۰ زيات افغانان بېرته افغانستان ته واستول شول

د پاکستان په سند ایالت کې د بندي افغان کډوالو یوه مدافعه وکیله وایي، د کراچې او حیدر اباد له زندانونو له ۱۷۰ زیات افغان کډوال پرون چهارشنبې بېرته افغانستان ته واستول شول. د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې او د دغو افغانانو مدافع وکیلې منیزه کاکړ ازادي راډیوته وویل: "په کراچۍ کې بندي افغانان چې تعداد یې شاوخوا زر تنه دی، د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۷۰ زیات یې پرون بېرته افغانستان ته ولېږل شول. په خوشې شویو کې د پري ګل بي بي په نوم هغه مېرمنه هم شامله وه چې مېړه یې عبدالخلیل د ډسمبر په لسمه د ناروغۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انتوني بلېنکن نن د يو شمېر هېوادونو سفر پيلوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن درې هېوادونو، جرمني، ترکیې او یونان ته سفر پیلوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په واشنګټن کې په یوه بیان کې وویل چې، بلېنکن به په دغه سفر کې چې د فبرورۍ تر۲۲مې پورې دوام کوي، د مونشن په امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې د زیانونو په اړه به د متحدو ایالتونو د غبرګون د هڅو څارنه وکړي. د پرایس په خبره بلېنکن به د راتلونکې سې‌شنبې په ورځ د یونان له صدراعظم، د بهرنیو چارو له وزیر او د اپوزیسیون له مشر سره وګوري او د امریکا ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: سيف العدل د القاعده شبکې مشر ټاکل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې وویل، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د القاعده د پخواني مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته په ایران کې دېره مصری، سیف العدل د دې شبکې د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دوی ارزونې د ملګروملتونو له‌هغې سره سمون لري چې په ایران کې مېشت سیف العدل په حقیقت کې د دې شبکې نوی مشر دی. ملګروملتونو د سې‌شنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل چې، په غالب ګومان غړي هېوادونه په دې نظر دي چې په اوس وخت کې عدل د دې ډلې مشر دی او چارې یې پر مخ وړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندو ورځپاڼه: د داعش ډلې ستراتېژيک فعاليت پر افغانستان متمرکز دی

هندو ورځپاڼه: له هنده خپرېدونکې هندو ورځپاڼې له افغانستانه د ترهګریزو ډلو د ګواښ مسلې ته پام اړولی او د ملګروملتونو د وروستي راپور په استناد لیکي، افغانستان تر اوسه منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته د ترویستي ګواښ یوه اساسي سرچینه ده. د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې، القاعده او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په څېر ډلې د طالبانو د یوې اغېزمنې امنیتي ستراتېژۍ د نشتوالي له کبله په دې هېواد کې د خوځښت له پراخې ازادۍ څخه برخمنې دي. د هندو ورځپاڼې په لیکنه د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راشدخان: د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبو ته چمتو یو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په خپلو وروستیو څرګندونو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د خپلې لوبډلې د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ. ښاغلي خان د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۵مه) د اماراتو کرېکټ بورډ له رسنیزې څانګې سره په خبرو کې وویل چې، یو شمېر افغان لوبغاړو له تېرو دوه اوونیو راهیسې په اماراتو کې تمریناتي کمپ تر سره کړ او د دې ترڅنګ یو شمېر نور د اماراتو په نړیوال لیګ او بنګله‌دېش غوره لیګ سیالیو کې ولوبېدل چې اوس لوبو ته ښه چمتو دي. نوموړي وویل، دې لوبو ته د لوبډلمشر په توګه ډېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا دفاع وزير: د اوکراين د جګړې پايله اروپا او د ټولې نړۍ امنيت ته مهمه ده

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، د اوکراین د غمجنې جګړې پایله د اوکراین، اروپا او ټولې نړۍ امنیت ته مهمه ده. اسټن پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د دوی هدف دا دی چې اوکراین ته نوره مرسته ورکړي چې د روسیې په وړاندې جګړه کې بریالی شي. اسټن که څه هم د نورو اضافي پوځي مرستو څرنګوالی مشخص نه‌کړ، خو زیاته یې کړه هر پوځي سیستم چې اوکرایني ځواکونو ته سپاري، روزنه به یې هم ورکوي. پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل نژدې یو کلن کېږي او دې موده کې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکيه کې زلزله؛ ۹ ورځې وروسته دوه مېرمنې له خاورو ژوندۍ را ايستل شوي

د ترکیې په زلزله ځپلي قهرمان مرش ښار کې پرون هم ژغورونکو له ۹ ورځې ځنډ وروسته دوه مېرمنې له خاورو ژوندۍ را ایستلي دي. د رویټرز خبري اژانس په وینا ژغورل شوې یوه مېرمن ۷۴ او بله یوه ۴۶ کاله عمر لري. دا په داسې حال کې ده چې د تېرۍ اوونۍ د دوشنبې ورځې له مرګونې زلزلې ورسته اوس تر خاورو لاندې د بندو کسانو د ژوندي پاتې کېدو هیلې مړاوي شوي او ټول تمرکز د ژغورل شویو او زیانمنو شویو په مرسته او لاس‌نیوي دی. تر پرون ماښامه پورې د ترکیې او سوریې په زلزله کې د مړو شویو شمېر د رویټرز په وینا له یو څلوېښت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې نن شل اوريزه لوبه کوي

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه د دریو شل اوریزو سیالیو لومړنۍ لوبه کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ پرون چهارشنبه دغې لوبلړۍ ته د راشد خان په لوبډل مشرۍ اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه. د افغانستان او اماراتو لوبډلې به خپله دویمه او درېیمه لوبه د شنبې او یکشنبې په ورځو، د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه نېټه وکړي. د کریک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له‌مخې د افغانستان او اماراتو د کرېکټ لوبډلو له ۲۰۱۶ کال راهیسې پنځه شل اوریزې لوبې کړي چې څلور یې افغانستان ګټلې دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو يو چارواکی: راتلونکي پسرلي کې به د نجونو زده‌کړه او تحصيل بېرته پيل شي

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي ویلي، په راتلونکي پسرلي او د نوي تعلیمي کال په پيل سره به د نجونو تعلیم او تحصیل بېرته پیل شي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسوول عبدالحق حماد امریکا غږ ته ویلي، د دغه هدف لپاره د جوړو شویو کمېټو چارې ګړندۍ شوي دي. د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو که څه هم تر اوسه په دې اړه ښکاره څه نه‌دي ویلي، خو د پوهنې یو شمېر فعالان وایي، له پسرلي وروسته د نجونو د زده‌کړو بندیز ته پلمه نه پاتې کېږي. تېر کال پسرلي کې هم طالب ویاندویانو د نجونو د ښونځیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکيه کې افغان سفارت: زلزله کې د زيانمن شويو افغانانو د لاس‌نيوي لپاره مو ډېټابيس جوړ کړی

په ترکیه کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، له زلزلې د زیانمنو شویو افغانانو د لاس‌نیوي لپاره یې د معلوماتو انلاین ډېټابیس جوړ کړی دی. په انقره کې افغان کونسل پسرلی حکیمي وایي، مرستو ته اړ کسان په دغه ډېټابیس کې نوم‌لیکنه کولای شي او سربېره پر دې د دوی د سفارت له شمېرو سره اړیکه هم نیولی شي. نوموړي وويل: "اوس الحمدالله د کومکونو په برخه کې کومه ستونزه نه‌شته، افغانان تر پوښښ لاندې راغلي دي، هغه افغانان چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او تر اوسه یې هم مرسته نه‌ده ترلاسه کړې، زموږ له شمېرو سره دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني په افغانستان کې 'له ښځو سره د ښځو لپاره' د مرستې رسونې پروژه پيلوي

جرمني غواړي چې په افغانستان کې یو شمېر ځانګړې پراختیایي پروژې له سره پيل کړي. د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له‌مخې برلین دغه اقدام له‌دې سره سره کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت بندیزونه هماغسې پر خپل ځای دي. د جرمني د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزه (Svenja Schulze) ویلي، د دغو پروژو په عملي کولو کې "له ښځو سره او د ښځو لپاره" معیار په نظر کې نیول کېږي. د جرمني زوددویچه سایتونگ ( Süddeutsche Zeitung) ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ دغه خبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان اوس هم د ترهګرۍ سرچينه ده

ملګري ملتونه وایي، دا مهال داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي تحریک، جمعیت انصارالله، اسلامي جهادي ګروپ او یو شمېر نورې سخت دریځې ډلې افغانستان کې فعاله دي. د دغه سازمان د بندیزونو د ملاتړ او ارزونې تحلیلي کمېټې په خپل یو دېرشم نمبر راپور کې چې دفبرورۍ په ۱۴مه خپور شوی ویلي، همدغه سخت دریځې ډلې منځنۍ او جنوبي اسیا ګواښي. د دغې ډلې په راپور کې راغلي، یادې سخت دریځې ډلې ځکه په افغانستان کې ازاد تګ راتګ او فعالیت کوي چې په خبره یې طالبان د امنیت ټینګښت ته پياوړې ستراتیژي نه‌لري. Читать дальше...


Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Работавшая на мошенников школьница сдалась полиции в Челябинской области

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

Производство светодиодных светильников от Terra-LED

Водитель автомобиля такси совершил наезд на ребенка на юго-востоке Москвы

Экономист рассказал, когда доллар достигнет 200 рублей

Музыкальные новости

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

«Неприятно, что случилось в Казани». Шипачев — о переходе в минское «Динамо»

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса

Новости России

Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне

Работавшая на мошенников школьница сдалась полиции в Челябинской области

Яд в бульоне. Врач объяснила, из каких съедобных грибов не стоит варить суп

Экология в России и мире

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Dior Resort 2025

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Спорт в России и мире

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Moscow.media

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области

Закат на Катуни







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *