Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2023

Новости за 03.02.2023

Pa.azadiradio.com 

سوړ ژمی او په کابل کې د برېښنا دوامداره نشتوالی

سړې هوا او په کابل کې د برېښنا دوامداره نشتوالي په افغانستان کې د بې‌وزله کورنیو ژوند تیاره کړی دی. د برېښنا د نشتوالي له امله ان د دکاندارانو کاروبار زیانمن شوی دی. افغانستان خپل د اړتیا وړ نږدې ۷۰ سلنه برېښنا له خپلو ځینو ګاونډیو هېوادونو واردوي.

Pa.azadiradio.com 

غور ولایت کې زرګونه ماشومان او میندې یې په خوارځواکۍ اخته دي

غور ولایت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا مسؤلین وايي چې تېرو ۱۰ میاشتو کې په خوارځواکۍ اخته ۲۷ زره ماشومان او ۱۳ زره میندې یې ثبت کړې دي. د قوي خوړو نشتوالی او بې‌وزلي له عمده لاملونو بلل کېږي. غور کې د طالبانو د عامې روغتیا مسؤلین خبرداری ورکوي چې که مرستې بندې شي دا شمېرې به نورې هم لوړې شي.

Pa.azadiradio.com 

توماس نېکلاسن: د طالبانو رسميت پېژندنې لپاره کومه لاره شتون نه‌لري

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، که څه هم دوی نه‌غواړي افغانستان منزوي کړي، خو د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره کومه لاره شتون نه‌لري. يوه مېرمن چې د دريو ماشومانو مور ده، وايي طالبانو څو مياشتې وړاندې، کار ته له تلو منع کړې ده. دا مېرمن چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، د کندز په یوه لیرې سیمه کې یې له يوه نادولتي مؤسسې سره په روغتيايي برخه کې کار کاوه. نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې د دندې او عايد له لاسه ورکول به يې دې ته اړه کړي چې له هېواده بهر ولاړه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کرېکټ لوبغالي د جوړېدو چارې نیمګړې پاتې دي

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ یو شمېر ورزشکاران د هېواد له کرېکټ بورډ څخه غواړي، چې په یاده ولسوالۍ کې د کرېکټ د لوبغالي د جوړېدو په ټپه ولاړې چارې له سره پیل کړي. یاد ورزشکاران وايي، که څه هم د دوی د کرېکټ د لوبغالي ودانیزې چارې لا نیمګړي پاتې دي، خو خپلې لوبې روانې ساتلې دي. د لوګر د محمداغې ولسوالۍ له لیرې پرتو سیمو ورزشکاران هغه له خاورو او ګردونو ډک میدان ته ورځي، چې په تېر جمهوریت کې يې د کرېکټ د لوبو لپاره د اساسي او معیاري جوړولو کارونه پیل شوي وو، خو د نظام په بدلون سره يې چارې ټکنۍ شوې او کار يې نیمګړی پاتې شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ريچارد بېنيټ د استاد اسماعيل مشعل پر نيول کېدو اندېښنه ښودلې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بېنیټ په کابل کې د پوهنتون د یوه استاد اسماعیل مشعل پر نیولو اندېښنه وښوده. ښاغلي بېنیت نن په یوه ټویټ کې ویلي، د سوله‌ییزو مدني حرکتونو په نښه کول او مخنیوی د نه منلو او د افغانستان له تعهداتو سره په ټکر کې عمل دی. د طالبانو حکومت یوه چارواکي اسماعیل مشعل، چې د طالبانو په توقیف کې دی، د نظام په تخریب تورن کړ. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالحق حماد پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي: استاد مشعل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو پر زده‌کړه د بنديز ۵۰۰ ورځې؛ يو شمېر زده‌کوونکې: زموږ ښوونځي پرانېزئ

د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د دروازو د تړلو ۵۰۰ ورځې پوره شوې. مخکې له دې چې مدینه په دولسم ټولګي ته لاړه شي، د طالبانو حکومت، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې. مدینه وايي، ۵۰۰ ورځې کېږي، چې د ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لپاره شېبې شماري. هغه وایي، که نجونې او ښځې د پوهې په ګاڼه سمبال نه‌شي، نه‌شي کولای په ټولنه کې د علم او پوهې په پرمختګ کې ونډه واخلي. مدينې ازادي راډيو ته وويل: "که موږ نن په نړۍ کې ډېری پرمختګونه وينو، دا ټول د ساینس او پوهې له برکته دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بنګله‌دېش غوره لیګ؛ کریم جنت په هره لوبه کې ښه ځلېدلی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم جنت د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې تر دې دمه ښې لوبې کړي دي. ښاغلی جنت چې د الراونډر په توګه لوبیږي، په توپ اچونه او توپ وهنه کې د خپلې لوبډلې لپاره ښه لوبېدلی دی. نوموړی چې د فارټن باریشال لوبډلې غړی دی، نن(د فبرورۍ ۳مه) د خولنا ټایګرز لوبډلې پر وړاندې ۱۶ منډې وکړې او ۴ وېکټې یې ترلاسه کړې. کریم جنت تر دې دمه په یاد لیګ کې ۱۰ لوبې ترسره کړي دي چې ټولټال یې ۱۳۹ منډې کړي دي او ۱۰ وېکټې یې اخستي دي. هغه تر ډېره د لوبې په وروستیو شېبو کې توپ وهنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان سره پر مرستو د سيګار اندېښنه؛ ايا د امريکا مرستو ته طالبان لاس‌رسی لري؟

افغانستان سره د امريکا او نړيوالو پر نغدي مرستو د سيګار اندېښنې. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، طالبان ورځ په ورځ ظالمانه چلند خپلوي او د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس غړي باید دا وڅېړي چې د امریکا هغه تر حد زیاتې مرستې چې افغانستان ته لېږل کېږي ایا د طالبانو لاس ته ورځي که څنګه؟ د سیګار دغه راپور چې کانګرس ته وړاندې شوی، په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د بیارغونې او د مرستو د هڅو په اړه دی. راپور کې د امریکا د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: تېرو درې اوونيو کې د سړې هوا له امله ۱۷۶ تنه مړه شوي دي

پېښو سره د طالبانو حکومت د مبارزې وزارت وایي، په تېرو دریو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا له امله ۱۷۶ تنه مړه شوي دي. د کابل دا اوسېدونکی چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي، په دې سوړ ژمي که د سون توکو د نه لرلو له امله شکایت کوي. د کابل ياد اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل، ان دخوراکي توکو د اخیستلو توان هم نه‌لري. نوموړی وايي: "همدا اوس لرګي نه‌لرم، سکاره نه‌لرم، کور کې مې ستونزې ډېرې دي، ټوله کورنۍ مو یو ډول ناروغۍ نیولې، موږ بې روزګاره یو، کارو بار خو بیخي ټول کابل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنيت شورا له داعش او القاعده سره د تړلو کسانو د بنديزونو په نوم‌لړ کې تغير راوستی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داعش او القاعده ډلې د بندیزونو کمېټې په خپلې تازه پرېکړه کې د داعش او القاعده ډلو اړوند په یو شمېر اشخاصو او ادارو خپلو بندیزونو کې نوي تعدیلات راوستي. دا پرېکړه چې د فبروري په ۲مه تصویب شوه پر بنسټ، د دې کسانو، ډلو او ادارو شتمنۍ کنګل کېږي، له بهرنیو سفرونو راګرځول کېږي او تر څنګ یې دوی ته د وسلو په ورکولو او خرڅلاو هم بندیز لګول کېږي. په دې بندیزونو کې ۲۹ کسان او ادارې شاملې دي چې ځینې یې په افغانستان کې هم په ترهګریزو کړنو او فعالیتونو تورن دي. له دوی امین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پيسو نړيوال صندوق به اوکراين ته د پور ورکولو پروګرام تصويب کړي؟

د کییف متحدان د پیسو له نړیوال صندوق یا (IMF) غواړي چې اوکراین ته د پور ورکولو یو پروګرام تصویب کړي. فایننشل ټایمز ورځپاڼې په دې اړه نن جمعه په یوه راپور کې ویلي، ټاکل شوې په دې باب د پیسو نړیوال صندوق استازي له اوکرایني چارواکو سره شا و خوا دوې اوونۍ وروسته د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې وګوري او دغه پروګرام تر پسرلي پورې نهايي شي. د ورځپاڼې په راپور کې د ځینو چارواکو په حواله چې له دې موضوع خبر دي ویل شوي، د دې پور اندازه به د ۱۴ او ۱۶ ملیارد ډالرو ترمنځ وي. اوکراین ویلي چې، روان میلادي کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراين د پيسو له نړيوال صندوق د پور ورکولو د يو پروګرام د تصويب غوښتنه کړې

د کییف متحدان د پیسو له نړیوال صندوق یا (IMF) غواړي چې اوکراین ته د پور ورکولو یو پروګرام تصویب کړي. فایننشل ټایمز ورځپاڼې په دې اړه نن په یوه راپور کې ویلي، ټاکل شوې په دې باب د پیسو نړیوال صندوق استازي له اوکرایني چارواکو سره شا و خوا دوې اوونۍ وروسته د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې وګوري او دغه پروګرام تر پسرلي پورې نهايي شي. د ورځپاڼې په راپور کې د ځینو چارواکو په حواله چې له دې موضوع خبر دي ویل شوي، د دې پور اندازه به د ۱۴ او ۱۶ ملیارد ډالرو ترمنځ وي. اوکراین ویلي چې، روان میلادي کال د ۳۸... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر: د ايران د اټومي پروګرام دوام به جدي عواقب ولري

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر خبرو وروسته د ایران د اټومي پروګرام چټک تشدید وغانده. نتنیاهو په پاریس کې دی او د تهران په وړاندې د اروپا د دریځ د سختېدو هڅه کوي. مکرون د تېر ماښام تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، د تهران د اټومي پروګرام دوام به جدي عواقب ولري. اسرائیل له اودې مودې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه تورنوي، خو تهران ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې یوازې د انرژۍ د تولید لپاره دی.

Pa.azadiradio.com 

شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ نښته شوې

د پاکستان پوځ وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې د پاکستاني طالبانو پر یوه مرکز چاپه اچولې چې وروسته ډزې تبادله شوي او په نتیجه کې یې دوه وسله‌وال وژل شوي دي. پوځ یوه اعلامیه کې ویلي، پوځیانو نن جمعه په شمالي وزیرستان کې د افراطي وسله‌والو د وسلو یوه زېرمه هم کشف او ضبط کړې ده. دا پېښه داسې وخت شوې، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دغه هېواد د اپوزیسیون رهبر عمران خان او نور چارواکي د نا امنیو د زیاتېدو په وړاندې د اقدام پر لارو چارو د بحث لپاره وربللي. د نا امنیو په دوام تېره دوشنبه د پېښور په یوه جومات کې بمي چاودنې ۱۰۱ کسان ووژل.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: د طالبانو له حکومت ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې د همکارۍ تمه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د صادقانه همکارۍ تمه لري. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پاکستان هیله لري چې د طالبانو حکومت به د ترهګرۍ پر ضد هغه ژمنې پوره کړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي. نوموړې دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هغه ادعاګانې ناسمې وبللې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو استاد اسماعيل مشعل د نظام پر تخريب تورن کړی دی

د طالبانو حکومت یوه چارواکي د کابل پوهنتون استاد اسماعیل مشعل، چې د طالبانو په توقیف کې دی، د نظام پر تخریب تورن کړ. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالحق حماد پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، استاد مشعل «په ډېر مهارت د نظام پر ضد پاروونکي کړنې ترسره کولې، ګڼ خبريالان یې پر ځان راټول کړي وو او پر عمومي سړک يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه، امنيتي ادارو د تحقيقاتو لپاره بېولی دی.» استاد مشعل چې څه موده مخکې په یو مدني حرکت کې د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: طالبان دې بشري حقونو ته د درناوي پرته د نړيوالې ټولنې د ملاتړ تمه نه‌لري

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان نه‌شي کولای چې له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راشي او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ښه کېدو تمه ولري. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون خبریالانو ته وویل، طالبان دې تر هغه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ تمه نه‌لري، تر کله چې د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی و نه‌کړي. نوموړي ويلي: "طالبان په پرله‌پسې ډول له نړیوالو سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي، خو تر ټولو مهمه دا چې دوی هغه ژمنې هم ماتې کړي چې له افغانانو سره یې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې د کوکنارو د بديل کښت برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

په افغانستان کې د راتلونکي کال د ثور په میاشت کې بزګران په تودو سيمو کې له کوکنارو څخه تاریاک راټولوي او په سړو سيمو کې بیا په پسرلي کې کوکنار کرل کېږي. د طالبانو حکومت وايي چې، د کوکنارو د کښت مخه يې نيولې ده. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له شمېرو ښودلو پرته ادعا کوي چې د کوکنارو د کښت په اړه يې د خپل مشر فرمان په برياليتوب سره عملي کړی او اوس په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته نږدې شوی دی. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین عبدالحق همکار وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د نهه ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سيالۍ ترسره شوي

په کابل کې د نهه ولایتونو د څه باندې ۱۵۰ لوبغاړو تر منځ د تکواندو سیالۍ شوي. د تکواندو د ملي فدراسیون چارواکو ویلي، دا سیالۍ یې د تکواندو د ملي ټیم د پخواني سر روزونکي کوریايي ماستر مین سین هاک د هڅو د درنښت په خاطر د هغه په نوم پلان او ترسره کړي. په دې سیالیو کې اتل لوبغاړي د تکواندو د فدراسیون په رده بندي کې ځای پیدا کوي چې بیا په نورو سیالیو کې د ګډون چانس ترلاسه کولای شي. مین سین هاک څو کاله د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم سر روزونکی وو او د هغه د هڅو په مټ روح الله نیکپا وتوانېد په بیجینګ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خېبر پښتونخوا کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي دي. د کواټ د پولیسو ویاند فضل نعیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، یو مساپر وړونکی (فلاینګ کوچ های اېس) ګاډی په تونل کې له بار وړونکې لارۍ سره لګېدلی. په پېښه کې د نعیم په خبره اولس کسان مړه شوي او یو تن ټپي دی. دی وايي، د مرستندویه ادارې کارکوونکي سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او ژوبل کس او د وژل شویو جسدونه یې د کواټ لوی روغتون ته ولېږدول. د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، مساپر وړونکی ګاډی له لکي مروته د پېښور پر لوري روان وو چې د پېښې ښکار شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د منير اکرم څرګندونې له پښتني کلتور سره تړاو لري؟

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي له پښتنو سره د طالبانو د افراطي اعمالو د تړلو ادعا ردوي. نوموړی په عین حال کې وايي، پاکستان، چې د ستراتیژیک عمق لپاره د طالبانو ملاتړ کاوه، اوس په خپله د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو په ستراتیژیک عمق بدل شوی دی. ښاغلي جلالي دا خبرې له عصمت څاروان سره په مرکه کې وکړې. په په پیل کې د دې پوښتنې په اړه چې په ملګروملتو کې د پاکستان د سفیر منیر اکرم د دې خبرې په اړه څه وايي چې د طالبانو له لوري د ښځو د تعلیم او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صالح: پاکستان د افغانستان له وضعيت ډېره ناوړه استفاده وکړه

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي څرګندونو ته غبرګون ښودلی. نوموړي پاکستان په دې تورن کړ چې، د افغانستان له حالاتو یې خورا ناوړه استفاده وکړه او د ای ایس ای تر څارنې لاندې مدرسو کې یې افغان هلکان، چې اکثره یې پښتانه وو، د عصري توب او زده‌کړو خلاف و روزل. په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل،  د طالبانو له لوري د ښځو د زده‌کړو او تعلیم مخالفت د پښتنو له کلتور سره تړاو لري. د منیر اکرم دا څرګندونې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير بغداد ته سفر کړی

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د خپل هېواد او سعودي عربستان ترمنځ د همکاریو د زیاتېدا غوښتنه وکړه. ده دا غوښتنه پرون (پنجشنبه) په بغداد کې د سعودي له باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړه. د عراق د بهرنیو چارو وزیر بغداد ته د خپل سعودي ساري سفر مهم وباله او ویې ویل دا سفر په داسې وخت کې شوی چې په سیمه کې ګڼې ننګونې شته. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په عراق کې د خپل هېواد د شرکتونو له لوري پانګونې ته چمتووالی وښود. عراق له ډېرې مودې راهیسې له اقتصادي ستونزو سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سيګار: د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي

سيګار وايي، د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي. سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر، کانګریس ته په خپل نوي درې میاشتني راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان په تړاو ۸ میلیارد ډالره مهیا کړي چې د دې پیسو ډېره برخه افغان اتباعو یا کډوالو ته ځانګړې شوې ده. د سیګار په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو راغلي، په دې پیسو کې د افغانستان بانک هغه درې نیم ملیارد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سرې مياشتې ټولنه: د ۱۱زره په زړه سوري ماشومانو د درملنې هڅه کوو

افغاني سره میاشت ټولنه وايي، یوولس زره په زړه سوري ماشومان یې ثبت کړي او هڅه کوي چې په هېواد کې دننه یا بهر یې درملنه وکړي. د دې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له ۲۰۰۸ څخه تر اوسه پورې په هېواد کې دننه او بهر د ۱۳ زره ماشومانو د سوریو زړونو درملنه شوې ده. د ده په وینا، دا پروسه د یوه کال په مخه درېدلې وه خو له تېرو ۵ میاشتو راهیسې بیا پیل شوې ده. شرفزوی وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې ۱۸۴ تنه تداوي شوي او کورونو ته تللي، خو په دې موده کې ۱۱ زره... Читать дальше...


Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

На ярославцев выльется пятидесятилитровая бочка дождевой воды

Жителей столицы пригласили на мероприятия проекта «Питомцы в Москве»

В Подмосковье идет строительство более 20 новых тротуаров



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Участниками «Бюджетной ипотеки» могут стать, медики, учителя, ученые Подмосковья

В Подмосковье идет строительство более 20 новых тротуаров

Латышонок ответил на вопрос о своём будущем в «Балтике»

В НИКИ детства Подмосковья отметили день защиты детей

Музыкальные новости

Фильм «Мой любимый чемпион» показали в павильоне «Роснефти» на ВДНХ в Москве

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

ЧЭРЗ запланировал оздоровительную кампанию для сотрудников и их детей

До плюс 50 градусов: Каким городам России грозит аномальная жара летом 2024 года. Опубликован список

Новости России

Жителей столицы пригласили на мероприятия проекта «Питомцы в Москве»

В Подмосковье идет строительство более 20 новых тротуаров

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

Российскую культуру представили на международной студенческой встрече в Измире

Экология в России и мире

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Добрые рисунки: «585*ЗОЛОТОЙ» запустила конкурс ко Дню защиты детей

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

Спорт в России и мире

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»

Димитров пробился в четвертьфинал Открытого чемпионата Франции

Moscow.media

Вечернее поле.

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

Торжественное возложение цветов к памятному знаку «Юным героям — партизанам и подпольщикам» в Феодосии

Рассказ про зятя. Хоть и не про котиков, но тож смешной







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *