Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 05.08.2023

Pa.azadiradio.com 

چین کې سېلابونه؛ ۱۰ تنه مړه او لسګونه زره نور بې ځایه شوي

د چین د هبي ایالت په بایودینګ ښار کې په وروستیو سېلابونو کې لس تنه مړه او ۱۸ نور نادرکه شوي دي. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا ارقام نن چارواکو اعلان کړي. د چارواکو په خبره، نن له غرمې مخکې د بایودینګ ښار څه باندې شپږ سوه زره اوسیدنکي چې له خطر سره مخامخ وو، نورو ځایونو ته انتقال شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې چین په دې وروستیو کې د موسمي بارانونو شاهد دی. دا بارانونه په ۱۴۰ کلونو کې بې مخینې دي.

Pa.azadiradio.com 

د سوریې ادلب کې د روسي الوتکې برید؛ ۳ ملکیان وژل شوي

د سوريې په شمال لویدیځ ادلب ښار کې نن سهار د روسیې د جنګي الوتکو په برید کې درې ملکي وګري وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر اساس، دا خبره د سوریي د بشري حقونو د څار سازمان کړې ده. دې سازمان زیاته کړې، د روسیې د نن سهار برید د ادلب په لویدیځ کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي. د سوریې د بشر ي حقونو نظارت کوونکې ډلې ویلي، په سیمه کې يې کاري ټیمونه د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.

Pa.azadiradio.com 

کانکور کې د ۱۳۹۱ دیني علماوو د ګډون اعلان؛ شنونکي: بې مېکانېزمه ګډون یې د اندېښنې وړ دی

د طالبانو د حکومت د ازموينې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ په ۱۲ ولایتونو کې د کانکور دویم پړاو ازموینه پای ته ورسېده. د يادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولسم ټولګي د ۲۸ زره ۶۲۵ تنو فارغانو سربېره، ۱۳۹۱ ديني عالمانو هم د کانکور په دې دوره کې ګډون کړی و. دا چې د کانکور په ياده ازموينه کې ديني عالمانو څه ډول برخه اخيستې وه، په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، د ملي ازموینو ادارې او د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي هم د د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې د ګډون په موخه تایلينډ هېواد ته تللې ده. د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي،چې په مرکزي اسیا سیالیو کې د دویم مقام تر ترلاسه کولو وروسته یې د فوټسال ملي لوبډله تایلينډ ته ولیږله چې هلته د لویو وچو جام په سیالیو کې ګډون وکړي. د یاد فدراسیون په خبر کې راغلي دي چې افغانستان به په ب ګروپ کې د موزمبیق او چک جمهوریت پر وړاندې ولوبيږي. یادې سیالۍ به د اګسټ په ۷مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نیټې به دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ په دویم پړاو کې هسپانیې او جاپان خپلې سیالۍ وګټلې

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو نن پيل شو، چې هسپانیې او جاپان پکې خپل سیالان مات کړل. د نن ورځې لومړۍ سیالي د هسپانیې او سویس ترمنځ وه، چې ۵ د یو پر وړاندې هسپانیې وګټله. دغه راز دویمه سیالي بیا د جاپان او ناروې ترمنځ وه چې ۳ د یو پر وړاندې جاپان وګټله. باید وویل شي چې د دې پړاو په سبانیو سیالیو کې به نیدرلینډ د سویلي افریقا او سویډن د امریکا پر وړاندې سیالۍ وکړي.

Pa.azadiradio.com 

سوداګرۍ خونه: پر کوکنارو بندیز د مالوچو حاصل ۲۰ سلنه زیات کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي په دې هیواد کې د کوکنارو د کښت د ختمیدو وروسته، د مالوچو په کښت او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چې د مالوچو  د کښت او حاصلاتو سربیره، یې په صادراتو کې هم د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی خو تر اوسه یواځې پاکستان هیواد ته صادریږي. ښاغلي الکوزي زیاته کړه: " مالوچ د تېرو کلونو په پرتله واقعا ډیر شوي دي، ځکه د کوکنارو بدیل دی دا. موږ تیر کال ۲۰ زره ټنه مالوچ تولیدات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کانکور ازموینې یو شمېر ګډونوال: د بهر ته تللو استادانو پر ځای دې نور افغان کادرونه وګمارل شي

"زه چون زخمي هم ومه، دلته د کانکور امتحان لپاره راغلی ومه، هلته نه‌مې شول کولی چې کېنمه، نو دلته مې موټر کې ازموينه ورکړه."  دا عبدالواسيع همدرد په نوم د یوه تن خبرې دي، چې د ازموينې ملي ادارې خپرې کړې دي. هغه پرون په ختیځ کونړ ولايت کې په ناروغ وجود ازموينه ورکړې ده. نوموړی وايي، ناروغۍ له امله یې له نورو زده‌کوونکو سره يو ازموينه کې ګډون نه‌شو کولی نو موټر کې کېناست او ازموينه ترې واخيستل شوه. د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموينه د چنګاښ په ۲۹مه پيل شوه. د طالبانو د حکومت ازموينې ملي ادارې ويلي دي، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې بې برخلیکه پخواني پوځیان، د طالبانو پر عمومي عفوې بې باوره دي 

" هغه وخت مو مالي وضعیت ښه و، د میاشتې مې له ۱۷ زرو تر ۱۸زرو افغانیو معاش اخیست چې د ژوند ښه ګوزاره مې کېدله." عبدالشکور زوري ۳۲ کلن دی، چې وايي شپږکاله یې د ملي اردو په چوکاټ کې په نیمروز ولایت کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې ده.  کله چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان طالبانو ولکه ټینګه کړه او د افغانستان د تېر جمهوري نظام امنیتي او دفاعي ځواکونه سره دړي وړي شول، د ټولو لپاره د ژوند لوری بدل شو.   زوري هم تر هغه تحول وروسته د طالبانو له خوا د وژل کېدو له ډاره د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره په قاچاقي ډول ایران ته لاړ.

Pa.azadiradio.com 

د عمران خان نیول کیدل؛ غیابي محکمې په ۳ کاله بند محکوم کړ

د پاکستان پولیسو، پخوانی صدارعظم عمران خان په لاهور ښار کې په خپل کور کې ونیوه. عمران خان مخکې تر مخکې اټکل کړی و چې نیول کېږي به. د عمران خان مدافع وکیل انتظار حسین نن وویل، د اسلام اباد یوې محکمې عمران خان په درې کاله حبس محکوم کړی دی. د اسلام اباد په محکمه کې د محاکمې په مهال عمران خان حاضر نه و او قاضي یې د نیولو حکم صادر کړ

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د تېر ژمي لومړۍ دوه میاشتې؛ ملګري ملتونه: تر ۲۰۰ زرو څاروي پکې تلف شوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی ویلي، په افغانستان کې مالدارانو د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر منځ د سړې څپې له امله له ۷۰ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو پورې څاروي له لاسه ورکړي دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې کروندګر په افغانستان کې د سړې څپې احتمالي خطرونو ته چمتو نه وو او له همدې امله یې د کرنیزو محصولاتو سربېره خپل ډېر څاروي له لاسه ورکړي دي. په دغه راپور کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۶۷۰۰ کورنیو سره مرکې شوې او له هغوی څخه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان بیا ونیول شو

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په لاهور ښار کې په خپل کور کې نیول شوی دی.  دا خبر د هغه مدافع وکیل انتظار حسین پنجوتا ورکړی دی.  عمران خان وروسته له هغې ونیول شو، چې لومړی په اسلام اباد کې یوې محکمې هغه د اختلاس په تور مجرم وپېژاند او په درې کاله بند یې محکوم کړ. د نورو جزییاتو لپاره د ازادي راډیو ټولنیزې رسنۍ او وېب پاڼه وڅارئ.

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د بودیجې کمیدل به مو ژمي کې د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته مرستې لېږل ستونزمن کړي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې بې سارې بې کاري او بې وزلي ورځ تربلې زیاتیږي،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د مرستې عملیات، د بودیجې له کموالي سره مخ دي.  دوی په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي موسم راتلونکی دی او په سړو سیمو کې له واورې ورېدو سره د حالاتو د خرابیدو اټکل شوی، د دوی د بویجې کمښت به ددې  لامل شي، چې لیرو پرتو سیمو ته  د خوړو او درملو مرسته په وخت ونه رسیږي.  د اوچا په اعلامیه کې راغلي دي، چې د افغانانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونان: د کډوالۍ د وضعیت ښه کېدو په اړه غونډه شوې

د یونان حکومت د جمعې په ورځ د کډوالۍ د وضعیت پر ښه کېدو په داسې حال کې غونډه وکړه، چې له ترکیې او د مدیترانې سمندرګي په شا و خوا کې له پرتو هېوادونو ۱۰۲ نور پناه غوښتونکي هم یونان ته واوښتل. په همدې حال کې د سمندر له لارې یونان ته د اوښتونکو پناه غوښتونکو شمېر خورا زیات شوی دی. د یونان د حکومت یوه اعلامیه وايي، د سمندري تجارت وزیر، پولیسو او د کډوالۍ چارواکو پر ګډ اقدام خبرې وکړې. د یونان په ایوروس (Evros) کې پولیسو د ترکیې سرحد ته څېرمه ۱۰۲ پناه غوښتونکي موندلي چې له ډلې یې ۵۵ یې د سوریې او ۴۶ نور د عراق او یوه ښځه د لبنان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند: کشمیر کې ۳ سرتېري له یاغیانو سره جګړه کې وژل شوي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له مشکوکو یاغیانو سره په وسلواله شخړه کې درې هندي سرتېري وژل شوي دي. د هند پولیسو نن شنبه دا خبر داسې وخت ورکړی، چې د دې لانجمنې سیمې د موقف ختمولو او پر دې سیمې د نوي ډیلي د مستقیمې واکمنۍ د نافذېدو څلور کاله پوره شول. پولیس وايي تېره شپه د پوځ ګزمې په هالان ځنګلي سیمه کې په وسلوالو یاغیانو پسې لټون کاوه، چې ورسره په جګړه واوښتل او په وسلواله نښته کې درې سرتېري سخت ټپیان شول، خو وروسته یې ساه ورکړه. پولیس وايي د وسلوالو یاغیانو د موندنې عملیات لا هم روان دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: روانې جګړې نېم سوډان د مرستو وړ ګرځولی

ملګري ملتونه وايي په سوډان کې روانه شخړه د دې سبب شوې، چې د دغه هېواد نیمايي وګړي یعنې ۲۴ ملیونه کسان خوړو او نورو مرستو ته اړ شي. د ملګرو ملتونو دوو جګپوړو چارواکو پرون جمعه ویلي روانه جګړه او د بودجې کموالی د دې سبب شوې چې د سوډان یوازې دوه نیم ملیونه وګړي مرستې ترلاسه کړي. د ملګرو ملتونو د بشري ادارې عملیاتي مشرې ایدم ورسور-نو (Edem Wosornu) او د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق مرستیال اجرایه مشر تیډ چېبن (Ted Chaiban) چې تازه له سوډانه راستانه شوي، په دغه هېواد کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا له هوټلونو د تازه اېستل شویو افغان پناه غوښتونکو وضعیت خراب بلل شوی

په برېتانیا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو وضعیت ناوړه بلل شوی، چې په وروستیو کې د دوی له لنډمهالو استوګنځیو چې په دولتي هوټلونو کې وو، ایستل شوي دي. نړیوالو اژانسونو پرون راپور ورکړی، په برېتانیا کې د محلي حکومت اتحاد یا (LGA) ویلي د انګلستان په ځینو برخو کې په پنځو کې یوه افغان پناه غوښتونکي، محلي شوراګانو ته ځان بې کوره معرفي کړی دی. د محلي حکومت اتحاد د برېتانیا له حکومته غوښتنه کړې چې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره دې په هوټلونو کې استوګنځي پرانیستي پرېږدي چې هڅه کوي ځانونو ته د ژوند لاره لیکه معلومه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: څه باندې ۵ میلیون افغانانو سره مو نقدي مرستې کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي روان میلادي کال تر پنځو میلیونو او ۷۰۰زره ډېرو افغانانو د دغې ادارې له طریقه نقدې پیسې یا هم کوپونونه ترلاسه کړي دي. دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د اضطراري غبرګون مرکزي صندوق، د فرانسې او جاپان د بهرنیو چارو وزارتونو په سخاوتمندانه ملاتړ وېشل شوې دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي هدف دا دی چې د مرستو ترلاسه کوونکي خپله د شیانو پر رانیولو کنټرول ولري، بله دا چې د خوړو د مرستو اړتیا کمه شي او درېیمه دا چې محلي اقتصاد ورسره پیاوړی شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بسپنې ۲۵ سلنه را سپارل شوې ده

ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بسپنې یوازې ۲۵ فیصده برخه ورسپارل شوې ده. د افغانستان کورنیو رسنیو نن شنبه راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د اطلاعاتو له مخې تر اوسه د ۳ اعشاریه ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د غوښتل شوې بسپنې یوازې ۲۵ فیصده برخه ورکړل شوې ده. دغه بسپنه په افغانستان کې روان میلادي کال د ملیونونو کسانو د لاسنیوي لپاره غوښتل شوې وه. ملګرو ملتونو د جون میاشتې پر پنځمه ویلي وو، په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رغونې لپاره د سالنګ لارې تړل کېدل؛ بدیلې لارې کومې دي، موټر چلوونکي څه پکې وایي؟

د طالبانو د فواید عامې وزارت سر له ننه د سالنګ لویه لاره، د تونل او د دې لارې د رغیدو لپاره د مسافرو پر مخ بنده کړې ده. له افغانستانه رسنۍ راپور ورکوي، چې یوازې به د شپې په مخه لویو باري موټرو ته اجازه وي چې پر دې لارې تیر شي؛ هغه هم داسې چې په نوبت به ځي او یوه شپه به موټر له جنوبي سالنګه شمالي سالنګ ته ځي او بله شپه به برعکس له شماله جنوب ته حرکت کوي. د طالبانو د فواید عامې وزارت په وینا، مسافر به د شیبر کوتل او غوربند درې له لارې ځي راځي، خو دا لاره د سالنګ د لویې لارې په څیر پخه نه ده او کنډې کپرې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان - قزاقستان سوداګري؛ ژومانګارین : تر ۳ میلیارده ډالرو یې رسولی شوو

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د څه باندې یو سل او نوي میلیونه ډالرو په ارزښت د تړونونو تر لاسلیکیدو وروسته، په پلازمېنه استانه کې د افغانستان د محصولاتو نندارتون د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو چې نن به پای ته ورسیږي. په دې نندارتون کې چې په اویا غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی، وچې میوې، تازه میوې، زعفران، ګرانبیه کاڼي، غالۍ، لاسي صنایع، جوس او حتی د سبزیجاتو بیلابیل ډوله کیښودل شوې دي. د دې نندارتون یوې ګډونوالې فیروزې اکبري ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د تیرو دوو کلونو په ترڅ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شهباز شریف د پاکستان پارلمان ړنګوي

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې صدراعظم شهباز شریف به د دغهّ هېواد پارلمان د دې اونۍ د چهارشنبې په ورځ منحل کړي. دا نېټه درې ورځې مخکې تر هغې ده چې د ایتلافي حکومت د ړنګیدو او د موقت حکومت د جوړیدو لپاره ټاکل شوې وه. د ډان ورځپاڼې په ګډون، یو شمېر پاکستاني رسنیو  د خپلو پټو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دا پریکړه صدراعظم د پنجشنبې په شپه په یوې غیررسمي غونډه کې اعلان کړه. د پارلمان منحل کیدل دا معنی لري، چې باید تر نوي ورځو پورې انتخابات وشي.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د میرویس روغتون چارواکي: درمل او روغتیایي وسایل مو کم شوي

د کندهار د میرویس  روغتون یوشمیر چارواکي په دغه روغتون کې د درملو او ځینو روغتیایي وسایلو د کمښت خبر ورکوي. د دغه روغتون څو تنو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، پرون ازادي راډیو ته وویل چې پخوا به دوی ناروغانو ته وړیا درمل ورکول خو له کله چې د سره صلیب مرستې کمې شوې دي د دوی په درملو کې تر اویا په سلو کې کموالی راغلی دی. له شاوخوا دېرش کلونو راهیسې سره صلیب له دې روغتون سره هم د درملو مرسته کوله، هم یې طبي وسایل ورکول او هم یې داکټرانو ته معاشونه ورکول، خو له تیرو دوو میاشتو راهیسې سره صلیب په ټول افغانستان کې خپلې مرستې محدودې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لارې تړل کېدل؛ مسافرو ته ۲ نورې لارې وړاندیز شوې

د افغانستان په شمال کې د سالنګ لویه لاره سر له ننه د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست خبر ورکړ، چې دا لاره به یوازې د شپې په مخه په نوبت د باربري موټرو لپاره پرانیستې وي. د طالبانو د فواید عامې وزارت ویلي دي، چې مسافر به د شیبر کوتل او غوربند درې له لارې له شماله جنوب او له جنوبه شمال ته تګ راتګ کوي. وېل کیږي، چې دا لویه لاره ممکن تر درېیو میاشتو پورې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بنده وي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۸ ولایتونو کې نن ممکن سخت ورښتونه وشي او سېلابونه راشي

د افغانستان د هوا پېژندنې د ملي ادارې له اټکل سره سم، نن په اتو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو احتمال شته. دا اداره وایي چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر کې د درنو ورښتونو  له امله د سېلونو د بهیدو اټکل شوی دی. په وروستیو کې د افغانستان په شاوخوا څوارلس ولایتونو کې د سېلونو له امله شاوخوا پنځوس کسان مړه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه ویجاړ شول.  د افغانستان د طبیعي پېښو زیاتیدل، چې له نړیوال اقلیمي بدلون څخه سرچینه اخلي؛ د دغه هېواد د بشري... Читать дальше...


Мария Багреева: Москва четыре года подряд ...

Министр здравоохранения Омской области покидает пост

Телеведущая Елена Николаева показала детей от бывшего супруга Волочковой

Как якутяне в составе Группы советских войск в Германии обеспечивали безопасность СССР



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Министр здравоохранения Омской области покидает пост

Индия начнет поставки в Россию картофеля и гранатов

Переменная облачность и до 27 градусов тепла ожидают москвичей 15 июня

Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

Музыкальные новости

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Концерт к юбилею Пушкина проведут в Культурном центре «Интеграция» на Саянской

Новости России

Индия начнет поставки в Россию картофеля и гранатов

Мария Багреева: Москва четыре года подряд ...

«Российская газета»: Глава комитета Госдумы Сергей Гаврилов назвал последствия ситуации на Мосбирже

Как якутяне в составе Группы советских войск в Германии обеспечивали безопасность СССР

Экология в России и мире

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Dior Resort 2025

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Спорт в России и мире

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Северные ночи...

Закат на Катуни







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *