وېسټ: دوحه کې طالبانو سره خبرې مفصلې او څرګندې وې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په قطر کې د طالبانو له استازو سره وروستۍ خبرې اترې، مفصلې او څرګندې بولي او وايي چې د افغانانو د ملاتړ او د ګټو خوندي کولو لپاره د دغو خبرو دوام اړین دی. هغه پرون په خپلې ټویټرپاڼه لیکلي چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره دوه ورځنۍ خبرې اترې تفصیلي او روښانه وې. نوموړي زیاته کړې چې د دغو خبرو اترو دوام د افغانانو د ملاتړ او د هغوی د ګټو د خوندیتوب لپاره اړین دی. خو ځينې افغان مېرمنې وایي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ناسته د دواړو خواوو د سیاسي ګټو لپاره ترسره شوې. Читать дальше...