Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 09.08.2023

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د جلا جلا پېښو له کبله دوه سرتېري او درې وسله‌وال وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه، دغه راز ږوب او قلات کې په درېیو جلا پېښو کې دوه سرتېري او درې افراطي وسله‌وال وژل شوي دي. د بلوڅانو د ازادۍ پوځ چې په سیمه کې عمده افراطي ډله ده، په کوټه او قلات کې د شویو حملو مسوولیت منلی دی. نن په کوټه کې د لاسي بم په برید کې د دوو پولیسو په ګډون پنځه کسان ژوبل شول. پولیس وايي، پرون بیا په ږوب کې د پوځي عملیاتو پر مهال نښته وشوه چې درې مشکوک وسله‌وال یې په نتیجه کې ووژل شول او دوه سرتېري ژوبل شول. په ږوب کې د شوي برید مسوولیت چا نه دی منلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مایکل مککال: طالبانو له درېیم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په یوه تازه ټویټ کې ویلي چې طالبانو له درېیم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي دي. د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د طالبانو له لوري له درېیم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله اندېښنه ښودلې. مایکل مککال د سه‌شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د ځانګړې استازي رینا امیري تر منځ له لیدنې یوازې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آی آر سي: د مرستو په کمېدو سره د اړمنو افغانانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري مرستو د کمېدو له امله د اړمنو کسانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی. د ژغورنې نړیوالې کمېټې 'آی آر سي' په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د بشري مرستو د بودیجې له کمېدو وروسته د افغانانو د اړتیاوو د کچې د لوړېدو خبرداری ورکړی دی. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، ۳۰ میلیونه افغانان مرستو ته سخته اړتیا لري. دغه کمېټه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بشردوستانه مرستو کمښت د اقلیم بدلون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د طالبانو په واکمنېدو سره ۳۰ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نږدې ۳۰ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ شوي دي. د دې ادارې د هغه راپور له مخې چې په ریلیف ویب ویبپاڼه کې پرون سې شنبه خپور شوی، د بودیجې کموالي په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړې دي. د راپور له مخې د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمېدل د دې سبب شوي چې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۶۰ فیصده زیات شي.

Pa.azadiradio.com 

له څه باندې پنځه سوه زره افغانانو سره د ځان بسیاینې برخه کې مرسته شوې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې روان میلادي کال له څه باندې پنځه سوه زره کسانو سره د دوی په بسیاینه کې مرسته کړې ده. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په ټویټر کې لیکلي چې دوی دغه شمېر کسانو سره مرسته کړې چې په خپلو پښو ودرېږي او د خپلو کورنیو مرسته وکړي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دوی د کرنې او د نورو مسلکونو د روزنې برخو کې د خلکو لاسنیوی کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

ایران تر غږ د چټک توغندي د جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړې

د ایران نیمه دولتي اژانس تسنیم راپور ورکړی چې ایران تر غږ د چټک توغندي د جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړې او د دغه توغندي په ازمویلو بوخت دی. دا اعلان داسې وخت کېږي چې په فارس خلیج کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره کړکېچ زیات شوی او ایران تېره اوونۍ له هغو نویو کښتیو پرده پورته کړه چې د ۶۰۰ کیلومترو په فاصله لرې واټنه توغندي لېږدولی شي. د تسنیم خبري اژانس په لیکنه، تر غږ چټک دغه تازه توغندي، په ایران کې د جوړو شویو کروز توغندیو نوی نسل دی چې لا هم د ازمېښت په پړاوونو کې دی او د ایران په دفاعي ځواک کې به یو نوی فصل وي.

Pa.azadiradio.com 

د مدیترانې سمندرګي کې د کښتۍ نسکورېدو له کبله ۴۱ پناه غوښتونکي مړه شوي

تېره اوونۍ په مدیترانې سمندرګي کې د یوې کښتۍ د نسکورېدو په پېښه کې ۴۱ پناه غوښتونکي مړه شوي دي. د رویترز خبري اژانس د ننني راپور له مخې، ژغورل شویو کسانو چې د ایټالیا لامپدوسا ټاپو ته رسېدلي په دې باب خبرې کړې دي. انسیا خبري اژانس هم راپور ورکړی، هغه څلور کسان چې له دې پېښې ژوندي پاتې شوي، مرستندویانو ته ویلي چې د درېیو ماشومان په ګډون له ۴۵ کسانو سره په کښتۍ کې روان وو. دوی ویلي چې دغې کښتۍ د تونس له هغې سیمې چې د پناه غوښتونکو د بحران عمده مرکز دی، خپل سفر پیل کړ او تر څو ساعته مزله وروسته یې کښتۍ نسکوره بیا ډوبه شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ هسپانیا له هالنډ او جاپان له سویډن سره سیالۍ لري

د ښځو د فوټبال نړیوال جام د کوارټر فایل په مرحله کې هسپانیا له هالنډ او جاپان له سویډن سره سیالي کوي. دغه سیالۍ به د جمعې په ورځ چې د اګست میاشتې ۱۱مه کېږي، وشي. اسټرالیا او نیوزیلنډ په ګډه د ښځو د فوټبال نړیوال جام ګډ کوربانه دي. دغه جام کې چې د جولای میاشتې پر ۲۰مه پیل شوی، ۳۲ ټیمونه برخه لري. ټاکل شوې پایلوبه د اګست میاشتې پر شلمه وشي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د پاکستان او ایران له زندانونو څلور زره افغانان راخوشې شوي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېر کال یوازې څلور زره افغان بندیان د پاکستان او ایران له زندانونو راخوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه کړل شوی دي. د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي د زمري په اتلسمه نېټه ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل: "کابو درې زره افغان مهاجرین چې په پاکستان کې بندیان وو، د مهاجرینو د اتشو او په پاکستان کې د افغانستان د لوی سفارت په ګډو هڅو د یاد هېواد له بندخونو څخه ازاد شوي او هېواد ته ستانه شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ پاکستان د افغانستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه

د پاکستان کرکټ بورډ نن د اګست ۹مه د افغانستان پر وړاندې راتلونکو یو ورځنیو سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه. یاد کرکټ بورډ په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده او په کې ویلي، د افغانستان پر وړاندې به یې ۱۸ کسیزه لوبډله سریلانکا ته سفر کوي او بیا به د اسیا جام په سیالیو کې ۱۷ کسیزه لوبډله برخه واخلي. په اعلان شوې لوبډله کې بابر اعظم لوبډلمشر، محمدرضوان، عبدالله شفیق، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث روف، افتخاراحمد، امام‌الحق، محمدحارث، محمدنواز، محمدوسیم، نسیم شاه، سلمان اغا، سعود شکیل، شاداب خان، شاهین شاه اپریدي، طیب طاهر او اسامه میر شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ ملي لوبډله د تمریناتي کمپ او راتلونکو سیالیو لپاره سریلانکا ته لاړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو سیالیو د لا ښه چمتوالي په موخه د سریلانکا ته ولاړه. افغان کرکټ بورډ نن د جولای په ۹مه نېټه ویلي، ملي لوبډله یې له دې امله څو اوونۍ وړاندې سریلانکا ته ولېږله چې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته ښه چمتووالی ونیسي. ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان به د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د سریلانکا په همبنټوټا او کولمبو ښارونو کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. یادو سیالیو ته څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې ۱۶کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون؛ مجاهد: پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت ته سمه پاملرنه وکړي

د طالبانو حکومت په پاکستان کې د ناامنۍ په وروستیو پېښو کې د افغانانو د لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعا پر وړاندې غبرګون ښودلی او یو وار بیا یې ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې د هغه په ټویټر خپره شوې ویلي چې پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت ته سمه پاملرنه وکړي. په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا 'ټي ټي پي' د موجودیت او په پاکستان د ناامنیو په وروستیو پېښو کې د افغانانو د ښکېلتیا په اړه د پاکستاني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنرال کوریلا له هرمز تنګي تېر شوی او په بحرین کې د امریکا اډې ته تللی

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر د هرمز له تنګي له تېرېدو وروسته په بحرین کې د امریکا سمندري اډې ته تللی دی. امریکا په دې وروستیو کې زرګونه پوځیان په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړي دي. تر دې تحرکاتو وروسته د امریکا د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ سینټکام مشر جنرال مایکل ایریک کوریلا له هرمز تنګي چې ایران ته ډېر نږدې دی تېر شوی دی. ایراني سمندري ځواکونه څو واره په دې سیمه کې نورو تېرېدونکو بېړیو ته تهدیدونه رامنځته کړي او کله کله یې بېړۍ درولي او عملې یې بندیانې کړي دي. امریکا په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: په افغانستان کې د شدید نس‌ناستي پېښې زیاتې شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د روان ميلادي کال د مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د نس ناستي په شدیدو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. د دغې ادارې د افغانستان څانګې د سې شنبې په ورځ په يو ټويټ کې ويلي، شدید نس ناستی کولی شي ماشومانو ته چټک ډیهایډرېشن، خوارځواکۍ پيدا او حتی ژوند يې ورته وګواښي. دغې ادارې دغه شان ويلي، په افغانستان کې د شدید نس ناستي ناروغۍ د روان ميلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې زياتې شوي. د يونېسف په وينا، اوسمهال هم په افغانستان کې دا ناروغي شته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: د طالبانو د لاسوهنې سره سره امریکا نږدې ۲،۳۵ میلیارد ډالره مرسته کړې

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي اداره یا سیګار وايي، په مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې سره سره تېرو نږدې دوو کلونو د امریکا متحده‌ایالاتو له افغانانو سره نږدې ۲،۳۵ میلیارده ډالر مرسته کړې ده. سیګار د امریکا متحده‌‌ایالاتو کانګرس ته خپل شپېتم راپور کې چې پرون خپور شو لیکلي، طالبان له افغانانو سره د نړیوالو له مرستو ناسمه ګټه اخلي او تر خوا یې په ډېرو برخو کې سرغړونې کوي. په دې راپور کې د ملګرو ملتونو سازمان د څو چارواکو له قوله لیکل شوي، طالبانو د مرستندویه ادارو په پروګرامونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: روسیه د نایجر له وضعیته د ناوړه استفادې هڅه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د نایجر په بې ثباتۍ کې د روسیې د واګنر د اجیرې ډلې د ناوړه استفادې پر وړاندې خبرداری ورکړ. هغه پرون سې شنبه د بي بي سي له انګلیسي برخې سره په مرکه کې وویل، فکر نه کوي چې واګنر ډله یا روسیه به په هغه څه کې لاس ولري چې په نایجر کې پېښ شول، خو ده په عین حال کې وویل، دوی تر وسه وسه هڅه کوي چې له دې وضعیته ناوړه استفاده وکړي. د جنرال عبدالرحمان چیاني په مشرۍ د نایجر د ولسمشرۍ ګارډ ځواکونو د جولای په ۲۷ مه پر ولسمشر محمد بازوم کودتا وکړه، هغه یې ونیوه او د هیواد د چارو واګې یې په خپل لاس کې واخیستې.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان له هرمز تنګي تېر شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ، سینټکام، وویل چې عمومي قوماندان یې جنرال مایکل اریک کوریلا په ټوماس هاډنر جنګي بېړۍ کې له هرمز تنګي تېر شوی او په متحده عربي اماراتو کې له لنډې دمې وروسته په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواک اډې ته رسېدلی دی. د دې راپور له مخې، جنرال کوریلا په متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد له لوی درستیز جنرال عیسي سیف محمد المزروعي سره کتلي او بیا بحرین ته تللی دی. امریکا په وروستیو ورځو کې منځني ختیځ ته زرګونه ځواکونه لېږلي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د اقلیم پېژندې مرکز تېر جولای میاشت تر ټولو توده میاشت وبلله

د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز، کوپرنیک پرون سې شنبه اعلان وکړ چې د سږ کال جولای میاشت له هغه مهاله چې په نړۍ کې د تودوخې درجې ثبت کېږي، تر ټولو توده میاشت وه. دا مرکز وايي، راټول شوي معلومات ښيي چې په دې میاشت کې هم د مځکې او هم د سمندرونو تودوخه د کال په دې فصل کې تر متوسطې درجې ډېره زیاته وه. د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز څېړونکو او د بېلابېلو هېوادونو د هواپېژندنې ادارو د جولای میاشتې تر پای ته رسېدو مخکې خبرداری ورکړی و چې سږنۍ جولای به تر ټولو توده میاشت ثبت شي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیويي مجله؛ په کابل کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې اورئ چې په کابل کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی دی. په ننګرهار کې نوي کتابونه چاپ شوي. د جرمني-پښتو ژبې د قاموس او ګرامر له مولف سره مرکه شوې ده. په خپرونه کې شعر شته، له نویو مشاعرو خبرېږئ او یو شمېر نور مطالب هم اورېدلی شئ. دغه خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیونې، ځورونې او ګواښنې زیاتې شوي

میډیا لاین: د امریکا د متحدو ایالتونو میډیا لاین خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې: "خورا اړتیا ده چې امریکايي څارنوالان له افغانستانه خپل هم مسلکان په بېړه راوباسي." د دې لیکنې په پیل کې راغلي، په امریکا کې د څارنوالانو ايتلاف هڅه کوي چې له افغانستانه هغه افغان څارنوالان وباسي چې د طالبانو له لوري تعقیبېږي. د خپرونې د لیکنې لیکوال وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۲۵مې او پر افغانستان د طالبانو له بشپړ کنټرول وروسته دا هېواد د ډېرو د ژوند لپاره خطرناک شو، خو په ځانګړي ډول د دغه هېواد د پخوانیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داعش د سوریې د دولتي ځواکونو پر پوستو په حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي

د سوریې یوه څارونکې ډله وايي، د اسلامي ډولت ډلې وسله‌والو د سوریې د دولتي ځواکونو پر پوستو په حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي. په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې پرون سې شنبه وویل، په دې پېښه کې شپږ نور کسان ټپیان شوي دي. د دغې ادارې په وینا، حمله د رقه ولایت په معدن عتیق ښارګوټي کې پر هغو پوستو شوې چې د پوځیانو تر څنګ دولت پلوه جنګیالي په کې وو. رقه په سوریه کې د ۲۰۱۴م کال پر د افراطي داعش ډلې د فعالیت عمده مرکز و، خو د سوریې کرد جنګیالیو چې امریکايي پوځیانو یې ملاتړ کاوه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د شپږو میاشتو پر مهال د نري رنځ تر زرو زیاتې پېښې ثبت شوي

په کندهار کې یو وار بیا د شپږو میاشتو پر مهال د نري رنځ یا تبرکلوز تر زرو زیاتې پېښې ثبت شوي چې ډېره برخه یې ښځینه دي. په افغانستان کې که له یوې خوا د بشري بحران د پراخېدو راپورونه زیات ورکول کېږي، خو د ځینو ساري ناروغیو خپرېدو هم اندېښنې پارولې دي. د هېواد په جنوبي ولایت کندهار کې یوازې د شپږو میاشتو پر مهال په نري رنځ یا تبرکلوز د سلګونو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی چې ډېری یې ښځینه دي. د کندهار د روغتیا ریاست د تبرکلوز د برخې مشر جمال الدین عظیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوډان پوځ د ځینو سیمو د نیولو لپاره خپلې هڅې لا سختې کړې

د سوډان پوځ پرون په پلازمېنه خرطوم کې د ځینو ساحو د نیولو لپاره خپلې هڅې لا سختې کړې. د سوډان پوځ د یوه عمده پله د نیولو لپاره هوايي حملې او د توغندیو ډزې له تېرې دوشنبې سختې کړې دي. دغه پُل پر نیل رود تېر شوی او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د پوځ عمده مخالفې ډلې په ولکه کې دی او دا ډله اومدورمن او دوو نورو ښارونو ته له دې لاری خپل اکمالات او تحکیمات کوي، چې تر واک لاندې ساحه یې پراخه شي. پرون هم په خرطوم کې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه د شلو ملکیانو وژل کېدلو راپور ورکړل شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د تعلیم حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د نجونو د تعلیم حق په کې په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي. د دغه سازمان د جرمني څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې که په ځینو ولایتونو کې د نجونو پر تعلیم د تازه محدودیتونو راپورونه سم وي، دا به ویجاړوونکی تحول وي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان په دغو کارونو سره د بشریت او د افغانستان د نیمايي نفوس په وړاندې جنایت کوي. دې سازمان له خپل دغه ټویټ سره د انډپندنټ ورځپاڼې مطلب هم بیا خپور کړی چې په کې د بي بي سي په حواله ویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'ایم ایس ایف' د مزار شریف په تدریسي روغتون کې خپل طبي فعالیتونه پیل کړل

په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو ټولنه یا 'ایم ایس ایف' وايي، دوی د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف په تدریسي روغتون کې خپل طبي فعالیتونه پیل کړل. دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی چې دوی دغه فعالیتونه تېره یکشنبه پیل کړي او تمرکز یې د افغانستان په شمال کې د ماشومانو د ناروغیو او مړینې د مخنیوي پر هڅو وي. دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د اقتصادي بندیزونو او نورو ستونزو له کبله بشري بحران پراخ شوی چې افغان ماشومان یې هم اغېزمن کړي دي. د ناروې د کډوالۍ شورا... Читать дальше...


Жаркие единоборства в ледовом дворце

Упавших в ливневую канализацию утят спасли в Сергиевом Посаде

Путин объявил об увеличении финансирования мегагрантов для учёных

Финэксперт Тальдрик: покупать иностранную валюту лучше после стабилизации курса



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Финэксперт Тальдрик: покупать иностранную валюту лучше после стабилизации курса

Финляндия направит РФ ноту в связи с подозрениями в нарушении границ самолетами

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ

Музыкальные новости

Военнослужащие Красноярского соединения стали призерами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

«Газпром-Медиа Холдинг» при поддержке ПАО «Газпром» организует мультиформатный фестиваль в честь Дня России

Новости России

Финэксперт Тальдрик: покупать иностранную валюту лучше после стабилизации курса

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

В Пскове открылся Всероссийский фестиваль имени Михаила Гривского

Финляндия направит РФ ноту в связи с подозрениями в нарушении границ самолетами

Экология в России и мире

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Петербургский Пушкинский бал

Спорт в России и мире

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Moscow.media

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Северные ночи...

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *