Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 29.08.2023

Pa.azadiradio.com 

اوکراین: روسیې زموږ د ۸۴ سرتېرو مړي را وسپارل

اوکرایني چارواکو نن وویل چې روسیې د هغو ۸۴ اوکرایني سرتېرو مړي کییف ته وسپارل چې په جګړه کې وژل شوي. د اوکراین د بیا مدغم کیدو د چارو وزارت ندي ویلي، چې د دغو سرتېرو مړي چېرته اوکرایني چارواکو ته سپارل شوي او دا یې هم ندي ویلي چې ایا د روسیې د پوځي پرسونل مړي هم مسکو ته سپارل شوي او کنه؟ د اګسټ په ۴ روسیې یوبل ته د وژل شویوسرتیرو د سپارلواعلان وکړ او ویې ویل، چې اوکراین د ۱۶۰ سرتیرو مړي ورسپارلي او اوکراین هم د ۴۴ مړو د ترلاسه کولو خبرورکړ. د ورکو شویو کسانو د چارو لپاره د اوکراین کمیشنر اولی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي الوتکې ته د بېړنۍ ناستې اجازه؛ صدراعظم یې له سعودي عربستان څخه مننه وکړه

د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو نن د سعودي عربستان له چارواکو مننه وکړه، چې د اسراییل د هوایي شرکت یوې الوتکې ته یې په جده کې بیړنۍ ناستې ته اجازه ورکړې. د آیر سیچلیس دغه الوتکه چې سپرلۍ یې اسراییلیان و، له سیچلیس نه تلبیب ته روانه وه. سعودي عربستان او اسراییل چې په خپلو کې رسمي اړیکې نه لري. د ۲۰۲۲ کال ترجولای میاشتې پورې د سعودي عربستان هوایي قلمرو اسراییل ته د تلونکو او له هغه ځایه د وتونکو الوتنو پرمخ تړلی و. سعودي عربستان خپل هوایي قلمرو هغه مهال د الوتنو پرمخ داسې مهال پرانیست، چې د امریکا ولسمشرجوبایډن دغه هېواد ته سفر کاوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د واګنر د اجیرو وسله والو مشر په یوه خصوصي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

د واګنرپه نوم د روسیې د اجیرو وسله والو د ډلې مشر یوګیني پریګوژین د سانت پترزبورګ د څنډې په یوه خصوصي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. پریګوژین چې د لنډې مودې لپاره یې د پوتین د واکمنۍ پر وړاندې وسله وال بغاوت کړی او هغه یې د خپلې دوه لسیزې واکمنۍ په موده کې له سترې ننګونې سره مخ کړی و، د اګسټ په ۲۳ مه د یوې الوتکې د راغورځيدو په پېښه کې له نهو نورو سپرلیو سره ووژل شو. د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین، چې یووخت یې نژدې متحد و، په دغو مراسمو کې ګډون ونکړ. د واګنرډلې اړوند ټیلګرام چینل کې په یوه بیان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا نړیوال سازمان: هره ورځ څلور وېشت افغان میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ مړینې له امله مري

د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د مېندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې د زياتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ پر خپلې X شبکې یا پخواني ټویټر ځينې احصایې خپرې کړې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۱ کال کې د اټکل پر بنسټ په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ مړینې له امله مري. د روغتیا نړېوال سازمان تر دې مخکې ویلي وو، چې د افغانستان په هغو سیمو کې چې له بشري ناورین سره مخ دي، د روغتیا په برخه کې د بودیجې او د سرچینو کمښت به ناوړه پایلې ولري. دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځینه وو د ځان وژنې د پېښو زیاتوالی؛ ګارډین: طالبان یې د شمېر خپریدو مخه نیسي

ګارډین ورځپاڼې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځان‌وژنې د پېښو د زیاتوالي له امله د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو د ملاتړو د اندېښنو په اړه یو راپور خپور کړی. په دې راپور کې راغلي، د هغو شمېرو له مخې چې له دولتي روغتونونو او کلینکونو یې را ټول کړي ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې د افغانستان یو په درېیمه برخه ولایتونو؛ په ځانګړي ډول په نیمروز او هرات کې د نجونو او ښځو د ځان‌وژنې د پېښو شمېر زیات شوی دی. خو دې ورځپاڼې په دې اړه کره شمېرې نه‌دي خپرې کړې. ګارډین لیکلي، د طالبانو حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوال سور صلیب: نېمایي افغانان روغتیایي خدمتونه او کافي خواړه نه لري، مرستو ته ورسره دوام ورکوو

د سره صليب نړيواله کمېټه (ICRC) وايي، دوی په افغانستان کې خپل فعالیتونه نه دروي. دغې کمېټې د دوشنبې ورځې ناوخته په یوې اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان په ټوله نړۍ کې دوی لپاره د عملیاتي چارو له مخې دویم هېواد دی او دوی له دې هېواده د وتلو کوم پلان نه لري. د دغې کمیټې په اعلامیه کې په افغانستان کې د (ای سي ار سي) پلاوی مشر (ایلوئی فیلیون ) له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې له هرو دوه افغانانو څخه یو یې روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري او یا هم د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري. په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونیسف: سېلابونو تېره جولای میاشت کې څلوېښت افغانان مړه او ۶ زره نور زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د جولای په میاشت کې وروستیو سیلابونو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او ستر مالي زیانونه اړولي دي. یونیسف د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې د تېر جولای په میاشت کې په ټول افغانستان کې ۴۰ کسه د سېلابونو له امله مړه شوي او ۶۰۰۰ نور ترې اغیزمن شوي دي. یونیسف زیاتوي، چې د خپلو همکارانو په همکارۍ یې د قربانیانو په ځانګړې توګه له ماشومانو سره مرستې کړې دي. خو په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر کورنۍ چې د وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د افغان کډوالو ستونزې؛ یوه حامله مېرمنه: وضعیت مې ښه نه دی، ۵ سوه کسیز کمپ کې د وطن ته تلو انتظار کوم

"هېڅ ملي بس نه‌شته، هېڅ مسؤل نه‌شته، هېڅوک زموږ پوښتنو ته ځواب نه ورکوي." دا د ايران په زاهدان ښار کې د هغې افغانې کډوالې ښځې غږ دی، چې وايي حامله داره ده او په یوه کمپ کې تر سخت لمر لاندې ناسته ده. دغه افغان کډواله وايي، چې وضعیت یې ښه نه‌دی، د اوبو، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته له لاس‌رسي پرته دې او کورنۍ یې یوه اوونۍ په دې کمپ کې تېره کړې چې بېرته افغانستان ته راشي، خو د دې په وینا داسې ونه‌شول. هغه وايي چې د زاهدان په کمپ کې د افغانانو شمېر شاوخوا ۵۰۰ ته رسيږي. دغه مېرمن چې نه‌غواړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د خوشې کیدو امر یې کړی

د اسلام اباد سترې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان سزا ځنډولې او د هغه د خوشې کیدو امر يې کړی دی. دغې محکمې نن د "اګست ۲۹ مه­" د عمران خان له خوا په یاده قضیه کې د سزا د ځنډولو په اړه د غوښتنې تر اوریدو وروسته نن دا پریکړه اعلان کړه. سترې محکمې ویلي، په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې کړي، خو د سزا ځنډولو غوښتنه يې تایید کړې ده.  عمران خان د خپلې واکمنې پر مهال د دولتي ډالیو په پلورلو تورن دی. خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کیدو راهیسې د اټک په زندان کې بندي دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ: د نجونو د زده کړو په اړه مو خپلې اندېښنې او نه بدلیدونکی دریځ په روښانه توګه طالبانو سره شریک کړی

که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره د طالبانو حکومت هیڅ‌ روښانه تګ‌لاره نه‌لري، خو سپینه ماڼۍ وايي چې جمهور رییس بایډن په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه خپلې اندېښې له طالبانو سره په ښکاره توګه شریکې کړې دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر پرون رسنیو سره خبرو کې وویل، د طالبانو سره د اړیکو په ارزیابۍ کې به د نجونو د تعلیم موضوع په اړه د امریکا روښانه دریځ ادامه ولري. نوموړې وویل: " جمهور رییس تل د نجونو د زده‌کړو د اهمیت په اړه نه یوازې په امریکا؛ بلکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: د طالبانو واک لاندې افغانستان امن شوی، خو د ښځو حقونه پکې نقض او بېوزلي زیاته شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا انتبایوا، له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه په افغانستان د بشري وضعیت او امنیت په اړه خبرې کړې دي. اغلې اونتبایوا ویلي، که څه هم په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې امنیت ښه شوی، خو د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوې دي. هغې زیاته کړې، د طالبانو حکومت له خپلو ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان سره د سوادګریز اړیکو د پراختیا په برخه کې کار کوي، خو له رسمیت پیژندنې څخه لیرې دی . اونتبایوا په دې مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان: د وروستیو سېلابونو تلفات ۱۷ تنو ته لوړ شوي

په تاجکستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته پورته شو. د تاجکستان د بیړنیو حالاتو کمېټې نن سه شنبه "د اګست ۲۹ مه" د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل، د کافرنهان له سېند څخه د لټون په عملیاتو کې د څلورو کسانو جسدونه ترلاسه شوي، چې درې یې ښځې او یو يې نارینه دی. د لټون له دې عملیاتو وروسته، دغې کمېټې اعلان وکړ چې جسدونه يې د نورو معایناتو لپاره روغتون ته لیږدولي دي. د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې پرون ویلي وو، دغو ورښتونو د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې تلفات هم اړولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: عراق راسره زموږ د مخالفو کردانو بې وسلې کول منلي

ایران او عراق په ګډه توافق کړی، چې د عراق په شمال کې د ایراني کردانو مخالفې ډلې بې وسلې کړي. د دواړو هېوادونو چارواکو پرون دوشنبه د دې توافق خبر ورکړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون په یوې خبري غونډه کې وویل، د عراق حکومت  توافق کړی چې" د سپټمبر تر ۱۹ مې به د دوی په خاوره کې مېشتې وسله والې ډلې بې وسلې کړي" او بیا يې له خپلو پوځي اډو وباسي او هغو کمپونو ته به يې انتقال کړي، چې د عراق د حکومت له خوا ټاکل شوي دي. د ایران او عراق ترمنځ دا توافق په داسې حال کې دی، چې د ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین: د روسیې تازه بریدونو لږ ترلږه ۵ ملکیان وژلي

د اوکراین په خیتځ کې د روسیې د بریدونو له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږ پنځه ملکیان وژل شوي دي. یوه سیمه ییز چارواکي، نن "د اګست ۲۹ مه" وویل، په ختیځ او سویل دواړو خواوو کې جګړه روانه ده او اوکرایني ځواکونه د ستراتېژیک ښار میلیتوپول پر لور پر مخ روان دي. د دونیتسک سیمه ییز والي پاولو کیریلینکو نن وویل، "روسانو د دې سیمې پنځه اوسیدنکي ووژل" او څلور نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه، په ماریوپول او ولنواس کې هم قربانیان شته، خو شمېر يې معلوم نه دی. د ملکیانو له دې مرګ ژوبلې راپورونه په داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونان: د کډوالو دوه بېړۍ اوښتي، چې د ۴ ماشومانو په ګډون یې ۵ تنه مړه کړي

د یونان چارواکي وايي، د دوی پولې ته د ورتلونکو کډوالو دوه بېړۍ اوښتي، چې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه په کې مړه شوي دي. د یونان د سمندر غاړې ساتونکو ویلي، چې دا پیښې پرون دوشنبه شوي او دوی ترې لسګونه کډوال ژغورلي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا بېړۍ د ترکیې له خوا یونان ته روانې وې. تراوسه د مړو شویو کسانو هویت معلوم شوی نه دی. یونان د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ناقانونه کډوالو لپاره اروپا ته د تګ تر ټولو مهمه لاره ده او وخت نا وخت پر دغې لاره دا ډول مرګونې پیښې رامنځته کیږي.

Pa.azadiradio.com 

ایران: د پوهنتون لس استادان د تېر کال له پراخو اعتراضونو د ملاتړ په تور ګوښه شوي

ایراني چارواکو، د پوهنتون هغه لس استادان له دندو لرې کړي، چې وېل کیږي د تېر کال پراخو اعتراضونو نه یې ملاتړ کړی و. دغه اعتراضونه، د تېر کال په سپتمبر کې وروسته له هغې پيل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه نجلۍ د حجاب نه درلودو په خاطر پولیسو شکنجه او بیا وروسته روغتون کې مړه شوه. راتلونکې میاشت د مهسا امیني لومړنی تلین دی او ایراني چارواکو مخکې له مخکې له خلکو غوښتي، چې له مظاهرو او لاریونونو لاس په سر شي. د تهران له پوهنتونونو په لرای کړل شویو استادانو کې میرمنې هم شاملې دي. په ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو او ښځو د زده کړو پر اړتیا ټینګار؛ امریکا: دوی تر بل هر وخت زده کړو ته ډېره اړتیا لري

د امریکا سفارت وايي افغان مېرمنې تر بل هر وخت زیات زده کړو ته اړتیا لري.  سفارت دا خبره، په خپل اېکس شبکه چې پخوا ټوېټر نومېده دوشنبه ناوخته لیکلې ده. امریکایي چارواکو ویلي، چې دوی له افغانانو په تېره بیا مېرمنو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د امریکا د سفارت په بیان کې زیاته شوې، چې دمګړۍ د دوی په ملاتړ شاوخوا ۶۰۰ افغان محصلین د سیمې په پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي. د سفارت په بیان کې د بشکیک له یوه پوهنتونه د افغان نجونو د فراغت یوې غونډې ته اشاره شوې، چې د امریکا د سفارت کارکوونکو هم پکې برخه اخیستې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ بورډ: پاکستان ته تللو لوبغاړو مو د اسیا جام سیالیو ته ښه چمتووالی نیولی؛ یو شمېر خلک: مناسب هرکلی یې نه دی شوی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو ته چمتووالی نیولی دی. تمه ده اسیا کپ سبا/چهارشنبه د اګست دېرشمه د پاکستان او نیپال په لوبې سره پیل شي. د افغانستان ملي لوبډله به بیا د راتلونکې یکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې له بنګله دېش سره او د سپټمبر په پنځمه به په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره مخ شي. سږ کال د اسیا په کپ کې شپږ ټیمونه لوبیږي. افغانستان،هندوستان،پاکستان،بنګله دیش،سریلانکا او نیپال. له دې به یواځې څلور ټیمونه دویم دور ته لار پيدا کوي. افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه: محافظه کارانو په ښوونځیو کې د اسلامي لباس د منع کیدو پریکړه وستایله

په فرانسه کې محافظه کارانو د دوشنبې په ورځ د حکومت د هغې پریکړې ستاینه وکړه، چې په عامه ښوونځیو کې د "عبایه" یا اوږدې چپنې اغوستلو منع کړل، مګر ځینو بیا په دې اقدام نیوکې او ملنډې کړي. فرانسې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې په دولتي ښوونځیو کې د کاتولیک کلیسا د سمبولونو کارول د سختو قوانینو په تصویب او پلي کولو سره لیرې کړي، خو په وروستیو لسیزو کې د مسلمانانو د شمېر په زیاتېدو سره د اسلامي سمبولونو په اړه د ورته قوانینو په پلي کولو کې له ستونزو سره مخامخ شوې ده. په فرانسه کې د سیکولریزم سخت انګیرنه، چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي سیالې سره له ناندریزې لیدنې وروسته؛ د لیبیا د بهرنیو چارو وزیره له خپل هېواده تښتیدلې

د ليبيا د بهرنيو چارو وزيره نجلا منګوش، چې د اسراییل له بهرنیو چارو وزیرې سره لیدنه ورته جنجالي شوې وه، له لیبیا څخه «تښتېدلې» ده. دا خبره نیویارک ټایمز او اسوشیتید پرېس راپور کړې ده. د لیبیا خبري اژانس ایسا ویلي وو، چې نجلا منګوش د دغه کار له امله ممنوع الخروج شوې ده. وروسته معلومه شوه، چې هغه په یوه پرواز کې له لیبیا څخه استانبول ته تللې ده. نجلا منګوش Najla Mangoush څو ورځې مخکې په ایټالیا کې د اسراییل د بهرنیو چارو له وزیرې الي کوهن Eli Cohen سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوع ګانو بحث کړی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: بلوچستان کې د افغانستان د انځرو یوه لارۍ سوزول شوې ده

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د درې لکه ډالرو په ارزښت په افغاني انځرو بار یو لوی موټر د پاکستان د بلوچستان په لورلايي کې سوځول شوی دی. د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي ازادي راډیو ته د پېښې په تایید سره اندېښنه وښوده، چې دا مسله د افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیتي اړیکې زیانمنوي. نوموړي وویل: "دا مسوولیت د پاکستان د دولت دی چې باید د ترانزیت د اصولو له مخې د ترانزیتي اموالو امنیت ونیسي او دا پېښه په جدي شکل تعقیب کړي. موږ ته وعده راکړل شوې، چې دا کار به اینده کې بیا تکرار نه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روزا اتونبایوا: افغانستان کې بېوزلي خورا زیاته او د بشري مرستو لوی شرط د ښځو د حقونو ورکړه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا انتبایوا وايي، په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه ډېره لوړه ده او د بشري مرستو ډېره برخه له لوېدیځو هېوادونو راځي. هغې دا هم ویلي چې لویدیځ هېوادونه د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ډېر ټینګار کوي. نوموړې د ازادي اروپا راډیو له قرغزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې عربي هېوادونه یوازې په ځینو دیني مناسبتونو کې مرستې کوي. انتبایوا  وویل: "په افغانستان کې د بې وزلۍ او محرومیت کچه ډېره لوړه ده او کله، چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره مرسته وغواړئ،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نجونو ځان وژنه زیاته شوې

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نجونو ځان وژنه زیاته شوې، دا له برېتانیا د خپریدونکې ګارډین ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی. په مقاله کې د ورځپاڼې هغې څیړنې ته اشاره شوې، چې د نیمروز او هرات په ګډون د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې یې ترسره کړې او ویل شوي، چې په دغو ولایتونو کې د ځان وژنې ګڼې پیښې او هڅې شوي، چې یوازې یوه یې د نارینه او پاتې نور یې د نجونو او ښځو له خوا شوي دي. که څه هم په مشخص ډول نه دي ویل شوي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ځان وژنې څومره پیښې شوي، خو مقاله... Читать дальше...


Оздоев – о Михаиле Кержакове: «Настоящий дедок»

Команда из Мытищ вошла в топ-3 турнира по ракетомодельному спорту

Жители Саратовской области могут принять участие во Всероссийской онлайн-акции «Свеча памяти»

Минтранс Подмосковья подготовил список маршрутов до грибных мест



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Пскове открылся Всероссийский фестиваль имени Михаила Гривского

Свыше 900 школьников из Химок сдали ОГЭ по дополнительным предметам

Сенатор Карасин: Москва запомнит отказ Румынии в выдачи визы делегации РФ в ПАСЕ

Минтранс Подмосковья подготовил список маршрутов до грибных мест

Музыкальные новости

Аналитики выяснили, что мужчины посещают ТЦ на 40% чаще женщин

"Зенит" проведет в межсезонье три контрольные игры

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Новости России

Собственная котельная появится у спортивной школы в Клину в 2025 году

Свыше 900 школьников из Химок сдали ОГЭ по дополнительным предметам

Подмосковные спасатели напомнили об опасности диких пляжей

Аренда яхты с экипажем vs. без экипажа

Экология в России и мире

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Петербургский Пушкинский бал

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Магазин "Стильпарк" в новой концепции открылся в Москве

Спорт в России и мире

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *