Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 25.08.2023

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان: ولسمشر میرضیایف خپله لور، خپله سلاکاره وټاکله

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف خپله ۳۸ کلنه لور سیده میرضیاییف د ولسمشرۍ مقام د سلاکارې په توګه ټاکلې ده. دا خبره د ولسمشر پر رسمي ټیلګرام نن د اګست پر ۲۵ مه خپره شوې ده. سیدې میرضیاییف تر دې مخکې د ښځو د حقونو او زده کړو په برخو کې ځینې قانونې طرحې وړاندیز کړې وې. د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې چې ولسمشران یې ټول واک له ځان سره لري، دا ډیره عامه ده چې چارواکي خپلو خپلوانو ته ښې دندې ورکړي. په ترکمنستان کې ولسمشر سردار بیردي محمدوف د خپل پلار ځای ناستی شوی ، په تاجکستان کې د امام علي رحمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خیبر پښتونخوا؛ صوابۍ کې د یوې ونې د پرې کولو په سر شخړه کې ۴ تنه وژل شوي

د خیبر پښتنونخوا په صوابۍ کې د یوې ونې د پرې کولو پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. د صوابۍ پولیسو ویلي، دا پېښه نن د اګست ۲۵ مه رامنځته شوې ده. سیمه ییزو چارواکو مشال راډیو ته ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ له څه مودې راهیسې پر ځمکې لانجه وه او د جمعې په ورځ په لانجمنه ځمکه باندې یوه ونه وهل شوې وه. د سرچینو د معلوماتو له مخې، له دې وروسته د دواړو لورو کسانو پر یو بل ډزې کړي،چې پکې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او د بلې کورنۍ یو غړی ټپي دی. د چارواکو په خبره، د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې ځينې وزګارې شوې مېرمنې؛ طالبان مو نه کار او نه سوالګرۍ ته پریږدي، څه وخورو؟

په کابل ښار کې، یو شمېر ښځې وايي، د ښځو پر کار د طالبانو له بندیز او د اقتصادي وضعیت له خرابېدو وروسته، یې سوالګرۍ ته مخه کړې. دغه ښځې چې د ژوند له بدو شرايطو څخه ځوریږي، طالبان تورنوي، چې دوی ځوروي او نیسي یې او ان سوال کولو ته یې هم نه پریږدي. د دوی له ډلې یوه مېرمنه ازاده نومیږي. هغه ادعا کوي، چې د اقتصادي ستونزو او د طالبانوحکومت د محدودیتونو تر منځ راګېر ده. نوموړې چې د شپږو اولادونو مور او د کورنۍ سرپرسته ده، ازادي راډيو ته یې وویل، چې د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال یې، په یوه دولتي اداره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاسپورټ غوښتونکو اوږدې لیکې؛ پاسپورټونه ولې نه ورکول کیږي؟

د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې پکې لیدل کیږي زرګونه کسانو د پاسپورت اخیستلو لپاره د یاد ولایت د پاسپورت په ریاست یرغل وروړي. د پاسپورټ دا غوښتونکي وروسته له هغې د دغه ولایت د پاسپورټ ریاست مخې ته راټول شول، چې د پاسپورټ عمومي ریاست په هرات ولایت کې په ورځني ډول د پاسپورت غوښتونکو د منلو شمېر له ۲۵۰ څخه ۱،۵۰۰ ته لوړ کړ. د هرات ولایت اوسیدونکي عبدالصبور ارمان ازادي راډیو ته وویل، اته میاشتې مخکې یې پاسپورټ اخیستلو ته نوملیکنه کړې ده خو لا هم په تمه دی. نوموړي زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه: اقتصادي بندیزونه، د افغانستان بشري وضعیت نور هم خرابوي

د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان ۵۵ سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، اقتصادي تحریمونه په دغه هېواد کې ناوړه بشري وضعیت لا پسې ژوروي. دې کمېټې په افغانستان کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خپلو فعالیتونو په اړه په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، که څه هم په افغانستان کې د اقتصادي تحریمونو څرنګوالی یې نه په داګه کړی، خو ویلې یې دي، چې په دې وضعیت کې په افغانستان کې د روغتیا او معیشت په برخو کې د میلیونو کسانو د ژغورنې لپاره به د یوې لارې چارې موندلو ته دوام ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ د ۲ لکو ډالرو په ضمانت له زندانه خوشې شو

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جورجیا د اتلانتا په فولټن زندان د ۲ لکه ډالرو د ضمانت په وثیقې ازاد شو. ټرمپ د تورونو د اورېدو لپاره زندان ته ورغلی و. هغه په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې هېڅ غلط کار یې نه دی کړی او زیاته یې کړه چې د هغه حق دی د ټاکنو پایلې وننګوي. ټرمپ تازه له دوه نیمو کلونو وروسته یو وار بیا ایکس شبکې ته چې پخوا ټوېتر نومېده راستون شوی. هغه په خپل اولني بیان کې د خپل عکس په خپرولو سره لیکلي: «د ټاکنو مداخلې، هېڅکله مه تسلیمیږه!» د راپورونو له مخې، د ټرمپ همدا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار اوسیدونکي: د برېښنا لوړې بیې تنګ کړي یوو

د کندهار اوسیدونکي د بریښنا د لوړې بیې شکایت کوي. دوی وايي اوسنی دوره بیل د پخوانی دورو په پرتله څو چنده لوړ راغلی، چې له وسه يې پورته دی او نه شي کولای تحویل یې کړي . بلخوا: د کندهار برېښنا ریاست مسولان وايي د بریښنا د کیلو واټ بیه پخوانۍ ده او خلکو د ګرمۍ په خاطر ډیره برېښنا کار کړي. په دې اړه زموږ د همکار راپور دلته اوریدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

جرمني ته سفر؛ بینیټ: د افغانانو د بشري حقونو د سرغړونکو پر ځواب ویلو وغږیدو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په دې لیدنه کې له افغانانو څخه په ملاتړ او د بشري حقونو څخه د سرغړونې په برخه کې د حساب ورکولو په اړتیا ټینګار کړی دی. ریچارډ بینیټ په دې اړه نن سهار په خپل ایکس اکونټ یا [ پخواني ټویټر] په یو بیان کې ویلي، چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت او د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د جرمني د بهرني سیاست په اړه خبرې وشوې. په بیان کې راغلي:" د بهرنیو چارو د وزیرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: د افغانانو له بشري حقونو ملاتړ مو نه ماتیدونکی دی

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارد بینیت پرون (پنجشنبې) په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالنا بربوک سره ولیدل. د جرمني د بهرنیو چارووزارت وویل، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیرې له ریچارد بینیت سره په کتنه کې وویل، چې هیواد یې د افغانانو د بشري حقونو له ملاتړه لاس نه اخلي او له هغوی سره یې پیوستون ماتېدونکی نه دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د روان وضعیت او د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارواپوهان: د نشه یي توکیو په زیانونو د کورنۍ پوهول د معتاد درملنه تضمینوي

ولي احمد په پروان ولایت کې د موټرو جوړولو ورکشاپ درلود او له شپاړسو کالو راهيسې يې د چرسو نشه کوله، خو کله چې کورنۍ له کوره وشاړه د چرسو تر څنګ يې نورو نشه يي موادو ته هم مخه کړه. ولي احمد وايي، چې د کورنیو غړي يې د نشه يي موادو د زیانونو او اعتیاد په اړه نه پوهېدل، له همدې امله يې د ملاتړ پر ځای دی له کوره وايست او دا له کوره شړل د دې سبب شوه چې دی د تل لپاره د اعتیاد په لومه کې بند پاته شي. نوموړی وایي: " یوه ورځ مې په کور کې د تاریاکو نشه کوله، زوی مې راغی سوټی يې راباندې راپورته کړ ويل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان: د بشري مرستو اړتیاوو، د کوکنارو د بدیل معیشیت پروګرام اغېزمن کړی

د ۲۰۲۲ ميلادي کال له لومړیو څخه بیا د دې کال د جون د مياشتې تر پايه پورې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د کوکنارو د بديل کښت د پرمختيايي پروژو لپاره يوازې پنځه اعشاریه (۸۶) ميليونه امريکايي ډالر ترلاسه کړي دي. په کابل کې د (UNODC) دفتر وايي، دوی په دې پيسو يوازې له څوارلس زره بزګرو سره مرستې کړې چې (۳۳) سلنه يې ښځې دي. ملګري ملتونه وايي چې پر افغانستان د طالبانو له دوهمې واکمنۍ سره غذايي موادو ته اړتيا ډېره شوې ده، له همدې امله د بديل کښت په برخه کې پرمختيايي پروژې څو برابره کمې شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین: د واګنر د مشر وژل کیدل څېړم؛ د اوکراین ولسمشر: ټول پوهیږي، چې چا وژلی

د روسیې ولسمشر د واګنر د اجیرو جنګیالیو د ډلې د مشر یوګیني پریګوژین له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د پیښې تحقیقات وخت نیسي. هغه په غیر مستقیمه توګه د پرګوژین مرګ تایید کړ. نوموړٍي وویل: "د هوايي تراژیدۍ په اړه، لومړی، زه غواړم د ټولو قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي څرګند کړم. دا تل یوه تراژیدي ده. په حقیقت کې، که وي، او لومړني معلومات ښیي، چې د واګنر کارمندان وو. زه غواړم په یاد ولرم، چې دغو کسانو په اوکراین کې د مبارزې په برخه کې زموږ سره د پام وړ ونډه اخیستې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین: د واګنر د مشر وژل کیدل څېړو، خو څېړنې به وخت نیسي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د واګنر د اجیرو جنګیالیو د ډلې د مشر یوګیني پریګوژین له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د پیښې تحقیقات وخت نیسي. د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین په دې توګه د چهارشنبې په ورځ د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د یوګیني پرګوژین مرګ تایید کړ. خو پوتین دا هم وویل چې په دې اړه څېړنې وخت نیسي. اخوا دوو امریکايي چارواکو ویلي د پرګوژین د سورلۍ الوتکه د روسیې له خاورې په یوه راکټ لګېدلې. د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت د اګست په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ، چې له مسکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د طالبانو تر واک لاندې اوس هم خلک مرګوني وضعیت سره مخ دي

واشنګټن ایګزیمنر: واشنګټن ایګزیمنر په خپلې وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه شویو په اړه یو مطلب خپور کړی چې په کې راغلي: "د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اوس هم خلک مرګوني وضعیت سره مخ دي، خو نه د هغو دلایلو له امله چې ممکن تاسې يې فکر کوئ." لیکوال د مطلب په پیل کې لیکي، په کابل کې د کورنیو بې‌ځایه شویو کمپ ته د داخلېدو سره د چټلیو هغه بوی ته متوجه شوم چې د سړکونو له دوړو سره یو ځای کېده او د هوا له تودوخې سره یې بوی نور هم زیاتېده. لیکوال زیاتوي، هغه باید حیران شوی نه وای،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونیسف: په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین پای ته ورسېد، پاتې نورو کې به پيل شي

یونسیف وايي چې په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین ورکولو څلور ورځینی کمپاین پرون پای ته ورسید او په ۶ نورو ولایتونو لکه بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او اروزګان کې راتلونکې دوشنبه پیلیږي. په افغانستان کې د یونسیف ادارې د پولیو د مخنیوي پروګرام د ارتباطاتو مسوول سیدکمال شاه تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: " پنجشنبې د کمپاین وروستۍ ورځ وه او په ټولو ۲۸ ولایتونو کې په ښه ډول تطبیق شو. د واکسین هدف د ۹ میلیونه او ۴ لکه تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو واکسین و. له دغو ولایتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کوکنارو د کښت کمیدل؛ افغان کروندګر د بدیلو کښتونو ملاتړ غواړي

د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته یو شمېر کروندګر وايي، چې له دوی سره دې د سرې او تخم مرسته وشي. ځینې کروندګرو د کوکنارو په ځای نورو محصولاتو ته مخه کړې او له ترلاسه کړي حاصله خوښي ښيي. په کندهار کې یو بزګر نورمحمد، چې پخوا یې کوکنار کرل، وايي: " ما پرسږ کال تریاک کرلي وو او دا لس کاله کیږي چې کریم یې، دا لس کاله کیږي چې تریاک هم کرم او رومیان هم کرم، تریاک پخوا هم موږ ته ګټه نه کوله، رومیان ترې ښه دي." حبیب الله وايي چې پخوا یې کوکنار کرل خو اوس بینډۍ او رومیان کري او د کوکنارو په نسبت ورته واره داره دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: ۸۲۷ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون (پنجشنبه) وویل، ۸۲۷ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هیواد ته راستانه شول. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کسانو کې ۸۱۵ تنه په خپله خوښه راستانه شوي خو ۱۳ نور د پاکستان له محبسونو خوشي شوي او افغانستان ته دیپورټ شوي دي. له راستنو شویو کسانو سره د ملګروملتو د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ایم) د ضروري شیانو مرسته کړې ده. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه ۲ زره ۵۸۹ افغان کډوال خپل هیواد ته راغلل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د یو شمېر سختو ناروغیو د درملو بیه لوړه شوې

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ، چې په دغه هیواد کې د حیاتي ناروغیو د درملو بیه څه باندې ۲۵ سلنه لوړه شوې ده. د پاکستان د درملو د تنظیم ادارې ویلي چې حکومت د سرطان په شمول د حیاتي ناروغیو د بیې لوړېدا تصویب کړې ده. پر سرطان سربېره د وینې د لوړ فشار، تبې، ساتنګۍ او نورو ناروغیو درمل هم په هغه لیست کې شامل دي، چې بیې یې ۲۵ سلنه لوړې شوې دي. د پاکستان د درملو د تنظیم د ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سرطان د بورتیزومپ د پېچکارۍ بیه ۱۷ زره ۵۱۳ روپۍ لوړه شوې ده. ډیری افغانان هم د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو خبرداری؛ نږدې ۹۰۰ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د بودیجې او مرستو د کمېدو له کبله به ۸ لکه ۷۵ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. دې سازمان پرون پر خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کښلي، په افغانستان کې د اوږدې جګړې، ناکرارۍ، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله بشري بحران زیات شوی او د غذايي فقر ترڅنګ د خوارځواکي او ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر شوی دی. د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، د ۲۰۰۲۱ له اګست څخه ۱۸ میلیونه او ۴ لکه افغانان بشري مرستو ته اړ شوي وو، خو د سږ کال په اګست کې دا شمېر ۲۸ میلیونو او ۸ لکو ته زیات شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ لوبډلې د پنځوس اوریزو سیالیو دویمه لوبه هم پاکستان ته بایلوده

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون په سریلانکا کې د افغانستان ملي لوبډلې ته په یو ویکټ او یوه رنز ماتې ورکړه. د دې سیالۍ، چې د دوو ټیمونو د لوبلړۍ دوهمه مسابقه وه، پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي. افغان لوبغاړو د رحمت الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د ښه بیټنګ په مټ د ۵ لوبغاړو له سوځېدو وروسته سیالې لوبډلې ته ۳۰۱ منډې هدف وټاکه، خو پاکستاني لوبغاړو په داسې حال کې چې ۹ لوبغاړي یې سوځېدلي او ۲ توپونه ورته پاتې وو، هدف پوره کړ. پاکستان تر دې وړاندې د دې لوبلړۍ، چې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د الحبتور ګروپ رییس: یو شمېر افغان محصلانې متحده عربي اماراتو ته را ورسېدې

په متحده عربي اماراتو کې د الجتور سوداګري ګروپ ريیس خلف احمد الجتور وايي، چې پرون سهار یې له څو تنو افغان محصلانو سره، چې دوبۍ ته رسیدلې وې، ولیدل. الجتور پر ټویټر یا ایکس شبکه تېر ماښام ولیکل: دا هغه محصلانې دي، چې ده ورته د دوبۍ د پوهنتون په همکارۍ د زده کړو سکالرشیپ یا بورسونه برابر کړي دي. د متحده عربي اماراتو دا سوداګر وايي، دغو افغان محصلانو ته یې هرکلی ووایه او هیله یې څرګنده کړه، چې ژر نورې افغان محصلانې هم په دوبۍ کې وویني. الجتور د چهارشنبې په ورځ ویلي وو، چې طالبانو متحده عربي اماراتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسلام اباد ترهګرۍ ضد محکمې علي وزیر او ایمان زینب مزاري زندان ته واستول

د پاکستان د اسلام اباد تروریستي ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ فعالان علي وزیر او ایمان مزاري محبس ته ولېږل. د پاکستان د ملي جرګې غړی علي وزیر او حقوقپوهه ایمان مزاري، چې درې ورځې د پولیسو په توقیف کې ول، پرون د اسلام اباد ترهګري ضد محکمې ته وړاندې شول. پولیسو له محکمې څخه وغوښتل، چې دوی ته د نورو تحقیقاتو لپاره وخت ورکړي خو محکمې د هغوی د زنداني کولو پرېکړه وکړه. ایمان مزاري او علي وزیر د دې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وروسته له دې ونیول شول،چې د تېرې جمعې په ورځ (د اګست ۱۸ مه) یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لویه غونډه کې ویناوې وکړې.


На ярославцев выльется пятидесятилитровая бочка дождевой воды

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

Раскрутка и продвижение ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Видео ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Песен ВКонтакте.

Озвучено, при каком условии резко подорожает доллар



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Порядка 3 тыс деревьев высадили для восстановления лесов в Подмосковье и Санкт-Петербурге

Пушилин оценил разрешение на удары западным оружием по России

В НИКИ детства Подмосковья отметили день защиты детей

В Подмосковье идет строительство более 20 новых тротуаров

Музыкальные новости

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году

Гендиректор Быстринского ГОКа стал старшим вице-президентом «Норникеля»

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Новости России

На ярославцев выльется пятидесятилитровая бочка дождевой воды

Глава Ингушетии Климатов подтвердил, что его брат стал фигурантом уголовного дела

В Подмосковье идет строительство более 20 новых тротуаров

Мемориал бойцам бригады «Каскад» открыли в Москве

Экология в России и мире

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Добрые рисунки: «585*ЗОЛОТОЙ» запустила конкурс ко Дню защиты детей

Создайте стильный образ из самых простых вещей в гардеробе

Спорт в России и мире

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"

Димитров пробился в четвертьфинал Открытого чемпионата Франции

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Moscow.media

Пожар в пятиэтажке унес жизнь неосторожного курильщика

Для строительства участка Приморского кольца в Калининградской области ищут подрядчика

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *