Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 13.02.2023

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۳۶زرو تنو واوښت

د دوشنبې تر ورځې پورې په ترکیه کې لږ تر لږه ۳۱۶۴۳ کسان مړه شوي او دا د ۱۹۳۹ کال راهیسې په ترکیه کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده. په سوریه کې د تېرې دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله ۴۶۱۴ کسان مړه شوي دي. احصایې ښیې چې شاوخوا اتیا زره کسان په روغتونونو کې بستر شوي او تر یو ملیون ډېر خلک په موقتي سرپناه کې اوسيږي. له زلزلې چې يوه اوونۍ تېريږي، پرون هم په ځينو سيمو کې له ويجاړيو يو شمېر کسان ژوندي ايستل شوي دي.  د ژغورنې ډلو نن هم د ايسارو کسانو د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړ.

Pa.azadiradio.com 

د کابل په اتمه حوزه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

د راپورونو له‌مخې د کابل په اتمه حوزه کې نن ماښام د څو چاودنو او پرله‌پسې ډزو غږونه اورېدل شوي. په خواله رسنیو د دې پېښو په تړاو ځینو خلکو لیکلي او ویډیوګانې یې هم خپرې کړي. طالبانو لا په دې تړاو رسماً څه نه‌دي ویلي خو په ځینو خبري ګروپونو کې راغلي چې، د طالبانو ځواکونه د کابل د اتمې حوزې اړوند د داعش پر یوه پټن‌ځای برید کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

دوستم له ازبکستان او تاجکستان د هليکوپټرو غوښتنه کړې؛ پوځي کارپوهان: دا يوازې وړانديز دی

د پوځي چارو یو شمېر کتونکي وایي، په ازبکستان او تاجکستان کې د افغانستان د پخواني پوځ هليکوپټرې د امریکا ملکیت دی او هر لوري ته ورکول یې باید د امریکا په خوښه و اوسي. د دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال محمد رادمنش وایي، د جمهوریت له سقوط سره سم د دوی شاوخوا شپېته هليکوپټرې ازبکستان او تاجکستان ته والوځول شوې چې هملته پاتې دي. ښاغلی رادمنش وایي، اټکل نه‌شي کولای چې امریکا یا ازبکستان او تاجکستان دې دغه هليکوپټرې د مقاومت جبهې ته وسپاري. نوموړی وايي: "دا چې جنرال دوستم دغسې غوښتنې مطرح کړي، دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان پخواني لوبډلمشر 'ایون مورګن' له هر ډول کرېکټ استعفا وکړه

له کرېکټ د ايون مورګن د استعفا اعلان. د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ایون مورګن چې د تېر کال په ورستیو کې یې له نړیوال کرېکټ استعفا اعلان کړې وه، نن(د فبرورۍ ۱۳مه) یې وویل چې له هر ډول کرېکټ سره یې خدای پاماني ده او تر دې بعد به د لوبغاړي په توګه په لوبغالو کې راڅرګند نه‌شي. مورګن چې په ۲۰۱۹ کال کې د انګلستان لپاره د یو ورځنیو سیالیو لومړنی نړیوال جام هم ګټلی و ۱۶ کاله یې د کرېکټ په لوبغالو کې تېر کړل. ۳۶ کلن مورګن په ۳۷۹ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ولوبېد چې ټولټال یې ۱۰۸۵۹ منډې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو پر کړنو د نيوکو دوام؛ حنفي: يو مفتي بايد د منع کولو ترڅنګ تګلارې هم وړاندې کړي

د طالبانو له مشر نه د انتقادونو په دوام، د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د یو مفتي دنده یوازې د ممنوعیت وضع کول نه‌دي، باید خلکو ته لاره چاره هم وښيي. ښاغلي حنفي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، په کابل کې د مرکزي پوهنتونونو استادانو ته په یو جوړ شوي دیني او علمي سیمینار کې وکړې، خو نوموړي د کوم خاص کس نوم وانه‌خیست. ښاغلي حنفي وویل: "د یو مفتي دنده یوازې دا نه‌ده، چې ووايي، هذا منعٌ منعٌ منعٌ، په داسې حال کې چې د یوې مسلې ممنوعیت بیانوي باید مسلمانانو ته یوه سمه لار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حنفي: د يوه مفتي دنده يوازې منعه کول نه‌دي

د طالبانو پر مشرتابه د نیوکو په دوام، د دوی د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، د یوه مفتي دنده یوازې منعه کول نه‌دي. ښاغلي حنفي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه سیمینار ته وویل، مفتي باید د بندیزونو ترڅنګ تګلارې هم وړاندې کړي. ښاغلي حنفي که څه هم د چا نوم نه‌دی اخیستی، خو د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شوي ټول بندیزونه د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمانونو پر اساس دي. تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم ویلي و چې په افغانستان کې وضعیت د منلو نه‌دی او باید اصلاحات راشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبليو‌‌اف‌‌پي کندهار کې يو شمېر معتادينو ته د کار زمينه برابره کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې سلګونو معتادینو ته د کار زمینه برابره کړې ده. بل‌خوا ځايي طالب مسوولين وايي، له کومه وخته چې دغه معتادینو ته د کار زمینه برابره شوې ورسره سم د ولسوالۍ په کچه د غلاو او نور جرمونو کچه راټيټه شوې او ډېری په نشه روږدو کسانو د نشې پرېښودلو هوډ هم کړی دی. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د طبي شورا وروستۍ ازموينه؛ نجونې: د ازموينې د وخت نه اعلانېدو مو ناهيلي ډېرې کړې ده

د افغانستان د طبي شورا له‌خوا چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي د نارینه‌و لپاره د " EXITE EXAM " ازموینې د نېټې له اعلان وروسته، یو شمېر نجونې چې غواړي دا ازموینه ورکړي، اندېښمنې دي چې ولې د دوی لپاره د ازموینې نېټه نه‌ده ټاکل شوې. شکیلا حسیني چې تېر کال په کابل کې له طب پوهنځي فارغه شوې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نه‌ده توانېدلي د طبي شورا ازموینه ورکړي وايي، له ډېرو ستونزو سره سره یې د ازموینې لپاره چمتووالی نیولی، خو په ازموینه کې د دوی ګډون مخنیوي اندېښمنه کړې ده. نوموړې وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فراه کې د یوې بې‌وزله مېرمنې د ژوند کيسه

خور بي بي چې په دې سوړ ژمي کې په یوه خېمه کې ژوند کې له سختیو کړیږي. دا مېرمن وايي، غواړي خپلې مېنې ته ستنه شي خو د کډې وړلو توان نه‌لري. نور حال دې ويډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د درېشيو سوړ بازار

کابل کې د درېشيو يو شمېر سوداګر وايي، د پخوا په پرتله يې بازار سوړ شوی دی. دوی وايي، زرګونه ډالره پانګونه يې کړې ده، خو اوس دوی اړ دي چې خپلې سرمايې بهرنيو هېوادونو ته ولېږدوئ. نور په ويډيو کې:

Pa.azadiradio.com 

ايا طالبان خپلې پاليسۍ د شريعت په نوم پلي کوي؟

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، هیڅ نه‌ښکاري چې طالبان دې په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، ځکه د دې سازمان په خبره، طالبان خپلې پالیسۍ د شریعت په نوم توجیه کوي. دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، باید پر طالبانو د دوی د کړنو د بدلولو په خاطر نړیوال فشار راوستل شي. په دې اړه زموږ همکار د سیاسي چارو له شنونکي او د پوهنتون له پخواني استاد پوهاند محمد بشیر دودیال سره مرکه کړې. ښاغلي دودیال په سر کې په دې اړه چې ایا رښتیا هم طالبان خپلې پالیسۍ د شريعت په نوم توجیه کوي څرګندونې کوي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ؛ نن د پاکستان غوره لیګ سیالۍ پیلیږي

د سوداګریزو لیګونو په دوام کې نن(د فبرورۍ ۱۳مه) د پاکستان غوره/ پی ایس ایل اتم پړاو شل اوریزې سیالۍ پیلیږي. لومړۍ لوبه به د ملتان سلطان او لاهور قلندرز ترمنځ د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د ملتان په لوبغالي کې پیل شي. د دې سیالیو لوبډلې پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز، کراچي کینګز، لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټیډ او ملتان سلطان نومیږي. په دې سوداګریز لیګ کې پر نوموتو کرېکټ لوبغاړو سربیره ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبیږي چې راشدخان د لاهور، رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي د اسلام اباد، اظهارالحق نوید د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاريان: د ښاري ماسټرپلان د تطبيق له امله د ويجاړ شويو کورونو تاوان نه‌دی راکړل شوی

د طالبانو د حکومت په مشرۍ د کابل ښاروالې له‌خوا د ښاري ماسټر پلان تطبیق د هغو کورنیو نیوکې راپارولي دي، چې کورونه یې د عمومي واټونو په مسیر برابر شوي او تخریب شوي دي. د کابل ښار اوسېدونکی حبیب الله وايي، چې کور يې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ له‌خوا تخریب شوى ، خو په بدل کې یې لږې پیسې ورکړې دي. نوموړی وايي: "دولت دا مسؤليت لري په کومو سيمو کې چې د خلکو جايدادونه ورانوي، تاوان یې په سمه توګه بېرته ورکړي، خو له بده مرغه موږ کورونه په ډېرو پیسو جوړ کړي وو، ښاروالۍ اوس د تاوان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو سازمان: افغانستان کې د روان کړکېچ مسؤليت د طالبانو پر غاړه دی

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د روان کړکېچ مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی، ځکه دوی په خپلو سخت‌دریځو کړن‌لارو د لوی ناورین د راتلو لپاره زمینه برابره کړې ده. دې سازمان پرون ناوخته په خپل راپور کې لیکلي، هیڅ نه‌ښکاري چې طالبان دې په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، ځکه د دې سازمان په باور، طالبان خپلې پالیسۍ د شریعت په نوم توجیه کوي. د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، طالبان په ښکاره د ښځو په اړه داسې څرګندونې کوي چې دوی دویم جنس یا هم د نارینه‌و تابع معرفي کوي، په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې بد اقتصادي وضعيت؛ خلک: د پورونو د بېرته ور کولو توان نه‌لرو

د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي ترڅنګ د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ زياتوالي خلک اړ کړي چې، پور وکړي او خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. د ٢٥ کلن فيروز، پلار چې لس کاله مخکې مړ شوی نوموړی اوس د کابل ښار د باغ بالا په سیمه کې له خپلې مور سره په يوه کرايي کور کې ژوند کوي. فيروز وايي، وزګاره دی، اقتصادي ستونزې لري، ان د لومړنيو خوراکي توکو د اخيستو توانهم نه‌لري او اړ دى، چې په پور یې واخلي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ما پخوا د سیخ ګول په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه، د جمهوري نظام له سقوط وروسته مې دنده له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې نن د پوليو ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو

د پاکستان په ۳۹ ولسوالیو کې نن (دوشنبه د فبرورۍ ۱۳مه) د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پيل شو. په دغه کمپاین کې به د افغانستان پولې ته نږدې سیمو، د افغان کډوالو کمپونو او په ملتان کې د پنجاب ځایي کوچیانو نږدې شپږ میلیونه ماشومانو ته کور په کور د واکسین څاڅکي ورکړل شي. د جرمني (ډي.پي.اې) اژانس ویلي، دغه کمپاین وروسته تر دې پيل شو چې د پاکستاني چارواکو د شواهدو له‌مخې په لاهور کې د ګوزڼ یوه پېښه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې له دې ویروس سره تړلې وبلل شوه. د پاکستان د عامې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغاني سرې مياشتې ټولنې د ترکيې له زلزله‌ځپلو سره نغدي مرسته اعلان کړه

افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې له زلزله‌ځپلو سره د څلور نیم میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه. د طالبانو د حکومت اړوند باختر اژانس خبر ورکړی چې، دغه اندازه پيسې نن دوشنبه د سرې میاشتې مشر مولوي مطیع‌الحق خالص په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین آی ته وسپارلې. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې له ترکیې او سوریې دواړو سره د زلزله‌ځپلو د لاس‌نیوي په موخه ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې وه. په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې له کبله د مړو شمېر له ۳۳زرو څخه ختلی او د ملګرو ملتونو بشري چارواکو اټکل کړی چې مرګ‌ژوبله به دوه برابره وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې او سوريې زلزله‌ځپليو سيمو کې د ژغورنې عمليات دوام لري

په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې ټیک یوه اونۍ ووته، خو لا هم تر خاورو او خښتو لاندې د بندو پاتې شوو د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي. رویټرز اژانس ویلي چې، په دواړو هېوادونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۳۳زرو څخه اوښتی دی. دې ډله کې نژدې ۳۰ زره په ترکیه او له درې نیم زرو ډېر په سوریه کې مړه شوي دي. په غازي عین تیپ ښار کې نن یوه څلوېښت کلنه مېرمن یوه اوونۍ وروسته تر خاورو لاندې ژوندې را ایستل شوې ده او په قهرمان مرش کې هم ژغورونکو په یوه ودانۍ کې له دریو بندو پاتې شوو، مور، لور او نوي زیږیدلي ماشوم سره اړیکه ټینګه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نيويارک ټايمز: سلګونه روسي وګړي د اوکرايني عسکرو ترڅنګ جګړه کې برخه لري

یوه امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي، د اوکراین د بخموت په شا و خوا کې په سلګونو روسي وګړي د اوکرایني عسکرو تر څنګ په جګړه کې برخه لري. اوکراین د تېر کال په اګست میاشت کې د ازادې روسیې د پوځي واحد ایجاد تایید کړ، چې روسي وګړي هم په‌کې شامل دي. د دې پوځي واحد ځینو غړو پر اوکراین د روسیې تر حملې مخکې په روسیه کې ژوند کاوه، خو ځینې نور یې په وروستیو کې اوکراین ته تللي دي.

Pa.azadiradio.com 

فلسطين کې پر افراطي وسله‌والو د اسرائيلي الوتکو د بريدونو خبر ور کړل شوی

د غزې تړانګې اوسېدونکي وايي، د اسرائیل الوتکو نن سهار د فلسطین په قلمرو کې د افراطي وسله‌والو پر ځینو ساحو هوايي حملې کړې دي. د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له‌مخې، ظاهراً دغه هوايي حملې د هغه راکټ د توغولو په ځواب کې شوي، چې د فلسطین افراطي وسله‌والو د شنبې په ماښام د اسرائیل پر جنوب ویشتلی و. د اسرائیل هوايي مدافع د هغه توغندي مخه نیولې وه. د اسرائیل پوځ ویلي چې، تازه هوايي حملو د حماس ډلې د توغندیو جوړولو هغه مرکز په نښه کړی، چې تر ځمکې لاندې و. د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی. حماس هغه افراطي ډله ده، چې پر غزه واک چلوي.

Pa.azadiradio.com 

امريکا په دغه هېواد کې څلورم ناپېژاند الوتونکی څيز ويشتلی

د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي، څلورم ناپېژندوی څيز یې هم ویشتلی چې پر دغه هېواد د الوتو په حال کې و. د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پوځ د ولسمشر جو بایډن په امر په مشیګان ایالت کې پرون یو ناپېژندوی الوتونکی شی ویشتلی او لاندې غورځولی دی. اعلامیه وايي، د دې الوتونکي څیز جهت او ارتفاع اندېښنې ولاړې کړې وي، چې ښايي د ملکي هوايي چلن لپاره کوم خطر پېښ کړي. چارواکي اوس د دې څیز د ټوټو په ټولولو او ارزونه بوخت دي. امریکا تر دې مخکې دې ته ورته الوتونکی څیز د الاسکا پر فضا د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړيوالې ورځپاڼې څه وايي؟

ګارډین (Guardian): د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم د حقونو ملاتړې، ملالې یوسفزۍ د ښوونځي د ملګرې شازیې رمضان په باب د ګورډن براون لیکنه خپره کړې ده، چې په څه ډول په پاکستان کې له تعلیم بې برخې پاتې شویو افغان نجونو ته بسپنه ټولوي. ګورډن براون چې د برېتانیا د صدارعظم په توګه يې هم دنده ترسره کړې او اوس د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی لیکي، شازیه په ۲۰۱۲م کال کې د ۱۴ کلنۍ پر مهال له خپلې ملګرې ملالې یوسفزۍ سره ښوونځي ته تله. کله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ؛ ګلف جاینټز لوبډلې د اماراتو نړیوال لیګ جام وګاټه

د عربي متحده اماراتو د سوداګریز نړیوال لیګ په پایلوبې کې ګلف جاینټز لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر ډیزرټ وایپرز ته ماتې ورکړه او د لومړي پړاو اتلولي یې وګټله. وایپرز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکلی و، چې جاینټز په نولسم اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ. د وایپرز په توپوهونکو کې وینیندو هسرنګا ۵۵ منډې وکړې او د جاینټز لپاره بیا کرېس لین په ۷۲ منډو نا سوځېدلی پاتې شو او لوبه یې وګټله. د ګلف په توپ اچونکو کې کارلوس برېټوېټ ۳ او قیس احمد ۲ وېکټې واخیستې. برېټ وېټ د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز کروندګر: د سبزيجاتو د ساتنې لپاره دې راته سړې خونې جوړې شي

د کندز یو شمېر ګروندګر د سبزیجاتو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي، خو له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د معياري سړې خونې دې ورته جوړې کړي. د یو شمېر ګروندګرو د معلوماتو له‌مخې، په ژمني حاصلاتو کې، تازه پیاز، پالک، ګازرې، شغلم، ګلپي، کاهو، کرم، سپینې او سرې مُلۍ شامل دي. څلوېښت کلن نورمحمد د کندز ښار اړوند د الچین په سیمه کې يې پر پنځه جریبه ځمکه ګازرې، شغلم، پیاز او پالک کرلې. هغه وايي: "سږ کال د ګازرو حاصلات ښه دي. اوس موږ یو من ګازرې په ۵۰ افغانۍ خرڅو. دولت باید د ګروندګرو د سبزیجاتو او مېوه جاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د راډيو نړيواله ورځ؛ افغانستان کې د راډيوګانو فعاليتونه نږدې پنځوس سلنه کم شوي

د فبرورۍ ۱۳مه، د راډيو نړيواله ورځ سږ کال په داسې حال کې رارسيږي، چې په افغانستان کې د راډيوګانو وضعيت او له دې لارې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کچه د تېرو کلونو په پرتله توپير لري. د یو شمېر رسنیزو بنسټونو موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د رسنيزې ټولنې هغه ازادي چې په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې وه، په چټکۍ سره له‌منځه ځي. راډيو له پخوا راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ډېر اورېدونکي لري. خو د راډيو يو شمېر مينه‌وال وايي، چې په تېر يوه کال کې د راډیويي خپرونو او نشراتو پر څرنګوالي د بنديزونو... Читать дальше...


Синоптик Ильин предупредил, что в Москве этим летом возможно образование смерчей

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

Переменная облачность и до 27 градусов тепла ожидают москвичей 15 июня

Сенатор Карасин: Румыния оказала в визах делегации РФ на ПА ОБСЕ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

В Истре появились контейнеры для строительного мусора

Цена славы: Тверской треш-блогер рассказала о черном пиаре и мечтах о новом контенте

Музыкальные новости

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

В «Институте регионального развития» при Уральской ТПП прошел семинар «Возможности оптимизации налогов для производства и налоговые риски»

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: ПРИЗНАНИЕ НАТО НАДО ПРИМЕНЯТЬ!

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Новости России

Спасатели начали поиски двух подростков на реке Урал в Магнитогорске

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Синоптик Ильин предупредил, что в Москве этим летом возможно образование смерчей

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня

Экология в России и мире

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Магазин "Стильпарк" в новой концепции открылся в Москве

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Гроза роскошных седанов от BMW и Mercedes-Benz. История Fiat 130

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *