Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 15.02.2023

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ ملتان سلطان د کویټې ګلیډيټرز لوبډلې ته ماته ورکړه

د پاکستان غوره لیګ یا پي ایس ایل په درېیمه سیالۍ کې ملتان سلطان لوبډلې د ۹ وېکټو په توپیر د کویټې ګلیډيټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. کویټې چې لومړۍ توپ وهنه یې وکړه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه. د دې لوبډلې مخکښ توپ وهونکی جېسن رای و چې ۲۷ منډې یې وکړې. د ملتان لوبډلې چټک توپ اچونکي ۲۲ کلن احسان الله په دې سیالۍ کې ۴ اورونه ترسره کړل، ۱۲ منډې یې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخیستې. د یادې لوبډلې لوبډلمشر محمد رضوان او رېلې روسو د لوبې په ۱۴ اور کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مثلث؛ د افغانستان او پاکستان پر اقتصاد د ډالر د بییو تاثیر

په افغانستان کې د ډالر په وړاندې افغانۍ نسبي ثبات ساتلی، خو په ګاونډي پاکستان کې د ډالرو په مقابل کې پاکستاني روپۍ د روان میلادي کال له پیله په پرله پسې ډول خپل ارزښت له لاسه ورکوي. پاکستان د افغاني محصولاتو ستر پیرودونکی دی او افغانستان د پاکستاني تولیداتو لوی واردونکی، په دې حال کې په دغو دوو هیوادو کې د ډالر ښکته پورته کیدل د د دواړو هیوادو پر اقتصاد څه تاثیر کولی شي؟ دلته یې په دې اړه بحث کتلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ځینې طالبان مشران: د خلکو افکارو ته دې احترام او مشروع غوښتنې دې واورېدل شي

د طالبانو حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو په هغه غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سلواغې د ۲۶مې له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو په مناسبت جوړه شوې وه، وویل چې د ملت غږ باید واورېدل شي.

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد کې د 'نرګس ګل' مشاعره وشوه

د نرګس ګل سږنۍ مشاعره یوازې په دې توپیر نه ترسره کېږي بلکې ګډونوال په کې د بل لوی توپیر یادونه هم کوي. د مشاعرې یو ګډونوال اجمل جنت ازادي راډیو ته وویل، سږنۍ نرګس ګل مشاعره کې ښځو ګډون نه درلود.

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: طالبانو کابل کې پر تمدن تلوېزیون برید کړی

په تمدن خصوصي تلوېزیون کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په ورځ د مازدیګر په ۴ نیمو بجو لس تنه وسله وال چې ځانونه یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ځواکونه معرفي کول، پر دغه تلوېزیون برید وکړ.

Pa.azadiradio.com 

د ناټو دفاع وزیران له اوکراین سره د پوځي مرستو پر مسئلې خبرې کوي

د ناټو دفاع وزیران نن په بروکسل کې له اوکراین سره د پوځي مرستو پر مسئلې خبرې کوي. د ناټو دفاع وزیران نن داسې مهال د دویمې غونډې لپاره تیاری نیسي چې اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدینو د وسلو د تمویل د چټکېدو غوښتنه کړې او روسیې هم د اوکراین په ختیځ کې پر محاصره شوي باخموت ښار حملو ته زور ورکړی دی. د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو پرون سې شنبې د غونډې په لومړۍ ورځ یو ځل بیا له دې سره لېوالتیا ونه ښوده چې اوکراین ته جنګي جټ الوتکې ورکړي چې کییف یې په کراتو کراتو غوښتنه کړې ده. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د افغانستان اتلس کسیزه لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د عربي متحده اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزو سیالیو ته اتلس کسیزه لوبډله وټاکله. کرکټ بورډ ادارې نن د فبرورۍ ۱۵مه پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې په اماراتو کې تر لس ورځني تمریناتي کمپ وروسته د لوبغاړو غوراوي کمېټې د لوبو لپاره غوره اتلس لوبغاړي وټاکل. ټاکل شوې چې افغانستان او عربي متحده امارات به سبا د فبرورۍ ۱۶مه د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې لومړۍ لوبه په ابوظبۍلوبغالي کې ترسره کړي او دوه نورې سیالۍ به هم په دې لوبغالي کې د روانې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي. کرکټ بورډ لیکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسيون مشره: د ايراني ځواک سره تړلو ادارو باندې د بنديز لګولو وړانديز کوو

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین وایي، دا ټولنه به د لومړي ځل لپاره د هغو بندیزونو وړاندیز وکړي چې په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې ښکېلې د ایران ادارې په‌کې په نښه کېږي. نوموړې نن د اروپایي کمېسیون غړیو ته وویل، په دغو بندیزونو کې به د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له ځواک سره تړلې ادارې په نښه شي. د اروپایي کمېسیون مشرې همدارنګه وویل، چې په دغو بندیزونو کې به د ډرون الوتکو، میزاییلو او هلیکوپټرو په ګډون نوي سوداګریز بندیزونه او د ټکنالوژۍ د صادراتو کنټرول شامل وي. واشنګټن تېره میاشت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د اوسېدونکې بنګالۍ مېرمن 'صوفيه' د ژوند کيسه

شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې غزني ته را واده شوې بنګالۍ سلطان بي بي اوس بریالۍ شوې چې له خپلو اولادونو او کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړي. د بنګال صوفیه، د غزني اوسنۍ سلطان بي بي وايي، خوشحاله ده چې په انټرنیټ کې ورسره خبرې کوي، خو غواړي چې یو ځل بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته ستنه شي. دا وايي، څو ځله یې هڅه کړې ده چې ویزه واخلي خو بریالۍ شوې نه‌ده. سلطان بي بي اوس د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې به دې برخه کې ورسره مرسته کړي. نور حال د لاندې غزيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

سېف د چلډرن افغانستان کې د ماشومانو د مړينې پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف د چلډرن) وايي، په افغانستان کې د سړې هوا له امله ماشومان د مړینې په حال کې دي. د کندهار يوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، د خیاطۍ په یوې کورنۍ مؤسسه کې یې کار کاوه، خو په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو په کار د بندیز له امله وزګاره شوې او اوس په کور ناسته ده. هغه وايي: "خپله د کور سرپرسته یم، په ۲۴ کلنۍ کې کونډه شوې یم، یوازې زه نه دا ټولې ښځې دغسې مجبوره وې، غریبانې وې، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د يوه کور د چت نړېدو پېښه کې يو کس مړ شوی او ۴ ژوبل دي

د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو په پېښه کې یو تن مړشوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي ویلي، دا پېښه تېره شپه د مغزار یفتل پایان په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د یوه کور چت د سخت ورښت له کبله راپرېوت. تر دې مخکې چارواکو پرون سهار د دې ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورو د ښووېدو په یوه پېښه کې د درې ماشومانو د مړه کېدو او دوه تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و. په بدخشان کې د ژمي په موسم کې اکثراً د واورو د ښووېدو یا برف‌کوچونو په پېښو کې خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

Pa.azadiradio.com 

اوکراين له لوېديځو متحدانو د وسلو د تمويل چټکېدو غوښتنه کړې

د ناټو دفاع وزیران نن داسې مهال د دویمې غونډې لپاره تیاری نیسي چې اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدینو د وسلو د تمویل د چټکېدو غوښتنه کړې او روسیې هم د اوکراین په ختیځ کې پر محاصره شوي باخموت ښار حملو ته زور ورکړی دی. د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو پرون سې‌شنبې د غونډې په لومړۍ ورځ یو ځل بیا له دې سره لېوالتیا ونه ښوده چې اوکراین ته جنګي جت الوتکې ورکړي چې کییف یې په کراتو کراتو غوښتنه کړې ده. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې روسیه هڅه کوي مخکې له‌دې چې د لوېدیځ مهمات اوکراین ته ورسیږي، خپل پرمختګونه ډاډمن کړي.

Pa.azadiradio.com 

اوچا: افغانستان کې د خوړو نه خونديتوب ته په پام سره بايد بېړنی اقدام وشي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې د ملیونونو وګړو د خوړو نه خوندیتوب ته په پام اړتیا ده چې عاجل اقدام وشي. اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي، کله چې خلک په افغانستان کې د قحطۍ لپاره د مخکیني خبرداري سیسټم په اړه پوښتنه کوي، موږ ټول باید هغه ۶ ملیون وګړي په پام کې ونیسو چې په اوس وخت کې په بېړنۍ کچه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي. يادې ادارې ويلي، دا زموږ لپاره سور څراغ دی چې باید منتظر نه‌شو او اقدام وکړو. اوچا پرون سې‌شنبې په یوه بل ټویټ کې ویلي و چې، روان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ د ميينانو ورځ څه ته وايي؟

د ميينانو د ورځ تاريخ او دا چې ولې دا ورځ نړيواله شوه مالومات درکوو، شعرونه، د کتاب علمي بهير د رضاکاره ځوانانو له‌خوا د کتابونو راټولول. دغه راز لوګر کې د يوه نيمګړي موزيم حال، کيسه او پر کيسه نقد مو هم، همدې خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ؛ سبا د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلیږي

په پام کې ده چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې سبا په خپلو کې د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي. د دې لړۍ لومړۍ لوبه به سبا پنجشنبې د ماښام په شپږنیمو بجو د ابوظبي په مرکزي لوبغالي کې ترسره شي. د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوهمه لوبه به د فبروري په ۱۸مه او دریمه او وروستۍ به یې د فبروري په ۱۹ مه نېټه ترسره شي. د څارونکو په باور په دې لوبلړۍ کې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې د بریا چانس ډېر دی.

Pa.azadiradio.com 

امريکا اوکراين ته د مهماتو د برابرولو لپاره له دوه کمپنيو سره قرارداد کړی

د امریکا پوځ اعلان کړی چې اوکراین ته د توپچي مهماتو د برابرولو لپاره یې له دوو کمپنو سره د ۵۲۲ میلیون ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړی دی. د دې تړون خبر داسې مهال ورکول کېږي چې ویل کېدل د اوکراین د پوځ د توپچي مهماتو زېرمې په چټکۍ سره د تشېدو په حال کې دي. د امریکا پوځي بيګا په یوه بیان کې وویل چې اوکراین ته د نویو مهماتو لېږد به په مارچ میاشت کې پیل شي. د دې مهماتو د تولید تمویل به د امریکا په دفاع وزارت یا پنټاګون کې د اوکراین د امنیتي مرستو د نوښت برخه کوي.

Pa.azadiradio.com 

بادغيس کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي

په بادغیس ولایت کې د یوې چاودنې په پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي دي. د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د بادغیس د والي د ویاند احمد جان حنظله له قوله لیکي چې نوموړی وايي پېښه پرون په آبکمري ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې ماشومانو له پخوانیو جګړو څخه له یوه پاتې لاسي بم سره لوبې کولې. په افغانستان کې له پخوانیو جګړو پاتې ناچاودي مهمات اکثرا ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړوي. د ملګروملتونو د معلوماتو له‌مخې په افغانستان کې نژدې ۱۲۰ زره کسان په جګړو کې وژل شوي دي، خو دا هغه شمېرې دي چې ملګروملتونو یې ثبتول د ۲۰۰۸ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې پیل کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

ترکيه او سوريه کې د زلزلې د قربانيانو شمېر له ۴۱زرو واوښت

د رسنیو د راپورونو له‌مخې د ترکیې او سوریې د زلزلې د مړو شمېره له ۴۱ زرو اوښتې ده. د ترکیې دولتي راډیو ټلوېزیون TRT نن راپور ورکړ چې، د فبروري د ۶مې د زلزلې په نتیجه کې په دې هېواد کې تر دې دمه له ۳۵ زرو د زیاتو خلکو او په سوریه کې د نژدې ۶ زره کسانو مړینه تایید شوې ده. فرانسپرس خبري اژانس، الجزیزې او BBC هم دې ته ورته ارقام خپاره کړي دي. په عین حال کې د سوریې شمال ته د مرستو د رسولو لپاره یوه نوې لاره چې د بشاراسد د رژیم د مخالفانو په ولکه کې ده، خلاصه شوې او له دې لارې په بشري مرستو بار ۱۱ لارۍ سیمې ته رسېدلې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو تونس کې د فشارونو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر، په تونس کې د فشارونو پر زیاتېدو سخته اندېښنه وښوده. په تونس کې پولیسو د اپوزیسیون یو مخکښ سیاستوال او د یوې غیردولتي راډیو مشر نیولی دی. د عدلیې پخوانی وزیر نورالدین البحیري او د موزاییک FM راډیو مشر نورالدین بوطار د دوشنبې ناوخته نیول شوي، چې دا د فعالانو د نیول کېدو وروستي موارد دي. په تونس کې حکومت د فعالانو تر څنګ پخواني مدافع وکیلان، مخکښ سوداګر او نورې بانفوذه څېرې نیولې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر ولکر تُرک پرون سې‌شنبه په تونس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکيه کې زلزله؛ يوه مېرمن ۲۰۳ ساعته وروسته ژوندۍ ژغورل شوې

د ترکیې په جنوبي ښار هتای کې پرون سې‌شنبه یوه ښځه له یوې نړېدلې ودانۍ ۲۰۳ ساعته وروسته ژوندۍ وژغورل شوه. د ترکیې رسنیو مخکې ژغورل شوی تن یو نارینه بللی و، خو وروسته دولتي راډیو ټلوېزیون (TRT) وویل، چې ژغورل شوی کس یوه ښځه ده. د فبرورۍ د شپږمې د زورورې زلزلې په نتیجه کې چې د ترکیې او سوریې ځینې برخې یې ولړزولې د مړو شمېر تر ۳۵زرو اوښتی دی. د ژغورنې او پلټنې ډلې لا هم په پاتې کسانو پسې چې تر ودانیو لاندې شوي، د لټون عملیات مخې ته وړي. د فرانسې خبري اژانس وايي، د اووه اعشاریه اته درجې له کبله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ بورډ: عربي اماراتو کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تمرينونه دوام لري

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له دوو اوونیو په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم تمرینونه روان دي. د دغه بورډ د رسنيو عمومي مسوول، عبدالله خان پکتاني تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې په وړاندې د لوبو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی. د دوی تمریناتي کمپ تر اوسه په غوره ډول پرمخ تللی دی." ټاکل شوې روانه میلادي میاشت د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ درې شل اووره مسابقې وشي، چې لومړۍ به یې راروانه پنجشنبه د ابوظبۍ د کرېکټ په میدان کې ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

بدخشان؛ سيند ته د تېلو د يو ټانکر غورځېدو پېښه کې دوه کسان تري تم شوي

د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې سیند ته د تېلو د یوه ټانکر د اوښتو خبر ورکړل شوی دی. د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، معزالدین احمدي پرون ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تېلو دغه ټانکر تېر مازیګر د واورې ښویېدو له کبله سیند ته لوېدلی دی. د احمدي په خبره خلکو یو تن ژغورلی، خو د دوو نورو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته.


Публикуем программу Дней пушкинской поэзии и русской культуры

Подмосковное ЦОП БПК рассмотрели обращения о незаконном преследовании бизнеса

Талантливых детей наградили грантами мэра Москвы

Путин встал на сторону пенсионеров: "Неправильно, когда за примитивную услугу надо платить комиссию банку"



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

REALTOR-EUROPE: Профессиональные Услуги на Рынке Европейской Недвижимости

Тренер "Зенита" де Оливейра назвал прошедший сезон очень сложным для клуба

В Екатеринбурге пройдет концерт «Содружество народов — содружество культур» с участием солистов из Минска, Москвы и Уфы

Внук Манделы заявил о планах укрепить сотрудничество с Россией

Музыкальные новости

Один из лидеров «Салавата Юлаева» подписал контракт с ЦСКА: теперь официально

Энергетики «Смоленскэнерго» готовятся к работе в условиях непогоды

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Здравый смысл против дезинформации официозной пропаганды

Новости России

Фестиваль «Лето в Москве» 1 и 2 июня посетили 220,5 тыс. человек

Силовики задержали одного из террористов, напавших на Буденновск в 1995 году

Названы самые высокооплачиваемые вакансии на июнь

Таджики устроили массовую драку с поножовщиной в подмосковном Чехове

Экология в России и мире

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Областная наркологическая больница запускает летнюю профилактическую кампанию для юных свердловчан

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Спорт в России и мире

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Прямая трансляция матча Рыбакиной с победительницей четырех "Больших шлемов"

Димитров пробился в четвертьфинал Открытого чемпионата Франции

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»

Moscow.media

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

Пожар в пятиэтажке унес жизнь неосторожного курильщика

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *